ږیره پرېښودل، وهل او لنډول

په شریعت محمدی صلی الله علیه وسلم ، په قرانکریم، احادیث نبویه، فقه اوڅلورومذهبونوکی عقلااونقلادږیرې دپرېښودلورېښتنی ثبوتونه شته، ږره په شعایراسلام کی داخله ده، ټولوانبیاء علیهم الصلوة والسلام ږېرې درلودلې، اوپه اسلام کی دږرې درلودل لوړ مقام لری؛ دږرې لنډول دیوه موټ (مُشت) په اندازه په اسلام ی شریعت کی حرامه ده، دادانسان یوفطری بڼه ده چی نربایدږره ولری اوس راځوودې ته چی لومړې په دې برخه کی پردې خبرې وکړم چی ږره په قران، احادیث اوڅلوروسره مذهبوکی څه ارزښت لری، اوثبوت يی څه دی؟ ددې څخه وروسته لکه څرنګه چی دمضمون نوم دی (اسلام اوساینس) نوځکه دږرې په خریلوباندی ساینسی څیړنې اوپایلې هم درته په روښانه ډول سره درته بیانوم۔

د ږیرې درلودل په قرآن کې:

ږره پرېښودل دانبیاء علیهم الصلاة والسلام سنت ده، لکه کله چی حضرت مو سی علیه السلام دطورغره څخه راغی، اودتورات لوحې ورسره وې،اودلته سامری دحضرت موسی علیه السلام په نه شتون اوپه غیاب کی یوسخندرګی جوړکړی اوبنی اسرائیلودسخندرګی عبادت کاوه، نوموسی علیه السلام حضرت هارون علیه السلام ترږرې اوسر ونیوی، چی هارون علیه السلام په ځواب کی ورته وویل:
قال یبنؤم لاتاءخذبلحیتی ولابراءسی۔ ( سورت طه 94)
ژباړه: وویل (هارون) ای ځویه دمورځمامه نیسه ږره ځمااونه (وېښتیان )دسرځما
ټولوانبیاء علیهم الصلاوة والسلام ږرې درلودې، اوټول انبیاء علیهم الصلاة والسلام دلوی څښتن تعالی جل جلاله غوربندګان وه، اوبله داچی په حدیث شریف کی راځی چی لس فطری شیان دی، چی په هغوکی ږره هم شامله ده، چی داثابته شول چی ټول انبیاء علیهم الصلاة والسلام ږرې درلودې، اوداوهرمسلمان ته ضروری ده چی دانبیاء علیهم الصلاة والسلام پرمبارکوکړونواوطریقوباندی پښې کښېږدې، چی ددنیااواخرت دپوره سوکالۍ ضمانت ورکوي، اوددوی پرلاروتلل په دې ضروری دی چی الله جل جلاله فرمایی:
الئک الذین هدالله فبهداهم اقتده (الانعام 90)
ژباړه: دغه (انبیاء) هغه کسان دی چی هدایت کړی دی الله (دوی ته) نوپه طریقه ددوی اقتداء وکړه۔
دادالله جل جلاله ویناده چی ټول انبیاء علیهم الصلاة والسلام ماهدایت کړیدی، اودوی چی هرکارکوی هغه زمادخوښې کاردی، نوځکه ددوی پرقدمونوباندی تلل اړین دی، اوددوی پرلاره تلل وهدایت ته رسېدل دی، بیا لوی څښتن جلا جلاله وموږته وایی:
ومااتکم الرسول فخذوه ومانهکم عنه فانتهوا۔ (حشر 7)
ژباړه: اوهغه څه چی درکړی تاسی ته رسول (دالله) نووایی خلی وئې نیسی، قبول ئې کړی اوهغه څه چی منع کوی (رسول الله) تاسی له هغه څخه نوبیرته شی ترې (مه ئې غواړی) اوویریږې له (عذابه ) دالله په ځا ن ساتلوله معاصیو(ګناه) بېشکه الله سخت دی عذاب (دده)۔
ددې څخه داښکاره اومعلومه شوه چی هرامراونهی کی درسول الله دهرقول دفعل اتباع فرض اوواجب ده؛ اونبی کریم صلی الله علیه واسلم په ښکاره الفاظوسره دږرې پرېښودلوحکم کړیدی چی هغه احادیث مبارک بیانوم۔
بل ځای الله جل جلاله فرمایی:
ژباړه:
ووایه (ای محمده! دوی ته) که چیری ئې تاسی چی محبت کوی له الله سره پس متابعت وکړی زماچی محبت به وکړی الله له تاسی سره (دثواب په درکولو) اومغفرت به وکړی تاسی ته ګناهونه دتاسی، اوالله مغفرت کونکی دی (دخطایاتو) ډېررحم والا (داجراوثواب په انعام سره)۔ (الانعام 31)
ددې ایات مُبارک څخه دامعلومه شوه چی درسول الله صلی الله علیه وسلم متابعت دالله متابعت دی، اوداخبره الله جل جلاله ومسلمانانوته ورښې چی کی چیری تاسی غواړی چی دامن په کښتۍ کی وسوکاله ساحل ته ولاړسی اوپوره کامیابی موپه برخه شی نوتاسی ددې پیغمبرصلی الله علیه وسلم متابعت وکی، اوهرڅه چی دی درته امرکوی هغه وکی، اوله د هرڅه چی مو دی منع کوی هغه مه کوی۔
بل ځای الهی فرمان دی: 
ژباړه: خامخاپ تحقیق سره تاسی (ای وېرېدونکو) په کارده چی درسول الله اقتداء وکړی چی دی یوه ښه نمونه ده۔ (الحزاب 21)
چی په دې ایات کی وموږټولومسلمانانوته دالارښوونه کیږی چی څه پیغمبرصلی الله علیه وسلم کول هغه دالله لاراوامردی، اودپېغبرصلی الله علیه وسلم په اتباع باندی نورټینګارهم شویدی، لکه څرنګه چی خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم مبارکه ږره درلودل نوای (مسلمانانو)وتاسوته هم دده اتباع پکارده اوږرې پرېږدی۔
ددې پورتنی ایاتونوڅخه دامعلومه شول داټول پیغبران الله جل جلاله دبشریت دلارښوونې، سوکالۍ، وحدانیت، اودلوی خدای جل جلاله دعبادت اووټول انسانیت ته دالله جل جلاله دپېغام رسولولپاره رالېږل شویدی اوالله جل جلاله موږته حکم کوی چی ددوی متابعت وکی، اودوی ستاسولپاره ښه نمونې دې ، چی مطلب ئې دادی چی دوی په ظاهری ډول څنګه وه، څه افعال ئې کول، څه ئې اغوستل یعنی ددوی هرڅه دالله دحکم سره برابردی چی ددوی متابعت دالله جل جلاله متابعت دی۔
په بل ځای کی لوی څښتن تعالی جل جلاله وموږته فرمایی:
وصورکم فاحسن صورکم (التغابن : 3)
ژباړه: صورتونه ئې تړلی دی ستاسی بیائی ښه ښایسته کړیدی صورتونه ستاسی (په ا متداددقامت اوپه اعتدال دخلقت سره) اوهغه (الله) ته بیرته ورتلل دی ستاسو(دپاره دجزاء)۔
په ګردو(ټولو)ساکښانوکښې دانسان خلقت ښه دی په لیدلوکښې ډېرښه ښکاری، پخپلوملکاتواوقواوکښې هم له ګرده عالم څخه لوړاوممتازدی، بلکه دټولوښومجموعه ده، نوځکه صوفیه دانسان وجودته (عالم صغیر) وایی امام قشیری رحمة الله علیه فرمایی چی دانسان ظاهره الله تعالی مزین (ښکلی) کړیدی په کمال دقدرت خپل سره اوباطن ئۍ ښکلی کړیدی په جمال دقربت سره۔ (تفسیر کابلی، 1445 ص، سعودی چاپ)۔

فقهاوو څنګه ښه ویلي دي:

سُبحان الذی زین الرجال بللحا۔۔۔ پاکې ده هغه ذات ته وی چی نارینه ئې په ږروسره ښایسته کړیدی۔۔۔
اوس دامعلومه شوه چی لوی څښتن تعالی جل جلاله چی په کوم ډول سره انسان پیداکړی دی داترټولوښایسته بڼه ده، که یوڅوک داووای چی خدای چی موږپیداکړی یونوبایددهیڅ ځای ویښتیان ایسته نشی، لکه دسکهانوپه مذهب کی، مګرپه اسلام کی دهرځای دویښتیانولپاره په شریعت کی اوصول شته، دبېلګې په ډول سره دسردوېښتیانولپاره، دهغواندازه اوجوړښت، دبرېتودویښتیانولپاره اوصول اوجوړښت، دبغل اوزېرناف لپاره اوصول اوحتی وخت هم ټاکل شویدی، اولوی خدای جل جلاله دانسان دهرځای په وېښته کی حکمت ایښی دی، چی پردی باندی ډېرکتابونه لیکل شویدی، لکه څرنګه چی حکمتونه ئې بېل دی نوځکه اوصول ئې هم بېل دی۔

ږیره پرېښودل په احادیثو کې:

قال رسوالله صلی الله علیه وسلم عشرمن الفطرة قص الشارب واعفاء اللحیة۔ (صحیح مسلم، الطهارة 261)۔
ژباړه: نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چی لس شیان دفطرت څخه دی، چی په هغوکی لسوکی دوه دادی، چی برېتونه لنډوی اوږره پرېږدی۔
فطرت څه شی دی؟؟؟
فطرت په دوومعناوودی، چی لومړې معنا ئې (دین )دی، اودوهمه معنائې داده چی هغه طریقه چی ټولوانبیاءوعلیهم الصلاة والسلام عملی کړی اواتباع ئې کړی ده۔
په بل حدیث شریف کی راغلی : ان رسول الله صلی علیه وسلم امرباحفاء الشوارب واعفاء اللحیة (ترمذی)
ژباړه: نبی کریم صل الله علیه واسلم امردبرېتوپه لنډولواودږرې په پرېښودولوسره وکی۔
عن جابربن سمرة رضی الله عنه: وکان رسول الله صلی الله علیه وسلم کثیرشعراللحیة (مسلم)
دجابردسمره زوی فرمایی: چی دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دږری وېښتیان ډېر درلودل (ګڼه وه)
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : خالفوالمشرکین احفوالشوارب واوفواللحی (مسلم)
بنی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی: تاسی دمشرکینودطریقی څخه مخالفت وکی، (ددوی طریقه داده چی برېتونه غټوی اوږره لنډوی) اوتاسی ږره پرېږدی، اوبرېتونه لنډ کی ۔
یووخت دایران پاچا وبنی کریم صلی الله علیه وسلم ته دوه قاصدان راولېږل چی دهغوقاصدانوبرېتونه ډېرغټ اوږرې ئې ډېرې لنډې کړې وې، کله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وکتل نوئې خپل مبارک مخ ورڅخه واړوی اوورته ئې وویل: پرتاسودی هلاکت وی، چی خپل شکلونه (بڼې) موخرابی کړیدی، داچادرته وویل؟ هغوقاصدانوپه ځواب کی ورته وویل چی دکسری پاچادامرکړیدی، بنی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل زموږرب وموږته دبرېتودلنډولواودږرودپرېښوولوحکم کړیدی۔ (حیاة الصحابه ج 1 ص 136، البدایه وانهایه ج 4 ص 269 ، تاریخ طبری، تاريخ الخمیس)
نوځکه نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
جزوالشوارب وارخواللحی خالفوالمجوس (مسلم شریف ج1 ص 129)
ژباړه: برېتونه لنډکی اوږرې پرېږدې، اودمجوسیانوسره مخالفت وکی۔
مجوسانوبه برېتونه دومره غټول چی دسړی به زیات نفرت په طبعي ډول سره ورڅخه کیده اوانسان به ډېربدمعلومېده، اوحتی ځینومجوسیانوخودسیکهانوپه ډول سره برېتونه هیڅ کارنه په درلودی ، ټولوصحابه کرامومبارکې ږرې درلودې، اوسوال نه پیداکیدې چی څوک دی دیوه وېښته په اندازه خپل ږره لنډه اویاکمه کی، خوکله به دځینوبرېتونه څه ناڅه غټ معلومېدل چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
عن زید بن ارقم رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: من لم یاخذ من شاربه فلیس منا۔
دزېددارقم دزوی څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک چی برېتونه وانخلی (لنډ ئې نکړی) هغه زموږڅخه نه دی۔

په څلورومذهبونوکی دږرې حکم:

دږیرې لنډول اوخریل دټول امت په اجماع سره حرام دی، مګرنه هغه لنډول چی یوڅوک ئې قبضه کړی۔
فلذالک کان حلق اللحیة محرماعنه ائمة المسلمین المجتهدېن، ابی حنیفه، ومالک، والشافعی واحمد وغیرهم۔ (المنهل ج 1 ص 186)
دامام ابوحنیفه، امام مالک، امام شافعی اوامام احمد اونورومجتهدینوپه نزدباندی دږرې خریل حرام دی۔
۔۔۔۔وکذالک یحرم علی الرجل قطع اللحیة (علائی درمختار مع ردالمختار ج 5 ص 309)
اوهمدارنګه دږرې پرېکول حرام دی (چی دقبضې څخه کمه وی)
واماقطع مادون ذالک فحرام اجماعا بین الاایمه (فیض الباری)
شاه انورشاه کشمیری رحمة الله علیه وایی چی دیوه موټ (مُشت) څخه ږره کمول په اتفاق سره دامت حرامه ده۔
شیخ ابوطالب مکی په (قوت القلوب ص 9: 26) دږرې دارزښت په اړه لیکی:
1ږره درلودونکی سړی دخلکوپه نظرکی عزتمند وی۔
2هغه ته دیوعالم ، پوه اوباوقاره سړی په سترګه ورته کتل کیږی۔
3په مجلسواودېروکی ورته دعزت اولوړځای ورته ورکول کیږی۔
4خلک ئې وخبروته غوږنیسی۔
5په لمانځه ورکولوکی ږره درلودونکی سړی دمخه کوی۔
6کله چی یودفحش ځای وی اویایوناوړه کارکیږی نودخپلې ږرې څخه شرمیږی اوهغه کارنه کوی۔
7ږره درلودونکی سړی هېبت لری۔
پاته دې نه وی په اسلام کی پرږره باندی ډېربحث اودلایل شته، هم په قرانکریم کی ، هم په احادیثومبارکانوکی، هم دامامانوقولونه، هم دعلماوودلایل، اوهم دعلماووفتوی په اجماع سره د امت مسلمه۔ هیله کوم چی پورتنۍ لیکې به کفایت وکی۔

ږیره په بایبل کې:

داود علیه سلام ږره درلودل۔ (بایبل، اسموئیل 21: 13)
ددوی په مقدس کتاب کی داحکم ووچی ږره په نه خرابوی اونه به هم لنډوی۔ (احبار 19: 27:5)
داسی ږره مه پرېږدی چی یوه خوائۍ نرۍ اوبل لوريي پسورلری۔ (یرمیاه 9:26)

ټولو فلیسوفانو ږیرې درلودې:

په نړې کی ډېرفلیسوفان تېرشوېدی، چی دې ټولوږرې درلودې، لکه افلاطون، سقراط،بقراط، فیثاغورث، ارشیمیدوس، بطلیموس، علی ابن سینا، ابوریحان البیرونی، دالجبراوکیمیاپلار جابربن حیان۔ اونور۔۔۔

دږیرې پرېښودل اونوی طبی څیړنې

Beard and New Medical Science
دطب له نظره دانسان په بدن کی درې عمده عضوې (غړي) دی چی دهرې عضو په خرابېدوسره دانسان ژونددمرګ سره لاس اوګرېوان دی، هغه زړۀ، دماغ، اوینه (ځیکر) ده۔ په زړۀ، دماغ اوینې باندی له دې کبله بحث اړین دی چی په راتلونکوبرخوکی بیاپه ټولومعلوماتودرته پوهیدل ډېراسانه کاردی، اوپه ډېره اسانۍ سره په پوهېدلای سی۔
ینه اودینې وظیفې، (Liver Function)
دوینې دهغوسروکرویاتوپه مرسته صفراجوړوی چی له فعالیته لوېدلې وی۔ ینه دکولموله لاری جذب شوی ډېرزهرله وجودڅخه باسی کله چی ناروغی خپرونکی بکتریاوې وجودته ورننوزی نوزهری موادووجودته ننباسی ینه ددې زهری موادوپرخلاف داسی موادخپروی چی ضدزهری موادورته ویل کیږی، چی په دې عمل سره دبدن دمدافعې قوه ډېره قوی کیږی۔
ینه دیوډول انزایمونوپه مرسته شکره (بوره) په ګلوکوزپه ګلویکوجن اړوی له همدې کبله ینه زموږپه وینه کی دشکرې اندازه ثابته ساتی، ینه داصلاحیت هم لری چی امینواسیدونه په شکره واړوی، ینه دډیروویټامینودزېرمتون په حیث هم کارکوی، چی داړتیاپه صورت کی ورڅخه کاراخیستل کیږی، ینه دهیپارین په نامه یوډول تیزابی رطوبت هم جوړوی چی وینه دکلکېدوڅخه ژغوری، ینه ډېرمیکروبونه اوبکتریاوی وژنی، ینه دجنین سرې ژونکې (حجرې) هم جوړوی، ینه دبدن دحرارت په ساتلوکی هم مرسته کوی۔
دینې دهرفعالیت دکمزوی کیدوپه صورت کی یوه ناروغی مینځته راځی، دبېلګې په ډول سره که ینه صفراء تولیدنکړی نو(ژړي) ورڅخه پیداکیږی، که ینه په بدن کی دشکری اندازه ثابته اوقایمه ونه ساتی نودشکری (Sugar) ناروغی مینځته راځی اوداسی نور۔۔۔

زړۀ (Heart)

زړۀ یوغړی دی چی دپلې څخه جوړشوی تیزرنګ لری چی تقریبا (280) ګرامه وزن لری، زړۀ دشریانواووریدوپه واسطه وینه ټول بدن ته رسوی (تازه وینه)، اوناپاکه وینه دټول بدن څخه راټولوی دبېلګې په ډول سره:
لوړلوی ورید (Superior Venacava) : دغه وریددبدن دلوړوبرخوڅخه ککړه وینه وراسته بطن ته داخلوی۔
کښته لوی ورید (Inferior Venacava) : دغه وریددبدن دلاندنی برخوڅخه وینه راسته بطن ته داخلوی۔
دسږووریدونه (Pulmonary Vein) : دغه دوه ورېدونه دهرسږی پاکه شوی وینه دزړۀ چپه بطن ته داخلوی۔
دسږوشریان (Pulmonary Artery): دزړۀ چپه بطن څخه ککړه وینه سږوته وړی۔
لوی شریان (Aorta): داشریان وبدن ته پاکه وینه رسوی۔
دابایدپه یادوساتو چی زړۀ دانسان په بدن کی لومړی مهم غړی دی اودده په درېدوسره دژوندشېبې هم ختمیږی، چی دزړۀ حرکت دژوندعلامه ده۔
دماغ (Brain) 
دماغ داعصابی نظام ترټولومهم غړی دی ټول بدنی حرکتونه اواحکامات ددماغ سره تړلی دی، ددماغ برخې:
Cerebrum (سیری برم): ددماغ ترټولولویه برخه ده چی دککرۍ په مخکنۍ اومنځینۍ برخوواقع دی، دغه برخه دیادښت(حافظې)، ذهانت، اختیار، یخ، ګرمی، لیدل، کتل، بویول اوذایقې سره اړه لری۔
Cerebellum (سیری بېلم): دادارادې عضلوپه مینځ کی اړیکې پیداکوی، که دې کوم صررورسیږی دعضلودجټکوپه ناروغۍ اخته کیږی، دانسان سرپرګرځی اوغوځاریږی۔
Pons Varollii (پونزدماغ): غیرارادی حرکات کنترولوی لکه سااخیستل اونور۔
Mid Brain (منځنی دماغ) دادبدن توازن اودسترګوحرکات کنترولوی۔
Medulla Oblongata (میډولااوبلونګاټا): په دې برخه کی دبدن حیاتی مرکزونه لکه دزړۀ مرکز دتنفس مرکزاونورکنترولوی۔
دزړۀ څخه وروسته په دوهمه درجه کی دماغ ډېرارزښت لری چی دادماغ دانسان په سرکی واقع دی، اوسرټوله بدن ترخپلې څارنې لاندی نېولې دی، چی ږره هم په سرکی راځی، چی دږرې په لنډولواوخریلوسره پردماغ هم پوره اغیزې پرېوځی، نسبتاداوسنی خلکوحافظې دومره نه دې قوی لکه دپخوانیوخلکوحافظې چی درستی اوقوی وې، داځکه دادږرې برکت وو، یوه بله عمومی لویه ناروغی د(دید) ده، چی اوس مهال په عام ډول سره دخلکوسترګې کمزورې دی، اودیدئې لږدی، داځکه چی دږرې خریل پردماغ پر (سیرې برم) اونورووړوعصبی رګونوباندی پوره اغیزه کوی، نوځکه سترګې ورسره کمزوری کیږی؛ که یوڅوک داپوښتنه وکی چی ښځې خوږرې نه لری نوددوی سترګې ولی کمزورې دی؟ ځواب ئې ډېرساده، دطب له نظره که یوڅوک ږره خریی نودده ناروغی ئې واولادته انتقال مومی یعنی داناروغی ارثی دی، نوکه ددې سړی هراولادوی که نروی اوکه ښځه، داناروغی ورته انتقال مومی،دخریلوپه وجه سره دماغ کمزوری کیږی، داځکه چی په مخ کی داسی مواد شته چی دماغ ته مضردی، اودامواددږرې دوېښتیان په واسطه ختمیږی اودږرې ویښتیان ئې نه پرېږدې چی وده وکی، اوکه وخریل شی نوهغه موادوخپل اوج ته رسیږی چی ددماغ زهردی، دږرې خریل دمخ دپوستکی ځلاله مینځه وړی اوتوریږی، دږرې دخریلو له کبله دستونی ناروغی مقاومت پیداکوی، چی وروسته پردې خبره کووچی ږره دستونی په حفاظت کی څومره رول لری۔
G. Medical Journal 1999

عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب