ګناه وكړه، خو په پنځو شرطونو!
يو سړى ابراهيم بن ادهم ته راغى او ورته ويې ويل: اې شيحه! نفس مې دګناهونو خواته كشوي، تاته راغلم ترڅو نصيحت راته وكړې او پند درڅخه واخلم.
ابراهيم بن ادهم ورته وويل: باك نه لري، كه دې نفس ګناه ته هڅوي ويې كړه، خو زه درته پنځه شرطونه وړاندې كوم، هركله دې چې دا پنځه واړه شرطونه پوره كړل، نو بيا كولاى شې چې ګناه وكړې.
سړې وويل: سهي ده خو هغه شرطونه كوم دي؟
ابراهيم بن ادهم ورته وويل: كه چېرته غواړي ګناه وكړې نو په داسې يوه ځاى كې يې وكړه چې خداى پاك دې ونه ويني. سړي وويل: سبحان الله (پاكي ده الله لره)، څنګه له هغه ذات څخه پټېدلاى شم، په داسې حال كې چې له هغه ذات څخه هېڅ شى نشې پټېدلاى او هغه ذات هرڅه په هر حال كې ويني. نو ابراهيم ورته وويل: نو بيا تا ته حيا او شرم نه درځي چې هغه ذات تا ويني او بيا دهغه په وړاندې ګناه كوې.. سړى غلى شو.. او ويې ويل: يو څه نور….
ابراهيم بن ادهم ورته وويل: كه غواړې دخداى په وړاندې ګناه وكړې دهغه په ځمكه يې مه كوه. سړي وويل: سبحان الله، نو چيرته لاړشم، په داسې حال كې چې ځمكه هغه پيداكړې او دهمغه ذات ده، چې دا ټول كاينات يې پيداكړيدي. نو ابراهيم ورته وويل: ته نه شرمېږې چې دخداى (ج) نافرماني كوي، په داسې حال كې چې دهغه په ځمكه كې اوسې.. سړى يو څه نور هم چوپ شو او بيايې وويل: يو څه نور…
ابراهيم بن ادهم ورته وويل: كه دخداى پاك دنافرمانۍ اراده دې وكړه نو دهغه له رزق څخه څه مه خوره.. سړي وويل: سبحان الله، نو څنګه ژوند وكړم، په داسې حال كې چې ټول نعمتونه دهغه له خوا دي. نو ابراهيم ورته وويل: تاته حيا نه درځي چې دخداى پاك نافرمانې وكړې په داسې حال كې چې همغه ذات درته خوراك او څښاك برابروي او ته پرې ژوندى يې. په سړې خولې راماتې شوې او ويې ويل: يو څه نور…
ابراهيم بن ادهم ورته وويل: كله دې چې ګناه وكړه او بيا دې له مرك څخه وروسته پرښتې دوزخ ته كشوي، نو له هغوى سره دوزخ ته مه ځه.. سړي وويل: سبحان الله، په ما كې كله دومره زور شته دى چې دهغوى ممانعت وكړم، هغوى خو ډېرې غښتلې او زورورې دي، كه وغواړي ما به هرومرو ورواچوي.
بيا نو ابراهيم بن ادهم ورته پنځم شرط هم وړاندې وكړ او ورته ويې ويل: اې سړيه! كله دې چې خپله عمل نامه كې ګناهونه وليدل، ترې انكار وكړه او ووايه چې دا ګناهونه او جرمونه ما نه دي كړي. سړي وويل: سبحان الله، دا كار كله زه كولاى شم، په داسې حال كې چې پر اوږو ناستې پرښتې زما هره كړنه او هره وينا له ځان سره ليكي او بيا به يې دحساب په ورځ راښكاره كوي او آن دبدن هر غړى به مې پر خپلو ګناهونو اعتراف وكړي او نارې به وهي چې پر ما دې دغه بد كار سرته رسولى دى…
سړي چې دا پنځه شرطونه واورېدل، ډېر يې وژړل او همدا الفاظ به يې له ځان سره تل ويل چې: زما دبدن هر غړى به زما پر هرې ګناه اعتراف وكړي او هغه ليكونكې پرښتې به مې ټولې كړنې او ويناوې رابرسېره كوي.
ژباړه: محمدآصف احمدزى