جنګي وسایلحقایق او جالب معلومات

که په نړۍ کې اتومي جنګ پيل شي تر ټولو امن ځای کوم دی چې پکې پټ شو؟

د Anonymous ويب سايټ د خبر له مخې روسان په دې ډاډه دي چې درېيم نړيوال جنګ هر وخت پېښېدونکی دی نو له همدې امله يې ځينو شتمنو د داسې پناه ځايونو په جوړولو پيل کړی چې د روزمره ژوند هر څه ورسره دې پناه ځای داخل ته يوسي او اتومي بمونو په امان پاتې شي خو دا کار يوازې شتمنو د ځان لپاره کړی دی عام وګړي به څه کوي؟
د ټولنيزو شبکو ډېر کارونکي په دې باور دی چې ټول هغه کسان چې ددې خاورينې ځمکې ( په شمالي نيمه کره کې اوسي) په اتومي جنګ کې به ډېر تاوان ووينې او ډېر تلفات به هم ورکړي. د دوی یې ډېر په دې باور دي چې روسيه او د شمالي اروپا هېوادونه او همدارنګه امریکا به په راډيو اکټيف موادو ويجاړه شي. او که څوک ژوندي هم پاتې شي بايد د خپلې بقا لپاره وجنګېږي.او نړۍ به World War Z فلم صحنو په ډول ويرانه شي.

له دې سره د ټولنيزو شبکو زياتره کارونکو ويلي دي چې د ځمکې جنوبي نيمه کره او په ځانګړي ډول د (نيوزيلېنډ) ټاپو به په نړۍ کې له اتومي بمونو څخه د بچ کېدو ښه ځای وي ، يو خو له نورې نړۍ څخه واټن لرې دی او بل دا چې له ستراتيجيک نظره مهم ځای نه دی، ځمکې يې حاصلخېزې او د خوږو اوبو ښې ذخېرې لري او ښه سيمه ده.
ځينې نور وايي چې د استراليا پرت ښار هم د اتومي بمونو څخه د څنګ ته کېدو لپاره ښه ځآی دی
د ګارډين برتانوۍ ورځپاڼې د راپور له مخې د جنوبي ارام سمندر د ايسټر ټاپو هم د اتومي بمونو څخه د خونديتوب لپاره ښه ځای دی.

بايد وويل شي چې د نړۍ له نيمايي ډېر نفوس په شمالي نيمه کره کې اوسي. او د اتومي جنګ په پیل کېدو سره به همدوی تر ټولو ډېر زيان وويني ، او که هايدروجني بم پکې وکارول شو، چې له اتومي بم څخه هم قوی دی بيا خو تر ۱۶ کيلومتره پورې هرڅه يوه لوخړه کوي، د انسانانو پوستکي اوبه کوي، ونې او بوټي اور اخلي او که يو نيم ژوندی هم پاتې شه په هوا کې د موجود راډيو اکټيفي موادو له امله به مسموم شي.
او ویل کېږي چې که امريکا له نړۍ سره په اتومي بريد کې ښکر په ښکر شي د امريکا ۷۰۰ فيصده نفوس به په دې اتومي جنګ کې له منځه لاړ شي.

لیکوال:نوراحمدعایل

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: