ادب، لیکوالي او ژبپوهنهپښتو او پښتون

ژبه: دانساني خصوصیاتو په یو ډیر مهم رول کې

پروردګار عالم د خپل رحمتونو په لړ کښي  يوه غوښنه ټوټه چي د خولې په دننه کښي ځاى لري  په داسي يوه فعاليت سره پيدا کړېده چي د انسان پېژندني د لومړى خصوصياتو څخه يو ډېر اهم رول اداء کوي سربېره په دې چي د غذايي موادو په سمون کښي د بدن د پرورش او هاضمي جهاز د پاره يو لړ سهوليات برابروي او د يوې  ژرندي په حيث سره په خوله کښي د خوراکي م وادو اړول د خولې يوې او بلي خواته په ډېره آسانى سره سرته رسوي د خبري کولو په بارزه رول سره د انسانانو بېلوالى د حيواني معاشرې څخه بېلوي.

 

همدا ژبه چي پروردګارعالم و انسان ته بخښلې ده د ډېرو  زېروحو په وجود کښي ديو فعال غړي په حيث کارکوي خو هغه څه چي انسان پرې ږغيږي  په ډېرو نورو مخلوقاتو کښي يې نصيب نشته، کېداى شي په دې اړونده  سوال پيدا شي او يا هم د عاقل انسان ذهن ته د موضوع د معلومولو د پاره و تحقيقاتي څېړني ته اړتيا و موندل شي  چي  ولي همدا ژبه په ټولو مخلوقاتوکښي د يوشان فعل په اجراء کښي پاتي راغلې ده؟

د جواپ په هکله بېل نظرونه شته.
(١): هغه کسان چي په ماتريالستي عقيده سمبال دي دا موضوع
دطبيعت په حواله مربوطه ساتي او د ويلو د پاره څه نه لري.او که وي  هم هغه د طبيعت په نقص او کمبوداتو کښي شمېري.
(٢): هغه ډله چي د علومو او ساينسي مضامينوپه چوکاټ کښي نغښتي دي داسي نظر لري.
د انسان په تکاملي حالت سره اړه لري چي د ذهن په کارولويې خپل ځانته آسانتياوي برابري کړيدي داچي حيوانات د داسي کمال څخه بې برخي دي د تاريخي پړاو په تاثيرکښي د محکوميت انداز دى.
(٣): يوه ډله د ژبي په کارولو کښي د خبرو کولو استعداد يوطبيعي حق او هغه ام تيازات ګڼي چي د مخلوقاتو په درجه بندى کښي ترينه کاراخيستل کېږي.
(٤): آيديالستي هغه کسان دي چي موضوع د الهي رحمت په چوکاټ کښي نغښتې بولي او دا سي عقيده لري دا د پروردګارعالم هغه رحم دى چي په اختصاصي ډول سره يې په انسانانو باندي پېرزوينه کړېده، طبيعت،تاريخي جبر،تکاملي پړاو اودهغه عواملوسره چي د يوه  زېروح  په تشکل کښي دخالت لري هيڅ اړيکي نه شي ساتلاى، دوى په دې ايمان دي چي مخلوقات زېږنده حالت لري او د نفسي خواهشاتو په ميدان کښي په عام ډول خپل موجوديت د مځکي پرمخ ساتي له همدې کبله رقابتي موضوعات او د ځان ساتني مشغولا د هر زېروح قبوله شوې فورموله ده.
دا چي په طبيعت کښي د مخلوقاتو خلقيت په بېلو اشکالو سره منځ ته راځي او پخپل م نځونو کښي د بېلوالي نښي پرېږدي هغه مسئله ده چي بيا هم ديوې فعالي قووې د موجوديت په هکله د عقل خاوند ته دا په ګوته کوي چي د حق منل او د حق ويلو دنده په غاړه واخلي.

له همدې کبله د ژبي په موجوديت کښي هم د هست او نېست م سئله دا خله کېداى شي په دې معنا چي د ګوياني ژبي موجوديت د باطلو افکارو او فضولو وينا و په تکرار سره د انسان علمي ارزښت ټيټ کوي دا چي ويونکى د علمي ارزښت نه محروم شو حتماًيې په جامعه کښي د شخص موجوديت منفي حالت غوره کړ او داسي فعاله ژبه بيا هم د حيواني مخلوق په قطار کښي د هغوى د ژبي هم رديف ګرځېدلاى شي چي دا د هست په حالت کښي د نېست حالت ثابت کوي.
له همدې کبله ژبه د انساني معاشري په چوکاټ کښي د شخص، اجتماع، ټولني،او منطقې په ژوندي ساتلو او هېرولو کښي لوى رول لوبوي هغه کسان چي د ژبي په ګړولو کښي د علمي نظرياتو څرګندوني خپله دنده ګڼي د ژوندي حالت او فعال غړي په حيث دايم او قايم پاتي کيداى شي.

که څه هم دا صلاحيت په انساني معاشره کښي شوى خداى (ج) و ټولو انسانانو ته په مساويانه ډول ورکړيدى خو د فکري، نفسي او سياسي عقايدو چوکاټ په بېلو افرادو کښي بېل دى. له همدې کبله د ژبي بارزيت د مځکي پرمخ د انسانانو په کار او فعاليت پوري اړه پيدا کوي.
هغه قومونه او سياسي پارټى چي د عقل او شعور په اساس دژوند تګلاره سمبالوي د خپل ژبي بارزيت او برتري په نورو ژبو باندي د جبر، رضا او ضروريا تو په څنګ کښي په متوازي ډول مخ ته بيايي او خپل شتون په نورو  باندي مني. د نورو  ژبو انعکاس په شعاع کښي راولي او ډېر ځله داسي کېږي چي دمحکومي ژبي انحلال ته زمينه مساعده شي او يا هم په خارجي لفظونو سره پخپله ژبه کښي دخالت ته غاړه کښېږدي.

انسانان چي د ضرورياتو د پوره کولو په خاطر اجتماعي قرار دادونو ته اړتيا لري د خپلي ژبي موجوديت هغه وخت په ښه حالت سره ساتلاى شي چي د علمي اساساتو ميدان پخپل حق کښي ژوندى و ساتي او يا هم د قدرت دروند والى يې خپل ځانته نصيب شي.
علمي اساسات او انساني بنيادي ريفورم هيڅ کله داسي موضوعاتو ته ترجيح نه ورکوي چي غاصبانه  افعال دقومونو په منځ کښي شيطاني عملکردونه ټينګ کړي ځکه انسان د بشري ټولني جز دى او د حيواني ټولني قوانينوته اجازت نه ورکوي چي په انساني جامعه کښي پياده شي.

د مځکي پرمخ منطقوي لهجې، آوازونه اود قومونو موجوديت نړۍ په ډېرو انسانو ژبو سره مخلوطه ساتلې ده او دا د يوه ژوندي انسان حق دى چي د خپل ماحول او چاپېريال په تاثر کښي هر هغه څه چي يې د وړوکوالي څخه زده کړيدي  په خپلي  ژبي سره و وايي او پرې و ږغېږي.
داسي هم کېداى شي چي د زمان او مکان په تغيراتو سره د يوه  قوم ژبه خپل اصلي حالت څخه رجعت و کړي او د بلي ژبي په تاثير کښي و نغښتلې شي بېله دې چي دسياسي،عقيدوي او نژادي تفکراتو اغېزه پرې داخله شي ، په داسي صورت کښي د ګناه پېټى نشته ځکه د خپلي رائي او خپل خواهش په سيوري کښي تغير منل د هر شخص او قوم روښانه حق دى.

خو په اجباري توګه د ژبي انحلال او يا هم د بارزي ژبي دخالت  په  نورو ژبو  باندي د علمي دنيا دبنيادي ريفورمونو په  خلاف عمل دى.
زموږ په پلرني آزاد ټاټوبي افغانستان کښي چي د وينو په بدل راته پاتي شوى ميراث دى د پښتو ژبه د زرګونو کلونو په تاريخي موجوديت سره هغه پېژندل شوې لهجه ده چي تر نن ورځي  پوري  ژوندى ساتلې شوېده په ادبي ، کلتوري،فرهنګي او علمي ساحو کښي داسي برياوي لري چي سترګي پرې نه شو پټي کولاى.
کتابت او رسالت د کوشانيانو د دور څخه زموږ د پښتون قوم هغه ساتلى شوى دود دى چي تاريخي موزيم او د نړۍ لرغون  پېژندني  پوهان يې په ستاينه او تصديق کښي رسالې، کتابونه او مقالې لري، آرت او د نقاشى فن زموږ د وطن څخه د منځنى آسيا په لورکوچېدلى او د انساني معاشرې په جوړښت کښي يې و نورو قومونوته خپل تاريخي رسالت رسولى دى.
له همدې وجهي چي دغير انساني عملکردونو سره يې خپل روابط  شلولي دي د اجنبيانو او شر پسنده قومونو له خوا د حسد اوکينې په درلودلو سره په مبارزه د تاريخ  په اوږدو کښي پاتي شويدى ځکه د انساني ژوند دښمنانو هيڅکله دا نه دي خوښ کړي چي د يوه سالم او بې غرضه ټولني شته والى پخپل څنګ کښي و زغم ي.
خروشتي اوکوشاني خطونه د پښتنو د پښتو ژبي اصلي معيار دى خو په څنک ګښي يې د يوناني خط تاثير چي د يونانيانو په دور کښي د يرغل په ډول داخل شوى و دومره د يادوني وړ نه دى ځکه په دې خط سره موږ د نظر وړ  برياوي او دست آوېزات نه شته.

په اسلامي نظام کښي د عربي خط په ښکاره کېدلو سره د پښتنو دوديز رسم الخط په بل مخ نه دى اوښتى بلکه د خپلو پښتوحروفو په ساتلو سره لکه ( ڼ ، ږ، ډ، ټ، ځ ، ښ ) يې خپل موجوديت په زغرده ټينګ درولى دى او د لفظونو داسي حروف يې نه دي پرې ايښي چي د پردي کښت زار دخالت  ته  لاره همواره کړي.
پاتي شوه د لهجو او هغه اسمونو نومونه چي په بين المللي تجارتي ساحه کښي د نړۍ په موخه خلاص حالت لري او د غبرګون خاصيت يې منلى شويدى يو عام قانون دى چي د هري ژبي په منځ کښي خپل رول لوبوي او په حقيقت کښي داسي يوه ژبه نشته چي په سوچه ډول د يوه قوم نمايندګي وکړي دا په دې خاطرچي د نړۍ اړيکي نن ورځ د يوه کورنى د اړيکو سره په شباهت کښي ځاى په ځاى شويدي له  همدې کبله په جهاني سويه کښي د ژبي اهميت او د هغې ساتنه په قانوني ډول محفوظه ګڼلې شوېده.

په نړۍ کښي  ډېري ژبي  د انسانانو په موجوديت سره منځ ته راغلي وې چي د وخت او زمان د تقاضا سره نن ورځ د انسانانو په منځ کښي رايج نه دي او يايې خپل اصلي حالت ورک کړيدى يا خو په نورو ژبو کښي  منحل شويدي او د خپل استقلاليت  حالت نه لري او يا نن ورځ که موجودي هم وي د استعمال مورد يې  ډېر لږ دى او يا هم د توجه سبب نه ګرځي.
په تاريخي لحاظ سره  د ژبو د طرزونو ساتل او د توجه سبب ډېر د اهميت وړ دى ځکه هغه تاريخي اسناد او شواهد چي نن ورځ د باستان شناسى په سلسله کښي مطرح دي  او يا هم د کيندلو له امله  عرض وجود کوي د هغه خطونو په  پېژندلو کښي ګټور ثابت کېږي  کوم چي د داسي تاريخي اړونده ټوټو سره ملحق وي.

د انساني علومو د ساتني په غرض د طباقاتي نظامونو د پېژندګلوى په حواله  د انسانانو د قومونو او قبيلو د پېژند ګلوي په خاطر د ژبي د ويلو ساتندويي ډېره د اهميت وړ ده په دې خاطر څنګه چي ننني انسانان د تېر شوو انسانانو په اړونده معلومات غونډوي او د قضاوتونو تر لړى لاندي ورته تشريحات جوړوي دا په دې خاطر دي چي  نن ورځ  دهغې ژبي  د ويلو کسان نشته کوم چي په تېرو زمانو کښي ژوندي وه او دا چي د خپل وخت د کتابت او رسالت په هکله يې څه پرې ايښي دي  نن ورځ په حقاني سطح کښي ورته د معنا په لحاظ د قياس سطح په کار اچول کېږي له همدې کبله په جهاني سطح سره داسي يوه کمېټه منځ ته راغلې ده چي د نړۍ په هر ګوټ کښي انسانان بايد د خپل کلچر او ژبدود په حواله آزاد وي څو داسي تاريخي آثار چي د ميراث په توګه پاتي کېږي و راتلونکو نسلونو ته د ابهام په شکل پرې نږدي.

څېړندوى الحاج احمدشاه ( پوپلزى )

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: