که غواړئ، چې څېره مو تل روښانه او تازه وي، نو دغه لارښوونې عملي کړئ

که غواړئ، چې څېره مو تل روښانه او تازه وي، نو دغه لارښوونې عملي کړئ

د هر انسان فطري غوښتنه دا ده، چې دی دې تل تر و تازه وي او د ځوانۍ ځواک او څېره يې همداسې پاتې وي، مګر د قدرت د پرېکړو له مخې انسان د عمر په تېرېدو د څېرې روڼوالی هم له منځه ځي.

طبي کارپوهانو د خپلو څېړنو له مخې داسې اسانه او کورنۍ نسخې موندلي، چې استعمال سره يې انسان له خپل رسيدلي عمر څخه لس کاله ځوان بريښي.

نيمه کېله

درې قاشوغې د وربشو غرستلي په مستو کې ګډ

يوه قاشوغه شات

يوه هګۍ

د جوړولو طريقه يې دا ده، چې کېله په هګۍ، شاتو او نورو شيانو سره ګډ کړه او ښه يې ولړه، خپل مخ ښه پاک کړه، چې جراثیم او خيرې پرې نه وي او بيا پرې دغه مواد د پنځلسو دقيقو لپاره ومښه او موږ تاسې کولای شو، چې دغه پروسه د تل لپاره عملي کړو او خپله ځواني همداسې تر و تازه وساتو.

د کارپوهانو په اند کېلې فايبر مواد لري، چې پستوکی نرم ساتي او تر څنګ يې له مخ څخه داغونه او دانې هم پاکوي.

د شاتو استعمال سره د پستوکي خوشکي له منځه ځي، وربشې او مستې مو پستوکی تر و تازه ساتي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب