که له ملادرده کړیږې؛ نو دا ټکي تجربه کړئ

د ټولو انسانانو یوه شریکه ناروغي هم د ملا درد ده؛ خو دغه ناروغي د ځینو طبیعي درملو په وسیله د درملنې وړ ده.

که غواړئ له ملا درده ځان وژغورئ لاندې ټکې به مو ډیره مرسته وکړي:

۱ـ که مو د ملا درد ډیر وي نو یوازې له گرم او معتدلو خوړو څخه استفاده وکړئ؛

۲ـ هغه کسان چې د ملا په دوامداره درد اخته وي هره ورځ باید د هوږې خاصه اندازه استعمال کړي؛

۳ـ د ملا درد لپاره یو له غوره درملو څخه تلسي ( یو ډول یوناني درمل دی) دی. تلسي په اوبو کې تر هغه وخوټوئ چې اوبه پیل د اندازې نیمايي شي بیا له سړیدو وروسته لږه اندازه مالگه په کې زیاته کړئ او د ملا درد په وخت کې يي وڅښئ؛

۴ـ شړشم تیلو په وسیله ملا ته مساج ورکړئ. د شړشم تیل د ملا درد ډیر ډولونه له منځه وړي؛

۵ـ شاید باور و نه کړئ خو د گوړې او یا نور ژیړ رنگه خواږه موادو نیمه کاچوغه له گرمو اوبو سره خوړل وروسته له ډوډۍ څخه د ملا درد کمولو کې ډیر زیات اغیز لري؛

۶ـ هېل یا لاچي له شاتو سره د ملا درد په له منځه وړلو کې ډیره غوره نتیجه ورکوي؛

۷ـ مساج که په هر ډول تیلو وي ډیره زیاته گټه کوي؛

۸ـ یوه کڅوړه له واورې ډکه کړئ او د دې کڅوړې په وسیله ملا ته مساج ورکړئ. دغه کار د ملا له گزک څخه مخنیوی کوي؛

۹ـ یو نرم توشک باندې اوږد وغځیږئ او مخ چت لورې ته واړوئ له دې کار سره د وینې جریان ښه کیږي او د بدن دردونه کموي؛

۱۰ـ ورزش بدن څخه د هر ډول درد له منځه وړلو تر ټولو غوره لار ده.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب