صحابه کرامو سیرت

څوک لوی فاتح وه؟ عمر رض که سکندر مقدوني؟

څوک لوی فاتح وه؟

د مغرب مفکرینو الیګزانډرته دلوی فاتح لقب ورکړی دی چې دادتاریخ سره ډیره بې انصافي ده،که چیرې دتضادپه نظرورته ونه ګورواودتاریخ مطالعه وکړونوبیامونږپه دې توانیدلای شوچې ووایوپه اصل کې ددنیالوی فاتح حضرت عمر(رض)دی.

 الګیزانډردبادشاه ځوی وه،هغه ته ډیروبهترینو خلکو داس چلول ورزده کړل کله چې هغه د ۲۰کالوعمرته ورسید تاج اوتخت ورته په نصیب شو،په۲۳ کلنۍ کې له مقدونیې څخه ووت ایران،شام،یونان،ترکیه اومصریې فتحه کړل اوهمداسې هندوستان ته ورسیده.
په کال ۳۲۳ قبل مسیح کې الیګزانډرد ۳۳ کالوپه عمروفات شوخودده دفتوحاتو دوره ۱۰ کاله وه،په همدی ۱۰ کالو دوره کې هغه ۱۷ لکه مربع میله ځمکه فتحه کړی وه،خودادیوه تربیه شوي اوسهولت لرونکي لښکر(ارګنائزلښکر) په خدمتونو باندې ترلاسه شوه.
حضرت عمر(رض)دخپلو ۱۰ کالودخلافت په دوره کې ۲۲ لکه مربع میله ځمکه بغیردکوم تربیه شوي لښکر(ارګنائزلښکر)په ذریعه فتحه کړیده،هغه په غشه باندې غشه ویشتنه نه وه زده کړې اوهمدارنګه دهغه دفتوحاتودوره په داسې وخت کې وه چې دوه لویو قدرتونو ایران اوهمدارنګه روم هم وجود درلود،په داسی امپراطوریوحمله کول اوبیافتحه کول لږه نه ډیره مشکله وه،په هغه وخت کې ددنیا یو قسم حکمران سره داسې لوی سلطنت نه وه کوم چې حضرت عمرفاروق(رض) سره وه،اونه داوسنیواتوم لرونکوقدرتونوسره شته.

الیګزانډرصرف ځایونه فتحه کړي وه په علاقه کې یې کوم ښه نظام نه وه راوستی چې خلک یې یادکړي،خوهغه په هغه فتوحاتوکې ډیرخلک ووژل اوډیرځوانان له هغه نه بیل شول.
حضرت عمر(رض)سره هیچا داسی نه دي کړي چې دهغه مبارک حکم یې رداویایې منلی نه و،بلکې هغه یوداسې عظیم،مدبراومنظم شخصیت وه چې هغه دجنګ په وخت کې دحضرت خالدبن ولید(رض)په شان عسکري کمانډردمشرتابه نه لری کړنه حضرت خالد (رض) په خپله اونه نورودحضرت عمر(رض)مبارک په داسې حکم باندې څه بغاوت اویاهمدارنګه مخالفت ښودلی.

الیګزانډرچې کوم سلطنت جوړکړی وه هغه دده له مړینې نه وروسته ۵ کاله پورې هم پاتې نه شو،دالیګزانډرداخیال وه چې زما پتې کیدونکی حکومت به تر ډیره وخته پورې دوام وکړي خوهغسې ونه شواوسلطنت یې ډیرکم وخت دوام وکړ،نواوس دتاریخ په پاڼوکې صرف دالیګزانډرنوم ترسترګوکیږي.

حضرت عمر(رض)چې کوم ځایونه فتحه کړي دي په هغه ځایونوکې ترنن ورځې پورې دهغه نظریې ژوندۍ دي،خلک یې هره ورځ پنځه وخته په مسجدونوکې اوري اوپرځان یې هم عملي کوي،حضرت عمر(رض)دنیاته یوداسې سیستم راوړچې ترنن ورځئ پورې ژوندی اوهمدارنګه خلک یې پرځان باندې تطبیقوي هم،دحضرت عمر(رض)په وخت کې خلکوپنځه وخته لمونځونه اوتراویح کولې چې داسلسله ترنن ورځې پورې ژوندۍ روانه ده.
دحضرت عمر(رض)په دوره کې دشرابودڅښلوسزا(۸۰)اتیادُرۍ وهل مقررشوي و،بندي خانې یې جوړې کړې،دمؤذن تنخایې وټاکله،په جوماتونوکې یې درڼابندوبست وکړ،پولیس یې دخلکودخدمت لپاره وټاکل،دبې وزلواوبې اسرې خلکولپاره خدمت ګاریې وټاکل چې دهغوی خدمت وکړي اوهمدارنګه په دنیاکې یې په اول ځل حکمران،قاضي… اوبیادهغوی دلرې کولواوبدلیدوفکرراپیداکړ.

حضرت عمر(رض)به چې کله څوک په یوځای کې والي یاحکمران مقرروه نواول به يې ورته نصیحت کوه دمثال په طورپه مغروره اس باندې مه کینه،نرې جامی مه اغونده،درباریان مه ساته اوهمدارنګه غلاشوی مال مه خوره اوبیا به یې له هغه نه وروسته دهغه شته مال کاته اودځان سره به یې ثبتوه،خوکله به چې همداوالي، قاضي یاحکمران دخپلې وظیفې څخه لرې کیده نوبیابه یې دهغه داضافه شوي مال تحقیق کاوه.

حضرت عمر(رض) دنیا ته یوداسې سیستم معرفي کړچې ددنیا یوشخص یې هم دنیا ته نه شي معرفي کولای اوهمدارنګه نه به یې معرفي کړي،داسیستم ددنیاپه ۲۴۵ ملکونوکې په یونه یوملک کې په یوشکل باندې موجودده اوهمدارنګه عملي کیږي هم،نواوس ددې حقیقتونوپه بنیادمونږویلای شوچې ددنیا لوی فاتح په اصل کې حضرت عمر(رض) ده نه الیګزانډر.

دحضرت عمرفاروق(رض)دعدل څونمونې.

۱- دحضرت عمر(رض)دعدل نمونه ددنیا په یوه پاچا کې هم نه لیدل کیږي اونه به یې وګورۍ دهغه دانصاف دانمونه وه چې کله هغه مبارک وفات شونودهغه دسلطنت دلری ځای نه یوشپون دمنډې په حال کې ناستواعرابیانوته وویلې:
چې ای خلکوحضرت عمر(رض) وفات شو!
ناستوخلکوورته وویلې: ته خودمدینی نه په زرهاومیله فاصله لرې په یوه ځنګل کې اوسیړې تاته چاخبردرکړ؟
شپونکي ورته وویل: کوم وخت چې حضرت عمر(رض)ژوندی وه نوزمامیږې بغیردکوم ډاره څریدلې اوهمدارنګه نه به ورته کوم ځناورکتلی شول،خونن یوناڅاپه په اول ځل یوځناورزمادمیږې بچی اوچت کړاوویی وړ،نومادځناورله داسې جراته دامعلومه کړه چې حضرت عمر(رض)په دنیاکې نشته بلکې هغه مبارک وفات شوی دی.
۲- یوه ورځ حضرت عمر(رض) دمدینې په بازارکې ګشت کاوه چې پریوې غټې اوښې باندې یې نظرپریوت نوپوښتنه یې وکړه چې دااوښه دچاده؟
چاورته وویل چې داستادزوی عبدالله(رض)ده.
حضرت عمر(رض)خلکوته وویلې چې عبدالله(رض) په همدې ساعت کې دلته ماته راحاضرکړۍ؟
کله چې عبدالله(رض)راغی نوپوښتنه یې ترې وکړه چې اې عبدالله (رض)دا اوښ ستا لاس ته څنګه راغی؟
عبدالله (رض)ورته وویلې :ای پلارجانه دااوښ ډیرکمزوری وه،نوماپه ارزانه بیعه واخیست اوهمدارنګه بیامی دواښوورکولوځای ته ولیږه ترڅوواښه وخوري اوغټ شي نوبیابه یې په زیاته بیعه خرڅ کړم اوڅه ګټه به پکې وکړم.
حضرت عمر(رض)دعبدالله(رض)خبرې واوریدلې نوبیایې ورته وویلې اې عبدالله(رض)ستابه داخیال وي چې خلک به دااوښ دڅارویوپه ځای کې وګوري اووه به وایې دادامیرالمومنین حضرت عمر(رض) دځوی اوښ ده،ګوره دا اوښ ښه وڅاره،ښه خدمت یې وکړه اوهمدارنګه داهم واوره کله دې چې دا اوښ خرڅ کړل نواصلي پیسې یې واخله اوفایده یې ټوله بیت المال ته یې ولیږه.
عبدالله (رض) دخپل پلارخبره ومنله اوبیایې همغسې وکړل.

۳- یوه ورځ دحضرت عمر(رض)په دربارکې یوځوان کس په ژړا راداخل شو.
حضرت عمر(رض)دژړا دوجې پوښتنه وکړه چې ای ځوانه ولې ژاړې ؟
هغه ځوان ورته په ژړغوني اوازوویلې:
چې زه دمصرنه راغلی یم دهغه ځای دوالي زوی سره مې مقابله وه کله مې چې ترې مقابله وګټله،نودمصروالې محمدبن عمروبن عاص(رض)زه په ملاباندی په دُرو ووهلم همداوجه شوه چې اوس مې ملادرد کوي اوهمدارنګه زمااس یې هم وواهه اودا یې راته هم وویلې ستادا جرات چې دسرداردزوی څخه مخکې شوې.
حضرت عمر(رض)چې کله دهغه سړي قیصه واوریدله،نودمصروالي اوهمدارنګه دهغه ځوی یي هم راووغوښت.
دمصروالي اودهغه ځوی چې کله راغلل،نوحضرت عمرهغه سړي ته وویلی چې دا ده هغه دمصردوالي زوی؟
هغه سړي ورته وویلې چې هو.
حضرت عمر(رض)هغه سړي ته دُرۍ ورکړه اوورته یې وویلې چې اوس یې په هغه ځای داسې ووهه په کوم ځای یې چې څنګه ته وهلی یې.
هغه سړي همداسی وکړه اوله هغه څخه یې خپل بدل واخیست.
له دې نه وروسته حضرت عمر(رض)دمصروالي عمروبن عاص ته مخامخ شواوورته یې وویلې:
ای عمره! تادهغه خلکونه دکوم وخت راهیسی غلامان جوړکړي دي چې هغوی ته خپلومیندوازاده دنیاوربښلې ده.
داهغه عدالت وه چې په هغه کې دقومونودعزت اوترقۍ رازپټ پروت وه،نن په اسلام باندی حمله کوونکي وایې چې دجګړواوهمدارنګه دبې امنه حالاتو راوستو واکداراسلام ده،خوافسوس چې داظالمان لاتراوسه په دې پوه نه شول چې اسلام دامن غوښتلو،دعدل،دمساواتوراوستو…اوددترقۍ دوربښلودین دی اوهمدارنګه په دې باندې تاریخ هم شاهد دی.
نن اسلام غریب دی،نن اسلام ته دڅه عمرورکولوضرورت دی اونن داسلام دغلبې لپاره دیوداسی کردارترسره کولوضرورت دی چې مثالونه یې دتل لپاره پاتې شي،نن مسلمانان دخپل نفس غلامان دي اوهمدارنګه دخپل رب نه لری پاتی دي دنفس نه دخلاصۍ یوه واحده لاره داده چې دخپل رب غلامي قبوله کړواوخپله همیشنۍ کامیابي ترلاسه کړو.
والله العزة ولرسوله وللمومنین. (المنافیقون8)
ترجمه:
عزت صرف دالله،دهغه داستازي رسول الله(ص)اوهمدارنګه دایمان راوړونکو لپاره دی.

ژباړن: اسحاق خان مزمل.

.

لیکوال:شیخ مقصود

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close