پېغمبر (ص) د ځواني په وخت کې
خو په ځواني کې په لاره برابر ځوان د همېشه له پاره سر پورته نيولى وي او پراخه تنډه لري، د ده دعوت دښمنان په لنډه يا لېري ماضي کې د ده کار مخه نه شي نيولاى…
چې په ځواني کې د ښه سيرت خاوند وي.
الله تعالى لور ته په دعوت، د اخلاقو په اصلاح او د منکراتو په جګړه کې هغه دعوتګر بريالى کېداى شي چې په ځواني کې د ښه سيرت خاوند وي، ځکه د خلکو په منځ کې داسې څوک لاره نه شي موندلاى چې د دعوت په کار کې له پېل وړاندې په شخصي توګه بدنامي وي. موږ ډېر خلک وليدل چې د اصلاح او د اخلاقو د اصلاح کار يې کاوه خو په خپله په ناوړه اخلاقو باندې ملوث وو، له هم دې کبله خلکو مخونه ترې نه وګرځول. ناوړه ماضي د دغه دعوتګرانو په رښتينولى کې شک رامنځته کوي. او داسې تور ورباندې لګول کيږي چې د دعوت تر شا نورې خاصې غوښتنې سر ته رسوي، يا داسې تور ور باندې لګول کيږي چې دوى د خپل ژوند غوره مرحله په شهوتونو کې تېره کړې ده او اوس د عمر داسې وخت ته رسېدلي دي چې هماغه شيانو ته د استمرار ورکولو هيله نه لري چې د ناموس، مال، شهرت او منزلت له پاره به يې هڅې کولې.
خو په ځواني کې په لاره برابر ځوان د همېشه له پاره سر پورته نيولى وي او پراخه تنډه لري، د ده دعوت دښمنان په لنډه يا لېري ماضي کې د ده کار مخه نه شي نيولاى، او د ده له منحرفې ماضي څخه د ده په خلاف لاره نه شي موندلاى، څو خلک د ده د شان د سپکاوي له پاره دعوت کړي.
هو، الله تعالى په الله لور ته د رښتياني راګرځېدونکو توبه قبلوي، په اوسنيو نېکيو باندې يې پخوانۍ بدۍ ګانې له منځه وړي، خو دغه شان دعوتګر د هغه دعوتګر په شان نه دى چې د دعوت د بريالي کېدو هيله يې کيږي، مستقيم سيرت او ښه نوم ولري.
پېغمبر-صلى الله عليه وسلم د ځواني په وخت کي.
پېغمبر-صلى الله عليه وسلم د ځواني په وخت کې له خپلو ځوانو ملګرو سره په چټياتو او عبثو شيانو کې ګډون نه دى کړى، الله تعالى له چټياتو او بې ځايه کارونو څخه ژغورلى وو، د سيرت په کتابونو کې راغلي دي چې ده د ځواني په عمر کې د واده په محفل کې د مکې له يو کور څخه سندرې واورېدلې او اراده يې وکوله چې هلته حاضر شي، نو الله تعالى خوب ورباندې راوست او د لمر په وړانګو راويښ شو، له خپل قوم سره يې د بتانو په عبادت کې او د بتانو له پاره د حلالي په خوراک کې ګډون نه دى کړى، شراب يې ن دي څښلي، د قمار لوبه يې نه ده کړې، فاحشې خبرې چا نه دي ترې نه اورېدلې او خبرې يې له چا سره نه وې قطع کړې.
هغه-صلى الله عليه وسلم په خپله ځواني کې د خپل قوم په منځ کې په صادق او امين باندې شهرت درلود، د دوى په منځ کې په ښه معامله، په وعده وفا کوونکى، د مستقيم سيرت لرونکى او ښه نوم باندې شهرت درلود، چې له کبله يې خديجې-رضي الله عنها-ليوالتيا پيدا کړه چې په خپل مال باندې د تجارت هغه قافله وروسپاري چې هر کال به د بصرې ښار ته تله، او د خپل قوم د نورو کسانو دوه چنده اجره به ورکوي، چې کله مکې ته راستون شو، د هغې غلام ((ميسره)) دا د ده د امانت او اخلاص په اړوند خبره کړه، دې په دغه قافله کې ډېره ګټه تر لاسه کړه، د ټاکل شوې اجرې دوه چنده اجره يې ورسپاله، بيا د ده د امانت داري له کبله يې له ده سره دواده کولو ليوالتيا څرګنده کړه، ده د هغې غوښتنه ومنله، په نکاح يې کړه په داسې حال کې چې هغه له دې څخه پنځلس کاله کشر وو، له پيغمبرۍ وړاندې د ده د غوره اخلاقو له پاره ښه شاهدي د خديجې-رضي الله عنها-وينا ده، دغه وينا يې هغه وخت وويله چې کله د حراء په غار کې دى له وحې سره مخامخ شو او د لړزې په حالت کې راستون شو،: ((هيڅکله داسې نه ده، الله تعالى به تا هيڅکله ونه شرموي، په به خپلوي پالې، ته به له بې وسه سره مرسته کوې، د مېلمه درناوى به کوې او په پېښو کې به د حق مرسته او پلوي توب کوې)).
سرچينه:(درسونه او عبرتونه د مصطفى سباعي کتاب)