پښتانه اصلاً څوک دي ؟

نوي څیړنی پښتانه د اصل او نسب په لحاظ آریایان او د هندو اروپایی کورنۍ د هغې ستری څانګي غړي بولی چی د هندو آریایی په نوم یادیږي.

پښتانه اصل او نسب د کوم ځایه شروع کیږي؟

د پښتنو د اصل او نسب په باره کی د ډیر پخوا څخه ډول ډول روایات او نظریات څرګند شوي دي څو چی د نولسمی پیړۍ معروف مستشرق او پښتو پیژندونکي ( هنری راورټی ) داسی وویل : « د هیڅ قوم د اصل او نسب په باره کی د نظریو اختلاف دومره زیات نه دی ، لکه د پښتنو د اصل او نسب په باره کی چی دی . »

چا پښتانه د هغوی د خپل عنعنوی روایت په اساس بنی اسراییل بللي او چا بیا قبطیان ( فرعوني لړۍ ) ګڼلي دي . چا په مغولو ور ګډ کړي او چا د آرمنیانو ، تاتاریانو ، هپتالیانو او ساکانو په قطار کی درولی دي . چا بیا په عین وخت کی له راجپوتانو ، برهمنانو ، یونانیانو ، ترکانو ، عربانو او نورو سره ګډ کړي دي .

خو د پښتنو د اصل او نسب په باره کی تر ټولو عام او بیخی زوړ روایت هغه دی چی وایی پښتانه بنی اسراییل دي . په دې هکله تر ټولو پخوانی تحریری سند چی دغه روایت پکښی راغلی دی ، هماغه د ابوالفضل « آییًن اکبری » دی چی په ۱۵۹۷ ـ ۹۸ کی لیکل سوی دی . هغه په دې کتاب کی لیکی چی : « پښتانه ځانونه د بنی اسراییلو اولاده بولی » او پسی زیاتوی : « پښتانه په دې عقیده دي چی ډیر لیری نیکه یې چی افغان نومېدﺉ ، درې زامن لرل چی هغه سړبن ، غرغښت او بټن وو . » بل اثر د اخوند درویزه ( تذکرة الابرار والاشرار ) دی چی په ۱۶۰۳ ـ ۱۶۱۳ کی لیکل سوی دی او داسی وایی : « پښتانه د مهتر یعقوب اولاده ده چی د اسراییل په نوم یادیږی . د اسراییلو یو ډیر لوی مشر طالوت و . د طالوت څخه دوه زامن پاته سول چی یو یې آصف نومېدﺉ او بل یې افغان . د افغانانو طایفه د همدې افغان اولاده ده . » درېیم اثر د نعمت الله هروی ( تاریخ خان جهان و مخزن افغانی ) دی چی په ۱۶۱۲ ـ ۱۳ کی لیکل سوی دی . په دې هکله د مخزن افغانی لنډیز داسی دی :

« ملک طالوت د اسراییلو پاچا و ، خو دمخه له خپل مرګ نه یې د سلطنت امور مهتر داؤد ته ور وسپارل . دﺉ خپله وروسته له اووه څلویښت کاله سلطنت نه په یوه جګړه کی ووژل سو . ملک طالوت دوې ښځی لرلې او د مرګ په وخت کی یې دواړه امیدواری وې . وروسته له څه مودې نه د دواړو کره زامن وسول . مهتر داؤد چی د دغو میرمنو سرپرستي ور په غاړه وه ، د یوې د زوی نوم برخیا کښېښود او د بلی د زوی نوم ارمیا . کله چی د برخیا کره زوی وسو د هغه نوم یې آصف کښېښود او کله چی د ارمیا کره زوی وسو د هغه نوم یې افغنه کښېښود .

وروسته له مهتر داؤد نه مهتر سلیمان د اسراییلو پاچا سو . ده د ملک د چارو د نظم او ادارې کار آصف او افغنه ته ور وسپارﺉ . د دغو دوو وروڼو په تیره بیا افغنه اولاده چی په شام کی اوسېده دومره زیاته سوه چی له حسابه ووته . وروسته د مهتر سلیمان له مرګ نه د اسراییلو ورځ بده سوه . بخت نصر شام ونیو ، بیت المقدس یې وران کړ او د آصف او افغنه د اولادې دوه د سر سړي عزیز او دانیال یې له خپلو پیروانو سره بندیان کړل . بخت نصر وروسته د اسراییلو دوولس زره مهم خلک ووژل او پاته یې د آصف او افغنه سره غور ، غزنی ، کابل فیروز کوه او د کندهار شاوخوا سیمو ته فرار کړل . د افغنه اولاده په دغو سیمو کی میشته سوه .

کله چی خالد بن ولید مسلمان سو نو دغو خلکو ته یې مکتوب ور ولیږﺉ ، د اسلام د پیغمبر د بعثت زیری یې پر وکړ او د اسلام منلو ته یې ور وبلل . کله چی د افغنه اولادې ته د خالد مکتوب ورسېد ، یو شمیر مشران یې مدینې ته روان سول . په دغو مشرانو کی د بن افغان د ټولو نه ستر مشر قیص نومېدﺉ چی د نسب سلسله یې ملک طالوت او ابراهیم خلیل الله ته رسېده . خالد دغه خلک د پیغمبر حضور ته وروستل .

آنحضرت له هر یوه نه د نوم پوښتنه وکړه . د بنی افغان مشر ورته وویل چی د ده نوم قیص دی . حضرت پیغمبر ورته وویل : قیص عبرانی نوم دی . څرنګه چی موږ عرب یو نو ستا نوم به وروسته له دې عربی او عبدالرشید وی .

عبدالرشید د خالد سره یو ځای په یو شمیر جګړو کی په میړانه وجنګېد او خالد حضرت پیغمبر ته د هغه د میړانی په باره کی معلومات ورکړل . حضرت پیغمبر عبدالرشید ته د بتان لقب ورکړ . بتان چی وروسته پټان سو ، هغه تیر ته وایی چی بیړۍ پرې تکیه وی . حضرت پیغمبر وروسته عبدالرشید خپل حضور ته ور وباله ؛ د خیر دعا یې ورته وکړه او د خپل یو صحابی او یو شمیر انصارو سره یې بیرته غور ته ولیږﺉ چی په خلکو کی د اسلام تبلیغ وکړی . د قیص عبدالرشید نه چی په کال ۴۰ هجری کی په اووه اتیا کلنی مړ سو ، درې زامن پاته سول . یو سړبن ، بل بیټنی او بل غرغشت . »

خو که موږ او تاسی د احادیثو ټول مشهور کتابونه ( لکه صحیح بخاری ، صحیح مسلم ، جامع ترمذي ، سنن ابواؤد ، سنن نسایی ، ابن ماجه…. ) ولولو ، هیڅ دغه ډول ادعا یا اشاره نه ده پکښی ذکر سوې . او که د اسلامی تاریخ ټول معتبر آثار وپلټو ، هم به هیڅ دغسی ادعا او بیلګه پیدا نکړو . نو ځکه دا هسی یو روایت ، حدس ، ګومان او قیاس دی چی هیڅ علمی او تطبیقی اساس نه لری . د رسول الله (ص) ټول حدیثونه ، فرمودې او قصې د احادیثو په شپږو معتبرو کتابونو کی راغلي دي چی د قیص پورتنۍ قصه په هیڅ دغو آثارارو کی نسته . نو ځکه دا صرف یوه تخیلی ادعا ده .

په هر صورت ، د نعمت الله هِروي څخه راوروسته هم ډیرو نورو واقعه نګارانو او هم پخپله پښتنو مؤرخینو لکه افضل خان خټک ، حافظ رحمت خان ، زردار خان ، او حتی قاضی عطأ الله خان ، پښتانه بنی اسراییل بللي دي . خو علمی سند او تاریخی ثبوت نلری .

په غربی مؤلفینو او څیړونکو کی د بنګال د شاهی آسیایی ټولنی ریًس ، سر ویلیم جونز ( ۱۷۴۶ ـ ۱۷۹۴ ) ، لومړنی شخص و چی د پښتنو د اصل او نسب دغه عنعنوي روایت ته یې د غربیانو جدی توجه ور واړوله او په یوه یادونه کی یې وویل چی کېدای سی پښتانه د یهودو له نسله وی .

په ۱۷۸۴ کی یو انګریز لیکوال ، هنری ونسیتارت ، سر ویلیم جونز ته یو لیک ولیږﺉ او په هغه کی یې هغه څه ورته ولیکل چی نعمت الله هروی لیکلي دي چی مخکی اشاره ورته وسوه . سر ویلیم جونز هغه عنعنوي روایت نور هم تقویه کړ چی د پښتنو اصل او نسب یې بنی اسراییلو ته ور کش کړی و . د همدغه جونز د تبصرې څخه وروسته ډیرو غربیانو کوښښ وکړ چی دا ثابته کړی چی افغانان له اصله یهود دي . ورپسې غربی څیړونکی او مؤلف هماغه الګزنډر برنز دی چی افغانان یې « برنس » بولی او په ۱۸۴۱ کی د کابل په پاڅون کی د خپل ورور او یو بل همکار سره یو ځای ووژل سو . برنز په خپل یو کتاب ( بخارا ته سفر ) کی ولیکل چی پښتانه بنی اسراییل دي .

بل لویدیځ مؤلف ، ویلیم مور کرافټ دی چی په ۱۸۱۹ ـ ۱۸۲۵ کی د هغه وخت په افغانستان او شا وخوا ملکونو کی ګرځېدلی دی ، پښتانه یهودانو ته ورته بولی . چارلس مېسن ( ۱۷۲۸ ـ ۱۷۸۶ ) یو بل پخوانی انګریز سیاح دی چی پښتانه یې په خپله سفر نامه ( د مختلفو سفرونو خاطرات ) کی اسراییل بللی دي . یو بل انګریز چی پښتنی سیمی ته تللی او داسی برداشت یې کړی چی افغانان بیخی د یهودانو غوندی ښکاری ، یو پوځي افسر دی چی جورج روز نومیږی او کتاب یې ( افغانان ، لس قبیلې ، او د شرق سلطانان ـ ۱۸۵۲ ) عنوان لری . هغه د افغانانو څیرې د یهودانو بللي دي . او په ټینګار سره وایی چی پښتانه د لسو ورک سوو قبایلو څخه دي او ادعا کوی چی که هغوی په رښتیا هم له اصله یهود نه وای ، نو هیڅکله به یې ځانونه بنی اسراییل نه بلل . بل انګریز څیړونکی ډاکټر والټر بیلیو ( ۱۸۳۴ ـ ۱۸۹۲ ) دی چی په درو مختلفو آثارو کی یې پښتانه بنی اسراییل بللی دي . مابعده انګریز هنری راورټی دی چی پښتانه د یهودو له نسله بولی ، ۱۸۵۴ . بل انګریز مؤرخ جان ملکم ( ۱۷۶۹ ـ ۱۸۳۳ ) دی چی وایی پښتانه پخپله ځانونه قسمأ د مصر قبطیان او قسمأ د اسراییلو نسل بولی خو دﺉ دا نظر او دا روایت ردوی او داسی وایی : « هیڅ داسی کتیبه نه ده پیدا سوې چی دا عقیده تایید کړی چی پښتانه د یهودانو له نسله دي او د دوی خپله مبهمه عنعنه په داسی یوه موضوع کی د یو ثابت حقیقت په حیث نسی منل کېدای » ( جان ملکم : د فارس تاریخ ، لومړی ټوک ، ۵۹۷ مخ ) .

په هر صورت ، پورتنۍ ادعاګانی ( چی وایی پښتانه د بنی اسراییلو له نسله دي ) یا په عنعنوي روایاتو بنا سوي دي او یا په عادی مشاهداتو . اما کومی اصولی او دقیقی څیړني چی د پښتنو د تاریخ ، ژبی او اجتماعی خصوصیاتو په باره کی د نولسمی پیړۍ د آوایلو نه را دې خوا ته سوي دي ، د هغو په نتیجه کی دا ټول نظریات رد سوي دي . نوي څیړنی پښتانه د اصل او نسب په لحاظ آریایان او د هندو اروپایی کورنۍ د هغې ستری څانګی غړي بولی چی د هندو آریایی په نوم یادیږی .

لومړنی غربی مؤلف چی د پښتنو د اصل او نسب په باره کی یې عنعنوي راویات په کلکه رد کړل ، منسټیوراټ الفنسټن ( ۱۷۷۹ ـ ۱۸۵۹ ) دی چی مشهور اثر یې ( د کابل سلطنت بیان ) نومیږی او په ۱۸۱۴ کی یې تألیف کړی دی . دا کتاب د پښتنی ټولنی د اصولی مطالعې په برخه کی داسی دقیق او نفیس اثر دی چی تر اوسه یې سارﺉ نه دی لیکل سوی . دﺉ لیکی چی د پښتنو اصل او نسب چی بنی اسراییلو ته راجع کیږی ، د بطلان دلیل یې په خپله په همدې روایت کی پروت کی : ځکه دا روایت ساول ( ملک طالوت ) د ابراهیم پیغمبر پنځه څلویښتم پښت ګڼی . خو د دې دوو ټکو څخه اول یې د تورات سره قطعأ اړخ نه لګوی او دوهم ټکی یې منطق نه منی . ځکه یوازی اووه دیرش پښته شپاړس سوه کاله نه کیږی .

اما کوم غربی مؤلف چی د پښتنو د اصل او نسب په باره کی لومړی ځل ډیره وسیعه او دقیقه اصولی څیړنه وکړه او د پښتنو د یهودي بللو روایت یې سخت رد کړ ، هماغه لوی مستشرق او د بشری علومو مشهور جرمن عالم برنارډ ډورن ( ۱۸۰۵ ـ ۱۸۸۱ ) دی . ډورن د خپل علمی ژوند یوه لویه برخه د پښتنو د ژبی او تاریخ مطالعې ته وقف کړې ده . نوموړي د خپلو ډیرو نورو کارونو تر څنګ د خواجه نعمت الله هروی ( تاریخ خان جهانی و مخزن افغانی ) په انګریزی ترجمه کړی او په ۱۸۳۶ کی یې په لندن کی چاپ کړی دی . ده پر دې ترجمه یو لړ ډیر پاخه او ارزښتناکه یاداښتونه لیکلي او د کتاب سره یې ضمیمه کړي دي چی په یوه برخه کی یې داسی لیکی : « دا چی د فارسی ژبی مؤرخین پښتانه د یهودو له نسله ګڼی ، دا پرته له یوې خبری نه د کوم بل شي ثبوت نسی کېدای او هغه دا چی دغه لیکوالان روایات ، پرته له دې چی ماهیت یې معلوم کړی ، د خپل دود په اساس ، د مسلمو حقایقو په توګه ثبتوی . » ( د افغانانو تاریخ ، یاداښتونه ؛ ۱۸۳۶ ، لندن ؛ ۶۵ مخ ) . ډورن وړاندی ځی او د هغو ټولو مؤلفینو نظریات او روایات علمأ او منطقأ ردوی چی وایی پښتانه د یهودو له نسله دي او دې نتیجې ته رسیږی چی پښتانه د هندو اروپایی ولسونو د ستری کورنۍ غړی دي خو په عین وخت کی یې یو ځاتنه لرغونی ولس ګڼی .

په معاصر وخت کی پوهانو د یو ولس د اصل او نسب د معلومولو یوه ښه لار د هغه ولس د ژبی د اصل او ریښې د ماهیت څرګندول ګڼلی دی او د پښتو ژبی په باره کی هم په دې ارتباط کافی څیړنی سوي دي چی له مخی یې هغه د سامی او عبرانی ژبو سره تقریبأ هیڅ او برعکس د هندي ـ آریایی او سنسکریت ژبی سره اساسی تړاو ثابت سوی دی .

دا لا څه ، که د پخوانیو ادعاګانو څخه تیر سو ( چی وایی پښتانه د بنی اسراییلو نسل دی ) ، نن د ساینسی او ارثی پلوه هم دا ثابته سوې ده چی پښتانه د بنی اسراییلو ذات نه دی . د وینو هغه سمپلونه چی د یو شمیر پښتنو څخه اخیستل سوي او معاینه سوي دي ، داښیی چی هغوی د ارثی پلوه په بنی اسراییلو نه ورګډیږی او هیڅ خونی تړاو نه ورسره لری .

اوڅار برتانوي پروفیسور ( تیودور پرفیټ ) څو کاله مخکی د پخوانیو افسانوي روایاتو پر بنا ادعا کوله چی پښتانه د لرغونو بنی اسراییلو اولاده ده . نو هغه و چی د دې تخیلی ادعا د ثابتولو لپاره یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کی د یو شمیر پښتنو پر ( ډي . ان . اې ) باندی یو لړ لابراتواري معاینات وکړل ، خو دا یې دا ثابته نکړه چی پښتانه د لرغونو بنی اسراییلو سره د وینی تړاو لری . ډاکټر پرفیټ مخکی د جنوبی افریقا یو توکم ( لیمبا ) تر پرله پسې بیولوژیکی معایناتو وروسته د لرغونو بنی اسراییلو د یو ورک ټبر په حیث ثابت کړی و ، خو د پښتنو په باب یې دغه ساینسی مطالعات ناکام سول .

بیا په ۲۰۱۰ کی د هندوستان د ممبیً « د ایمیونو هیماتولوجی د ملی انستیتوت » د ارثی علومو ماهري شهناز علی د اترپردیش ایالت مرکز ( لکنو ) ته نږدې د ملیح آباد په سیمه کی چی ګڼ شمیر اپریدي پښتانه اوسیږی ، د زیاتو پښتنو د وینو سمپلونه واخیستل او د اسراییلو په حیفا کی یې « د اسراییلو د تکنالوجی په انستیتوت » کی د اسراییلی ساینس پوهانو په کومک تر دقیقو معایناتو او څیړنو لاندی ونیول . خو د هغوی « ډي . این . اې » یو ځل بیا دا علمأ ثابته نکړه چی پښتانه د بنی اسراییلو نسل دی . شهناز علی ته د اسراییلو خارجه وزارت د دې څیړنو او ګرویږنو ټول مصارف ورکړي وو او پوره درې میاشتی یې هلته دا معاینات او مطالعات وکړل مګر دا ګرده ټیم ناکام سو .

په اسراییلو کی د یوروشلیم پوهنتون د بشر پیژندنی د دیپارتمنت یوه څیړونکې میرمن ( شلوا نییل ) وایی چی « پښتانه د روایتی او شفاهی تاریخ له مخی په ویاړ سره ځانونه بنی اسراییل بولی . خو د معایناتو او لابراتواری کتنو څخه دا تړاو علمأ هیڅ نه دی ثابت سوی . ډی این اې دا معلومولای سی چی پښتانه د کومی سیمی څخه راټوکېدلی دي . خو دا هیڅ نه یقیني کوی چی هغوی دی د یهودیانو سره ارثی تړاو ولری . »

د لکنو پوهنتون یو استاد ( نورس اپریدی ) هم پرله پسې زیار باسی چی د پښتنو د یهودیت سابقه ثابته کړی او اسراییلو ته یې سفرونه او هلته یې څیړنی هم کړي دي خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې . دئ وایی چی « پښتانه په نړۍ کی یوازینی هغه ټبر دی چی د لسمی پیړۍ راهیسی د یهودي ، عیسوي او یا مسلمانو مؤلفینو لخوا ( که مذهبی دي یا سیکولر ) د لسو ورک سوو بنی اسراییلی قبیلو څخه د یوې قبیلې ډیره ادعا ورباندی سوې ده . » خو د وینی سمپلونه یې د یهودو سره نسلي تړاو نسی ثابتولای .

په دې هکله وروستي لابراتواري معاینات د امریکا د حکومت د وراثتی شورا د ادارې لخوا تیر کال وسول . دغه ټیم د افغانستان او پاکستان د څو سوو پښتنو د وینو سمپلونه واخیستل او هغه یې تر یو لړ دقیقو لابراتواری معایناتو او مطالعاتو لاندی ونیول ، څو چی د ۲۰۱۲ د مارچ پر ۲۸ یې ننني پښتانه د لرغونو بنی اسراییلو ذات او نسل ثابت نکړ ، بلکی اعلان یې وکړ چی اوسني افغانان ( که پښتانه دي ، یا تاجک ، یا هزاره ) ټول دلته د پنځه زره کالو راهیسی اوسیږی او ګډ ژوند لری . او زیاته یې کړه چی پښتو ژبه نه سامی ده نه خارجی ، بلکی د آریایی څانګی څخه ده چی په هندوـ اروپایی کهول پوری اړه لری .

ښه ، نو آیا بیا هم کوم شک پیدا کېدای سی چی پښتانه ناحقه او بې دلیله په بنی اسراییلو پوری وتړو ؟ آیا دغسی بې موجبه او بې استناده ادعاګانی « سیاسی مانورې » او « مرموزی نقشې » نسو بللای ؟

اوس به مسأله له بلی زاویې څخه هم وشنو ، یعنی یو څه به شا ته ولاړ سو او د پښتو ژبی تړاو به د سامی ژبو ( خصوصأ عبرانی او عربی ) سره وڅیړو . په لرغونو زمانو کی د آریایی او سامی مدنیت روابط څه نا څه موجود وو .عربو مؤرخینو هم له پخوانۍ زمانې څخه د بنی اسراییلو خروج د خراسان پر خواوو ذکر کړی دی او دا یې راوړي دي چی د یهودو ځینی ډلی پر دې خواوو آبادی وې ( معجم البلدان ؛ ابوالفداد ) . که موږ د جغرافیې پخواني کتب وپلټو همداسی ښکاری چی د اسلام په لومړۍ دوره کی په بلخ ، هرات او نورو ښارونو کی ځینی یهود اوسېدل . مثلأ حدود العالم ( د ۳۷۲ هجری قمری کال تألیف ) د ګوزګانان مرکز او پایتخت ( یهودان ) بولی ، او وایی چی په ګوزګانان ( اوسني جوزجان ) کی د عربو ځینی ډلی هم اوسېدلې چی پوونده وو او د خراسان تر نورو عربو دوی سره پاشلي پراته وو .

د دغو تاریخی دلایلو څخه دا ویلای سو چی د آمو په جنوبی ورشوګانو او د ګوزګانان او خراسان په حدودو کی د اسلام تر وختو پوری لا هم یهود او عرب یعنی سامی خلک موجود وو . دا خو طبیعی خبره ده چی د دوو قومونو ګډون او نژدې والی د دوی پر ژبو او اخلاقو یو له بله اثر کوی . نو ښایی چی هم د دغه اثر نتیجه وی چی په پښتو ځینی عبری یا عربی لغات ګډ سوي وی او له دغه کیفیته ځینی خلک په دې فکر کی لوېدلي وی چی پښتو هم عبري یا عربي ته ورته سامي ژبه ده .

مګر وروسته چی د اروپا محقق پوهان راغلل ، دا ژبه او د دې ژبی قواعد او اصول یې په علمی معیار وکتل ، نو دوی په ښکاره د پښتو د سامي توب نظریه افسانه وګڼله او د پښتنو تعلق یې د بنی اسراییلو سره خورا لیری وباله .

د اوسني تاریخ اساس پر مشاهداتو او څرګندو دلایلو ایښو کیږی او سړی نسی کولای چی د تشو اقوالو په تاریخی پلټنو کی د ځان ویسا وکړی ، البته که روایات او عنعنات د مشاهداتو سره مرستي سی ، نو هغه تاریخی خبره به خورا ټینګه وی . په اوسنیو علمی اساسونو کی چی د تاریخ لپاره خورا اهمیت لری ، د ژبو مقایسه او پرتله کول دي . د کومو قومو ژبی چی سره ورته وی ، سړی حُکم کولای سی چی دوی هم سره خپل او سره نژدې دي .

پښتون-پښتانه
پښتون-پښتانه

پښتو معلومه ده چی ډیرو آریایی ژبو او زند او سنسکریت ته ورته ده . د آریایی ژبو سره عنصری او اساسی ګډون او اشتراک لری . سامی ژبو ته نه د قواعدو ، نه د لغاتو او محاورو له خوا ورته ده ، نو ځکه پوهانو د پښتو د سامي توب نظریه نه ده منلې .

دا چی د پښتو او عبري ځینی لغتونه سره مشابه دي ( لکه غر ، غور = ګور ، جمع یې ګورم ؛ ویشلې = شلح….. ) مګر که موږ په غور او ځیر وګورو کټ مټ همدا کلمات په اویستا او سنسکریت کی هم سته . نو که موږ دا خبره ومنو چی د عبری ژبی ځینی کلمات د آریایی پخوانیو ژبو سره ورته دي ، نو باید آریایی ژبی هم له سامی کورنۍ څخه وګڼو ؟! خو دا خبره د علم او تحقیق له مقیاسه ډیره لیری ده . ښه ، اوس نو سړی ویلای سی چی غر ، غرڅه ، غلجی ، غرستان ټول آریایی دي . که په عبری ژبه کی ( ګور ) وی ، وي دې ، هر شی خپل نژدې ته راجع کیږی ، نه لیری ته . بل لغت هم ( اور ) دی چی په پښتو کی اور ( یعنی آتش ) بلل کیږی ، په کلداني ژبه هم هغه ته اور وایی خو په عبري ژبه بیا اور ( نور ، روڼا ، روښنایی ) ته وایی چی لږ پښتو ته ورته ښکاری مګر دا کوم بنسټیز تړوا نه دی چی له مخی یې عبراني او پښتو د عین ټبر ژبی وبولو .

ځکه نو د پښتو لغاتو او کلماتو نښلول په سامی ژبو پوری کوم علمی اساس نه لری . او فقط دا فکر د بنی اسراییلو او سامی کهولو له نژدې هستوګنی او ګاونډي توب څخه پښتو ته پیدا سوی دی .

دلته باید دا خبره هم په لنډ ډول ذکر سی چی له پخوانو زمانو څخه د هند لخوا د اقوامو روابط د سامی اقوامو سره جاری وو . د سِند په اوسنۍ علاقه کی د « موهنجو دیرو » کشفیات دا ښیی چی شپږ زره کاله دمخه یو مشترک مدنیت د دې ځایه تر بابل او آشوره موجود و . وروسته چی آریایی اقوام پر هند مسلط سول ، نو د دوی تجارتی او د تګ راتګ روابط هم طبیعی دي ، په دې تعامل او ارتباط کی ضرور ژبی هم یو پر بل باندی اثر کوی ، لغات او کلمات یې هم یو له بله اخیستل کیږی او سره ګډیږی . مثلأ موږ ډیر سوچه او لغړ آریایی د سنسکریت لغات وینو چی په عربی ژبه کی هم کټ مټ سته ، او دا لیری نه ده چی دغه لغات په تجارتی او اجتماعی تعامل کی له هنده عربو ته تللي وی ، یا ځینی لغات له عربی څخه هند ته راغلي وی . د مثال په توګه د ( اپت ) پښتو کلمه وګورﺉ ! عربی آفت جمع یې آفات مستعمله ژوندۍ کلمه ده ، چی په سنسکریت کی هم عینأ اپت یا اپتی د فاجعې ، بد بختۍ ، پریشانۍ او خفت او رسوا توب په معنی ده . په پښتو کی هم دغه کلمه په همدغو معناوو کټ مټ ژوندۍ ده لکه په دې لنډیو کی :

لکه شین کښت ږلیو زمول کړم ………. راباندی راغله له آسمانه اپتونه

د ویر اپت راباندی راغی ……….. په بیلتانه کی د زړه وینی تویومه

ځکه چی سنسکریت ژبه پښتو ته خورا نژدې ده ، نو دلته موږ دا ویلای سو چی اپت هم آریایی کلمه ده او پښتو او سنسکریت له عربی څخه نه ده اخیستې .

نو که داسی کلمات ومومو چی اوس هم په پښتو کی وی ، هم په عربی او په نورو آریایی ژبو ، سنسکریت او زند کی هم وی ، دلته نو موږ په ټینګه ویلای سو چی هغه کلمې آریایی دي او د سامی ژبو څخه نه دي راغلي ، بلکی ښایی چی له آریایی ژبو څخه سامی ژبو ته نقل سوي وی ، او دا خبره دلیل هم نه ګرزی دې ته چی موږ دې پښتو له سامی کهوله وبولو .

هر څه باید په تاریخی او لغوي پلټنو کی ولټول سی او پسی معلوم او ثابت سی . سامی ژبی پخوانو متمدینو قومونو لکه بابل ، آشور ، فنیقه ویلې . سامی ژبی دا ډولونه لری :

الف : آرامی : د بابل زړه ژبه ده چی سریانی او کلدانی یې ځانګی دي .

ب : عبرانی : چی تورات په دې ژبه دی . اسرایلیانو آرامی او کلدانی سره ګډه کړه .

ج : عربی : په سامی ژبو کی خورا ښه او مشهوره ژبه ده چی عربی ملتونه یې وایی او د اسلام او قرآن مقدسه ژبه بلله کیږی . حبشي او سومالیایی ژبی هم د عربی څانګی دي .

په عمومی ډول ژبی د اداینی له پلوه پر دوو برخو ویشل کیږی چی ثابتی او اوښتونکی دي . ثابتی هغه ژبی دي چی د اوښتلو او اشتقاق وړتیا نلری لکه چینایی ، او د لیری ختیځ ژبی او هم د لاتینی امریکې د بومی خلکو ژبی .

اوښتونکي ( متصرفه ) ژبی هغه دي چی د تصریف او اړولو او اشتقاق قابلیت ولری ، په کلماتو پوری دمخه هم ملحقات نښلی او وروسته هم ( یعنی پري فیکسس او سفیکسس یا مختاړې او روستاړې ) . اوښتونکی ژبی دوې څانګی لری :

لومړی ـ آریایی ژبی دي ؛ چی زموږ د وطن اریایی نسل خبری په کوی . هر ځای چی زموږ له خاورو څخه آریایان تللی دي د دوی ژبو ته آریایی وایو ، او اروپایان « هندو اروپایی » هم ورته وایی . دا ژبی شمالی او جنوبی څانګی لری . شمالی یې د اروپا آریایی ژبی دي لکه : لاتینی ، یونانی ، سلتی ، سلاوی ، تیوتونیک . جنوبی یې د آسیا آریایی ژبی دي لکه سنسکریت ، زند ، پښتو ، پاړسو .

دوهم ـ سامی ژبی چی پورته وویل سوې .

باید ووایو چی د اصلی او لرغونی آریایی ژبی کوم اثر او نخښه اوس نه ده پاته . خو پښتو د هغې سره نژدې والی لری . لکه سنسکریت او اویستا چی ځنی زیږېدلي دي ، پښتو هم د هغې ژبی لور ده .

فلهذا ، پښتو د هندو اروپایی یعنی آریایی ژبو څخه ده . ځکه چی د آریایی پښت زانګو دغه زموږ د هیواد مځکی دي . نو اصلی آریایی ژبه هم دلې ویله کېده ، او دلې په خپله پاته ده ، یا یې لور پښتو تر اوسه په دغو غرونو کی ژوندۍ ده .

بلخوا ، که سړی د مارګنسترن نظریه ومنی او پښتو د ساکا یوه لهجه وګڼی ، نو معنی به یې دا وی چی پښتو لږ تر لږه دوه زره کاله پخوا معموله وه . ځکه د ساکانو مشران د میلاد نه تقریبأ سل کاله دمخه یعنی د ۹۷ قبل المیلاد په شا وخوا کی ، په نننۍ پښتونخوا کی مسلط سول او په پنځم میلادی کال کی یې سلطه پای ته ورسېده او په دې پسی یې ژبه هم لادرکه سوه . اوس سوال دا دی چی پښتو او « ساکا » خو ، اساسأ د ایرانی ژبو په شرقی ډله پوری مربوطی ډلی دي ، نو پښتو دا دومره قوی د هندي ژبو خصوصیات له کومه کړل ؟ دا سوال دوه احتمالی ځوابونه لرلای سی : یو دا چی پښتو له اصله یوه ایرانۍ ژبه وه او د هندی ژبو ډیر زیات عناصر ، لکه څنګه چی ډارمسټټر او نور وایی ، وروسته ورداخل سوي دي . بل دا چی پښتو د اول سر نه داسی یوه ژبه وه چی هم یې د هندي ژبو خصوصیات لرل او هم د ایرانی ژبو . راځی چی لومړی دا اول احتمال وڅیړو : د یو قوم ژبی ته د یو بل قوم د ژبی په ډیره وسیعه پیمانه خصوصیات ، معمولأ ، هغه وخت ورداخلېدلای سی چی لومړی قوم د دوهم قوم تر ډیری قوي او اوږدې سیاسی او ثقافتی سلطې لاندی راغلی وی . خو تاریخ شاهد دی چی د پښتنو ملک په اسلامی عصر کی هیڅکله هم د هندوستان تر دغه راز سلطې لاندی نه دی راغلی ، بلکی په دې دوره کی ډیر ځله هندوستان د افغانانو او پښتنو تر سیاسی سلطې لاندی راغلی او اساسأ همدا کار په هند کی د اسلام او اسلامی ثقافت د خپرېدو سبب ګرځېدلی دی . اما له اسلام نه وړاندی داسی یوه دوره تیره سوې ده چی په هغې کی د پښتنو ملک د هندوستان تر یوې قوي او طولانی سیاسی او ثقافتی سلطې لاندی راغلی و . دا دوره د موریا د کورنۍ د واکدارۍ عصر دی چی د چندرا ګوپتا د واکدارۍ له سر نه ( ۳۲۳ قبل المیلاد ) پیل سوې او د آشوکا په مرګ ( ۲۲۷ ق . م ) پای ته رسېدلې ده او نږدې سل کاله یې دوام کړی دی . په واقعیت کی همدا یوازینۍ دوره ده چی کېدای سی پښتو ته د هندي ژبو خصوصیات په دومره وسعت او قوت ورننوتی وی ، او که دا خبره همداسی وی ، نو پښتو به لږ تر لږه دوه نیم زره کلنه او حتی تر هغه هم زړه ژبه وی . اما کله که سړی هغه اول احتمال ومنی او داسی وګڼی چی په پښتو کی د هندي او ایرانی ژبو خصوصیات آن د اول سر نه موجود وو ، هلته نو بیا د ترومپ نظریه تقویه کیږی او پښتو د هندي او ایرانی ژبو تر منځ یوه ډیره لرغونې د اتصال کړۍ یا په بل عبارت د دغو دوو کورنیو د یو شمیر ژبو د انشعاب منشأ ګرځی .

که مسأله د خپل تل نه وڅیړو ، نو د یو تریخ واقعیت په توګه به ووینو چی په یو زیات شمیر معتبرو پخوانیو تألیفاتو او تاریخونو کی داسی مطالب لیکل سوي او بیا په تواتر په نورو پخوانیو آثارو کی داخل سوي او په نهایت کی یې ځینو معاصرو تحقیقی څیړنو ته لاره پیدا کړې ده چی اساسأ خیالی او افسانوي ماهیت لری او د واقعیتونو سره اړخ نه لګوی . د دې خبری یو ډیر لوی دلیل دا دی چی یو پخواني مؤلف هر څه لیکلی دي ، ځینو نورو پخوانیو مؤلفینو په پټو سترګو رانقل کړي دي او وروسته بیا معاصرو آثارو ته هم ور داخل سوي دي . په پخوانیو ځینو تاریخونو او آثارو کی رښتیا هم ډیر زیات داسی خیالی او جعلی روایتونه او خام مطالب راغلي دي چی یو یې هم د اصولی کره کتنی او منطقی استدلال تاب نه لری . یو مثال د پښتنو په باره کی د افغنه او قیص عبدالرشید افسانه او د هغې پر اساس باندی د پښتنو د نسب جوړه سوې شجره ده ، چی هم د منطقې پخواني او ځینی اوسني تاریخونه پرې ډک دي ، او هم په پښتنو کی د ډیر پخوا نه په شفاهی ډول رایجه سوې ده . خو که دا او داسی ډیر نور د پخوانیو تاریخونو او آثارو مطالب د اصولی اجتماعی او تاریخی کره کتنی د معیارونو پر اساس وڅیړل سی نو یقین دی چی واقعی اړخ به یې پر افسانوي اړخ دومره غالب سی چی دا ټول روایت به باد یوسی .

په هر حال ، علمی تتبعاتو ثابته کړې ده چی پښتانه آریایان دي او لرغونی ټاټوبی یې « آریانا ویجه » ده . هغوی نه د فلسطین مهاجر دي او نه د بنی اسراییلو اولاده . د بنی اسراییلو له ذاته د هغوی بلل صرف پر احتمالاتو ، حدسیاتو ، قیاساتو او تشو ګومانو باندی ولاړ دی ، ځکه :

لومړی ـ په ټول افغانستان او پښتونخوا کی هیڅ کومه کتیبه نه ده پیدا سوې چی پښتانه د بنی اسراییلو نسل وښیی ، حال دا چی د آریایی توب سره یې د اتصال په لسګونو ډبرلیکونه میندل سوي دي ( مثلأ د کندهار مډیګک ، د سِند موهنجو دیرو… )

دوهم ـ په غور ، غزنی ، کابل ، فیروز کوه او د کندهار په شاوخوا سیمو کی تر ننه هم کوم لرغونی کنیسه ( یهودي معبد ) نه دی کشف سوی لکه نعمت الله هروی چی وایی د نننیو پښتنو بنی اسراییلی اجداد همدغو سیمو ته راغلل او آباد سول . که په کابل او هرات کی کومی دوې درې کنیسې موجودی وې ، د هغو سابقه یوازی سلو ـ دوو سوو کالو ته رسېده ( دا کنیسې د هغو یهودي مهاجرو وې چی د فلسطین څخه راغلي وو ، خو په ۱۹۴۸ کی هلته د اسراییلی دولت تر استقرار وروسته بیرته ولاړل ) . هغوی د لومړۍ ورځی نه یهود او دین یې موسوي و ؛ نه پښتانه ول ، نه بل څه .

درېیم ـ په هیڅ اسلامی تاریخ ، په هیڅ نبوي حدیث او هیڅ اسلامی معتبر اثر کی د بنی اسراییلو سره د پښتنو د نسلي تړاو یادونه او ذکر نسته ( لکه پورته چی مو د نعمت الله هروی نقل اقتباس کړ ) .

څلورم ـ د پښتنو ژبه ( پښتو ) چی ډیره لرغونې یعنی دوه نیم زره کلنه ده هیڅ د جوړښت ، ګرامر ، لغاتو او لهجې له مخی د عبري ( یعنی بنی اسراییلو د ژبی ) سره ورته والی او پیوند نلری بلکی د آریایی ژبو سره د تړاو په سلګونو مضبوط مثالونه لری .

پنځم ـ د پښتنو د بنی اسراییلی بللو ادعا له ابتدا نه د « روایت او ګومان » څخه راپیل سوې ده چی هماغه د ابوالفضل انګېرنه ده چی وایی « پښتانه ځانونه د بنی اسراییلو اولاده بولی…. پښتانه په دې عقیده دي چی ډیر لیری نیکه یې چی افغان نومېدﺉ ، درې زامن یې لرل چی هغه سړبن ، غرغښت او بټن وو » . په دې ادعا کی هیڅ کره سند ، ثبوت ، دلیل او اساس نسته بلکی د نن ورځی په حساب د یوې آوازې را انتقالول دي چی مابعده مؤلفینو پسی تکرار کړي دي .

شپږم ـ مهمه دا چی بنی اسراییل د تاریخ په ټولو دورو کی ( که په فلسطین کی وو او که شړل سوي وو ) هیڅکله ډیر نه دي بې اتفاقه سوي ، خو پښتانه بیا هیڅکله ډیر نه دي متفق سوي ! دا څنګه د وینی د تړاو خصوصیت دی چی داسی ژر برعکس سو ؟

اووم ـ لابراتواري او بیالوژیکی دقیقو معایناتو دا ثابته نکړای سوه چی پښتانه د لرغونو بنی اسراییلو سره نسلی تړاو لری بلکی دا ټبر یې د همدې سیمی بومی ، اصلی او ځایی توکم بللی دی او د هغوی ژبه یې هم په آریایی څانګه پوری مربوط ګڼلې ده .

په هر صورت، د پښتنو شجره تر سړبن ، غرغښت او بیټنی پورته چا ته علمأ معلومه نه ده او نه هم تر ننه علمأ ثابته سوې ده . بلکی ها خوا ته چی هر څه ویل کیږی ، صرف ګوماني ، تخمینی او افسانوي ماهیت لری . یو پخواني مؤلف چی هر څه لیکلی وی ، ځینو نورو پخوانیو مؤلفینو په پټو سترګو رانقل کړي دي او وروسته بیا معاصرو آثارو ته هم داخل سوي دي .

خو د معاصری تاریخ لیکنی میتودونه پر نقد او ارزونې ولاړ دي او مؤرخ باید خپلو ټولو مأخذونو ، مدارکو ، کتبی اسنادو او نورو خورو ورو پاڼو ته د نقد او کره کتنې په سترګه وګوری ، او کره او کوټه سره بیل کړی . د اوسنۍ زمانې پلټونکی مؤرخ دې ته اړ دی چی د خپلو ټولو خبرو او ادعاګانو اسناد وښیی .

نو د پښتنو او زموږ د سیمی د نورو ولسونو د پخواني اجتماعی ژوند په باره کی د واقعی او حقیقی اطلاعاتو د تر لاسه کولو لپاره یو ډیر اساسی او حتی ضروری شرط ، د علمی اجتماعی مطالعاتو د اصولو په اساس د پخوانیو تاریخونو او تألیفونو جدی او دقیقه کره کتنه ده . په دغسی کره کتنه کی باید دغه آثار په کاملأ آفاقی ډول چاڼ سی او کومی برخی چی یې له حقایقو او واقعیتونو سره اړخ نه لګوی په هغو ټولو د بطلان خط کش سی او نور د اجتماعی او تاریخی مطالعاتو د آثارو مخونه پرې تور نسی .

والسلام ( ن . صمد )

تحقيق او څېړنه : (نثار احمد صمد)

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب