څرنګه خوب کې خرېدلو مخنیوی وکړو؟

هر انسان په ۲۴ ساعتونو کې خاصه اندازه خوب کولو ته اړتیا لري خو د خپل ملګری خرهاری له امله په بیا بیا له خوبه پاڅیدل نه یوازې انسان په ذهن ناوړه اغیز کوي بلکې په انسان کې د مختلفو ناروغیو لامل هم ګرځي.
د خرهاری یو له عواملو څخه په خوله او پوزه کې د چوخړو (پوزې او خوله ترشحات) زیاته اندازه ده. که انسان د چوخړو اندازه کمه کړي نو د هوا لپاره فضا پراخیږي کوم چې د خرهاری اندازه کموي او یا يي په مکمله توګه له منځه وړي. له خرهاری څخه د خلاصون بله لار هم جوس دی. باید کوښښ وشي چې په جوس کې اومه مواد استعمال شي.
اومه سبزیجات او میوې له استعمال سره په دغه خواړه کې شته ګټور مواد نه ضایع کیږي. له تازه سبزیجات او میوې څخه لاسته راغلی جوس ډیر استعمال کړئ او کوښښ وکړئ چې په ښه ډول هضم شي ځکه چې له دې سره به له مختلفو ناروغیو څخه په امان یاست.

کوښښ وکړئ چې په جوس کې له میوې څخه زیات سبزیجات استعمال کړئ ځکه چې له میوې څخه لاسته راغلی جوس زیاته اندازه قندي مواد لري کوم چې انسان په ځینې نورو ناروغیو اخته کولی شي. خو سبزیجات د نورو ګټو سربیره زیاته اندازه قندي مواد نه لري.
خرهاری له منځه وړونکی جوس دلته د هغه جوس جوړولو طریقه وړاندې کوو چې پر نورو ګټو سربیره په انسان کې د چوخړو اندازه کموي کوم چې د خرهاری اصلی لامل ګڼل کیږي.
– ۲ مڼې – ۲ ګازرې – د لیمو څلورمه برخه – د ګوتې بند په اندازه سرکه لاندې خواړه مه استعمالوئ ځینې خواړه شته چې په انسان کې خرهاری اندازه له پخوا هم زیاتوي او د خرهار څخه مخنیوی لپاره باید له لاندې خواړه څخه ځان وساتئ. – زیاته اندازه چاکلیټ استعمالول – زیاته اندازه غوړ کې سره شوي خواړه استعمالول – هغه خواړه کوم کې چې زیاته اندازه اوړه استمال شوي وي – زیاته اندازه پروسس شوي خواړه استعمالول له پورتني خواړه څخه ځان ساتل او په زیاته اندازه تازه جوس استعمالول کوم کې چې زیاته اندازه سبزیجات استعمال شوې وي انسان له خرهاری څخه په ژغورلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

لیکنه: وصیل الرحمن بصیري

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب