اسلامي نړۍ او امتځوانانژوند مهارتونه

ځوانان په ژوند کې څه ډول ستراتيژي وټاکي؟

کله چې ژوند داسې وي نو وخت د افرادو او ملتونو په پرمختګ کې بنسټيز عنصر ګرځي نو بايد ځوانان خپل ځانونه په کور، مکتب، فاکولته، پوهنتونو، تنظيم، اقتصادي مؤسسې، پوله، پټى، کارخانې او وزارت کې د حق له پاره په کار کې مشغول وساتي. هغه شخص چې د حق له پاره کار نه کوي ضرور په باطل کې مصروف وي ځکه چې د حق نه وروسته يوازې ګمراهي پاتې کيږي….

ليکنه: کمال هلباوي
مترجم: دکتور مصباح الله

د استراتيژيکي (باهدفه) ژوند پشپړ مفهوم:

خداى-جل جلاله-فرمايي:(قل إن صلاتي ونسکي ومحياي ومماتي لله رب العلمين)[الانعام:١٦٢].
يانې: ((ووايه اى پېغمبره! زما لمونځ، زما قرباني، زما ژوند او مرګ د هغه خداى تعالى له پاره دي چې د ټولو مخلوقاتو پالونکى دى.))
د استراتيژي او هدف څخه پرته د انسان ژوند يو بې نظمه ژوند دى. او اسلام هيڅکله په بېنظمۍ او د تخطيط او پلانګذارۍ څخه پرته منځ ته نه شي راتلاى لکه ډېرو پوهانو چې دې ته اشاره کړې. او دا يو څرګند حقيقت دى چې بېنظمي او بې پروګرامي د مسلمانانو يوه عمومي نښه ګرځيدلې ده او هم دا د مسلمانانو د وروسته پاتې والي اساسي سبب دى. نو د دې څخه د خلاصون لاره دا ده چې زموږ ژوند په هر اړخ کې لومړى په اصولو کې او بيا په جزئياتو کې يو استراتيژيکي او با هدفه ژوند وي تر څو د پېلامو څخه مطلوب نتائج تر لاسه شي.
د انسان د ژوند له پاره استراتيژي وضع کول ګران نه دي او نه دا د ماوراء الطبيعياتو له جملې څخه دي، ځکه چې د دې بنياد زموږ په مبارک دين، ((اسلام)) کې له پخوا څخه وجود لري. نو د غرب څخه د دې دواړو ډولو ضرورت شته. او نه دا د خوراکي موادو، وسلې او پوشاک په څېر شى دى چې د بل ځاى څخه وارد کړى شي.
انسان د پرديو جوړ کړى پوښاک استعمالولى شي، د بل لخوا تياره شوې غذا خوړى شي او د پرديو جوړه کړې اسلحه استخدامولى شي مګر تر هغه پورې د يو مسلمان ځوان ژوند اسلامي ژوند کېداى نه شي تر څو چې د داسې استراتيژي په بنياد ولاړ نوي چې داسې اسلامي بنسټونه ولري چې په قران او سنت ولاړ وي او په اسلامي تاريخ متکي وي او داسې بنسټونه ولري چې خالص اسلامي وي او د بل چا څخه وارد کړاى شوي نه وي تر څو په روغه او دقيق توګه دا استراتيژي پر ې استواره او قائمه شي. د استراتيژي ژوند مانا دا ده چې د انسان ژوند مهم او باهدف وي او د هر کار څخه د مخه د دې سوالونو جواب ولټوي. ولې؟ څرنګه؟ کله؟ چېري؟. له کومه ځايه؟

ځوانانو!

د خداى تعالى دې وينا ته ځير شئ چې وايي:
(وإذ قال ربک للملائکة إني جاعل في الأرض خليفة قالوا أتجعل فيها من يفسد فيها ويسفک الدماء ونحن نسبح بحمدک ونقدص لک قال إني أعلم ما لا تعلمون)[البقرة:٣٠].
يانې: ((ياد کړه هغه وخت چې کله ستا خداى فرښتو ته وويل زه په ځمکه کې يو خليفه جوړوم هغوى وويل ايا ته داسې يو څوک په دې کې خليفه جوړوي چې هغه به په دې (مځکه) کې وينې تويوي او موږ ستا پاکي بيانوو او ستا ستاينه کوو او ستا لويي بيانوو خداى-جل جلاله-وويل زه په هغه څه پوهيږم چې تاسې پرې نه پوهيږئ.))
خداى-جل جلاله-فرمايي: (وعلم ﺁدم الأسماء کلها)[البقرة:٣١].
يانې: ((او خداى-جل جلاله-ﺁدم ته ټول نومونه وښودل.))
خداى-جل جلاله-فرمايي: (وإذ قلنا للملائکة اسجدوا لادم فسجدوا إلا إبليس أبى واستکبر و کان من الکافرين)[البقرة:٣٤].
يانې: ((او ياد کړه هغه وخت چې موږ فرښتو ته وويل! ﺁدم ته سجده وکړئ نو هغوى سجده وکړه مګر ابليس و نه کړه هغه انکار وکړ او ځان يې لوى وګاڼه نو د کافرانو جملې څخه وګرځيده.))
دا ټول ﺁيتونه د علم په باره کې دي ځکه چې د استراتيژيکي ژوند بنسټ هيڅکله په ناپوهۍ دريدلى نه شي او نه دا د مسلمان له پاره جواز لري ځکه چې خداى-جل جلاله-انسان د هغه د پيدايښت څخه را په دې خوا لويه مرتبه ور په برخه کړې او په ځانګړې توګه يې بيا د علم په ميدان کې ورته فضليت ور په برخه کړى دى. او د دې له پاره چه هغه د خداى-جل جلاله-خليفه جوړ شي.

استراتيژيکي ژوند يو څه نور بنسټونه هم لري د مثال په توګه وخت:
وخت د ځوانانو له پاره ډېر اهميت لري. بايد چې يوه دقيقه بې فائده تېره نه شي. انسان خو يا بايد کار وکړي او يا د عبادت څخه وروسته استراحت وکړي کار او استراحت ټول د هغه مسلمان له پاره عبادت شمېرل کيږي چې د خداى-جل جلاله-په لور يې د هجرت نيت کړى وي.
لکه خداى-جل جلاله-فرمايي: (وإذا فرغت فانصب و إلى ربک فارغب)[الإنشراح:٧-٨].
يانې: ((کله چې وزګار شي نو پاڅه او د خپل خداى-جل جلاله-په لور را مات شه(عبادت يې وکړه) .))
د حکمت تقاضا او غوښتنه دا ده چې ډېرې خبرې پرېږدو او د هغه پر ځاى کار وکړو سره له دې چې په يو استراتيژيکي او باهدفه ژوند کې (چې په بېلا-بېلو مرحلو او ټولنو کې په دقيقې پلانګذارۍ او تخطيط استوار وي) تقريرونه او خبرې ټول عبادت دي ځکه چې خداى-جل جلاله-فرمايي: (قل إن صلاتي ونسکي ومحياي ومماتي لله رب العلمين)[الانعام:١٦٢].
((ووايه يقيناً زما لمونځ، قرباني، ژوند او مرګ، د مخلوقاتو پالونکي خداى تعالى له پاره دى.))
کله چې ژوند داسې وي نو وخت د افرادو او ملتونو په پرمختګ کې بنسټيز عنصر ګرځي نو بايد ځوانان خپل ځانونه په کور، مکتب، فاکولته، پوهنتونو، تنظيم، اقتصادي مؤسسې، پوله، پټى، کارخانې او وزارت کې د حق له پاره په کار کې مشغول وساتي. هغه شخص چې د حق له پاره کار نه کوي ضرور په باطل کې مصروف وي ځکه چې د حق نه وروسته يوازې ګمراهي پاتې کيږي.

انسانان بايد دا حقيقت درک کړي چې انسان خپلې هيلې دومره لاس ته رواړى شي څومره چې د هغې له پاره مشقت وګالي.
د الفيه د مصنف ابن مالک په باره کې وايي: ((چې ابن مالک به يا لمونځ کاوه يا به يې د قرﺁن کريم تلاوت کاوه او يا به په ليکلو او لوستلو مصروف و، له دې څخه پرته په بل کار نه دى ليدل شوى.))
او ابو اصيبعه وايي چې قاضي شمس الدين الخويي د امام فخر الدين رازي نه روايت کوي چې هغه به ويل: ((په خداى-جل جلاله-قسم چې د علمي مصروفيت څخه پرته چې کوم وخت زما په ډوډۍ خوړلو مصرفيږي زه په هغه افسوس کوم ځکه چې وخت ډېر قيمتي شى دى.))

کله چې هدف څرګند وي(يانې عبادت او تعمير وي) نو بيا د تعمير مانا يوازې ديوالونه جوړول نه؛ بلکې بيا د انسانيت تعمير د دې په مفهوم کې شامل وي.
لاندې ﺁيتونه دا مانا په ښه ډول څرګندوي خداى تعالى وايي: (هو أنشأکم في الأرض و استعمرکم فيها)[هود:٦١].
يانې: ((خداى-جل جلاله-تاسې په دې مځکه کې پيدا کړى او په دې کې يې اباد کړى.))
بل ځاى کې فرمايي: إنما يعمر مسجاد الله من ﺁمن بالله واليوم الاخر)[التوبة:١٨].
يانې: ((يقيناً جوماتونه هغه څوک ودانوي چې په خداى-جل جلاله-او د اخرت په ورځ ايمان ولري.))
خداى-جل جلاله-فرمايي: (کانوا أشد منهم قوة و اثاروا الأرض وعمروها أکثر مما عمروها)[الروم:٩].
يانې: ((هغوى د دوى څخه زيات طاقتور وو، مځکه يې وکرله اود دوى څخه يې زياته ودانه کړې وه.))
خداى-جل جلاله-فرمايي: (أجعلتم سقاية الحاج وعمارة المسجد الحرام کمن ﺁمن بالله واليوم الاخرة وجاهد في سبيل الله)[التوبة:١٩].
يانې: ((ﺁيا تاسې حاجيانو ته د اوبو ورکولو او مسجد حرام د ابادولو کار د هغه چا د کار په څېر ګڼي چې په خداى-جل جلاله-او د اخرت په ورځې ايمان لري او د خداى-جل جلاله-په لاره کې يې جهاد کړى وي.))

يحيى بن هبيره وايي: او داسې مالوميږي چې د نن ورځې مسلمانانو حالت بيانوي.
الوقت أنفس ما عنيت بحفظه               وأراه أسهل ما عليک يضيع.
وخت زما په نزد تر ټولو قيمتي شى دى، او ته يې دومره په اسانۍ سره ضايع کوي.
يو متل دى چې وايي: وخت د تورې په څېر دى که ته يې غوڅ نه کړې تا به غوڅ کړي.
امام ابن جرير طبري په خپل ژوند کې يوه دقيقه هم بې لا افادې او استفادې څخه نه ده تېره کړې.
د ابو الريحان البيروني د ژوند قصه يوه ښکلې قصه ده چې ډېر درسونه په کې پراته دي. د هغه د ژوند اخرې لحظې وې او په دې حال کې يې هم د خپل ګاونډي فقيه ابو الحسن علي بن عيسى الولو اليجي نه د رياضي د يوې مسئلې پوښتنه کوله ګاونډي يې ورته وويل: په دې حال کې هم ته پوښتنه کوې؟ البيروني ورته وويل: د دنيا څخه چې سترګې پټوم او په دې مسئله پوه يم دا زما له پاره له دې بهتره ده چې زه له دنيا لاړ شم او د دې مسئلې څخه جاهل يم.
ګاونډي لا وتلى نه و چې اوازونه اوچت شول چې البيروني مړ شو.
عثمان الباقلاوي به ډېر ذکر کاوه او ويل به يې ((د افطار په وخت نژدې وي چې زړه مې راووځي، ځکه چې د خداى تعالى د ذکر څخه په خوراک مشغول يم)) نن ورځ ځوانان زر ځله مري پرته له دې چې په دې پوهه شي چې هغه خپل وخت هم ضايع کوي  او د نورو وخت هم او دا د ناپوهۍ او بې کارۍ له امله داسې کوي.

ګرانو ځوانانو!

د يو کور جوړول! که ساده او مځکې پوې نښتى وي لکه د سلف صالحين په وخت کې چې و او که ډېر پېچيده او په نوو وسائلو او ټکنالوژۍ باندې سمبال وي لکه په اوسنۍ زمانه کې چې دي. ټول هندسې نقشې ته ضرورت لري. او هغه څوک چې داسې يو ملت چې اکثر يې ((٣٠))کاله د علم، درس، ثقافت، مالوماتو او مطبوعاتو څخه لېري په جهاد کې مصروف پاتې شوې وي سره له دې چې د پرمخ تللو طاغوتي طاقتونود پېچيده استراتيژيو په يلغار کې يې د اسلامي امت د اوسني تاريخ يوه برخه جوړه کړې نو د هغه د تکليف او مشقت اندازه ولګوي.

موږ ته په کار دي چې د افغانستان د بيا ودانولو د کار اساسي ټکي متعين کړو. بايد موږ د خپل ځان څخه دا سوال وکړو چې موږ څرنګه هيواد جوړول غواړو؟ د څرنګه ټولنې د منځ ته راوړلو په کوښښ کې يو؟ په دې ټولنه کې د اوسېدو له پاره د څرنګه عقليت او افکارو تيارول غواړو؟ چې د بشريت په راتلونکي کې ځان ته ځاى پيدا کړاى شي.

د اسلامي امت استراتيژيکي مستقبل دا غوښتنه کوي چې هر مسلمان د خپلو خواهشاتو څخه ځان وژغوري او دې عظيم مصلحت ته په خپلو شخصي ګټو ترجيح ورکړي او د هيواد ګټو ته (په تنظيمونو کې د پاتې کېدلو سره-سره) د تنظيمونو او قبيلو او کورنيو په ګټو ترجيح ورکړي. د اسلامي امت اينده د امت د ځوانانو څخه غوښتنه کوي چې په دې لار کې تکليف وګالي تر څو هغوى او راتلونکي نسلونه د رنځ، غريبۍ، وروسته پاتې والي، افتراق او بېلتون څخه نجات ومومي.
دا د تشو خبرو او بېکارۍ څخه په لاس نه راځي؛ بلکې يو عملي پروګرام تر ضرورت لري، داسې پروګرام چې د کار وسائل او اساسات تعيين کړي تر څو کار په دې بنيادونو استوار شي او په دې توګه خپل اهداف تر لاسه کړو او په افغانستان کې د ځوانانو ژوند يو استراتيژيکي  ژوند وګرځي چې بنياد يې د پرديو په مرستو او د نور کارونو څخه په زيات شوې وخت ولاړ نه وي.
دا د يو کس يا يوې ډلې او ګوند کار نه دى دا يو داسې کار دى چې اجتماعي او د خداى-جل جلاله-د رضا له پاره خالص کار ته اړتيا لري چې په کې هيڅ ډول تنظيمي تعصب نه وي که څه هم هر څوک په خپل تنظيم کې پاتې هم شي.

زموږ اساسي مشکل دا دى چې:

 موږ څرنګه ځوانان په راتلونکي کې د خپل رول د لوبولو له پاره تيارولى شو. او بل دا چې موږ خپل ((راتلونکى)) تعين کړو چې موږ څرنګه مستقبل غواړو؟
دلته اوس د اسلامي تخطيط او پلانګذارۍ مفهوم تبارز کوي چې د ترقۍ د مشکلاتو د حل له پاره د اسلام عملي نظريه څرګنده کړى شي او د ټول انسانيت تر منځ د اړيکو جوړولو او د ټولو انسانانو تر منځ د تعاون او متبادلې مرستې د منځ ته راوړلو له پاره د نړيوالو مؤسسو سره همکاري وکړي، د يو اسلامي جماعت-چې د امکاناتو او صلاحيتونو څخه په اعظمې استفادې سره د اصلاح او تعمير په کار کې د امت نمائندګي وکړي او خپل رول ولوبوي-په جوړلو سره د خداى تعالى د عبادت مانا تحقق ومومي. ځکه چې د يوې اسلامي ټولنې پر مخ وړل د الهي شريعت د پلي کولو بنياد دى.
دا ټول بايد د استراتيژي د مفهوم په دائره کې واضح وي. هغه داسې يو ژوند وي چې د يو پروګرام او يو ټاکلي سياست په بنياد روان وي او وسائل او موجود امکانات د اهميت په تناسب استعماليږي، او د هر کار څخه وروسته ژوره بررسي او احتساب صورت ونيسي چې د خپل ځاى څخه پيل ګيږي او د هر کار څخه وروسته او هره ورځ سر ته ورسيږي ځکه چې خداى-جل جلاله-فرمايي: (ولتنظر نفس ما قدمت لغد)
ياني: ((هر څوک بايد وګوري چې د سبا له پاره يې څه لېږلي دي.))
او حضرت عمر فاروق-رضي الله عنه-فرمايي: ((د خپل ځان محاسبه وکړئ مخکې له دې چې ستاسې محاسبه وشي.))

هغه اينده چې موږ يې جوړول غواړو بنيادونه يې ((فرد، کورنۍ او ټولنه)) ده:
هر فرد بايد دا حقيقت درک کړي چې د ټولنو بنياد په علم او په هغه باندې په عمل کولو ولاړ دى.
زما په فکر په زړه کې د توحيد د مظبوطيدو څخه وروسته په اوسني عصر کې تر ټولو بهترين علوم عصري علوم دي، لکه ټکنالوجي، فضا ته تلل، مالومات وغيره هم دا راز په اوسنۍ زمانه کې ضروري او ښه علوم د تحطيط او د ادارې، تنظيم او مطبوعاتو علوم دي، په دې ټولو کې وروسته پاتې والى د اسلام د دعوت وروسته پاتې والى ګڼل کيږي او په دې کې مهارت تر لاسه کول د اسلام د عظيم دعوت د خپرولو ذريعه ده، د داسې چا په علم بايد موږ خوښ نه شو چې علم حاصل کړي او د کورنۍ او ټولنې په وړاندې خپلو مسؤليتونو ته پام و نه کړي. پېغمبر-صلى الله عليه وسلم-فرمايي: تاسې هر يو د رعيت خاوندان اوسئ او چا نه به د هغه د رعيت په باب پوښتنه کيږي.
او خداى-جل جلاله-فرمايي: ((اى د ايمان خاوندانو خپل ځانونه او خپل خپلوان د هغه اور څخه وساتئ چې خس يې انسانان او ډبرې دي.))
دا د کودتاګانو او انقلابونو کار نه دى، بلکې د غوره افکارو خوريدل، روحي لارښوونې او نفس امادګي د دې کار يوازينۍ لاره ده.
په لوى والي کې امت ته حقيقي ګټې رسولو له پاره، په کوچني والي کې علم تر لاسه کول يو لازمي شرط دى.
خداى-جل جلاله-فرمايي: (فمن يعمل مثقال ذرة خيراً يره ومن يعمل مثقال ذرة شراً يره)[الزلزال:٨-٧].
ژباړه: ((نو څوک چې يوه ذره نېکي وکړي نو و به يې ګوري او څوک چې يوه ذره بدي وکړي و به يې ګوري.))

د دې ليکنې خلاصه په لاندې پنځو ټکو کې وړاندې کوو:
١- بايد په ټولو مسلمانانو او خصوصاً په ځوانانو کې د ژوند د اهميت حساس را پيدا کړى شي او بايد په کور،  مدرسه، جومات، فابريکه، کوڅه، بازار او هر ځاى کې دا احساس را ژوندى کړى شي او د مطبوعاتي وسائلو په ذريعه همېشه ژوندي وساتل شي. د دې له پاره بايد د مثال په توګه لاندې پروګرامونه ترتيب کړاى شي.
• په جومات کې بايد تعليمي، مالوماتي او مطبوعاتي پروګرامونه ترتيب شي. نه ښايي چې جوماتونه د مسيحيانو د عبادتځايونو په څېر يوازې د عبادت په وخت کې پرانستل شي، بلکې جومات بايد د اسلامي ټولنې لارښود وي لکه اوس چې د فلسطين په جهاد کې کوم رول لوبوي داسې رول بايد هر ځاى کې ولوبوي.
• د تعليمي مؤسسو په نصاب کې د عسکري او روحي روزنې ښه انتظام وکړى شي او د دې له پاره بايد د پرمخ تللي ټکنالوجۍ څخه کار واخستل شي. هم دا راز د موجوده نصابونو د پرمختګ له پاره بايد کوښښ صورت ومومي.
• په هفته کې بايد په کور کې، په دې مانا د ټينګار له پاره يو وخت وټاکو او په هغه کې بايد د کور واړه غټ، ښځې او سړي ټول ګډون وکړي او ورو-ورو دا دائره خپلو ګاونډيانو ته ور پراخه کړو په دې شرط چې د ښځو په روزنه او پرمختګ کې د شريعت قواعد مراعت شي، ځکه چې د کورنۍ ړنګېدل د ټولنو د ړنګېدو سبب ګرځي او د دې بهترين مثال په لويديځه نړۍ کې د کورنۍ حالات دي.
• فني ماهرين بايد نوو اختراعاتو ته وهڅول شي او د دې له پاره بايد د نور هر څه نه زيات په ټولنه کې د استعدادونو پلټنه وشي او هغه په کار واچول شي.
٢- دا حقيقت بايد عام کړو چې ((ګټه د محنت او مشقت په اندازه وي)) نو بايد د وخت څخه استفاده وکړو او خپل وختونه بايد په داسې کارونو کې ولګوو چې د فرد، کورنۍ او ټولنې له پاره ګټور وي.
٣- بايد ټولنه د اسراف د نقصاناتو څخه اګاه کړو او د هر کار په دقيقه توګه د سرته رسولو اهميت ور په ګوته ګړو. اسراف يوازې په خوراک کې نه دى لکه اکثر خلک چې ګمان لري، بلکې په خبرو او وسائلو کې لکه تليفون، موټر، صنعتي ماشينونه او نور د زراعت او کرهڼې ماشينونه، او وسلو کې-چې پوهيږو که مسلمانان په هم دې حالت کې پاتې شي نو تر ډېرې مودې پورې به يې د سرمايه دار نظام او يا کوم بل نظام څخه اخلي-هم بايد د اسراف څخه ځان وساتو. بايد محصولاتو ته توجه وکړو که څه هم لاسي محصولات هم وي لکه قاليني-چې په افغانستان کې يې ډېر امکانات موجود دي-او هم دا ډول نور واړه صنعتونه.
بايد د ښځو او نرانو د ټولو د صلاحيتونو څخه استفاده وکړو، تر هغه حده پورې چې د شريعت مخالفت په کې نه وي.
خداى-ج جلاله-فرمايي: (ولهن مثل الذي عليهم بالمعروف وللرجال عليهن درجة)[البقرة:٢٢٨].
يانې: ((د هغوى له پاره هم داسې حقوق دي لکه په هغوى چې دي په نېکه طريقې سره، او سړو ته خداى تعالى په هغوى باندې ((درجه))-دپالنې او خرڅ کولو فضليت-ور کړى.))
او خداى-جل جلاله-فرمايي: (ضرب الله للذين ﺁمنوا إمرأة فرعون)[التحريم:٦٦].
يانې: ((خداى-جل جلاله-مؤمنانو له پاره د فرعون ماندينه د مثال په توګه وړاندې کوي.))
٤- د نورو ملتونو د تجربو څخه بايد استفاده وکړو، بايد د خپل تاريخ څخه درس او عبرت حاصل کړو امام ابن قتيبه په عيون الاخبار کې وايي: ((حق که د مشرک څخه هم واورئ او نصيحت که د خپل سخت دښمن څخه هم تر لاسه کړئ دا کومه د شرم خبره نه ده او هغه څوک چې بهترين شى د يو ځاى هم تر لاسه نه کړ هغه وخت ضايع کړ او وخت خود د وريځو په څېر درومي.))

او بايد پوهه شو چې: (من اهتدى فإنما يهتدي لنفسه و من ضل فإنما يضل عليها)[الاسراء:١٥].
((څوک هدايت بيا مومي نو د هدايت ګټه يې خپله ده او څوک چې ګمراه شو د ګمراهۍ ګناه يې په ځان ده.))
٥- د ټولنې اهداف او مقاصد بايد متعين شي او هغه اساسي هدف چې د هغه تر څنګ ټول تنظيمونه، افراد او مؤسسې راټوليداى شي هغه بايد څرګند شي. دا مقصد د يو داسې پرمخ تللي عصري ټولنې د جوړولو په ذريعه د خداى تعالى رضا تر لاسه کول دي. (چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر کوي، لويو ګټو ته په تنظيمي، قبيلوي او قومي ګټو تر جيح ورکوي چې په هغه کې مشران او افراد خپل شخصي خواهشات پرېږي او هر شخص يو مفيد او حاصلخيزه کار-ولو که ساده هم وي-سرته رسوي.) په دې موقع بايد د دې کار د سرته رسولو ثوابونه هېر نه کړو، کېداى شي د خداى تعالى لاندې وينا زموږ په باره کې وي:
(ونريد أن نمن على استضعفوا فنجعلهم أئمة ونجعلهم الوارثين)[الصص:٥] يانې: ((موږ غواړو چې په بې زوره ګڼل شوو کسانو احسان وکړو او هغوى پېشوايان او (د مځګې) وارثان جوړ کړو.))

په پاى کې بايد ځوانان دا حقيقت درک کړي:
اسلام د مشکلاتو په مخ کې او د هغه نظامونو په مخکې چې افرادو او ملتونو د اصلاح له پاره ضروري دي لاس تړلي نه دريږي. لکه امام حسن البنا رح چې په خپلو ليکنو کې دې ته اشاره کړې ده.
موږ بايد کورنۍ د راتلونکي افغاني ټولنې اساس وګڼو او د فرد او کورنۍ په اصلاح سره به تولنه ضرور اصلاح کيږي…خداى-جل جلاله-فرمايي: (إن الله لا يظلم مثقال ذرة وإن تک حسنة يضاعفها)[النساء:٤].
((خداى-جل جلاله-په چا باندې يوه ذره هم ظلم نه کوي او که نېکي يې کړې وي هغه ورته دوچنده کوي.))
خداى-جل جلاله-فرمايي: (للذين أحسنوا الحسنى وزيادة)[يونس:٦].
((هغه څوک چې نېکي کوي هغو له پاره اجر دى او نور څه هم.))

اوسنۍ زمانه کې د استراتيژيکي سخصيتونو زرګونو مثالونه وجود لري، مګر موږ دلته د ځاى د کموالي له امله يو څو ذکر کوو، مګر د دې مانا دا نه ده، چې دا فرښتې دي او هيڅ غلطي ترې نه شي کېدلاى، بلکې دوى په ټوله مانا سره انسانان دي.
١- امام حسن البنا رح: د ((اخوان المسلمون))د تنظيم بنياد ايښودونکي دى. د دې تنظيم له پاره يې د اسلام په اساساتو برابر يو منهج او تګ لاره وټاکله او د اسلامي ټولنې د بيا ژوندي کولو له پاره يې د نوي روح په حيث وړاندې کړه.
١- امام حسن البنا رح د مصر د ((٣٠٠٠))درې زره کليو او ښارونو څخه ليدنه وکړه او په دې ځايونو کې يې تقريرونه وکړل او خلک يې د خپلو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو هواريو ته متوجه کړل او دا په داسې حال کې چې د پنجشنبې د نيمې او جمعې د ورځې څخه پرته نورې ټولې ورځې يې په تدريس کې مصروفې وې او د مکتب څخه يوه ورځ هم غير حاضر شوى نه دى.
٢- امام مودودي رح: دوى د هند په نيمه وچې کې د جماعت اسلامي بنياد ايښى دى. که چېري اخوان المسلمون او جماعت اسلامي او د دې په څېر نور اسلامي تحريکونه نه وي نو اوسنۍ نړۍ کې به داسې څوک نه وي چې اسلام د يو بشپړ نظام په حيث وپېژني او اسلام به يوازې د څو بې روحه عبادتونو نوم وي او په خاصه توګه هغه وخت چې دعوتګران حاکمانو د ګټو ساتونکي او د هغوى غلامان وي.
٣-نجم الدين اربکان: په لادينه ترکيه کې ((حزب السلامة))تاسيس کړ او بيا اسلامي ترکيې د جوړولو له پاره يې يو منظم کار پېل کړ او نن د لادينيت، ماسونيت او نورو ټولو اسلام دښمنه افکارو د مقابلې له پاره د حزب ((رفاه)) قيادت په غاړه لري.
٤- سيد قطب: هغه شخصيت دى چې ويل به يې: زموږ خبرې بې روحه وي، مګر کله چې د هغه په لاره کې شهيدان شو نو هغه ژوندۍ شي. هغه خپل ژوند د اسلامي امت څخه قربان کړ او د هغه فکر د ځوانانو د صحيحې او بشپړې استراتيژيکې پوهې له پاره توښه وګرځيدله.
٥- شهيد عبدالله عزام: په هغه چې کله د فلسطين مځکه تنګه شوه نو د هغه ځاى څخه د جهاد له پاره د افغانستان په لور وخوڅيده له نوي سره يې د جهاد روح را ژوندۍ کړه. هغه خپله کورنۍ په عمان کې په يوې وړوکې کوټه کې واچوله او په خپله د جهاد په لور روان شو او د جهاد تر څنګ يې درس ته ادامه ورکړه او ماستري او دکتوره يې تر لاسه کړه په داسې حال کې چې د خداى تعالى د دين د حاکمولو او د اسلامي نړۍ د ازادۍ له پاره په جهاد کې مشغول و.
٦- احمد ياسين: هغه به د دې امت پر ضد ګواهي ورکوي، ځکه چې هغه په دې شل ځان باندې متحرک دى او د ټول امت په صحيح او سالم ځان باندې بې خوځښته او شل دي.
دا هغه مجاهد دى چې د يهودانو د فشارونو او د ده او د فلسطين د اسلامي تحريک ((حماس)) پر ضد د يهودانو ظالمانه فيصلو په وړاندې هيڅکله سر ټيټ نه کړ.
دې مثالي شخصيتونو د خپل ژوند يوه لحظه هم بې ځايه تېره نه کړه.
او د اسلام په پوهه کې يې په يوه طريقه اکتفاء و نه کړه او د مذهبي تنګ نظر يه څخه يې کار وا نه خيست.
دا داسې نمونې دي چې په ډېرړ شکلونو يې د جهاد مقدسه فريضه ادا کړې ده.
او په افغانسان کې په زورګونو مجاهدين او شهيدان داسې شته چې بايد د ځوانانو له پاره نمونه او قابل تقليد مثال وګرځي.
لکه د افغانستان ملت (مهاجرين، مجاهدين، سړي، ښځې او ماشومان) په عام ډول د جنګ او د صلحې د صبر او استقامت ښکلي مثالونه دي.
موږ دا استرتيژيکي نمونې ځکه يادې کړې چې دوى د اسلام له پاره کار کړى او په داسې وخت کې يې د اسلام له پاره قرباني ورکړې چې خلکو کې د سرښندنې جذبه مړه وه او دوى بې حرکته پراته وو او د حاکمانو او پادشاهانو په لور ور مات شوي وو.

امام حسن البنا رح څخه پوښتنه وشوه چې کله ويده کيږې؟هغه په جواب کې ورته وويل: ﺁيا د دعوت دې لوى بار موږ ته د خوب وخت پرېښى دى؟ ﺁيا مسؤليتونه د وخت په پرتله زيات نه دي؟ هغه به په شپه او ورځ کې څلور ساعته ويده کېده.
استاذ عمر تلمساني د امام حسن رح په باب وايي: ((هغه ته خپلو شاګردانو د نژدېوالي کوښښ وکړ نو هغوى ورته نژدې شول هغه به زموږ د جملې څخه يو ((٢٥))کلن يا د زيات و کم عمر ځوان د پارلمان په تالار کې د وزيرانو سره د ليدلو له پاره لېږه او هغه د دې وظيفې له پاره په داسې حال کې ته چې اول په خداى تعالى او بيا په ځان به يې پشپړ اعتماد و او دا کوښښ به يې کاوه چې خپل مسؤليت ادا کړي او ښه نتيجه د ځان سره راوړي.

دا کار به نن ورځ يو شمېر ځوانانو ته اسان ښکاريږي، مګر که په بې طرفانه نظر وګورو نو بايد هغه استبداد، لادينيت او د نورو غلامۍ او داسې نور حالات هېر نه کړو چې حتى د ازهر يو شمېر مشهور کسان يې هم رنګ اړولو ته اړ کړل چې د هغوى له جملې يو هم شيخ علي عبدالرزاق و.
اوس سوال دا دى چې زموږ څخه هر شخص د ننني عصر د ظروفو او پېچلو حادثاتو په رڼا کې، د موجوده او تېرې شوې زمانې څخه په استفادې سره او د اينده په باب د هيلمندۍ او تخمين په ذريعه څرنګه کولى شي چې يو استراتيژيکې مثال جوړ شي.
په افغانستان کې ځوانان يو ((بشپړ پلان))ته ضرورت لري. دوى بايد د هم دې پلان په دائره کې د ننه حرکت وکړي هر فرد بايد د کار د يو ټولۍ غړى وي او يا دا ټولۍ د څو نورو داسې ټوليو څخه تشکيل شي چې د کار استعداد په کې وي او دا ((بشپړ پلان))يې تنظيم کړى تر څو د امت د اينده د جوړولو کار په ښه ډول صورت ونيسي.

 دکتور مصباح الله 

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: