ږيره پـرېښول

ږیره پرېښودل چې د اسلام مبارک دین ځیني علماء یو سنت مؤکد عمل بولي، او حتی ځیني ځایونه واجب هم راځي.

ږيره وهل او کمول حرام ده، ږیره وهل د حضرت محمد ﷺ په شمول د ټولو انبياوو عليهم السلام له سنتو سره مخالفت دي.

ږیره پرېښودل ډېر ستر فضیلت لري چې یو پیغمبر هم نه ده ترک کړي، خو متاسفانه زمونږ ځوان نسل په دې نه پوهیږي چې ږیره په اسلام کې څه اهمیت او حیثیت لري.

د اسلام مبارک دین مونږ ته د ښه ژوند تیرولو، معاملاتو او ښایسته اخلاقو ښوونه کړې، همدا رنګه یې مونږ ته د ظاهري شکل، او جامو ښوونه او هدایت هم کړی دي.

یو تن هغه وخت پوره مسلمان کیدلای شي چې ددغو هدایاتو او لارښوونو پوره پابند شي او د سنت نبوي لار غوره کړي، خو که یو تن د اسلامي ښوونو سره مخالف وي نو د پوره مسلمانۍ دعوه یې ناسمه ده.

لکه څنګه چي اللهﷻ د البقرة سورت په ۲۰۸ نمبر آیت کې فرمایې:

-يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا ادْخُلُوا فِى السِّلْمِ كَآفَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوٰتِ الشَّيْطٰنِ ۚ إِنَّهُۥ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ.

ژباړه: اى مومنانو! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ او د شيطان پیروي مکوئ، بې شكه هغه ستاسې ښکاره دښمن دي.

پورتنی آیت شریف د حضرت عبدالله بن سلام(رضی الله عنه) او د هغه د ملګرو په اړه نازل شو چې هغوۍ مسلمانان شول نو د اوښ غوښه یې نه خوړه ځکه چې د دوۍ په مخکني دین کې د اوښ غوښه نه خوړل کېده، نو دوۍ داسې فکر وکړ چې د یو حکم پرېښودل خو څه پروا نه کوي، ځکه د اوښ غوښه خوړل خو فرض نه ده او نه هم واجب ده، نو په دې وخت کې اللهﷻ په دې کوچنۍ خبره آیت نازل کړ چې، تاسو کامل مسلمانان نه یاست تر هغه چې د اوښ غوښه مو نه وي خوړلي

همدا ډول اللهﷻ د النساء سورت په ۱۱۸ او ۱۱۹ نمبر آیتونو کې فرمايلي:

لَّعَنَهُ اللَّهُ ۘ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا، وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَءَامُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ ءَاذَانَ الْأَنْعٰمِ وَلَءَامُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللَّهِ ۚ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطٰنَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا.

ژباړه: چې اللهﷻ هغه لعنتي کړی دى (هغوى د هغه شيطان اطاعت كوي)

چې هغه الله ته ويلي وو: “زه به ستا له بندګانو څخه يوه ټاكلې برخه واخلم، زه به هغوۍ خامخا لار ورکي کړم، زه به هغوۍ په هيلو کې لتاړ کړم، زه به هغوۍ ته امر وکړم او هغوى به زما په امر د څارويو غوږونه څيري کړي او زه به هغوۍ ته امر وکړم او هغوۍ به زما په امر ستا د ذات جوړښت او پيدايښت کې رد و بدل راولي” چا چې دا شيطان د اللهﷻ پر ځاى خپل دوست او سرپرست ونيوه، هغه په ښكاره تاوان کې وغورځېد…

که څوک له اللهﷻ سره د مینې دعوه کوي او ږیره نه پرېږدي نو هغه دروغجن دی، ځکه اللهﷻ د آل عمران سورت په ۳۱ نمبر آیت کې خپل پیغمبرﷺ ته فرمایلي:

قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ.

ژباړه: ورته ووايه كه په ریښتيا له اللهﷻ سره مينه كوي نو زما (خبره) منئ، اللهﷻ به هم درسره مينه وكړي او ګناهونه به مو دروبخښي.

د رسول اللهﷺ خبره منل د اللهﷻ خبره منل دي، ځکه اللهﷻ د النساء سورت په ۸۰ نمبر آیت کې فرمایلي:

مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ.

ژباړه: څوك چې د رسول اللهﷺ حكم مني، د اللهﷻ حكم يې ومنلو.

او همدا ډول د رسول اللهﷺ په اقوالو او افعالو د عمل کولو حکم شوی دی، اللهﷻ د الحشر سورت په ۷ نمبر آیت کې وایي:

وَمَا آَتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا.

ژباړه: او څه چې (د اللهﷻ) رسول دركړي، هغه واخلئ او له څه مو چې ايساروي، ترې ايسار شئ.

رسول اکرمﷺ موږ ته د ږیرې اوږدولو حکم او د کمولو څخه يې منع کړي یو

له عبدالله بن عمر(رضی الله عنه) څخه روایت دي چي رسول اللهﷺ فرمایلي:

خَالِفُوا الْمُشْرِكِينَ وَفِّرُوا اللِّحَى وَأَحْفُوا الشَّوَارِبَ. (رواه البخاري و مسلم)

ژباړه: له مشرکینو سره مخالفت کوئ، ږیرې پرېږدئ او برېتونه کم کړئ.

عبدالله بن عمر(رضی الله عنه) وایې: رسول اللهﷺ مونږ ته حکم وکړ، د برېتونو په کمولو او د ږيرو په اوږدولو باندې…(رواه ترمذي)

-له حضرت ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت دي، وایي رسول اللهﷺ وویل: برېتونه پرې کړئ او ږیرې اوږدې کړئ…(رواه مسلم)

-له حضرت زيد بن أرقم (رضي الله عنه) څخه روایت دي، چي رسول اللهﷺ وویل:

څوک چې برېتونه نه کموي، نو هغه له مونږ څخه نه دي…(رواه ترمذي)

د ږیري پرېښودلو طبي ګټې:

اوس تازه د استرالیا د کوینز پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څیړنه کې موندلې، چې ږیره پرېښودل مو مخ له ګونځي کیدو (غونجېدو) او سرطان څخه ژغوري.

د څيړونکو په باور د لمر وړانګې د پوستکي د غونجیدو عمده لامل دي او ږیره پرېښودل د لمر د تیزو وړانګو پر وړاندې مقاومت کولی شي

د څیړونکو په اند لکه څرنګه چې ږیره د انسان مخ له ګونځي کیدو ساتي، همدارنګه د انسان د مخ پوستکی د لمر د الټرا ویولېټ (ultra voilet) او بنفسجي لوړې وړانګې چې د سرطان لوی عامل دی مخنیوی کوي

روغتیا پالان وایي: ږیره چې څومره ګڼه وي هغومره یې تأثیر زیات وي، خو د ږیرې د پاکوالي او منظموالي سپارښتنه هم کوي

د یوې بلې څیړنې موندنې ښيي: ږیره پریښودل مو د مخ د جذاب والي او ښکلا سربیره، د مختلفو وژونکو او زورونکو ناروغیو لکه: ساه بندۍ، د جنسي کمزورۍ او د ژمي په موسم کې پوستکی له چاودیدو ژغوري

باید وویل شي چې ږیره پریښودل د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو پیغمبرانو له طریقو څخه ده او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم، صحابه وو، تابعینو او مجتهدینو یې د پرېښودلو په اړه جدي لارښوونې او امر کړی دي

ږیره د انسان د ښکلا سره سره ګڼ شمیر روغتیایي ګټې لري چې اوسني ساینس پوهان ورته په ډیر درنه سترګه ګوري

ساینس پوهانو ثابته کړې چې ږیره انسان له مختلفو جلدي مشکلاتو، الرژي یا حساسیتونو او ډول ډول ناروغیو ژغوري

ږیره د لمر د ضرري وړانګو پر وړاندې د جلد ښه ساتنه کوي او په دې هکله د استرالیا ساوثرن کویینزلند پوهنتون نوې څیړنه ښیي چې ږیره د انسان دمخ له جلد څخه چې ډیر نازک دی، د لمر د مضرو وړانګو له ۹۰ تر ۹۵ سلنې مخه نیسي

همداراز څېړنه ښیي چې ږیره د ژر زوړوالي او د پوستکي د سرطان په مخنیوي کې مهم رول لري

د بریتانیا د جلدي ناروغیو لوی متخصص داکټر نیکلویک وایي په ټولیزه توګه ویښتان د لمر د مضرو وړانګو مخنیوی کوي د نوموړي په وینا ویښتان د SPF د فاکتور په څیر کار کوي څومره چې پرمخ ویښتان زیات وي هغومره به سړی له ناروغیو په امان وي

همداراز ږیره د حساسیت او نفس تنګي مخه هم نیسي…

زیاتره څیړنې ښیي چې په سړیو کې د دوړو ګردونو او نباتاتو کې د کارکولو له امله هغه مضره وایروسونه د انسان سږو او بدن ته داخلیږي چې بیا ترې د نفس تنګي په ګډون ډول ډول ناروغۍ پیدا کیږي، له همدې امله د پوزې دننه ویښتان د نفس تنګي او د مخ ویښتان دمختلفو الرژیو یا حساسیتونو شمیر راکموي، د ږیرې ویښتان د هغو مضرو بادونو او هواګانو چې مستقیماً پر جلد اثر غورځوي مخنیوی کوي

د ویښتانو متخصص ډاکټر کارول واکر وایي: د زنې لاندې ویښتان د مختلفو ناروغیو مخه نیسي

د تنفسي ناروغیو متخصص داکتر فیلیکس چوا وایي: ږیره او د غاړې ویښتان د روغې څټې ضامن او د یخنۍ او ګرمۍ پر وړاندې دجلدي مرضونو یو فزیکې مخنیوی دي، همدارنګه داکتر مارتین وید وایي: ږیره درلودل د عفونت، مضرو باکتریاوو، او التهاب مخنیوی کوي او په وینا یې چې ځوانان دې د خپل ښایست سربیره د خپل صحت لپا ه هم د ږیرې له مزایاو خوند واخلي…

ګرانو وروڼو! موږ او تاسي خو د مسلمانۍ او د رسول اللهﷺ سره د میني دعوه کوو، خو بل طرف ته بیا د هغه سنت نه سو عملي کولای، آیا دومره موږ کمزوره یو، او بل طرف ته دا مشابهت دي د کفارو سره، موږ خو فقط دا یوه خبره کوو، چي ږیره خو سنت ده، خو دا مو هېره کړې ده، چي ږیره یوازي رسول اللهﷺ نه بلکه ټولو انبیاؤو علیهم السلام ټولو پرې ایښي ده، او هیڅ داسي یو نبي نه دي تېر سوئ چي هغه دي ږیره خرولي وي…

د ږیري پرېښودلو ګټې:

۱- ږیره په هوا کې د زیانمنو او ناپاکو کیمیاوي ذراتو څخه مخنیوی کوي، چې دغه ذرات د حجرو د خرابیدو او په مخ کې د ګونځو او د مخ د پوستکي د خرابیدو لامل کیږي، یعنی ږیره درلودل پوستکۍ د ګونځو او زوړوالي څخه ساتي

۲- ږیره مخ له غوړینو غدو، چي د خرابو بکتریاوو لامل کیږي مخنيوی کوي او همدغه غودې پر مخ باندې د اکنی، وړې دانې او د داغونو لامل کیږي هم مخنیوی کوي

۳- ږیره ستاسې مخ ګرم او ستاسې زنه له خطر څخه ساتي

۴- ږیره د زامو او ستونې ناروغیو څخه مخنيوی کوي

۵- د ږیري په واسطه د ډیرو تنفسي ستونزو مخنیوی کیږي

۶- دا د نارینه هویت څرګندوي چې د ښځو درناوی لري(د نارینه او ښځینه تر مینځ توپیر راولي)

۷- څېړني داسې وایې، چې اوږده او ګڼه ږیره لرونکي سړی هوښیار ګڼل کیږي

۸- د نبي علیه السلام  او نورو یولک و څلورویشت زرو زیات و کم پېغمبرانو سنت دي

۹- د انسان تمایل د عبادت لور ته زیاتوي

۱۰- انسان د هر بد عمل څخه پرهېز کوي

۱۱- د مؤمن مسلمان مخ ته نورانیت ور کوي

۱۲- د خلګو په منځ کي محبوب ترینه انسان او د عزت څښتن کیږي

۱۳- په طب کي د مخ د جلدي ناروغیو څخه مخنیوی کوي

۱۴- د نارینه د خواصو له نظره د جنسي طاقت د زیاتوالي سبب کیږي

۱۵- هغه خاوند چي ږېره لري، مېرمن یې د ډیر عزت او احترام په سترګه ورته ګوري

د ږيري په خریلو کي لاندي مخالفتونه راځي:

د الله تعالی په تخلیق کي لاس وهنه ده

د رسول اللهﷺ د امر مخالفت

د مجوسیانو سره تشبیه

د ښځو سره تشبیه

د همېشنۍ ګناه سبب

د ږيرې خریلو زیانونه: 

الله تعالی په هغه چا باندې لعنت کړی چې ځان د ښځو سره مشابه کوي او همدا شان پر ښځینه و باندې چې ځان د نارینه و په شان جوړوي(مشابهت ورسره کوي)..الحدیث

۱-د مجوسیانو او کفارو سره مشابهت دي

۲- ږیره خروونکي به د قیامت په ورځ د نصاراوو په صف کې را پاڅېږي

۳- دا د لوط علیه السلام د تباه شوي قوم عمل دي

۴- دا د ټولو انبیاوو د سنتو لارې خلاف کړنه ده، ځکه ټولو انبیاوو کرامو ږیره پرېښې وه

۵- د رښتیني علماؤو سره یې ټکر راځي

۶- د ریښتني شهداؤو او صالحینو سره یې ټکر راځي

۷- دنبي کریم ﷺ د حدیث مانع ګرځي

۸- د ږیرې د پرتمنو ویښتانو بې عزتي راځي

۹- د امر څخه سرغړونه ده

۱۰- دسنتو څخه محرومیدل دي

۱۱- د ږیرې خلالولو ګټه له منځه ځي

۱۲- دمخ نور ختموي

۱۳- دا فسق او ګناه ده

۱۴- نایي ته د ږیرې خریلو امر، بل ته د ګناه کولو امر دي

۱۵- بې ځایه پیسې خرچ کول دي چې دقران پاک سره ټکر راځي

۱۶- حرام مال ته دې دعوت ورکړ

۱۷- د وخت ضایع کول دي کول دي

۱۸- ږیره خروونکي همېشه بې غېرته وي او جرئت نه لري

۱۹- د نیکو اعمالو څخه منعه کېدل دي

۲۰- د نایي د وخت بربادول دي

۲۱- د نایي ګناهګارول دي

۲۲- قبیح شي باندې عمل کول دي

۲۳- غیبتونه ورباندې کېږي

۲۴- ګواهې یې د قاضي په وړاندې نه قبلیږي

۲۵- پر ږیره خروونکي خلګ باور نه کوي

۲۷- ابلیس شیطان ورباندې خوشحاله کیږي

۲۸- ږیره لرونکي( نیکان) ورته بد ښکاري

۲۹- پر ږیره لرونکو باندې ټوکې اوخندا کوي

۳۰- ږیره والا دسیکانو سره مشابه کوي

۳۱- نورو ګناهونو باندې جرئت او زړورتیا ورته پیدا کوي

۳۲- د ټولو نیکانو بې عزتي کېږي

۳۳- بې ږیرو پسې لمونځ مکروه دي

۳۴- په همیشني ګناه کې اخته کېږي

۳۵- په دې باندې خوشحاله کېږي او ځان ورته ښایسته ښکاري چې په دې سره کفر ته وځي

۳۶- ښځو سره یې مشابهت راځي

۳۷- شهواني قوه یې کمیږي، دا خبره نوي ساینس هم په ثبوت رسولې ده

۳۸- دمخ په پوستکي کې ګونځې پیدا کېږي او حتی په ډیرو خریلو سره یې مخ شین رنګ ته اوړي

۳۹- په ښکاره ګناهکارانو کې راځي حدیث کې راځي چې ټول امت به وبښل شي مګر ښکاره ګناه کوونکي نه بښل کېږي

۴۰- ږیره خروونکي په اسلامي ټولنه کي شرمنده وي او جماعت ته نه حاضریږي او نه هم د علماؤو مخ ته حاضریږي

۴۱- څومره وخت د یوه نارینه لخوا د ږیري پر خریلو باندې تیریږی؟

د بوستون پوهنتون استاد ډاکټر هاربرت میسن ددې سوال د ځواب لپاره څېړنه کړي ده، ډاکټر میسن د دغه وخت محاسبه کړی، که چیري یو نوی ځوان د ۱۵ کلنۍ څخه ږیره خریل شروع کړي او تر ۵۵ کلونو پورې دوام ورکړي، نو هغه به د خپل عمر تقریباً ۳۳۵۰ ساعته مصرفوي چې د ۱۳۹ مکملو ورځو سره برابریږی، دغه د نه منلو وخت ده ، چې پرته له کوم عاید څخه بې ځایه تیریږي، لکه د ږیري د خریلو ژیل، پاکي، هغه مایع چې د ږیري خریلو څخه وروسته کارول کیږي او داسې نورو د اخیستلو لپاره، نو دا یې هم یو د مالي تاوانو څخه شمېرل کیږي.

که چېري ږیره پرېښودل د څو جاهلانو په عقل او فکر د شرم سبب وي، نو مسلماني خو هم د څو خلکو په نزد د شرم سبب ده، نو ایا د اسلام څخه هم باید تېر شو؟ (نعوذ بالله)

راسئ چي نور ږیري غټې کړو او برېتونه لنډ کړو، او د خپل نبي سنت را ژوندی کړو، الله تعالی دي د ږیرې پریښودلو توفیق راکړي..آمین ثم آمین

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب