لاندې طریقې مو د خولې او پښو بد بوي له منځه وړي
لاندې طریقې مو د خولې او پښو بد بوي له منځه وړي
د بدن د مختلفو برخو بد بوي له منځه وړلو لپاره هیڅ ډول کیمیاوي درمل شتون نه لري خو یو څو کورني ټکي پام کې نیولو سره د خولې او پښو له بد بویي څخه ځان ژغورلی شئ.
اوبه:
له زیات نه زیات اوبه وڅښئ. د بدن د اړتیا وړ اوبه څښل د خولې د بد بوي یو له غوره درملو څخه دی. کله چې بدن د اوبو له کموالي سره مخ شي نو په خوله کې د لاړو جوړولو وړتیا کمزوری کیږي او همدا په خوله کې د بد بوي لامل ګرځي.
ويټامین سي:
مالته، لیمو او نور ویټامین سي لروونکي خواړه خوله تازه ساتي او په دې ډول د خولې د بد بوي په مخنیوی کې ډیره زیاته مرسته کوي.
مڼه:
کله چې مڼه د غاښونو په وسیله پرې کوو نو خوله کې د لاړو جوړولو عملیه ګړندی کیږي کوم چې په طبیعي ډول د خولې له پاکولو سره د خولې بد بوي هم له منځه وړي.
د دار چیني چای:
دار چيني له نورو بې شمیرو ګټو سربیره د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره هم یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي. د دار چیني چای د انسان خوله او نفس تازه ساتي نو له همدې امله په ورځ کې یو ځل د دار چیني چای څښل مه هیروئ په ځانګړی ډول هغه کسان چې د خولې له بد بوي څخه کړیږي.
پودینه:
پودینه د خولې بد بوي له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي چې له همدې امله د غاښونو مختلفو کریمونو کې هم په زیاته کچه استعمالیږي. که د خولې بد بوي له منځه وړل غواړئ نو په خواړه کې د پودینې استعمال مه هیروئ.
نظافت:
د پښو بد بوي له منځه وړلو لپاره باید نظافت ته خاصه پاملرنه وشي. خپل پښې وچ او پاک وساتئ. له غسل وروسته د ګوتو تر منځ شته فاصله هم وچ کړئ. یوه جوړه جرابې د اوږدې مودې لپاره مه استعمالوئ. جرابې له ویستلو وروسته ووینځئ او بوټان مو ازادې هوا ته کیږدئ.
د بد بوي له منځه وړوونکی پوډر:
د پښو بد بوي له منځه وړلو لپاره د بد بوي له منځه وړوونکی پوډر استعمال کړئ او خپل بوټان تازه هوا او یا هم لمر ته کیږدئ.
د ازادو بوټانو استعمال:
تنګ بوټان هم د پښو د بد بوي لامل ګرځي نو له همدې امله داسې بوټان استعمال کړئ چې په پښو کې مو ازاد وي او تازه هوا ننوتلو لپاره خالي ځای ولري.