چینایانو ولې سږنی کال ۲۰۱۷ په چرګ (春节) ونوموه!؟

د چین نوی کال (春节) “چون‌ زې” یا پسرلنۍ مېله د چین لرغونی دود دی. چین خپله ځانګړې سپوږمیزه کلیزه لري، چې زرګونه کلونه پخوا رامنځ ته شوې ده.

د دې کلیزې له مخې د نوي چینایي کال لومړۍ ورځ د جنورۍ پر ۲۸مه ده، خو دا د نوې میاشتې د سپوږمۍ پر پرېوتو پورې تړلې ده، چې له دې امله د نوي چيني کال پیل ورځ کال په کال بدلېږي، خو دا به د جنورۍ ۲۱ او فبرورۍ ۲۰مې منځ ورځو کې وي.

تېرکال دا ورځ د فبروري پر ۸مه وه. د چینایي کلیزې له مخې د هر کال لپاره د یو شمېر حیواناتو نومونه یاد شوي چې هر کال پرې نومول کېږي، تېر کال د بیزو په نوم و او سږنۍ نوی کال د چرګ په نوم دی.

نوی کال په چین کې

دا چې په لرغوني چین کې اکثره خلک بزګران وو، نو دوی د کښتونو د کرلو لپاره د پسرلي لومړنۍ ورځې ته خوښۍ کولې او په ځانګړو مراسمو به یې لمانځلې، چې له هماغه وخته یې تر اوسه د لمانځلو دود پاتې دي.

چینایان د نوي چینایي کال د لمانځلو په مناسبت ځانګړي تیارۍ کوي. نوي جامې ګنډي، خپل کورونه او چاپېریال پاکوي او دا ددې نښه ګڼي چې ګواکۍ بدبختۍ له کوره وځي او د نوي کال تازه‌ګي او نېکبختي راشي.

your ads

خپل کورونه، دوکانونه، پارکونه په سره رنګ پوښل شوو جنډو او د نوي کال په مناسبت ځانګړو شعارونو سینګاروي او ځانګړي سره څراغ ته ورته ګلونه راځړوي چې دوی دا د نېکمرغۍ نښه بولي.

د نوي کال پر ۱۵مه نېټه د څراغونو مېله وي، چې په زړه پورې ده. د نوي کال په مناسبت ځانګړې نندارې وړاندې کېږي، لکه د ښامار او زمري نڅا تر ټولو مشهورې دي.

د نوي کال رخصتۍ په چین کې تر ټولو اوږدې رسمي رخصتۍ ورځې دي. هر چینايي وګړی کوښښ کوي چې خپل کور ته ځان ورسوي او نوی چینایي کال له کورنۍ سره ولمانځي او دا یو دود دی چې هر څوک باید نوی کال له خپلې کورنۍ سره ولمانځي، له همدې امله د نړۍ تر ټولو ستر داخلي مهاجرت په دې ورځو کې کېږي. د چین سینهوا خبري آژانس د راپور له مخې سږ کال ۲٫۹۸ میلیارده سفرونه اټکل شوي.

د چین نوي کال ته پسرلنۍ مېله هم وايي، چې د نوي کال د شپې ۱۲:۰۰ په اورلوبو پیلېږي او هر چا چې تر نورو لومړۍ اورلوبه پیل کړه دا د چینایانو په باور د ښه بخت نښه ده.

د نوي کال په درشل کې د شپې ډوډۍ د کال تر ټولو مهم خواړه دي، چې د کورنۍ غړي راټولېږي او په ګډه سره ډوډۍ خوري چې دې ته (年夜饭) نین‌ يي ‌فن‌ یا (نوی کال) وايي، په دې ډوډۍ کې کب حتمي وي، ځکه د کب خوړل د نوي کال د پیل په شپه د نېکمرغۍ او شتمنۍ نښه ده د چین شمال کې بیا د کوفتې خوراک زیات دود دی. د دې ډوډۍ تر شا زیات باورونه او تاریخي کیسې دي.

د نوي کال په دویمه ورځ هر چینايی یو د بل کره ورځي، د نوي کال مبارکي ( 过年好 نوی کال مبارک) یو بل ته ورکوي او یو بل ته د نېکمرغۍ هیله کوي. د کورنۍ مشران ماشومانو ته په سره پاکټ کې یوه اندازه پیسې ډالۍ کوي، چې له همدې امله زیاتره چینايي ماشومانو او نوو ځوانانو ته چې زده کوونکي، محصلین او واده یې نه وي کړی د پیسو ټولولو ښه موقع ده.

نوی چینایي کال په مختلفو هېوادونو کې چې چینانان پکې ژوند کوي لمانځل کیږي، په لویه کچه په هانګ کانګ، ټایوان، مکو، مالیزیا، اندونیزیا، ویتنام، کوریاګانو او جاپان کې لمانځل کېږي.

د چین وهان ښار اوسېدونکی ۱۶کلن جانګ راته وویل چې د ده لپاره دا مهمه ورځ ده، ځکه چې په دې کال به زیاتې پیسې تر ګوتو کړي، نوموړي تېر کال د نوي کال په مناسبت ۳۰۰۰ چینايي یوانه چې کابو ۲۹زره افغانۍ کېږي د کورنۍ له مشرانو ترلاسه کړي وو.

دا سره پاکټ ته په چینايي کې (红包) هونګ‌ باو وايي.

پخوا اکثره دا سره رنګه پاکټونو کې پیسې ورکول کېدې خو اوس معمولاً د نوې ټکنالوجۍ څخه په استفادې لکه د (وي‌چټ) ځانګړي اپلیکشن له لارې دا سره پاکټونو کې اېښودل شوې یوه اندازه پیسې انلاین لېږل کېږي.

د نوي کال پر ۱۵مه نېټه د څراغونو مېله وي، چې په زړه پورې ده. د نوي کال په مناسبت ځانګړې نندارې وړاندې کېږي، لکه د ښامار او زمري نڅا تر ټولو مشهورې دي.

نوی چینایي کال په مختلفو هېوادونو کې چې چینانان پکې ژوند کوي لمانځل کیږي، په لویه کچه په هانګ کانګ، ټایوان، مکو، مالیزیا، اندونیزیا، ویتنام، کوریاګانو او جاپان کې لمانځل کېږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب