که غواړئ تل فعال او ځيرک ذهن ولرئ

نړۍ کې دا خبره منل شوې، چې بدني او فزيکي ځواک، چې څومره هم زيات وي، خو انسان که له ذهني پلوه قوي او فعال نه وي، فزيکي ځواک يې بې ګټې دی. د ذهني ځواک د پياوړتيا لپاره د نړۍ د تجربه کارو کسانو او طبي کارپوهانو لپاره يو شمېر لارښوونې کړي دي. که د طبي پوهانو پر دغو لارښوونو عمل وشي، نو د عمر له زياتېدو سره انسان تر ډېره له ذهني کمزروۍ ژغورل کيږي. په سپک لاس د غاښونو برس کول طبي کارپوهان وايي، چې د غاښونو د برس کولو لپاره چپ لاس کارول ډېر ګټور دي.
طبي څېړنې ښيي، چې د دماغو دوه برخې دي. ښۍ ا و چپه، د ښي اړخ لپاره چپه خوا کار کوي او د چپې خوا لپاره ښی طرف کار کوي. که انسان د ورزش لپاره خپل کمزوری لاس کاروي، نو ذهني وړتيا يې ډېريږي او د عمر په زياتېدو يې ذهني فعاليت تر ډېره له کمزورۍ ژغورل کيږي. د لامبلو پر مهال سترګې پټې نيول هسې خو هر انسان د غسل پر مهال سترګې پټوي، خو ډاکټران وايي، که انسان د غسل پر مهال د تمرين په توګه سترګې پټې کړي او دغه مهال اوبه او صابن وکاروي، نو دې سره هم ذهني ځواک زياتيږي.
خپل سهارني فعاليتونو کې بدلون راوستل څېړنې ښيي، چې سهارني فعاليتونه د ذهني وړتيا په وده کې ډېر اغېزمن دي. د ساري په توګه سباناری، ورزش، څلويښت قدمه وهل او د تلويزون له لارې بېلابېل پروګرامونه کتل ذهني فعاليتونه قوي کوي؛ ځکه چې دې سره ذهني ورزش کيږي او که څوک سهار مهال خپل ذهن فعال نه ساتي، نو ذهن يې ويده پاتې کيږي او په راتلونکي ژوند يې ډېر ناوړه اغېز کوي. د ناستې ځايونه بدلول په ګڼو ځايونو، ناستو، مجلسونو، کورونو او غونډو کې ځينې خلک پر يو ځای کيني او د ډاکټرانو په وينا دا کار پر ذهن ناوړه اغېز کوي. د کارپوهانو په وينا د دې لپاره ښه چاره دا ده، چې انسان د خپلې ناستې، خوراک او مجلس ځايونه وخت پر وخت بدلوي او د ځای دغه بدلون د ذهني ځواک پياوړتيا کې ډېر رول لري. خوشبويي کارول انسان نه پوهيږي، چې د ورځې پيل څه ډول کوي.
زموږ ډېری خلک د ژوند پيل په خوراک، څښاک او يا بل کار کوي، مګر طبي څېړونکي وايي، چې خوشبيي، عطر او داسې نور شيان د ورځې په پيل کې کارول ذهن ډېر قوي کوي. که څوک هره ورځ عطر او نور داسې شيان د ورځې په پيل کې بويوي او بيا د جامو بدلولو او غسل پر مهال يو ځل بيا دا عمل تکرار کړي، نو ذهني فعاليت يې ورسره وده کوي. کړکۍ پرانيستل په عامه توګه زموږ ډېری خلک کوټه او يا موټر کې کړکۍ بنده ساتي او په ځانګړې توګه ژمي او يا هم اوړي کې، چې ايرکنډيشن يې لګولی وي، نو د کړکۍ پرانستلو ته زړه نه ښه کوي، چې له امله يې د سړي زړه تنګيږي او په فکر يې بوج راځي. ډاکټران وايي، چې داسې وخت د شيشې او کړکۍ پرانستل حافظه قوي کوي، ذهن ورسره فعاليږي؛ ځکه چې دې سره انسان نوي اوازونه او بويونه محسوسوي. که انسان دغه تجربه عملي کړي، نو د عمر زياتېدو سره د ذهن له کمزورۍ ژغورل کيږي. په خپل ژوند کې ټولنيزې اړيکې پالل زموږ ټولنه کې ډېر خلک ذهني ستونزې او مشکلات لري، مګر ځينې خلک دا ستونزې ځان لپاره په لوی لاس زياتوي، چې له نورو ملګرو او دوستانو سره له اړيکو ځان ساتي او يوازې ژوند تېروي.
ډاکټران وايي، چې د ذهني ستونزو او بوج پر مهال بايد انسان ټول کارونه پرېږدي او خپلو دوستانو او ملګرو سره ناسته پاسته پيل کړي، چې دې کار سره ذهني سکون راځي. د بېلا بېلو موضوعاتو لوستل خپلو ملګرو يا د کور غړو سره ورځپاڼه، کتاب، يا ناول په لوړ اواز لوستل د ښه ژوند او ارام فکر لپاره ګټور دي. دې سره د ذهن هغه سرکټس هم په فعاليت راځي، چې د خاموشې مطالعې پر مهال ويده وي. نوي خواړه خوړل که انسان اونۍ يا مياشت کې خپلو ملګرو سره داسې يو خوراک وکړي، چې د دوی لپاره يو نوښت ولري او بنډار يې هم جوړ وي، نو دا حالت او خوراک د انسان ذهني ځواک پياوړی کوي او ورسره حافظه هم قوي کيږي.په لومړيتوب کې نورې علمی لیکنې هم لوستلای شئ، هیله ده د لومړيتوب علمي او مسلکي ملاتړ وکړئ.
ليکنه: ډاکټر نوید خپلواک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب