ګابرېل کارسيا مارکز

نوبل ګتونکى او د نړۍ د مشهور شهکار اثر”د تنهايۍ سل کلونه” کابريل ګارسيا مارکز ژوند د نړۍ د نورو ډېرو سترو انسانانو غوندې له لوړو ژورو، محرميتونو او ستونزو ډک دى، ډېر ستر ليکوالان او پوهان په ستونزو، درد او محروميت کې لوى شوي، فکر يې پوخ شوى، د وژند واقعيتونه يې درک کړي او ځان يې پېژندلى دى .

نوموړى ليکوال د ٨٧ کلنۍ په عمر د ٢٠١٤ کال د مارچ مياشتې په ١٧مه د پنجشنبې په ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې.

 

دی د خپل ژوند له ترخو او ستومانيو څکلو وروسته د خپلې تجربې له مخې راته وايي: ” د خوشحاله ژوند اوسېدو راز په دې کې نه دى، څو هغه کار، چې خوښېږي مو تر سره يې کړو، بلکې په دې کې دى، چې خپل تر سره کوونکي کار سره مينه ولرو .”

 

کولمبيايي ليکوال ګابريل ګارسيا مارکز د ١٩٢٨ لمريز کال د مارچ په شپږمه د کولمبيا د سانتامارا سيمې په ارا کاتاکا کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې، نيکه يې ځکه د هغه وخت له دود سره سم د هغه روزنه پرغاړه واخيسته، چې د ګابريل مور او پلار خورا غريبان وو. نوموړى د لاتيني امريکا په هېوادونو کې د ګابيتو په نامه مشهور دى، چې د وړوکي ګابريل مانا لري .

 

ګابريل په ماشومتوب کې د خپل بابا او نيا په خرافاتي داستانونو روږدى و، سره د دې، چې په څنګ کې يې ورته نورې ښځې هم موجودې وې، خو ګارسيا مارکز ډېر وروسته وويل، چې دوى اوس هم د هغوى خرافات او اندونه هغه مهال وېروي، چې د خپل کور له صندلۍ سره يوازې کښېني.

 

د ګابريل په روان کې د هغه دنيا او بابا خرافاتي فکرونو او کيسو دومره اغېز کړى و، چې ده ترې ځان بېلول وروسته هم اسانه کار نه و، دې په دې اړه يو ځاى داسې ليکي “احساسوم ، چې ټولې ليکنې مې له خپلو نيکونو څخه په اخيستو تجربو ولاړې دي .”

 

اوه کلن و، چې نيکه له نړۍ سترګې پټې کړې. دنيا د سترګو ليد يې هم ورځ تر ورځې کمېده، نو له همدې امله سوکرې ته ولاړ، څو له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شي، هلته دده پلار د يوه درمل جوړونکي په توګه په کارونو بوخت و .

 

سوکرې ته له تګ سره يې خپلې رسمې زده کړې پيل کړې، د ماګدالنا سيند پر غاړه د بارانونکيولا بندري ښار يوه روزنتون ته د همدې موخې له پاره واستول شو. هلته د يوه خندونکي شاعر او کاريکتاتور کښوونکي زده کوونکي په نوم مشهور شو، سره د دې چې مارکز کوم ورزشکار نه و، خو ډېر جدي چلند به یې کاوه، له همدې امله د خپلو ټولګيوالو ترمنځ په پاخه او غښتلي سړي مشهور شو .

 

په ١٩٤٠زېږديز کال کې په ١٢ کلنۍ کې په دې وتوانېده، چې د ممتازو زده کوونکو له پاره دځانګړي شوي ښوونځي تحصيلي بورس تر لاسه کړي، دغه ښوونځى د ليکئو ناکيونال په نامه يادېده او د يسوعيون له خوا اداره کېده، چې د بوګاتا په دېرش مترۍ کې د زيپاکويورا په ښار کې و. خو دغه سفر يې له يوې اونۍ زيات وخت وانه خيست او بېرته راستون شو، هغه له بوګوتا سيمې سره چندان مينه نه درلوده، د کلمبيا په پلازمينه کې يې لومړيو شپو ورځو زړه ورتنګ کړ، غمجن شو، خو د هغه تجربو د ده له شخصيت سره مرسته کوله .

 

مارکز خپلې لومړنۍ ليکنې په ١٩٤١ لمريز کال کې د Juventude په ورځپاڼه کې خپرې کړې، ياده ورځپاڼه دښوونځي زده کوونکو ته ځانګړې شوې وه. په ١٩٤٧ کال کې يې د دبوګاتا پوهنتون د د حقوقو په څانګه کې زده کړې پيل کړې.

 

د ډېرو هغه محصلينو غوندې، چې په پوهنتون کې يې خپل ځان ازمايلى او بيا ورته د پوهنتون زده کړې او چارپيريال ډېر وړوکى ښکاره شوى، نو ګارسيا هم يو له همدغسې کسانو څخه و او دې ته ځېر شو، چې د پوهنتوني په ځانګړي ډول د حقوقو له مطالعې سره چندان لېوالتيا نه لري او هغه کس ته ورته شوى، چې خپله دنده په جبر او زور سر ته رسوي.

په همدې ترتيب د هغه د سرګردانيو موسم پيل شو، ټولګيو ورته چندان اهميت نه درلود، له ځان او درسونو سره يې عفلت کاوه، په ښار کې به يې چکر وهل او د حقوقو د مطالعې پر ځاى به يې شاعري کوله.

 

په ارزان بيه هوټلونو کې به يې ډوډۍ خوړله، سيګريټ به يې څکاوه، د هغه مهال له ډېرو شکمنو او تورنو شيانو لکه سوسياليستي ادبياتو، وږو هنرمندانو او ورځپاڼه ليکونکو سره يې مينه وه، ځوان شو، خو تر ټولو يوه مهمه ورځ هغه وه، چې يو کوچنى کتاب يې ولوست، ژوند يې واوښت، د ژوند ټولې کرښې يې د ورغوي په يوه ټکي کې راټولې شوې .

 

دغه کتاب مسخ نومېده او ليکوال يې کافکا و، هغه يې تر اغېز لاندې راوست، ځوان مارکز پوه شو، چې اړتيا نه لري څو له يوې مستقيمې داستاني کرښې، يوې روښانه طرحې، يوې تلپاتې او زړې موضوع څخه د ادبياتو پيروي وکړي، هغه په دې اړه وايي :((ما فکر نه کاوه، چې څوک د مسخ کتاب په څېر د شيانو ليکلو اجازه ولري.

که زه پوهېدى، نو له دې وړاندې به مې په ليکلو پيل کړى و، له کافکا نه را اوچت شوى فرياد زما د نيا د غږ انګازو ته ورته و، هغې به چې کله راته د خپل عادت له مخې داستانونه ويل، نو ډېر جنجالي او ستونزمن څېزونه به يې په ممکنو حقيقي غږونو کې راته بيانول.))

 

دا لومړى څه وو، چې ګارسيا يې د ادبياتو لوستلو ته وهڅاوه، له دې وروسته يې په خپله ټوله لېوالتيا سره مطالعې ته مخه کړه، څه به يې چې لاس ته ورتلل، نو لوستل به يې. هغه د داستان ليکنه پيل کړه او بالاخره خپل لومړى داستان يې د درېيمه استعفا په نامه په ١٩٤٦ زېږديز کال کې وليکه او په ال بوگوتا ورځپاڼه کې خپور شو. په دې توګه ګارسيا د تخليقي ادبياتو په نړۍ کې لومړى قدم کېښود او کلونه وروسته يې يادې ورځپاڼې ته له لسو زيات داستانونه وليکل .

 

په ١٩٦٥ زېږديز کال کې يې په خپل مشهور رمان ((د تنهايۍ زر کلونه)) ليکلو پيل وکړ او په ١٩٦٨ کال کې يې پاى ته ورساوه، چې د ډېرى کرکه کتونکو پر وينا د هغه په شهکارو اثارو کې شمېرل کېږي .په ١٩٨٢ کال په سويډن د ادبياتو نوبل جايزې د ټاکنې کمېټې د رايو په اتقاق ياد رمان د نوبل جايزې له پاره مستحق و ګاڼه او ياده جايزه يې مارکز ته ورکړه .

 

ياد اثر په کم وخت کې د نړۍ ډېرو ژبو ته هم وژباړل شو. مارکزد (جادويي ريالېزم) ادبي سبک له مخکښو ليکوالو څخه دى، که څه هم نه شو کولاى د هغه ټول اثار په دغه سبک برابر وبولو، خو کره کتونکي د دې سره سره د هغه اثارو ته په پام سره د هغه په اثارو د جادويي ريالېزم نوم ږدي او دا هغه نوم دى، چې هغه هېڅکله نه مانه او ورسره جوړ نه و .

 

مارکز د نړۍ د مشهورو ليکوالو په کتار کې راغى، په تدريس بوخت شو، په مکسيکوسيټي، کارتاګنا، کورناواسا، پاريس او بارانکبوليا کې يې فرهنګى او سياسي فعاليتونه وکړل.

 

هغه خپل وروستي داستانونه په ١٩٩٤ لمريز کال کې په (مينه او نور شيطانان) ټولګه کې خپاره کړل، دغه لړۍ ته يې په ١٩٩٦ لمريز کال کې د (دانسان تښتونکي راپور) په خپرولو دوام ورکړ، د هغه وروستۍ اثر په ورځپاڼه کې برخې برخې خپور شو، چې په کلمبيا کې يې د نشه يي توکو د کارونې بې رحمانه تجربې بيان کړې. ياد اثر يې په مخکښې ورځپاڼې کامبيو کې خپور کړ.

 

هغه په ١٩٩٩ کال کې د لاتيني امريکا دکال د شخصيت په نامه وپېژندل شو، په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې دکلمبيا خلکو له هغه څخه غوښتنه وکړه ، چې ددې هېواد د ولسمشرۍ مقام ومني ، خو هغه د دوى دا غوښتنه رده کړه .

 

د مارکز بله ځانګړتيا دا وه ، چې د داستانونو تر څنګ يې خپلې خاطرې هم ليکلې ، د هغه د ( اوسېدل دبيا ويلو له پاره ) رمان لومړى ټوک په ٢٠٠١ زېږديز کال کې خپور شو ، چې بې له ځنډه له همغه لومړي چاپ سره په لاتيني امريکا کې داسپانيايي ژبو کتابونو تر ټولو زيات پلورل شوى اثر وبلل شو.

د دې کتاب لومړى ټوک تر ١٩٥٥ کال پورې رانغاړي، خو د مارکز په وينا، چې دويم ټوک يې په ” دتنهايۍ سل کلونه ” را چورلېږي .

 

خو له بده مرغه، چې له دې نه وروسته يې په ١٩٩٩ کال کې را پيدا شوي ناروغي زياته شوه ، د نوموړي په بدن کې په همدغه کال د لمفاوي غذو سرطان تشخيص شو او د همدغه ناروغۍ له امله يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې .

 

نوموړي خپل زيات شمېر اثار نړۍ ته په ميراث پرېښي، چې د هغه د نوبل ګټونکي اثر د (د تنهایۍ سل کلونه) تر څنګ يې ځينې نور يې د” د انديرا جنجالونه او دهغې سخت زړې نيا” ، “شيلي ته د ميګل ليتين پټ سفر” ، “له مينې او نورو شيطانانو) ، ” دوبا د کلونو مينه”، ” غريب زيارت کوونکي “،” ژوند دبيا ويلو له پاره “، ” لوى کور” ، ” د کارسيا مارکز ښکلي داستانونه” ، ” د يوازېتوب د ورځې يادښتونه” او داسې نور دي .

 

مخکې له دې چې ګابرېل د ور پېښې ناروغۍ له امله د ليکوالۍ له نړۍ سره مخه ښه وکړي، خپل يو ليک يې په ټوله نړۍ کې د يوه ليکوال د وروستۍ ليکنې او وصيت په توګه پرېښى دى، چې د هغه د نثر د بېلګې په توګه به يې سره ولولو:

 

که چېرته خداى د يوې شېبې له پاره راڅخه د بوډاتوب احساس واخلي او يوه شېبه نور هم ژوند راکړي، شايد ډېر هغه څه، چې زما په فکر کې دي ونه شم ويلى، بلکې ټول تامل به مې د هغه څه په اړه وي، چې وايم يې، ډېرو څېزونو ته به ارزښت ورکړم، خو دغه ارزښت به د هغوى د ارزښت پر بنسټ نه، بلکې د هغوى د معنى له مخې وي.

ما به خوب کم کاوه ، تر ډېره به په خوبونو پسې تلم، سره د دې، چې ښه پوهېدم که هره د قيقه سترګې پټوم، نو٦٠ ثانيې رڼا له لاسه ورکوم .

 

کله مې چې خلکو مخه نيوله، نو ما به تګ ته دوام ورکاوه، کله چې نور ويده کېدل، نو زه به ويښ پاتې کېدم، کله چې نورو خبرې کولې، نو زه به غلى پاتې کېدم او په خپل ټول توان به مې له دغه کارونو خوند اخيسته .

 

که خداى راته يوه شېبه ژوند را کاوه، په ډېره ساده ګۍ سره به مې جامې اغوستې، خپل وجود مې د لمر په لور برابراوه او روح به مې بربنډ کړى و .

 

خدايه! که مې زړه درلود، نو په کې شته نفرتونه مې د يخ په يوه ټوټه ليکل، د لمر د راختو انتظار به مې کاوه. له اوښکو مې تږو ګلونو ته اوبه ورکولې، څو د اغزيو درد او د ګلپاڼو مچکې احساس کړم .

اې خدايه! که چېرته لږ نور هم ژوندى وى، نو هېڅکله به مې نه وه پرېښې، چې يوه ورځ دې پرته له دې تېره شي، چې خلکو ته ووايم، څومره زياته مينه درسره لرم، راځئ، چې سره مينه وکړو.هرې ښځې او سړي ته به مې دا عقيده ورکوله، چې سره محبوبان وه اوسي او تل به مو له مينه وړي ژوند سره مينه پاله .

 

ماشومانو ته به مې وزرونه ورکړي وه، خو د دې اجازه به مې ورکړې وه، چې خپله الوت وکړي، بوډاګانو ته به مې ور زده کړي وو، چې تاسې نه مرئ ، خو هغه وخت، چې مرګ خپله را وغواړې، ستاسي مړينه په زړبودۍ کې نه په هېرولو کې ده .

 

اې انسانانو! ما دا ټول له تاسې زده کړي، ما دا ټول له تاسې زده کړي، ما دا زده کړي، چې هر انسان که غواړي د غره پر څوکه ژوند وکړي، پرته له دې چې وپوهېږي، اصلي ښادۍ کومې دي؟ د غره د عظمت او ستروالي درک کول دي .

 

ما زده کړي ، کله چې نوى زېږېدلى ماشوم په لومړي ځل د خپل پلار ګوته په نازکو لاسونو کې نيسي ، نو د تل له پاره په يوه دام کې نښلي .

 

ما ياد کړي، چې انسان يوازې هغه وخت حق لري، چې خپل هم بڼي ته له پاسه وګوري، کله چې بايد د هغه سره مرسته وکړي، څو په پښو ودرېږي. ما له تاسې نه زيات شيان زده کړي، چې شايد نور ډېره کارونه ونه لري، ځکه کله چې دلته هغوى ته ځاى ورکوم، نو بايد له ترخو سره مړ شم .

د ګاربريل د څو عالمانه ويناوو، بېلګې هم په لاندې ډول دي:

– دخوشحاله ژوند اوسېدو راز په دې کې نه دى، څو هغه کار، چې خوښېږي مو تر سره يې کړو، بلکې په دې کې دى، چې خپل تر سره کوونکي کار سره مينه ولرو .

– حقيقي ډارن له الوت نه وېرېږي، بلکې هغه ډارن دى، چې په وېره سره الوت زده کوي.

– دمينې سره مبارزه وکړه، خو هېڅکله به ګدايي نه کوي .

– له تا سره ستا د شخصيت په خاطر مينه نه لرم، بلکې مينه مې د هغه شخصيت له امله ده، چې له تا سره يې د يو ځاى کېدو پر مهال پيدا کوم.

– که ته فکر کوي، چې يو کس ستا د توقع سره سمه مينه له تا سره نه لري، نو دا په دې مانا نه ده، چې له تا سره يې بيخي مينه نه شته .

– ريښتني دوست هغه څوک دى، چې ستا لاس ونيسي، خو زړه دې درک کړي .

– دزړه تنګۍ تر تولو سخته او بده بڼه دا ده، چې د هغه په څنګ کې وې او پوهېږې، چې هېڅکله به هغه ته ونه رسېږې .

-ته شايد په ټوله نړۍ کې يو کس وې ، خو دځينو کسانو له پاره ټوله نړۍ يې .

-هېڅکله خپل وخت له هغه چا سره مه تېروه ، چې له تاسره وخت تېرولو ته حاضر نه وي.

– راتلونکې داسې څه نه ده، چې انسانانو ته دې په ميراث پاتې شي، بلکې داسې يو څه دي، چې خپله دى يې جوړوي.

– دانسان لس سلنه ژوند هغه څه دي، چې تصادفي پېښېږي، خو ٩٠ سلنه بيا داسې ده، چې انسان د هغې پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي.

-دانسان تر ټولو ښه دوست کتاب او تر ټولو بد دښمن يې د پټو سترګو پيروي ده .

-وړوکي تصميمونه بايد په مغر، خو لوى هغه يې بايد په زړه کې ونيول شي .

-له مينې پرته قرباني ورکول کېږي، خو له قربانۍ پرته مينه هېڅکله نه کېږي .

-ژوند له ځان سره دښو کارتونو ساتل نه، بلکې له بدو کارتونو سره لوبه ده .

-دانسان تر هغه وخته خپلې وده او کمال ته دوام ورکوي، چې فکر کوي نه دى رسېدلى، خو کله يې چې درسېدو فکر وکړ، نو له افت سره مخې کېږي .

-هېڅوک هم ستا داوښکو وړتيا نه لري او که څوک دا وړتيا لري، نو هېڅکله بيا ستا د اوښکو تويولو سبب نه ګرځي .

-هر وخت داسې کسان شته، چې تا ځوروي، نو په داسې حال کې په نورو اعتماد وکړه، يوازې ځير اوسه، څو په هغه کس، چې ته يې ځورولى يې بيا اعتماد ونه کړې .

په پاى کې به د دوو اسپانوي شاعرانو ميګل هرناندز او پدرو ساليناس د شعرونو دوې ژباړې هم له تاسې شريکې کړو، چې له دې ډلې يې ميګل هرناندز پخوانى او ساليناس د شلمې پېړۍ معاصر شاعر دى :

ميګل هرناندز

__

جګړه

د کليو بوډاګان

بې خاونده زړونه

نا زېږېدلې مينه

او ځواني

په تابوت کې

ځواني په تابوت کې

ښځې يواځې

سپيان ناروغ

نا پايه نفرت

او ځواني

په تاتوب کې

 

 

پدرو ساليناس

د اسپانيا د شلمې پېړۍ شاعر

 

زه د ژوند لپاره

ټاپوګان، ماڼۍ او برجونه نه غواړم

له ضميرونو وتلى ژوند نو څه خوند لري

نور دې جامې لرې کړه

تصويرونه او نښې وغورځوه

زه

تا داډول نه غواړم

چې تل يوه بله وېره درسره وي

تا هميشه تازه ، ازاده او بې نيمګړتياوو غواړم

پوهېږم چې د نړۍ د ټولو خلکو منځ کې تا وغواړم

يوازې تا

نو ته به هلته وې

او هغه وخت چې له ما پوښتنه وکړې

هغه چې تا غواړي څوک دى؟

هغه چې تا له زړه نه غواړي

نو هغه وخت به ټول نومونه، عنوانونه او

تاريخ تر خارو لاندې کړم

ټول شيان به په خپلو مات کړم

ټول هغه څه چې له زېږون وړاندې يې ماته راکړي

د ډبرو ، نوم ورکى او ابدي بربنډتوپ نړۍ له تلو سره

تاته وايم

زه تا غواړم، دا زه يم

 

 

سرچينې

http:/www.asemooni.com/tourism ويبپاڼه

دوکتور سالاس، بياتريس، تاريخ زبان اسپانيايى.

دوکتور، لوبون، ګوستاو ( نوماند فرانسوي تاريخ ليکوونکى)، تاريخ تمدن اسلام وعرب در اندلس.

پوهنمل حسام ، علاوالدين ، د اروپا ادبيات، د ننګرهار پوهنتون لکچرنوټونه.

پوهنمل فاضل، ولى الله، د نړۍ ادبيات، د ننګرار پوهنتون لکچر نوټ.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب