اقتصادنړۍ مشاهیر

ګزنفون (Xenophon)او اقتصادي نظریات ئې

د پیدايښت نېټه:۴۳۰-۳۵۰ ق م

ګزنفون داتن اوسېدونکی، دګریلس(Gryllus) زوی،دسقراط شاګرد او په يونان کښي د سردارانو له ډلي څخه ؤ، خو په ژوند کښې هغه مهال یو اوښتون راغلئ کله چي په ۴۰۱ ق م کښي دسایرس (Cyrus) داردو سره یوځای سو. ده په اردو کښي نه د کوم خاص امر ورکولو صلاحیت درلود او نه ئې دعسکر په حیث وظیفه اجراکړې ده خو دجنرال تر رتبې پوري ورسېدﺉ. دی ډېر غریب ؤ، دژوند ډېربرخه ئې په لیکوالي، ښکاراو دانډیوالانو سره په ساتیري کښي تېره سوې ده. دگزنفون دپیدایښت او دمړیني دقیقه نېټه هم نامعلومه ده. ګزنفون د”اكونوميكس” په نامه يو كتاب وليكئ. دی دخپل عصر لوى تاريخ ليكونكی هم دﺉ. دده د”اكونوميكس” په كتاب کښي د كورني اقتصاد او تدبير،پرخصوصي ملكيت باندي څېړني اوپر معادنو او طبيعي ذخايرو باندي د دولت د كنټرول په اړه خبري سوي دي. ګزنفون د خپلواقتصادي نظرياتو اساس زراعت ګرځولى دﺉ او د اقتصادي ثروت د ډېروالي سبب ئې ګڼي او هم د دولت او خلكو څخه هيله لري چي په وطن کښي زراعت ته اهميت وركړي. ګزنفون د دولت څخه غواړي چي خلك كښتۍ واني او حمل و نقل ته متوجې كړي ځکه چي دی دغه فن هم د اقتصادي ثروت د ډېروالي سبب ګڼي.
د ګزنفون د پيسو نظريه چي دولت بايد د سپينو زرو كانونه په كار واچوي او سپين زر راوباسي، د اقتصاد له نظره داهميت وړده ځکه چي ده غوښتل چي په دغه وسيله د سپينوزرو سكې او پيسې ډېري سي. دلته دګزنفون حقيقي مطلب ددولت كنټرول پر معادنو دﺉ او غواړي چي كانونه له دغه لاري څخه دولت ته وركړي او د خصوصي تصديواوملكيتو څخه ئې واخلي، یعني دی غواړي چي اقتصادي قدرت د دولت په لاس کښي وي. د دې له پاره چي د افرادو اقتصادي فعالیتونه ډېر سي، اول وار ئې د سهامي شركتو نظريه وړاندي كړه چي افراد وكولاى سي يو د بل په مرسته اقتصادي كارونه مخ ته یوسي. ګزنفون عقيده درلوده چي بايد ښارونه لوى او غټ وي او ډېر خلك يوځاى ژوند سره وكړي چي د كار تقسيم -چي د اقتصادي فعاليتو د پرمختګ له پاره يو لوى عامل بلل كيږي- منځ ته راسي ځكه چي هر څونده چي ښار لوى سي اړتياوي هم ډېريږي او د كار وېش د اړتياوو پر اساس په خپله را منځ ته کیږي.
د ټولو توليداتو وسيله طبيعت دﺉ:ګزنفون دزراعت داقتصادي ثروت دډېروالي سره-سره، معتقد ؤ چي د كرهڼي او زراعت مسلك د انسانانو دجوړتيا او روغتيا له پاره هم ګټور ثابتيږي. ګزنفون داجتماعي فيلسوف په حيث، دخپلي ټولني طبقاتي افراط او تفريط ګوري او په دې باره کښي چي مريان هم انسانان دي او دوى ته بايد بشري حقوق وركړل سي، نظريات لري. دی واي چي: “مريان بايد د انسانانو په حيث وپېژندل سي او دوى ته دي بشري حقوق وركړل سي. مريان بايد دتکلیفونو څخه ډك كارونه ونه كړي، او هم دي د دوى سره د انسان په ډول چلند/سلوک وسي”.
ثروت:دګزنفون په عقيده، ثروت د اموالو د ډېروالي نسبت د هغه اړتياوو ته دﺉ، یعني هر شى چي تر اړتياوو ډېر سي هغه ثروت دﺉ. يا: هغه اموال چي استهلاكيږي هغه ثروت نه دﺉ بلکي هغه مالونه چي استحصاليږي او د ضرورت او احتياج څخه اضافه دي، ثروت بلل کیږي. د ګزنفون په عقيده بايد د ثروت د پيداكولو له پاره كار وسي.
ماليه: ګزنفون د ګمركي مالياتو طرفدار دﺉ او غواړي چي دولت له دغي لاري څخه تقويه سي. ګزنفون وايي چي ماليه بايد دعدالت په نظر کښي نیولوسره واخيستل سي.
ازاد تجارت:ګزنفون دازاد تجارت طرفداراوهغه ددولت د ګټو او عايدمنبع بولي ځكه چي د تجارت د ازادۍ له مخي،ډېرمالونه وارد او ډېرصادريږي،نودولت ډېرماليات اوګمركي محصولات ترلاسه کوي.د ګزنفون دغه عقيده تر ډېرو وختو پوري د دولت د عوایدو لومنشاء ګڼل كېده، خو وروسته پرعايداتو باندي ماليات هم د دولت د عايداتو لومنبع وبلل سوه.
د سرو زرو او سپينو زرو ارزښت: ګزنفون معتقد ؤ چي د سپينو زرو ارزښت ثابت دﺉ. هر څونده چي سپين زر ډېر سي ارزښت ئې نه لږيږي او ثابت پاته كيږي، ځكه چي د ده په عقيده د سپينو زرو قيمت ثابت ؤ. شايد دغه نظريه د دې له پاره وه چي هغه وخت سپينو زرو ډېر ارزښت درلودﺉ او ده حكومت متوجه كاوه چي د معدنو څخه سپين زر راوباسي. كه نه د تقاضا او عرضې د قانون له مخي، كه د يو شي تقاضا ثابته پاته سي او عرضه ئې ډېره سي قيمت ئې كښته كيږي. ګزنفون د سرو زرو په اړه وايي چي د سرو زرو ارزښت د هغود مقدار د تغير په اندازه كښته او پورته كيږي. په اقتصادي نظرياتو کښي د ګزنفون د زراعت، شركت، او دكار د وېش نظريات ډېر د قدر وړ دي. دده دغه د كار د وېش فلسفه، وروسته په اتلسمه پېړۍ کښي پر اقتصاد پوهانو تاثير کوي او دوى دې ته متوجه كوي چي د كار وېش په اقتصاد کښي ډېر ارزښت لري.
د ګزنفون د كرهڼي د پراخوالي او اقتصادي ثروت د ډېرېدو نظريه په راوروسته کښي د فيزوكراتيانو د اقتصادي فلسفې يو لوى اصلي بنسټ وګرځيدئ.اقتصادي عقايد په سياسي او اجتماعي حدودو کښي تر ګزنفون مخكي هم لېدلاى سو.

ماخذونه
ایوبي محمد نادر، اقتصادي نظریات، دوهم چاپ، صحاف خپرندویه ټولنه، ۱۴۲۴
ویکیپیډیا

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close