پښتو ګرامر

پښتو ی ګانې | دی که دئ ولیکو؟ 

(دی احمد دئ ؟    که دی احمد دی؟

    په هره ژبه کي د ګرافیمونو او لیک نخښو سمه او پر ځای کارونه د متن معنا او مفهوم سموي. که چیري ګرافیمونه او لیک نښي د ګرامري اصولو سره سم ،په لیکنه کي پر خپل ځای ونه کارول سي د متن معنا ګډوډیږي.

    موږ په پښتو ژبه کي د شکل له مخي پنځه او د تلفظ له  مخي څلور (ی) ګاني لرواو د هري (ی) د کاروني ځای له بلي سره توپير لري.دلته به څه ناڅه رڼا پرې واچوو.

ی :نرمه یا ساده (ی) همېشه په مفردو نارینه نومونو کي راځي.

لکه: سړی، منګی او داسي نور.

په ځینو نسبتي نومونو کي راځي.

لکه: کندهاری، کابلی.

د هغو فعلونو له پاره راځي، چي د مفرد مذکر له پاره اوښتي وي.

لکه: احمد ډېر ځورېدلی دی. لاس مي سوځېدلی دی.

د ځینو امکاني فعلونو په پای کي راځي.

لکه: زړه په ښوخبرو رغېدلی (رغېدلای) سي.

ي: څرګنده (ي) : په ځینو کسبي نومونو کي استعمالیږي.

لکه: موچي، توپچي او داسي نور.

د حال زمانې په فعلونو کي  استعمالیږي.

لکه: راځي، ځي ،څښي او داسي نور.

ې: اوږده (ې) همېشه په معنوي مفردو ښځینه نومونوکي راځي او همدارنګه ټول هغه نومونه،چي په کوچنۍ( هـ) پای ته رسېدلي وي، پرته له مستثنهاتو جمع کوي؛  لکه:

معنوي ښځینه نومونه:

ادې، ناوې .

هغه نومونه، چي په کوچنۍ (هـ) پای ته رسېدلي وي.

شپه         شپې

غرمه      غرمې

لوټه     لوټې

لمبه      لمبې

ئ: امریه، مخاطبه او فعلي (ئ) له زورکۍ والي  یا ښځینه (ۍ) سره په تلفظ کي ورته ده، نوځکه موږ وایو چي د تلفظ له لحاظه په پښتو ژبه کي (ی) ګاني څلور دي.

امریه (ئ) او زورکۍ واله (ۍ) د تلفظ له لحاظه نه سو، سره بېلولای، بلکي په نومونو او فعلونو کي یې سره بېلولای او پېژندلای سو.

  ۍ: زورکۍ واله (ۍ) په ښځینه مفردو نومونوکي استعمالیږي.

لکه:نړۍ، ملالۍ، هوسۍ او داسي نور.

همداډول هغه نومونه ،چي  په څرګنده (ي) پای ته رسیدلي وي، په په زورکۍ واله (ۍ) جمع کیږي.

لکه:

دوستي              دوستۍ

خپلوي                خپلوۍ

دوښمني           دوښمنۍ او داسي نور.

ئ: امریه،مخاطبه او فعلي (ئ) په امریه فعلونو او همدارنګه په خطابیه عبارتونو او جملو کي استعمالیږي.

لکه:

وخورئ

وڅښئ

کښېنئ

ولاړسئ

او داسي نور.

زموږ ځیني لیکوالان (دی) کومکي فعل په امریه(ئ) سره لیکي،چي دا د ګرامري اصولو خلاف کاردی.زموږ د پوهنتون یو استاد، چي (دی) کومکي فعل یې په (دئ) لیکلی وو،ټینګار یې کاوه، چي (دی) کومکي فعل او (دی) مفرد مذکر عایب ضمیر که په ساده(ی) ولیکل سي نو په متن کي نه توپیریږي. د دې خبري د رد له پاره زه لاندي څو یادوني راوړم.

اول: (دی) کومکي  فعل دی، چي همېشه د جملې په پای کي راځي.

لکه : احمد ښه زده کوونکی دی.

دوهم : (دی)غایب مفرد مذکر ضمیر دی،چي همېشه د جملې په سر کي راځي او هیڅکله د جملې په پای کي نه راځي،چي موږ د کومکي فعل ګومان پرې وکړو.

لکه: دی ښه زده کوونکی دی.

بله خبره دا چي ضمیر یوه خپلواکه کلمه ده ،چي په یوازي ډول معنی ورکوي او کومکي فعل یوه ناخپلواکه کلمه ده، چي په یوازي ډول معنی نه لري او د جملې د معنی په پوره کولو کي مرسته کوي.

ددغو دواړو کلمو توپیر موږ په مورفولوژیک او نحوي چاپیریال کي په ډېره اسانۍ سره کولای سو.

دریم: پښتو ژبه د متشابه کلمو بډایه برخه لري. متشابه کلمې هغه کلمې دي، چي په بڼه او تلفظ کي سره ورته او په معنی کي سره بېلي وي.خو دا خبره دیادوني وړده، چي متشابه کلمې هم ، همېشه خپلواکي کلمې وي.داچي (دی) ضمیر او (دی) کومکي فعل متشابه کلمې هم نه دي، ځکه چي یوه خپلواکه او بله ناخپلواکه کلمه ده.په پښتو ژبه کي داسي کلمې، چي په شکل او تلفظ کي سره ورته وي او په معنی کي بېلي وي خورازیاتي دي نو دغه ډله لیکوالان بیا په متن کي ددغو کلمو دپېژندلو له پاره کومي نښي کاروي.

لکه:

لوټه : داوبو د راخیستلو آله ده.

لوټه: کلکه سوې خاوره.

غوټه:د تار غوټه ، د رسۍ غوټه.

غوټه: چي پخوابه په کورونو کي ښځو شیان په کښي خوندي کول.

غوټه: په اوبو کي ډوبېدل.

لور: ښځینه اولاد.

لور: طرف

لور: پېرزوينه

ډول: د سازه اله ده.

ډول: دیوشي نوعه.

ویني: دانسان او حیوان په جسم کي یوه مایع ماده ده.

ویني : د لیدلو په معنی.

ولي : د علت د پوښتلو ضمیر دی.

ولي : د خدای ج دوست نوم دی.

ولي: د يو ډول زینتي بوټو جمع نوم دی.

نو دې ته په کتو سره موږ دا پرېکړه کولای سو، چي   دی  احمد  دی.

په درنښت

ستاسو ریشا

Tags
donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close