جیولوژي

ځمکه څه شی ده؟ شکل، شپه او ورځ، موسمونه، طبقې

ځمکه څه شی ده؟

دا مقاله د ناسا پوهې (NASA Knows! (Grades 5-8)) د لړۍ یوه برخه ده. ځمکه هغه سیاره ده چې موږ ته د کور حیثیت لري. ساینس پوهان پدې عقیده دي چې ځمکه او سپوږمۍ هم د متباقي لمریز غونډال (سیستم) په شان تقریبا په عین وخت کې رامنځ ته شوي دي. هغوی باور لري چې ځمکه شاوخوا 4.5 ملیارده کاله پخوا رامنځ ته شوې ده. ځمکه په لمریز غونډال کې د جسامت یا لویوالي له اړخه پینځم مقام لري چې قطر یې شاوخوا 8000 مایله دی. او ځمکه له لمر څخه د واټن په اساس دریمه ترټولو نیژدې سیاره ګڼل کېږي چې له لمر څخه په اوسط ډول شاوخوا 39 مایله واټن لري. یوازینۍ سیارې چې لمر ته له ځمکې څخه په نیژدې واټن قرار لري عطارد او زهره دي. له ځمکې څخه د ګلډیلاکس (Goldilocks) سیارې په نامه هم یادونه شوې ده. د “ګلډیلاکس او دریو اېږو” د کیسې له مخې، د یوې کوچنۍ جلۍ چې ګلډیلاکس نومېده هرڅه خوښېدل. د دغې کیسې له مخې، دا ناشونې ده چې د هغې فرني یا پوڅه دې ډېره ګرمه یا ډېره سړه و اوسي. او د هغې د خوب تخت دې ډېر کلک یا ډېر نرم و اوسي. په ځمکه کې هرڅه د ژوند کولو لپاره مناسب دي. ځمکه ګرمه ده خو دومره نه چې سړی وسېزي. ځمکه اوبه لري خو دومره نه چې لاهو مو کړي.
ځمکه یوازینۍ سیاره ده چې د ډېرو اوبو په درلودلو سره پېژندل کېږي. اوبه د ژوند لپاره حیاتي یا اساسي ماده ګڼل کېږي. ځمکه یوازینۍ سیاره ده چې ژوند پکې شتون لري.

ځمکه څنګه ښکاري؟

ځمکه له تشې یا فضا څخه د نیلي مرمرو په شان ښکاري چې شاوخوا یې سپینې کرښې یا کړۍ او خړې، ژېړې، نیلي او سپینې سطحې شتون لري. نیلي رنګ اوبه دي چې د ځمکې د مخ شاوخوا 71% سلنه یې پوښلې ده. سپینې کړۍ یا لیکې ورېځې دي. خړ، ژېړ او زرغون یا شین رنګ د ځمکې یا خاورو نمایندګي کوي. او بلاخره سپینې سیمې عبارت دي له کنګلونو او واورو څخه.

د استوا کرښه یوه مجازي کړۍ ده چې ځمکه په دوه برخو (دوه نیمو) سره وېشي. شمالي برخې ته یې شمالي نیمه قاره ویل کېږي او جنوبي برخې ته یې جنوبي نیمه قاره ویل کېږي. تر ټولو شمالي نقطې ته شمالي قطب او ترټولو جنوبي نقطې ته جنوبي قطب ویل کېږي.

څنګه پوه شو چې ځمکه مدوره/ګرده ده؟

انسانان پدې پوه شوي چې ځمکه له 2000 کلونو راپدېخوا مدوره یعنې ګرده ده! پخوانیو یونانیانو به په دوبي کې د اجسامو د سیورو او همدارنګه د ځمکې د محیط لپاره محاسبات ترسره کول. هغوی به د ستورو او آسماني اجسامو نه په استفادې سره د ځمکې پر مخه واټنونه یعنې فاصلې محاسبه کولې. هغوی حتی کولای شول د خصوف پرمهال په سپوږمۍ باندې د ځمکې مدور یا ګرد سیوری ننداره کړي.(موږ اوس هم کولای شو د خصوف پرمهال د ځمکې مدور یا ګرد سیوری ننداره کړو.)

نن صبا، ساینس پوهان د ځمکې د ګردوالي، جازبې او څرخښ د اندازه کولو لپاره د جیودېزي له علم څخه استفاده کوي. جیودېزي په دقیقه توګه اندازه کوي چې ځمکه ګرده ده. ساینس پوهان کولای شي د GPS او نورو سپوږمکیو په مرسته د سانتي متر په دقت یا مقیاس سره د ځمکې د جسامت او شکل کچنه وکړي. همدارنګه له تشې یا فضا څخه اخیستل شوي انځورونه هم ښئي چې ځمکه د سپوږمۍ په څېر ګرده/مدوره ده.

که څه هم زموږ سیاره ګرد یا کروي شکل لري خو دا په بشپړه توګه کروي نه ده. د هغې قوې له امله چې د ځمکې د څرخښ په پایله کې رامنځ ته کېږي، شمالي او جنوبي قطبونه یو څه هموار دي. د ځمکې څرخښ، لړزوي حرکت او نورې قووې د دې لامل کېږي ترڅو د هغې شکل په خورا بطي ډول بدلون و مومي، خو ځمکه لاهم ګردۍ یعنې مدوره ده.

ځمکه څنګه حرکت کوي؟

ځمکه هرې 365 ورځې یا یو کال وروسته د لمر په شاوخوا خپل مدار بشپړوي. د ځمکې مدار په بشپړ ډول دایروي نه دی. هغه بیضوي یا د هګۍ شکل ته ډېر ورته والی لري چې همدا موضوع (د ځمکې بیضويتوب) د دې لامل کېږي ترڅو له لمر څخه د ځمکې واټن د کال په اوږدو کې بدلون ومومي. ځمکه په جنورۍ میاشت کې لمر ته په ترټولو نیژدې واټن یعنې 91 ملیونه مایله کې واقع کېږي چې دغه حالت ته ساینس پوهان “perihelion” وایي. ځمکه په جولای میاشت کې لمر ته په ترټولو لرې واټن یعنې 59 ملیونه مایله کې واقع کېږي چې دغه حالت ساینس پوهان” aphelion” وایي.


د استوا په کرښه، ځمکه په ساعت کې له 1000 مایلونو څخه په لږ څه ډېره چټکتیا سره څرخي. ځمکه په هرو 24 ساعتونو یا یوه ورځ کې په خپل محور څرخي. د ځمکې محور هغه فرضي کرښه ده چې له مرکز څخه په تېرېدو شمالي او جنوبي قطبونه سره نښلوي. د ځمکې محور په مستقیم ډول په کارته پورته کېدو سره، د 23.5 درجې زاویې په اندازه انحراف کوي.

شپه او ورځ څنګه رامنځ ته کېږي؟

په هر وخت کې، د ځمکې یوه برخه د لمر په واسطه روښانه او بله برخه یې په تیاره کې ده. هغه سیمې چې مخ په لمر دي ورځ او هغه چې په مخالف جهت یا له لمر څخه په واټن کې دي شپه تجربه کوي. دا چې ځمکه د حرکت/څرخښ په حالت کې ده، نو د ځمکې پرمخ ډېری سیمې په هرو 24 ساعتونو کې یو ځل شپه او ورځ تجربه کوي. شمالي او جنوبي قطبونه د کال په مختلفو وختونو کې دوامداره روښنایي (ورځ) او دوامداره تیاره (شپه) تجربه کوي.

ولې ځمکه موسمونه لري؟

ځمکه د خپل محوري انحراف یا میلان له امله موسمونه رامنځ ته کوي. نو له همدې امله، د کال په جریان کې مختلفو وختونو ته په کتو سره د لمر وړانګې د ځمکې په بېلابېلو برخو په نسبتا مستیقم ډول برخورد کوي. له جون څخه تر اګست پورې، د لمر وړانګې د جنوبي نیم قارې په پرتله په شمالي نیم قاره کې په خورا مستقیم ډول برخورد کوي چې پایله یې په شمالي نیم قاره کې تودوخه (دوبی) او په جنوبي نیم قاره کې سړدوخه (ژمی) ده. له ډسمبر څخه تر فبرورۍ پورې، د لمر وړانګې د جنوبي نیم قارې په پرتله په شمالي نیم قاره کې په خورا غیر مستقیم ډول برخورد کوي چې پایله یې په شمالي نیم قاره کې سړدوخه (ژمی) او په جنوبي نیم قاره کې تودوخه (دوبی) ده.
له سپتمبر څخه تر نوامبر پورې، د لمر وړانګې په مساوي ډول په دواړو نیمه قارو باندې عمل کوي چې پایله یې په شمالي نیم قاره کې منی او په جنوبي نیم قاره کې پسرلی دی.
همداډول له مارچ څخه تر مې میاشتې پورې د لمر وړانګې په دواړه نیمه قارو باندې د زاویې له مخې په مساوي ډول عمل کوي چې پایله یې په شمالي نیم قاره کې پسرلی او جنوبي هغې کې منی په لاس راځي.

د ځمکې مختلفې برخې کومې دي؟

ځمکه د خاورې، هوا، اوبو او ژوند څخه جوړ یو ترکیب دی. خاوره د ځمکې هغه برخه ده چې غرونه، درې او هموارې سیمې یې رامنځ ته کړې. د ځمکې هوا له مختلو ګازونو جوړه ده چې ډېری برخه یې نایتروجن او اکسیجن ګازونه جوړوي. په اوبو کې سمندرونه، جهیلونه، سېندونه، بخارونه، باران، واوره او کنګلونه شاملېږي. د ځمکې د ژوند برخه یا قشر عبارت دی له انسانانو، حیواناتو او نباتاتو څخه. د ځمکې پرمخ په ملیونونو ډوله ژوندي موجودات شتون لري چې د جسامت له نظره له خورا کوچني ژوي نیولې بیا تر خورا لوی ژوي پورې موجود دي.
د ځمکې تر سطحه لاندې د اوسپنې او کاڼو قشرونه دي چې له دغې قشرونو څخه په تېرېدو او لاندې تلو سره تودوخه ډېرېږي چې بلاخره د ځمکې په داخلي برخه یعنې هسته کې تودوخه د فارنهایټ شاوخوا 12000 درجو ته رسي.
د ځمکې قشرونه یا برخې یو وخت له یو بل څخه په مجزا ډول د نندارې وړ وې. خو اوس هغوی د ځمکې د سیستم په حیث یو ځای ښکاري. هره برخه یا قشر یې په بله برخه یا قشر پورې نښلي او اغېز ورباندې کوي. د مثال په ډول:
• ورېځې له هوا څخه په ځمکه واورې او باران وروي.
• اوبه نباتاتو او ژویو ته ژوند ورکوي.
• د ځمکې پرمخ اورغورځوونکي هوا ته ګاز او دوړې استوي.
• انسانان هوا تنفس کوي او اوبه څښي.
د ځمکې د مختلفو برخو تر ترمنځ د انفعالاتو څېړنې ته د ځمکې د سیستم علم وایي.

ناسا (NASA) ولې او څنګه ځمکه مطالعه کوي؟

ناسا (NASA) ځمکه پدې موخه مطالعه کوي ترڅو پوه شي چې یاده سیاره څه ډول بدلون مومي. د ځمکې برخې-خاوره، هوا، اوبه او ژوند تل د بدلون په حالت کې دي. دغه بدلونونه ځینې یې طبیعي او ځینې یې د انسان په واسطه رامنځ ته کېږي. ساینس پوهان غواړي پوه شي چې ځمکې په وروستیو کې څه ډول بدلون موندلی او فعلا څه ډول بدلون تجربه کوي. دغه معلومات هغوی سره مرسته کوي ترڅو په ځمکه کې د احتمالي بدلونونو په اړه وړاندوینه وکړي.

ناسا (NASA) له سپوږمکیو څخه په استفادې سره د ځمکې په اړه څېړنې کوي. سپوږمکۍ له تشې یا فضا څخه د ځمکې په لور متوجه دي. هغوی تصویرونه اخلي او د ځمکې د ټولو برخو په اړه معلومات راټولوي. د ناسا (NASA) سپوږمکۍ د ورېځو، سمندرونو، ځمکو یا سطحو او کنګلونو د ننداره کولو لپاره ځانکړې شوې دي. همدارنګه یادې سپوږمکۍ د ځمکې په اتمسفیر کې د شته ګازونو لکه د اوزون طبقې او کاربن دای اکساید کچنه کوي. هغوی څېړنه کوي چې د ځمکې اتمسفیر په کومه کچه انرژي اخلي او خپروي یې. او یادې سپوږمکۍ د ځنګلي اورلګېدنو، اور غورځوونکو او د هغوی د لوګیو څارنه ننداره کوي.
د ناسا (NASA) سپوږمکیو په مرسته راټول شوي معلومات د ساینس پوهانو سره د هوا او اقلیم په اړه د وړاندوېینې په برخه کې مرسته کوي. دغه معلومات د بزګرانو سره مرسته کوي ترڅو پرېکړه وکړي چې کله او څنګه تخمونو وکري. او همدارنګه دغه معلومات د بیړنیو حالاتو د کارکوونکو سره د طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې مرسته کوي.
په هره کچه چې خلک د ځمکې او د هغې د احتمالي بدلونونو په اړه پوهه ولري، په هماغه اندازه کولای شي پدې اړه غوره پرېکړې وکړي.

ژباړن: غلام حسیني خرم

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: