کیسه ګۍ یا ادبي مینیمالیزم ؟
د مینیمالیزم يا مینمال په نوم مې ډیر کله په فیسبوک پاڼه کرښې تر سترګو کېدلې؛ چې ډیر به راته جالبه ښکاریدې، روسته روسته مې وغوښتل په دې اړه معلومات تر لاسه کړم، نو د مینیمالیزم څرکونه چې د دوهم نړیوال جنګ نه ر ا په دیخوا چې په لویدیځه نړۍ کې منځ ته راغلي راته جوت شول او د ۱۹۶۰ کال په ترڅ کې ادبیاتو کې ځان ته ځای وموند. د مینیمال ژانر په لومړیو کې د انګلیسي شاعر او ډرامه لیکونکي رابرت براونینګ وکاروله.
مینیمالیزم څه ته وايي؟
په لغت کې لږ تر لږه کلمه ساده یا لږ تر لږه معنی لري.
مینیمالیزم معنی د ژوند څخه غیر ضروري شیان لرې کول او هغه شیان ساتل چې ژوند ته معنی او ارزښت ورکوي.
ولې؟!
ځکه چې موږ په ژوند کې یو ټاکلی اندازه انرژي او وخت لرو. دغه ډیر ښه ده؛ نو دا غوره ده چې د دې محدودو سرچینو څخه چې موږ یې لرو په ښه توګه کارولو لپاره پلانونه او فکرونه ولرئ.
مینیمالیزم ، چې ځینې خلک سادگي، مینیمالیزم یا minimal art بولي، د هنر په نړۍ کې پیل شو او بیا هر څه ته خپور شو.
دا سټایل دومره پرمخ تللی چې لږترلږه د ډیجیټل محصولاتو ډیزاین کې یو مشهور سټایل شو.
په ټوله کې کومې کیسې چې ما د مینیمال په نوم لوستې دي د موضوع له پلوه پراخي دي. خو د ارواهپوهنې تله یې نظر په ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو درنه ده.
د دې ژانر په منځته راوړلو کې هم ښځینه او هم نارینه لیکوالان لاس لري. په ټولو برخو کې ښې بیلګي پیدا کولی شو. فلسفي رنګ هم په کې ګډ دی. د جوړښت له پلوه دا ژانر ډیر ساده ده له یوې کرښي نه نیولې تر دریو او که ډیر اوږد شي نو یو پراکراف پورې رسېږي. د لنډې کیسې په څیر پلات هم لري، کرکټرونه يې ساده دي. خبره په کې نیغه خو په هنریت سره ویل کېږي.
د هغو لیکوالانو مینیمالو چې په انکلیسي او یا فارسي ژباړې ما لېدلي دا دي:
جورج الیوت، استیو تولتز، آنا ګاوالدا، میشل لبر، سیمین دانشور، آلبر کامو او اروین یالوم چې د دوی لیکنې تر دوه درو کرښو نه دیرېږي خو داسې د کاڼې کرښي خبري دي چې که څوک وغواړې خپل حالت ښه کې او یا که د ژوند په لاره کې په دو پاتې وي د ادبیاتو په چوکات کې تر دغو مینیمالو ښه لارښود نه وینم.
دلته مې د دغو لیکوالو ځینې بیلګې په فارسي راخیستي. چې د موضوع له پلوه اکثرآ ارواهپوهنه څاري.
هیچ وقت برای آنچه که نیستی و باید باشی دیر نیست. (جورج الیوت)
آیا هیچ وقت با آدم هایی برخورد کرده اید که به نظر می رسد از روی تصادف نیست که بر سر راه شما قرار ګرفته اند، بلکی نوعی حکمت بسیار دردناک در آن هست که زندګی تان را ناګهان از این رو به آن رو می کنند؟ ( میشل لبر)
تراژدی این نیست که تنها باشی، بلکه این است که نتوانی تنها باشی. ( آلبر کامو)
افسردګې بهایی است که انسان برای شناخت خود می پردازد. هر چه عمیق تر به زندګی بنګری؛ به همان مقدار هم عمیق تر رنج مکشی. (اروین بالوم)
آدم های رومانتیک قد خر شعور ندارند! نه می فهمند که هیچ چیز جالب و خوبی در عشق یکطرفه وجود ندارد به نظرم کثافت است، کثافت متلق! عشق به کسی که پاسخ احساساتت را نمی دهد ممکن است در کتاب ها هیجان انګیز باشد ولی در واقعیت به شکل غیر قابل تحملی خسته کننده ست. ( استیو تولیز)
خوشبختی از نګاه هر کسی، معنایی متفاوت دارد، اما از نظر من: آدم ها یی خوشبختند که عشق به موقع به سراغشون بیاد. ( سیمین دانشور)
اوس راځو خپل پښتو ادب ته چې آیا د دوهم نړیوال جنګ نه ر ا په دېخوا د پښتو ادب لیکوالان توانیدلي چې د مینیمالیزم ژانر پښتو ته راولي یا لکه فارسي ادب ژباړه په کې وکړي؟؟
په پښتو ادبیاتو کې نه پوهېږم چې ولې استادان او مشران لیکوالان چې د ډیري تجربې خاوند هم دي خو له بده مرغه د نوښت او نوي ژانرونو پلوي نه کوي. بس په زړو شیانو شخوند خوند ورکوي د بیلګې په توګه لنډکي شعرونه چې اوس وخت کې په پښتو ادبیاتو کې ډیر رونق پیدا کړی او ورځ په ورځ ویونکي او اوریدونکي مخ په ډیرودو دي خو دوی لا اوس هم دا فورم نه مني او نه د پوره ردولو لپاره دليل وړاندې کوي.
یو خو له بده مرغه کوم نوښتونه چې په نوره نړۍ کې د دابیاتو په کور کې روان دي ر پښتو کې نه دود کېږي؛ چې یو لامل یې د ژبارې بهیر سست والی دی. که په نیکه خوا کوم چا نوښت وکړ نو د مخالفتو له غرو سره به مخ شي. هر کله چې په یو فورم او يا ژانر کلونه کلونه واوختل هله په پښتانه لیکوالان د بحث او منلو خوا ته را ودرومي. زما په اند خو له آزاد شعر، آزاد نظم، سپين شعر، لنډکي شعر نه نیولې تر او اوس وخته چې د کیسه ګۍ فورم په وړاندې بې باوره دي.
په پښتو ادب کې څومره چې ما د کیسه ګۍ په اړه مطالعه او پلټنه وکړه صرف د ننګرهار پوهنتون محصل عزیزالدین یوسفزی مونوګراف چې د کیسه ګۍ ( ادبي مینیمالیزم) تر سرلیک لاندې وه او په کیسه ګۍ کې اولین چاپ شوی اثر د عبدالله الهام جمالزی په نوم لیکوال دی.
کومې کیسه ګۍ چې د فیسبوک پاڼۍ له لارې ما لوستي د موضوع له پلوه ډیرې پراخې او ریالیستې دي. اکثره د وخت حالاتو لپاره ښه هنداره ده. مضامین یې ريښتني او د خپلې پښتنې ټولنې انځور په کې راغلی لکه په دې کیسه ګیو کې:
نیمه شپه کوچني ماشوم چیغې کړې؛ پلار یې په درانه خوب ویده و، مور د ماشوم د غلي کېدو ټولې هڅې وکړې خو ونه توانیده، آخر یې خپل خاوند ته ور غږ کړ:
ــ وه سریه! ویخ شه، دې هلک ته د پيشوګانو پېښې وکړه، تر څو وورېږي او غلی شي.
( اکرام الله اکرام)
سوالګره:
د ماښام اذان شو، ګڼه ګوڼه ختمه وه، ښځه ودریده، د سړک له غاړې یې زوړ خور کړی څادر ټول کړ، روانه شوه…. ( جمال الدین ابراهیم خیل)
د کورنۍ پوښتنه یې ترې وکړه، هغه هدیرې ته لاس ونیو… ( احمد جمالزی)
ما ته تر ټولو مینیمالو او کیسه ګیو دا کیسه ګۍ ډیره خوندوره او د اصلي مینیمالزم ښه او بشپړه بیلګه ښکاري ځکه یو خو انځور یې ډیر عیني ښکاري بل په ډیره لنډه کرښه کې ډیر پراخ او لوړ مفهوم رسوي.
همدا راز راځم د کیسه ګۍ لومړنۍ چاپ شوي ټولګې ته چې د عبدالله لهام جمالزی ده.
په دې کتاب کې ۲۰۰ کیسه ګۍ راغلي چې د مینې خړوبولو لپاره ښه اثر ده او څرنګه چې په پښتو ادب کې لومړنۍ تجربه ده نو په خپل ځای کې بریالی اثر دی. څو بلګې دلته ورنه اخلم:
نابلده وه، خیر یې نه شو غوښتلای….
ابدي مساپر:
ویل ځم، که خدای کول ډک لاس به راوګرځم، لاړ بیرته هیڅ رانغی…
ژوند:
ژوند لکه لنډه کیسه چې کشمکش او غوټه نه وي په کې پای یې بې خونده راځي…
یتیمه:
– لور: مورجانې دا ولې دې لالا تر قران شریف لاندې تېر کړ؟
– مور: لورې د دې لپاره چې په خیر سره بیرته ې خدای سلامت راوګرځوي.
– لور: نو ابا دې تر قران شریف لاندې نه وو تېر کړی؟؟
لیکوالي:
ویل یې ولې مې څوک په طنزونو نه پوهېږي، ما ویل بختوره! زموږ په جدي خبرو لا نه پوهېږي څه وار مو د ټوکو شو…
نسخه:
د درملتون په مخ کې نسخې ته ځیر وو او تر څنګ ولاړې مرمنې ته یې وویل: دا هم لکه زما د زړه خبرې هسې دي، هر څوک یې نشي لوستلای…
په دې هیله چې د استادانو او لویو لیکوالانو دې ژانر ته پام راواوړې کې کار هم نه ورته کوې نو څانګې دې هم نه ورته مړاوې کوي. په دې تمه چې پښتو ادب کې یوه ورځ هم د کمیت او هم د کیفیت له پلوه لوړې کیسه ګۍ ولرو.
غرڅنۍ ساهو