چاپیریال د ماشوم په ژوند څنګه اغیزناک تمامیږي؟

د ماشومتوب عمر تر څورلس کلنۍ پورې وي، په دې عمر کې یو ماشوم د چاپیریال نه ډیره زده کړه کوي. په وړکتوب عمر کې عادات، اخلاقي ځانګړنې، سلوک او داسې نور د ماشوم په شخصیت د چاپیریال یوه مهمه نمونه ده، ښه چاپیریال د ماشوم ښه راتلونکی ټاکي.

ماشومان دکورنۍ او د کورنۍ دغړو نه وروسته د ناحیې یا د کلي همزولي دي چې ماشومان دژوند ارزښتناک وختونه ورسره تیروي، ملګرو سره تر ډیره حده ناسته پاسته لري. که چیرې ښه ملګري سره راشه درشه ولري، د ماشوم لپاره ښه تمامیږي. که چاپیریال کې ماشوم د ملګري په انتخاب کې لاره خطا کړي نو په اخلاقو، افکارو ټولنیزو اړیکو اوتحصیلي کچه يې اغیزه کوي. هغه ځوانان چه دبلوغ په دوره کي اخلاقي بې لاري اوګډوډیو ښکاریږي علت يې د نه روزونه، نه لارښونه، بې لاري همزولي اوملګري دي چې د ژوند حساس او شیرین وړکتوب دوره ورسره تیروي.

یو انډیوال مې کیسه کوله، په لاره روان وم، تیږې ته مې لغته وړکړه؛ ماشوم ځوي مې هم دغه عمل وکړ، پلار او مور د ماشوم لپاره درسګاه ده که ښه یې ور زده کړل ښه به ومومي. ماشوم خپله دنده او مسولیت په وړکتوب کې په مشکله سره پیژني، د ماشوم لارښونې مسولیت يې پر کورنۍ دی. ماشوم د خپل کورنۍ نه روستو همزولي څخه ډیر څه زده کوي که په شعوري ډول نه وي په لاشعوري ډول تري پیروي کوي.

اساسي ستونزه زمونږ په ټولنه کې د اولاد نه لارښونه ده البته دا به هم ووایم چې زمونږ بې چاره او بې وزله ټولنه کې ډیر وګړي د خپل کور اقتصاد پر مخ وړلو لپاره په کلونو د کور نه په سارا وي چې بده اغیزه یې پر اولادونو پريوځي، نه یواځي داچه له پلرنۍ میني اوخواخوږي څخه بې برخي کیږي بلکي دژوند لومړی پړاو یې بې لارښوده پاتي شي.

که په ټولنه کې د ماشومانو د لارښوني لپاره دماشوم د روزني په لاروچارو پوه، وړ ښوونکي اوپالونکي وجود ونلري په دي باید یقیني شو چې ټولنیز بدلونونه او تغیرات د ماشومانو د ژوند ټولې سمې لارې له کړاونو او ستونزو ډکوي او دهغوي دبې لاري سبب کیږي. په دې هم بايد پوه شو چې تر ټولو زیات مسولیت د ښوونکي دی، که په ښوونځي کې ماشوم ته لارښونه په اسلامي اصولو ونشي، د ماشوم د ژوند راتلونکې برخې ته شاید ډیر زیان ورسي. د ماشوم په روزنه کې تر ټول زیات رول د مور هم دی، که چیري مور د خپل اولاد روزنه او لارښونه په ښه ډول سره ترسره کړي؛ نو د مور پاتې ژوند د وياړونو ډکولای شي.

زمونږ په ټولنه کې ښځینه وګړې هر وخت د دباو لاندی وي، په خاصه توګه واده کړې؛ او دا د ماشوم په ژوند اغیزه کوي. دا خبره مې په یوه لیکنه کې لوستې وه، ځیني پوهانو په آند دمور آرام او نه سوکاله ژوند چه د حاملګۍ په دور کي یې تيروي دماشوم په رواني حالاتو، احساساتو او په پوهنه ژوره اغیزه لري اوترخپل تاثیر لاندي يې راولي. که یوه مور آرام او سوکاله ژوند ولري، ماشوم به هم آرام لرونکی او هوساوی ولري.

په پای کې باید پوه شو چې د ماشوم راتلونکی د مور او پلار یانې د کورنۍ پورې اړه لري، مور او پلار دي چې خپل کوچنیانو ته د خپل ذوق اړوند چاپيريال برابروي. موږ باید ماشومانو ته په چاپیریال کې هغه څه زده کړو چې د اسلام ستر لارښود محمد مونږ ته ښوولي. زمونږ په ټولنه کې ځوي ته لوړ مقام او لور ته ښه نه کتل کیږي څومره غټه ناپوهي ده، چې بیا لور د کمۍ احساس لامل وګرزي. حضرت انس رضی الله عنه نه روایت دی چې محمد سره یو سړی ناست و چې دهغه سړي یو ځوي راغی اوخپل ځوي يې ښکل کړ اوپه زنګانه يې کیښناوه، وروسته يې لور راغله هغه يې مخي ته کیښنوله رسول الله وفرمایل : تاولي دخپلې لور او ځوي ترمنځ له انصاف او عدل څخه کار وانه خيست؟. د اولادونو ترمنځ موږ لپاره تر دې مهم او ښه دليل بل نشي کيدای.

ليکنه: حضرت الله رحيمي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب