دعاوې

که قرضداره او بې وسه يئ -دعا

حضرت عايشه رضي الله عنها فرمايي: يوه ورځ حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه زما کره راغى او ويې فرمايل: ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه يوه دعا اوريدلې ده چې هغه په خپله راښودلې ده.ما ورته وويل: څرنګه دعا ده؟ هغه وفرمايل: عيسې عليه السلام به دغه دعا خپلو ملګرو ته ښودله، بيا يې وويل: که چيرې پر يو له تاسو د غره په اندازه د سروزرو قرض هم او دغه دعا ووايي، الله تعالى به يې ترې خلاص کړي. هغه دعا دا ده « اللَّهُمَّ فَارِجَ الْهَمِّ ، كَاشِفَ الْغَمِّ ، مُجِيبَ دَعْوَةِ المُضطَرِّينَ ، رَحْمنَ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَرَحِيمَهُمَا أَنْتَ تَرْحَمُني فَارْحَمْنِي بِرَحْمَةٍ تُغْنِيني بِهَا عَنْ رَحْمَةِ مَنْ سِوَاكَ »
ژباړه: اې الله د ستونزو پرانستونکيه، اې د غمونولرې کونکيه، اې د بيوزلو، اړو او بې وسه خلکو د دعا قبلونکيه، اې د دنيا او آخرت رحمن او رحيم ذاته! ته پر ما رحم کوئ، پر ما داسې رحم وکړئ چې د نورو له رحمت څخه مې بې غمه کړئ.
حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه وفرمايل: ما دغه دعا کوله، الله تعالى راته دومره ګټه په لاس راکړه چې پر هغې مې خپل قرضونه ټول خلاص کړل.

حضرت عايشې فرمايي: ما هم همدا دعا پيل کړه ، لږه موده وروسته الله تعالى دومره مال راکړ چې هغه نه صدقه وه او نه ميراث، خو الله تعالى پرې زما ټول قرضونه خلاص کړل، او له هغې برسيره مې په خپلوانو هم وويشه، د عبدالرحمن لور ته  ( د حضرت عايشې وريره وه) مې په کې ښه ګاڼه هم وکړه،او لا د پاسه څه راسره پاتې هم شول.
دا حديث بزار او حاکم روايت کړى دى او حاکم يې په اړه ويلي دي چې سند يې صحيح دى. «

په بل حديث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت معاذ ته وفرمايل:  اې معاذه! يوه دعا درونه ښيم چې ته پرې دعا وکړې او الله تعالى ستا ټول قرضونه که ډير زيات هم وي پرې خلاص کړي؟ ته الله ته دا دعا کوه:
قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ المُلْكِ تُؤْتِي المُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ المُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ « تُولِجُ اللَّيْلَ في النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ في اللَّيْلِ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ المَيِّتِ وَتُخْرِجُ المَيِّتَ مِنَ الحَيِّ وَتَرْزِقُ مَنْ تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ » رَحْمنَ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَرِحِيمَهُمَا تُعْطِي مَنْ تَشَاءُ مِنْهَا وَتَمْنَعُ مَنْ تَشَاءُ ، ارْحَمْني رَحْمَةً تُغْنِيني بِهَا عَنْ رَحْمَةِ مَنْ سِوَاكَ » .
ژباړه: ووايه اي پيغمبره! اې الله د پادشاهۍ څښتنه، چاته چې وغواړې پادشاهي ورکوې، چانه يې چې وغواړې پادشاهي اخلې، چاته چې وغواړي عزت ورکوې او څوک چې وغواړې ذليله کوې يې، ستا په لاس کې ټول خير دى، او ته پر هر څه قادر ذات يې، شپه په ورځ کې ننباسې، او ورځ په شپه کې ننباسې، ژوندى له مړي راوباسې او مړى له ژوندي راوباسې، چا ته چې وغواړې بې حسابه روزې ورکوې، اې د دنيا او آخرت رحمان او رحيم ذاته! چا ته چې وغواړې له دنيا څخه څه ورکوي، او چا نه يې چې وغواړي ، ترې منع کوي يې، پر ما داسې رحم وکړئ چې د نورو له رحمت څخه مې بې غمه کړئ.
دا حديث طبراني روايت کړى دى.

محمد نعيم جليلي

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: