څنګه کولای سو خپل د ورک سوې ځیرک موبایل موقعیت معلوم کړو؟

 

دلته د داسي یو اپلیکشن (Android Device Manager) په اړه ږغیدلې یو چې کولای سي ستاسو د ځیرک موبایل نه یوازي موقعیت معلوم کړي، بلکې کله چې ستاسو ځیرک موبایل ستاسو څخه ورک سوی وي او یا مو یو ځای هیرکړی وي نو تاسو کولای سی موبایل بند (قُلف) کړئ، زنګ ورته ووهی او یا هم په موبایل کې ثبت سوې ټول مالومات او فایلونه له منځه یوسی.

که څه هم په ډیرو ځیرک موبایلونو کې دا اپلیکشن (Android Device Manager) له مخکې څخه موجود وي خو که چیري نه وي نو کولای سی د Play Store   Googleڅخه یې هم ترلاسه کړی.

د کارونې تګلاره:

۱- لمړی خپل په موبایل کې Settings ته ولاړ سی او هلته پر Security کلیک وکړی وروسته Device administrators  کلیک کړی او د Android Device Manager تر څنګ کلیک وکړی او چیک مارک ئې کړی.

۲ – که مو غوښتل چې د موبایل موقعیت معلوم کړی  نو باید مو د موبایل Location – On وي او که مو یوازي غوښتل د موبایل داخلې حافظه له منځه یوسی، موبایل ته زنګ ووهی او یا هم موبایل قُلف کړئ نو اړ نه یاست چې Location  مو On وي.

۳ – خپل د Google Account (Gmail Account) ته به خپل د کمپیوټر له لارې او یا هم د بل ټلیفون له لارې داخل شی او تر هغه وروسته خپل د Profile پر عکس کلیک وکړی، هلته به پر My Account کلیک کړی او بیا پر Find your phone افشن کلیک وکړئ.

دلته به هغه موبایلونه تاسو ته وښودل سي کوم چې تاسو خپل Account Gmail پکښي خلاص کړی وي اوس نو تاسي کولای سی خپل ورک سوی موبایل پر نوم باندې کلیک وکړی تر هغه وروسته پر Locate کلیک وکړی که چیري ستاسو د موبایل Location-On  وي نو تاسو ته به ورک سوی موبایل موقعیت د نقشې پر مخ وښودل سي.

اوس نو دلته بیا تاسو ته درې انتخابونه (افشنونه) موجود دي.

Ring – که مو چیري پر Ring کلیک وکړی نو ستاسو ورک سوي موبایل ته به ږنګ ووهل سي البته په لوړغږ باندې که څه هم د ورک سوی موبایل ږنګ بند (Silent) هم وي.

Lock – که چیري پر Lock کلیک وکړی نو ستاسو ورک سوی موبایل به Lock (فُلف) سي او استعمالوونکې شخص ته به میسج واستول سي چې موبایل د (Android Device Manager) لخوا بند کړل سوی دی، بیا هغه شخص کولای هم سي چې د مبايل له اصلي خاوند سره په اړیکه کې سي.

Erase – که مو چیري پر Erase کلیک وکړی نو ستاسو د ورک سوی موبایل ټول مالومات به له منځه ولاړ سي (بغیر د وصل سوی حافظې یا میموري کارډ څخه).

نوټ: دا هر څه هغه وخت شونې دي چې موبایل مو د انټرڼیټ سره وصل وي یعنې موبایل مو انلاین وي او ستاسو په موبایل کې ستاسو (Gmail Account) خلاص وي.

 لیکنه: صالح محمد هوتک

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب