ځوانانو! د اسلام بیرغ ستاسو په مټو پورته کیږي

لیکنه: سید نزیلي.

ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

ځوانان د ټولنې د ملا تیر

قدرمن استاذ شهید البناء ځوانانو ته په خپله رساله کې وايي: ( فکر هغه وخت بریا مومي، چې په ریښتینولۍ یې ایمان اوب اور ځواکمن وي، د پلي کیدو لپاره یې پوره اخلاص وشي، په اړه یې غوره هڅه او هاند موجود وي او د عملي کولو لپاره یې کاري وړتیا او سرښیندنه څرګنده شي، او کیدای شي همدغه یاد شوې اساسات ( ایمان ، اخلاص، هڅه اوهاند او کارکول) د ځوانانو له ځانګړتیاوو څخه وي، ځکه د ایمان بنسټ هوښیار زړه، د اخلاص بنسټ سپیڅلی ضمیر، د هڅو لامل پیاوړی شعور دی او د ښه کار کولو لپاره ځوان عزم او هوډ ته اړتیا ده …او دغه ټول نشې ترلاسه کیدای مګر په ځوانانو کې، له همدې ځایه ویلی شو چې ځوان د هرې ټولنې لپاره د ستنیې حیثیت لري.)

دهرانقلاب لپاره د ملاتیر شمیرل کیږي، او د هر فکر بیرغ لیږدوي

(انهم فتیة آمنوا بربهم و زدناهم هدا) الکهف۱۳.

(دوی داسې ځوانان دي چې په خپل پالونکي ایمان لري، او موږ د دوی هدایت او لارښوونه زیاته کړی وو).

اسلام ځوانانو ته پاملرنه کوي

یاده دې وي! چې اسلام له لومړیو وړانګو رانیولې بیا تر ټولو غوره پیړیو پورې ځوانانو ته کلکه پاملرنه کړې، نو ځوانان دي چې د ټولنې د ملاتیر تشکیلوي، خپلو خلکو ته نوی ژوند او نوې هیلې وربښي، په ځواک، زغم او صبر سره یې لمانځي، د عزت سمبول یې ګرځوي د دښمن په مخ کې خنډ ګرځي….، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: (نصرت بالشباب) یا (نصرنی الشباب)، ( د ځوانانو په مټ مې بری موندلی یا ځوانان مې د بري لامل ګرځیدلی) ځوانان دي چې د بښلو او عفوې توان لري، ځوانان دي چې د ټینګ ګوزار وړتیا ورسره شته.

باید ووایو چې، دا د دې معنا نه ورکوي چې د پاتې نورو عمرونو څښتنانو ته هیڅ اړتیا نشته کوم چې ټولنه ځینې جوړه شوې، ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپل دعوت په لمړیو کې د ځوانانو تر څنګ ماشومانو، سپین ږیرو او ښځو ته هم پاملرنه کړې ده، ښکاره ده چې، د هر دور کسانو ته د دعوت په اوږدو کې اړتیا لیدله کیږي، د ټولنې په سمون کې باید برخه واخلي، یو انسان د خپل وس او توان سره سم د ټولنې په خوځښت کې مسولیت لري… ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې کله د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شو، نو د خپل ټولنیز موقف سره سم یې د اسلام په خوراوي کې هڅې پیل کړې، خبرو ته یې د ټولنې لوړ پوړو کسانو غوږ ونیوه ، او په ترڅ کې یې د عثمان بن عفان او عبدالرحمن بن عوف… غوندې کسان  او نور د ټولنې مخور د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شول، ځکه د دعوت په لاره کې ثبات، د حق او ریښتینولۍ ښه سمبالښت، د کړاوونو په وړاندې پوره صبر او د سختیو په مخ کې سختي د دې لامل شول چې په سرکښو نفسونو اغیز وکړي، جابر او زورواکي نفسونه را لاندې باسي، کله چې ورته په ډاګه شوه چې د حق نه د مخ اړولو معنا یوازې کبر او غرور کیدای شي، (فانهم لا یکذبونک و لاکن الظالمین بآیات الله یجحدون) الانعاک ۳۳.

(بې شکه دوی ستا تکذیب نه کوي (په ریښتینې توګه) بلکې دا ظالمان د خدای له ایاتونو څخه انکارکوي)

اسامه لا شل کلن نه وو

که چیرې د اسلام په ملاتړ د ځوانانو رول ته یوه چټکه کتنه وکړو، نو وبه ګورو چې په ټولو غزوو کې د جګړېیږ ډګر لمړی خط په ځوانانو تود تیر شوی، تل د جهاد سنګر د ځوانانو په مټ غښتلۍ پاتې شوی، تر دې چې تنکيو ځوانانو به د جهاد په صفونو کې د ګډون مسابقه کوله، ځینو به له ډیر خفګانه ژړل. کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د عمر له کبله په جهادي صف کې د منلو وړ ښکاره نشو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل عمر په وروستیو شپو او ورځو کې یو لوی لښکر د کفارو سره د جګړې په منظور تیار کړ، د دې لوی لښکر مشري یې تنکي ځوان اسامه بن زید رضی الله عنه ته وسپارله، خو لښکر لا خپلې موخې ته نه وو رسیدلی چې پاک نبي صلی الله علیه وسلم وفات شو، د خلافت واګې ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته پاتې شوه، هغه هم همغه د رسول صلی الله علیه وسلم کړې پریکړه د اسامه د لښکر په تړاو عملي کړه، چې له دې نه د مسلمانانو تربیوي اړخ ښه څرګندیدای شي، د لویو لویو صحابه وو لښکر یې کشر تنکي ځوان اسامة ته وسپارلو، چې په دې لښکر کې علي بن ابي طالب، عثمان بن عفان، او نور صحابه رضی الله عنهم اجمعین موجود وو، د لښکر د خوځښت په وخت کې ابوبکر صدیق او عمرفاروق رضی الله عنهما د لښکر د خدای په امانئ په موخه یو څه لاره د لښکر ملتیا وکړه، اسامة وغوښتل له خپل آسه راکوز شي تر څو د مسلمانانو خلیفه په آس سپور شي، خو د مسلمانانو خلیفه ونه منله او ورته ویې ویل: له آسه مه کوزیږه، هیڅکله به هم زه ستا په آس سپور نشم…

په دې توګه دوو مخورو صحابه وو د اسامة د لښکر تشریفات اداء کړل، د هغه لښکر تشریفات چې مشري یې یو تنکی ځوان کوي، کوم چې عمر یې له شلو کلو، نه آوړي.

محمد بن قاسم او محمد الفاتح

د اسلام سپیڅلۍ بیرغ تل د ځوانانو په لاس کې پاتې شوی، د اسامة بن زید په څیر محمد بن قاسم یادولۍ شو، چې د ځوانۍ په دوران کې د جهاد قومندان وو، او په وړتیا او هڅو یې الله پاک هند ته څیرمه دولتونه فتحه او د اسلام مبارک دین یې پکې خپور کړ، ورته بل مجاهد محمد الفاتح ځوان مسلمان سرلښکر وو، چې د جهادونو په سلسله کې یې ترکیه فتح کړه، کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د فتح کیدو زیرۍ مسلمانانو ته مخکې ورکړی وو.

شهید البناء هم ځوان وو

همداسې استاذ حسن البناء… د اسلامی حرکت بنسټ ایښودنکی امام چې د ځوانۍ په حالت کې یې سترګې د اسلام په وړانګو رڼې شوې، د اسلام د دین خدمت ته یې مټې را بډ وهلې، په مختلفو لارو او په ټولو شته وسایلو یې د اسلامي امت د خوځښت لاره خپله کړه، په دې سپیڅلې لاره کې یې جهاد خپله لمړۍ دنده وشمیرله، دعوت او تبلیغ، تعلیم، امربالمعروف او نهی عن المنکر، د بدمرغیو مخنیوۍ، د ګډوډیو او فساد له منځه وړل او ریښتیني شامل او کامل اسلام ته د خلکو رابلل یې خپله یوازنۍ وجیبه وبلله، کورنۍ، ټولنې ‎، علماوو، مشرانو او آن پاچاهانو ته یې د دغه دین بلنه ورکړه، د اسلامي شریعت پلي کولو ته یې وهڅول، د اسلامي امت د نام او نښان، او عزت د راژوندي کولو لپاره یې په کار وګمارل.

حسن البناء څه غوښتل؟

محترم استاذ هیڅکله هم د یوه سالم او صحیح بنسټ څخه غافل نه وو، د اسلامي امت لپاره یې داسې یو مسلمان فرد غوښتلو چې لس ځانګړتیاوې ولري، د اسلام په وړانګو رڼا شوی کورنۍ نظام یې غوښتو، د داسې اسلامي حکومت لپاره یې کار کولو چې حکم او امر یې د خدای د شریعت په بناء سره پلی وي، د خدای احکام نافذ او تطبیق کړي، په دې یې هم بسنه ونکړه، بلکې دې لارې ته یې لاپسې وده ورکړه، تر څو ملتونه خپله اسلامي تګلاره وپیژني، او په ترڅ کې یې یو واحد اسلامي امت راڅرګندشي

(وقاتلوهم حتی لاتکون فتنة ویکون الدین کله لله فان انتهوا فلاعدوان الا علی الظالمین) البقرة ۱۹۳.

(او جنګ وکړئ له دوی سره تر هغې چې پاتې نشي فتنه(شرک اوفساد) اوشي د دین(حکم) خاص الله لره، نو که چیرې وګرزیدل دوی(له تجاوزه نوتاسې تجاوز مه کوئ پردوی باندې) نشته هیڅ تیرۍ مګر پر ظالمانو).

دا ټول د یو بین المللي اسلام د راژوندي کولو لپاره پیلامه وه چې مسلمان امت ورځینې عاجز پاتې شوی وو، ومولیدل چې (بناء) په آخرکې د یوې ښې نمونې په حیث لوی استاذ وپیژندل شو، خلکو ته یې د اسلام په رڼا کې ژوند ښودلو، تر څو خپل ځانونه له هلاکته وژغوري او د اسلام په رڼا کې آزاد مستقل او خپلواک ژوند وکړي

(الذین ان مکناهم فی الارض اقاموا الصلاة وآتواالزکاة و امروابالمعروف و نهوا عن المنکر، ولله عاقبة الامور) حج ۴۱.

(هغه کسان چې که چیرې موږ دوی ته په ځمکه کې غلبه په برخه کړو، نو اداء کوي لمونځ، او ورکوي زکات، په نیکو امرکوي، او له بدو مخنیوۍ کوي، او د ټولو کارونو آخري پای خاص د الله په ولکه کې دی)

اسلامی حرکت ستاسو د مټو برکت دی

بې له شکه اسلامي ټولنې په هر وخت او زمان کې سره نیښتې، یو پربل یې ډه ډه وهلې او په ترڅ کې یې یو قوي ملت تشکیل کړی، دا سهي نه ده چې یوه برخه دې له بلې ضعیفه څرګنده شي، او بله دې کوښښ وکړي تر څو په یوازې ځان له نورو لري کار وکړي پرته له دې چې له خپلو وروڼو سره کلک تړاو ولري، بلکې مسلمانان لکه یو جسد غوندې باید یو پربل تکیه ولري، د ستونزو د هواري په برخه کې باید یو له بل سره لاس ورکړي، د هرځای او ټولنې د مسلمانانو ستونزې باید د ځان ستونزې وبولي، د هرې شته لارې نه یې د حل لارې چارې ولټوي،

(ان هذه امتکم امة واحدة و اناربکم فاعبدون) الانبیاء ۹۲.

(په تحقیق سره دا ملت ستاسې یوملت دی، او زه ستاسو رب یم، پس یوازې زماعبادت وکړئ).

او دا ټکۍ په ښکاره توګه د (اخوان) د ډلې په دعوت کې څرګند دی… وايي چې مرحوم جابر رزق د دعوت د مجلې سرمحرر، چې کله په کال ۱۹۷۴ زیږدیز کې له زندانه راخوشۍ شو، خپل ټاټوبي (کرداسة) نومې ځای ته لاړ، نو لیدو ته یې یو ټولۍ د ځوانانو راغۍ… کوم چې د ده د زندان په وخت د (اخوان) له دعوت سره آشناشوي وو، کله چې یې د راټول شوو ځوانانو سره تعارف وکړ، نو د ډیرې خوشحالۍ نه په ژړا شو، ځکه ده داسې نه انګیرله چې دومره ډیر ځوانان به دعوت ومني، په داسې حال کې چې د دین او فکر څښتنان تر سخت کړاو لاندې وو، د زندان تر تورو تنبو وړاندې له رنګارنګ عذابونه څخه سخت کړیدل، خو په دې کې شک نشته چې د خدای دعوت به اول او آخر سرلوړی وي.

زه هم د ورور جابر نه یو کال ورسته په ۱۹۷۵ کې له زندانه خلاص شوم، همداسې صحنه مې ولیده لکه هغه چې لیدلې وه، د خدای د لوی نعمت حمد او ثناء مې یاده کړه، د خدای د فضل په لیدو مې د خوشحالۍ اوښکې راتویې کړې، بې شکه چې خدای پاک خپل دین په همداسې نیکو تکړه ځوانانو سره ساتي.

د دعوت په لاره کې کارکول، څو برخې لرې، چې په هره برخه کې د همغه دور شته خلکو ته په شته توان سره کاري مجال شته دی، تر دې چې ټول خلک په خپله پراخه غیږه کې رانغاړي او د هر عمر وګړي په کار بوختوي، هیڅکله نشي کیدای چې یوه برخه یا یو دور دې بل ته اړتیا ونلري، نشي کیدای چې یو اسلامي حرکت دې د یو دور کسان لري له بل دور څخه پر مخ بوزي، نشي کیدای… تر څو چې د هرې برخې او ټولنې د هر دور غړي په همآهنګه توګه طبیعي هم غږي ونښیي، د محبت او رحم سره د احترام او وقار په رڼاکې کار ونکړي، په داسې صورت کې چې د احساساتو وړانګې په معقولیت تکیه ونکړي اسلامي حرکت نشي بریالۍ کیدای.

استاد بناء  وایي:

احساسات په خپلو عقلونو سره مهارکړئ، خپل عقلونه د احساساتو په وړانګو سره روښانه کړئ، خیال او فکر د حقیقت او ریښتینولۍ سره مل کړئ، حقایق تل د خیالونو په لوړوالي کې څرګند کړئ…

او دا هغه وخت امکان لري چې د هر دور خلک سره هم غږي وښيي.

خداي ښه پوهیږي چې زه د خپلو ځوانانو بچیانو سره څومره مینه لرم، تر کومه حده یې احترام او عزت ساتم، د خوښۍ ښکارندویي ورته په مختلفو لارو څرګندوم، ځکه زه یې وینم چې د خپلو پلرونو لارې ته په طبیعي توګه ادامه ورکوي، د خپلو نیکونو نیغه لار پل په پله سره تعقیبوي.

ښکاره ده چې د اسلامي دعوت ژوند هغه وخت ښه ځای نیسي، کله چې نسل د نسل ښه متابعت وکړي، د هر دور خلکو ته لازمي ده چې د همدې طلایي چانس کلکه ساتنه او پیاوړې پاملرنه وکړي، په ځان پسې د نویو نیکانو هڅه وکړي، تر څو دی مطمین شي چې زما راتلونکي ځوانان په ما پسې شته که چیرې زه نه وم نو ځای ناستۍ به مې وي، په دې سره به دی روحي خوشحالي تر لاسه کړي.

هیله لرم چې د خدای جل جلاله سره په داسې حال کې مخامخ شو، چې هغه زمونږ نه راضي وي.

(یا ایهاالذین آمنوا اتقوالله حق تقاته و لا تموتن الا وانتم مسلمون) آلعمران ۱۰۲.

(اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړۍ، وویریږي له الله په ریښتینې ویریدا سره، او مه مرئ! مګر په داسې حال کې چې یئ تاسې(ریښتیني) مسلمانان)

دعوتګر د ولکې او زورواکۍ سره مینه نلري، تل به یې ګورې چې په ورین تندي، خلاصه ټنډه په نرمۍ سره د خلکو سره ناسته پاسته کوي،…د هر سن او عمر خلکو ته ځانګړې دندې سپارل کیږي، لوړ سنه خلک د تربیې په ډګر کې د پام وړ ونډه لري، په محبت او دوستۍ سره د نورو د کارو کتنه کوي، الحمدلله د دعوت په لارکې کار کول بنسټیز رول لري…چې ځوانان په هره برخه کې تر ټولو غوره ونډه اخلي، ځکه توان یې لري، لوړ سنه خلک نشي کولۍ د ځوانانو ځای ته ورسیږي، او د هغوی غوندې درانده کارونه سرته ورسوي، د هر دور لپاره ځانګړې دندې دي.

(ولکل وجهة هو مولیها)بقرة ۱۴۸.

(د هر چا لپاره ځانګړی لوری شته چې مخ ګرځوي هغه ته).

خو اې ځوانانو! کوم خلک چې په ډګر کې په ریښتینې توګه کارکوي هغه همدا تاسې ځوانان یاست، خدای دې په تاسو کې برکت واچوي، خپل مسوولیت په ښه توګه سرته ورسوئ، او درسپارل شوی کار په غوره بڼه اداء کړئ، د خپلو پلرونو او مشرانو تر نظارت او محبت لاندې عمل وکړئ، ځکه هغوی ستاسو په نیکو کړنو خوشحالیږي، اطمینان یې حاصلیږي چې زموږ دین او فکر لا تر اوسه زموږ په اولادو کې ژوندۍ دی، ستاسو په لارښوونه بخل نه کوي، ستاسو په رهنمايۍ زیات تازه کیږي، ځکه د دین لاره یوه او محبت خدایي دی.


سید نزیلي د اخوان المسلمین د مشرانو څخه دی.

خليل الرحمن حنيف


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب