کله چې فکر تنګ شي!

کله چې د خلكو فکر وروسته پاتې شي، بيا نو د خلکو تر منځ د وطن پالنې اړيکه پيدا کيږي او دا له دې امله پيدا كيږي چې دوى په يوه ځمكه كې اوسيږي او په هماغه ځمكه پورې تړلي وي، نو د بقاء غريزه يې له ځان څخه دفاع ته هڅوي او د هغه ځاى دفاع هم ورباندې تحميلوي، په كوم كې چې دوى اوسيږي، يا له هغه ځمكې څخه چې ورباندې ژوند كوي، له دغه ځايه د وطن پالنې اړيكه رامنځ ته كيږي، چې ډيره سسته او بې کاره اړيکه ده، انسان ډېر وروسته پاتې كوي.

 دا په څارويو او مرغانو كې شتون لري، همداراز په انسانانو كې هم شته او هميشه د عاطفې له مخې منځ ته راځي، په هغه وخت کې پيدا کيږي، کله چې د دوى په ځمکه يا وطن باندې اجنبي څوک يرغل وکړي او ورباندې غلبه وكړي، د وطن د سولې او ثبات پر مهال هېڅ شتون نه لري، ولې له دغه نيواک او تيري څخه له خلاصېدو وروسته، كله چې پردي يرغلګر وشړل شي، د دغه اړيكې عمل هم پاى  ته رسيږي، ځكه دا پسته او ټيټه اړيكه ده.

کله چې فکر تنګ شي، د انسانانو تر منځ د قوم پالنې اړيکه رامنځ ته کيږي، دغه يوه عائلي (نسبي) اړيکه ده، خو په پراخ شکل سره. په دې کې انسان د خپلې بقا او پايښت د غريزې په لمسون خپله مشري غواړي او دا په يوه فکري پست او ناوړه انسان کې په انفرادي توګه رامنځ ته کيږي.

کله يې چې په دې اړه پوهه زياته شي نو د مشرۍ مينه يې هم زياتيږي. نو لومړى د خپلې کورنۍ، بيا قوم مشري غواړي، بيا دغه فکر له ده سره په افقي ډول وده کوي او دا درک کوي، چې لومړى په وطن کې د خپل قوم مشري غواړي، کله يې چې په خپل وطن کې دغه مشري ترلاسه کړه، بيا په نورو باندې د خپلې مشرۍ هڅه کوي.

له همدې کبله بيا په کورنۍ کې د سيادت د ترلاسه كولو لپاره خپلمنځي شخړې را منځ ته کيږي، تر هغې چې مشري يوکس ترلاسه کړي او د نورو په وړاندې نصرت پيدا كړي، بيا په نورو كورنيو باندې د خپلې كورنۍ د مشرۍ لپاره هڅو ته دوام ورکوي چې په قوم يا په نورو بېلابېلو کورنيو باندې د ځان او يا خپلې کورنۍ مشري ومني، بيا د دغه کورنيو تر منځ د مشرۍ او لوړوالي په سر په ژوندانه کې يو له بل سره دښمنۍ راپورته کيږي، ترهغې چې د قوم مشري يوې كورنۍ او يا د څو بېلابېلو كورنيو د خلكو يوې ډلې ته په لاس ورشي، بيا د دغه قوم او نورو اقوامو ترمنځ په ژوند كې د مشرۍ او لوړوالي پر سر دښمنۍ رامنځ ته كيږي او د دغه اړيکو په خاوندانو باندې دغه عصبيت برلاسى مومي، په دوى باندې نفسي غوښتنې غلبه کوي او ځينې د دوى په ځينو نورو برلاسي کيږي. له دې امله دغه اړيکه غير انساني ده، ځکه چې دغه اړيكه که د بهرنيو دښمنيو سبب نشي نو د خپل منځي کورنيو دښمنيو وړاندې كوونكې ده.

د دريو لاملونه له مخې دغه اړيکه فاسده ده: لومړى دا چې ډېره ناوړه او ټيټه اړيکه ده، ځکه چې نشي کولاى يو انسان له بل انسان سره ونښلوي او د پرمختګ په لور یې روان کړي. دويم دا چې يوه عاطفي اړيکه ده، چې د بقا له غريزې څخه سرچينه اخلي او له نفس څخه دفاع کوي، عاطفي اړيکه ډېر تغير او تبديل مومي او په هميشني ډول د يوه انسان له بل انسان سره د تړلو لپاره غوره نه ده. دريم دا چې يوه لنډمهالې اړيکه ده، چې د دفاع پر مهال رامنځ ته کيږي، او د ثبات پرمهال چې د انسان اصلي حالت دى، دغه اړيکه هېڅ شتون نه لري. نو له همدې امله د انسانانو ترمنځ د تړاو وړتیا نه لري.

همدا راز قومي اړيکه هم د درېیو لاملونو له مخې فاسده ګڼل کيږي: لومړي دا چې قبيلوي اړيكه ده او انسان له بل انسان سره د پرمختګ په لاره کې نشي سره تړلى.

دويم داچې يوه عاطفي اړيکه ده، چې د بقا له غریزې څخه سرچینه اخلي او د مخکښۍ او سيادت مینه پنځوي او دريم دا چې غير انساني اړيكه ده، ځکه چې د دوستۍ پرځاى د چوکۍ پر سر دښمني را منځ ته کوي. نو له دې امله د انسانانو ترمنځ د تړاو اړيكه نشي کېداى.

دا رنګه له هغه فاسدو اړيکو څخه چې شتون يې د خلكو ترمنځ د اړيكې په توګه متصور دى مصلحت پالنه او روحي اړيکه ده.

روحي هغه اړيكه چې هېڅ داسې نظام نه لري چې ورڅخه سرچينه واخلي. د مصلحت پالنې اړيکه يوه لنډ مهاله اړيکه ده، چې انسانان نشي سره تړلى، ځکه دا د لويو ګټو د لاسته راوړلو لپاره جوړجاړى دى او د مصلحت د ترجيح پرمهال يې شتون ناشونى کيږي.

کله چې مصلحت ترلاسه شو او يا له منځه لاړ دغه اړيکه هم له منځه ځي او ورباندې راټول شوي انسانان يو له بل څخه تيت کيږي، ځكه چې دا د مصلحت له ختمېدو سره سمه پاى ته رسيږي، نو ځکه دغه اړيکه د هغې خاوندانو ته ډېره خطرناکه ده.

بل ناوړه تړاو روحي اړيکه ده، چې هيڅ داسې نظام نه لري چې ورڅخه سرچينه واخلي، د تدين پر مهال رامنځ ته کيږي، نه د ژوند په ډګر کې. نو ځکه يوه جزئي غير عملي اړيکه ده، له همدې امله د دې وړتيا نه لري چې د انسانانو ترمنځ د هغوى د ژوند په چارو کې د يوې اړيکې په څېر پاتې شي، نو د بيلګې په توګه د نصرانيت عقيده نشي کولاى په اروپا کې د ولسونو د تړاو اړيکه شي، سره له دې چې ټول نصرانيان دي، دا ځکه چې دا يوه روحي اړيکه ده، چې هېڅ نظام نه لري.

لنډه دا چې دغه ټولې پورتنۍ اړيکې شنډې، بې کاره او بې اساسه دي، ځكه چې د انسانانو ترمنځ په ژوند د پرمختګ لپاره د تړاو لامل نشي كېداى او د انسانانو لپاره په ژوند كې د کار وړ او د پرمختګ لپاره يواځنۍ اړيکه هغه عقلي عقيده ده چې نظام ترې جوړيږي او دا مبدئي (ايډيالوژيکه) اړيکه ده.

مبداء (ايډيالوژي) هغه عقلي عقيده ده، چې نظام يې ورڅخه سرچينه اخلي او عقيده له انسان، ژوند او کايناتو څخه هراړخيزه فکره ده، چې د دنيا له ژوند څخه وړاندې او ورسته، مخكې له ژوند او وروسته له ژوند سره تړاو مومي او بحث ورڅخه کوي.

هغه نظام چې له دغې عقيدې څخه سرچينه اخلي، د انسانانو د ستونزو د حل لارې چارې دي او د دغه حل لارو د اجرا کيفيت، د عقيدې ټينګه ساتنه او د مبداء د ليږدونې كيفيت بيانوي. نو د اجرا د کيفيت، د عقيدې د ساتنې او د دعوت د ليږد لپاره طريقه لري او طريقه بلله کيږي او تردې پرته خپله عقيده او نورې معالجې فکره بلله کيږي. نو له دې ځايه ده، چې مبداء (ايډيالوژي) فکره او طريقه ده.

او مبداء (ايډيالوژي) اړينه ده چې د يوه شخص په ذهن کې راپيدا شي، يا د الله په وحى سره، چې په رسولو او تبليغ يې ورته امر کيږي. يا د عبقريت په واسطه چې په يوه شخص کې را پيدا کيږي. نو هغه مبداء (ايډيالوژي) چې د انسان په ذهن کې د وحى له لارې رامنځ ته شي سمه ده، ځکه چې د کايناتو، ژوندانه او انسان د خالق له لوري ده او هغه الله  دى او دا قطعي مبداء (ايډيالوژي) ده.

هغه مبداء چې د يوه شخص په ذهن کې د عبقريت په واسطه رامنځ ته كيږي باطله مبداء (ايډيالوژي) ده، ځکه چې دغه له هغه محدود عقل څخه رامنځ ته شوې، چې په ټول وجود باندې احاطه نه لري، ځکه چې د انسان فهم د تنظيم لپاره له هغه چاپريال سره په ټکر کې کيږي کوم چې انسان پکې ژوند کوي او اختلاف او تناقض او توپير رامنځ ته کوي، ځکه چې له چاپېريال څخه داسې نظام اخلي چې د انسان د بدبختۍ سبب کيږي.

نو ځکه هغه مبداء يا ايډيالوژي چې د شخص په ذهن کې رامنځ ته کيږي، د هغې عقيده او هغه نظام چې ورڅخه اخيستل شوى دواړه باطل دي.

له همدې امله د مبداء اساس له کايناتو، انسان او ژوند څخه ټوليزه او کلي فکره  ده، دا طريقه ده چې مبداء په ټولنه او ژوند کې د هغې په واسطه شتون مومي او عملي کيږي او دا د دې فكرې لپاره يو لازمي امر دى، چې مبداء يې بايد ولري.

دا چې کلي فکره بايد اساس او بنسټ جوړ کړي، هغه عقيده ده، فکري قاعده ده، فکري قيادت دى او په همدې اساس انسان فکري تګلاره جوړوي چې په دې سره ټول افکار بناء کيږي او هم يې د ژوندانه د ستونزو حل ورڅخه سرچينه اخلي او د طريقې شتون يو حتمي او اړين امر دى، هغه نظام چې له عقيدې څخه سرچينه اخلي او د معالجو د اجرا کيفيت، د عقيدې د ساتنې کيفيت او د مبداء د ليږدولو لپاره د دعوت د کيفيت بيان پکې نه وي تضمين شوى، نو دا خو بيا يوه پوچه، خيالي، فرضي او تشه فلسفه بلله کيږي، چې د کتابونو په منځ کې د پاڼو پر مخ به مسجله پرته وي، خو په ژوند کې به يې هېڅ اغيز نه وي.

له همدې امله له يوې رښتينې عقيدې، د ستونزو له حل او د هغې د پلي کېدو له لارې (طريقې) پرته مبداء (ايډيالوژي) نشي جوړيداى.

يوازې په دې چې يوه مبداء عقيده او نظام ولري د هغې په صحت دلالت نه کوي، بلکې يوازې په دې دلالت کوي چې دا يوه مبداء ده. او په بل څه دلالت نه کوي.

هغه څه چې د مبداء په صحت او بطلان باندې دلالت کوي، هغه د مبداء عقيده ده، چې صحيح ده که باطله، ځکه چې عقيده هغه فکري قاعده ده، كومه چې ټول افکار ورباندې ولاړ دي، كومه چې ټول لورليدونه ټاکي، كومه چې د هرې ستونزې حل پکې شتون لري او د هرڅه طريقه پکې واضح وي.

که دغه فکري قاعده سمه وي، نو مبداء به هم صحيح وي او که فکري قاعده يې باطله وي، نو مبداء هم له بنسټه باطله ده.

فکري قاعده، چې کله د انسان له فطرت سره سمون ولري او پر عقل ولاړه وي، نو دا قاعده صحيح ده او کله چې د انسان له فطرت سره مخالفه وي او پر عقل نه وي ولاړه نو باطله قاعده بلله کيږي. له انساني فطرت سره د فکري قاعدې د سمون معنا دا ده، چې د مدبر خالق عبادت او هغه ته احتياج د انسان په فطرت کې اړتيا ده او هغه ذات ته بايد د اړتيا له مخې سر ټيټ کړي، يا په بل عبارت د تدين له غريزې سره سمون ولري او دا چې په عقل به ولاړه وي، په دې معنى، چې په حل وسط او ماده به نه وي ولاړه.

حماد حلیمي

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب