که د زړه له حملې وېره لرئ؛ نو دا ولولئ

که د زړه له حملې وېره لرئ؛ نو دا ولولئ

د زړه حمله ډیر لاملونه لري؛ خو د ځینو نويو څیړنو پر اساس د دې حملې تر ټولو ستر لاملونه څلور دي چې دلته به مو ورسره آشنا کړو:

۱ـ ډیر لږ خوب کول:

کله چې څیړونکو تیرو ۱۵ کلونو کې د ۱۵۰۰۰ کسانو ژوند وڅیړه؛ نو ورمعلومه شوه چې هغه کسانو چې صحي ژوند درلود یعنې صحي خواړه يې استعمالول، په دوامداره توګه يې ورزش کاوه او تمباکو يې نه استعمالول ۶۷٪ د زړه له حملې په امان ول؛ خو هغه کسان چې د ورځې ۷ ساعته او یا زیات ویده کیدل هغوي ۸۳٪ د زړه له حملې محفوظ ول.

څیړونکي د زړه په ناروغۍ اخته کسانو ته مشوره ورکوي، چې د خوب پوره کولو ته تر بل هرې بوختیا اهمیت ورکړي.

۲ـ لږ خوشحاله اوسیدل:

د یو ګروپ خلکو ژوند تر ۲۵ کلونو لپاره مطالعه شو او څیړونکې دې نتیجې ته ورسیدل چې هغه کسان چې خوشحاله ژوند کوي او خپل راتلونکې په اړه اندیښنه نه لري په دوي کې د زړه ناروغۍ خطر ۲۵٪ وي.

هغه کسان چې هر کله غمجن او خپل راتلونکی په اړه اندیښنه لري هغوي کې د زړه ناروغۍ خطر ۵۰٪ وي.

که د زړه له حملې ویريږئ نو خوشحاله اوسئ او اندیښنه مه کوئ.

۳ـ د هوا خرابوالی:

هوا کې موجود کیمیاوي مواد بدن کې د سوزش او ورم خطر پیدا کوي؛ نو له دې وجي د اوکسدیشن عمل زیاتیږي چې په اساس یي زړه او ځینې نور اعضا متاثره کیږي.

له دوړو، ډیر لوګې کوونکي موټر او هغه ځایونه چې هوا يي خرابه وې ځان لرې وساتئ.

۴ـ زیات ذهنې فشار کې اوسیدل:

که تاسو د کومې مسئلې په اساس تر ذهني فشار لاندی یاست نو ستاسې بدن کارټیسول او ایډرینالن مادې زیات تولیدوي، د دې دواړو موادو د زیاتوالي په اساس په وینه کې شکر زیاتیږې او د وینې شریانونه سختوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب