پوهېږئ واده څنګه کيږي؟

لومړی خپل مور او پلار ته د مطلوب شخص ځانګړتياوې، وړتياوې او نېک صفتونه روښانه کړئ او بيا ورو، ورو ور ته ووايئ چې زړه مو په هغه/هغې باندې اوبه څښلي.

 د واده په لور ګام

د يوه ځوان مسلمان/مسلمانې له پاره تر واده کولو مخکې لاندې درې مهمې لارښوونې په پام کې نيول په کار دي:

۱- بل جنس ته د کتلو پر وخت د خپلو سترګو د ښکته اچولو له لارې خپل عفت او پاک لمنتوب وساتئ.واده

۲- تر څو چې د واده له پاره چمتو شوي نه يئ د بل جنس په اړه د پوهېدلو هڅه مه کوئ. البته که يو وار د واده کولو له پاره چمتو شوئ او د کوژدې هوډ مو وکړ، نو له کوژدې کولو مخکې د په پام کې نيول شوي کس په اړه له خلکو څخه پوښتنه کول او د معلوماتو را غونډول کومه پروا نه لري.

۳- يوازې د هغه يا هغې د کورنۍ له لارې د مطلوب کس د پېژندلو هڅه وکړئ.

کله چې د کوژدې او بيا واده له پاره چمتو شوئ، نو  د قران کريم د تلاوت، نفلي روژو نيولو، تهجد لمانځه او د خپلې سيمې د مسلمانو ځوانانو له ډلو سره د مرستې او ګډ کار په وسيله خپل معنويت پياوړی کړئ. په پای کې په ياد ولرئ چې د خپل ژوند د ملګري د ټاکنې په اړه تر بل هر څه لومړی د هغه/هغې ديني التزام په پام کې ونيسئ.

د انټرنيټ له لارې ملګرتيا جوړول

د انټرنيټ له لارې د واده په نيت د يو چا د پېژندنې هڅه ستونزې را پيدا کوي. د عامو موضوعاتو په هکله د انټرنيټي ډله ايز چټ پرته په نورو وختونو کې بايد له خپل جنس پرته بل جنس سره له چټ کولو او اړيکو نيولو ځان وساتل شي. مګر دا هم بايد په ياد ولرو چې د انټرنيټ له لارې د بل جنس د پېژندلو هڅه که څه هم چې د واده په موخه وي، يو نامناسب او زيان لرونکی کار دی.

ځينې خلک د مجلو يا ورځپاڼو له لارې د ځان له پاره د ژوند ملګري لټوي. مګر دا مناسبه لاره نه ده. اسلام مونږ ته د دې لارښوونه کوي چې بل لوری د کورني راشه درشه له لارې وپېژندل شي. چټ کول د يو چا او کورنۍ د پېژندنې مناسبه وسيله نه ده، له همدې کبله بايد ځان ترې وساتل شي. په همدې توګه د انټرنيټ له لارې پېژندنه هيڅکه هم د اسلام له لارښوونو سره سم په خپلو سترګو د کتلو ځای نه شي نيولای.

د ګډ ژوند په اړه لارښوونې

د يوه پردي سړي او پردۍ ښځې تر مينځ د ګډ او يوځای ژوند يوازينۍ لاره واده کول دي. واده بيا د دوی او د کورنۍ د ژغورنې په اړه د ښځې او مېړه دواړو له پاره بريدونه ټاکي. لکه چې وويل شول اسلام يوازې د واده له لارې را مينځته شوې کورنۍ په رسميت پېژني، او بس.

مګر بيا هم د نن ورځې د جوړو له پاره تر ټولو ستره ننګونه يو ځای او ګډ ژوند کول دي. په دې اړه د دُنيوي او اخروي شخصي اهدافو د تر لاسه کولو، او د ټاکل شويو اصولو او د کورنۍ او ټولنې د فشارونو تر مينځ يو انډول او توازن ته، چې يوه له سترو ننګونو څخه ده، اړتيا ليدل کيږي.

بله ستره ننګونه دا ده چې کورنۍ بايد د قران او سنتو  د لارښوونو په رڼا کې ګډه وساتل شي، نه د شخصي او خيالي غوښتنو په رڼا کې چې د کورني ژوند د ګډوډۍ لامل ګرځي.

د دې له پاره چې دغه ننګونې ځواب کړل شي، يوه جوړه بايد لاندې لارښوونې په پام کې ونيسي:

۱- تل بايد قران د کورنۍ د چارو د اصلي معيار په توګه، د ښوونې د اصلي معيار په توګه، او د پرېکړو کولو د اصلي معيار په توګه ونيسئ.

۲- همېشه خپله کورنۍ نه يوازې د اسلامي مطالعې او نظريې، بلکې د اسلام د عمل او تطبيق له لارې ښېرازه او تغذيه کړئ.

۳- د دې له پاره چمتو اوسئ چې خپل کړه وړه، اخلاق او افکار د قران او احاديثو له لارښوونو سره سم تغير کړئ.

واده او نويتابه

د «نويتابه» اصطلاح زياتره وخت د کورني ژوند په اړه له اسلامي لارښوونو څخه د مادي او دُنيوي لارښوونو د خپلولو لور ته د اوښتلو په معنی کاريږي.

د اسلام غوښتنه دا ده چې د ښو د خپرولو او د بدو د له مينځه وړلو په برخه کې لارښوونکې او ستره ونډه واخلي. که نويتابه د انساني اړتياوو د ليرې کولو له پاره د نوې ټکنالوژۍ تر کارونې پورې محدود وساتل شي، غوره خبره ده، مګر که هغه زمونږ د ژوند، اصولو، او لارښوونې د سرچينې د بدلولو له پاره کاريږي، نو پايله به يې بيخي سرچپه او مسلمانان د «نورو» پيروان ګرځول وي.

په دې برخه کې يو غوره او مثبت ګام دا دی چې اسلامي اصطلاحات وکارول شي، ځکه چې مسير همدا ټاکي. په دې معنی که يو څوک هغه اصطلاحات وکاروي چې د اسلامي مفاهيمو ضد معنی لري، په خپله ور سره هغه افکار بې له دې چې ور سره غبرګون وښودل شي را وارديږي، او په دې توګه ان په فکر کې هم د هغې په پيروۍ تماميږي.

له داسې يوې ټولنې سره تعامل کول چې د پوښاک اصول پکې په پام کې نه نيول کيږي، يوه ستونزه وي. له دې کبله په کار ده چې سړی له خپل ځان څخه پيل وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم را ته په دې اړه دا مشوره راکړې چې که هر څوک له خپل کوره باندې داسې څه وويني چې پاروونکی وي، بايد خپل کور ته راستون شي او د ژوند له ملګري سره اړيکو ته پام وکړي تر څو له هغو افکارو او احساساتو څخه پاک شي چې د مقابل جنس لور ته يې د ده ليوالتيا پيدا کړې وه.

اسلام هيڅکله هم نه غواړي چې له انسان څخه دې ملائکه يا داسې مخلوق جوړ کړي چې غوښتنې نه لري، بلکې اسلام پر هغو مناسبو وسايلو او لارو تأکيد کوي چې دا غوښتنې پرې پوره کړل شي. د خپلو غوښتنو د تر سره کولو له پاره مناسبه لاره دا ده چې يو څوک د خپل ژوند له ملګري سره نږدې اړيکې رامينځته کړي تر څو د ناروا غوښتنو په لومه کې و نه نښلي.

بې واده ځوانانو ته مشوره

بې واده ځوانان بايد لاندې ټکي په پام کې ونيسي:

۱- که د واده توان نه لري بايد روژې ونيسي.

۲- راشه درشه يې بايد يوازې د اړوند جنس له همزولو سره وي.

۳- په عامه ځايونو کې چې ګرځي، خپلې سترګې بايد ښکته واچوي.

۴- خپل وخت او چورت بايد په داسې کارونو ډک کړي چې انرژي مصرفوونکي وي.

۵- خپله پوهه باید زياته کړي تر څو په مناسبه توګه هغه څه تحليل کړل شي چې په سرونو کې يې ګرځي.

۶- داسې ځايونو ته له تللو څخه بايد ډډه وکړي چې بربنډتوب او بې حيايي پکې عامه وي (د درياب غاړې، نڅاځايونه، او د هرې سيمې په اړه نور مشهور بې حيا ځايونه).

۷- له داسې موسيقۍ، سندرو، شعرونو، او د ليدلو او اورېدلو موادو څخه باید ځان وساتي چې پاروونکي وي او غوښتنې او چورتونه منفي لور ته راکاږي.

۸- خپله مطالعه بايد زياته کړي تر څو يې د داسې اصولو، لارښوونو، او افکارو په اړه پوهه زياته شي چې د ژوند د هر ډګر له پاره ګټور وي.

له نورو نژادونو سره واده

کله کله يو څوک ګوري چې پلار او مور يې د خپل اولاد په هکله په اړوند نژاد کې پر واده کولو ټينګار کوي. په ځانګړې توګه د نجونو په هکله، په کار ده چې د څو دلايلو له کبله د مور او پلار مشورې ته غوږ کېښودل شي. د بېلګې په توګه که په واده کې کومه داسې ناخواله رامينځته کيږي چې د طلاق لامل وګرځي، له طلاقه وروسته به هم د جلۍ ساتنه د مور او پلار په غاړه وي. ځکه نو بايد مور او پلار د هغې د واده په اړه صلاحيت ولري او د واده په برخه کې يې مشورې ته غاړه کېښودل شي. مګر دا چې د هلک د مور او پلار په اوږو دا ډول مسؤليت نه شته، ځکه نو له هغوی سره يوازې مشوره کول بسوالی کوي، او هومره صلاحيت نه لري لکه د جلۍ مور او پلار يې چې لري.

له دې سره سره، مور او پلار د دې صلاحيت نه لري چې خپل زوی يا لور له يوه داسې چا سره واده کولو ته اړ کړي چې هغه ور سره واده کول نه غواړي. په همدې توګه مور او پلار د دې حق هم نه لري چې خپله لور يا زوی د غيرشرعي دلايلو (نژاد، رنګ، دود، او نور) له کبله له يو چا سره له واده کولو منع کړي.

خو دا هم بايد په ياد ولرو چې د يوې کورنۍ له پاره د نورو نژادونو له ودونو سره ځان جوړول او توافق ګران کار دی. ځکه نو بايد هغه خلک چې له نورو نژادونو، رنګونو، او دودونو سره د واده کولو نيت لري پوره پاخه او رسيدلي وي چې د نورو د منلو او له هغو سره د يو ځای کېدلو وړتيا پکې وموندل شي. ځينې میندې او پلرونه له همدې اندېښنې خپل اولادونه له پرديو دودونو، رنګونو او نژادونو سره له واده کولو منع کوي، په دې صورت کې بايد هغه څوک چې دا ډول واده کول غواړي د خپل پلار او مور مشورې ته په جدي توګه غوږ کيږدي.

له خپلو ميندو او پلرونو سره ډاګيزتوب

په لويديځ کې مېشت د مسلمانانو دوهم نسل د خپلو ميندو او پلرونو په پرتله ډېر لويديز خويونه لري. له نورو ثقافتونو سره واده کولای شي د بېلابېلو ثقافتونو د يو ځای کولو مفهوم ورکړي، خو په دې شرط چې لازم پوخوالی او حساسيت موجود وي. په دې معنی چې دواړه واده کوونکي بايد پوره رسيدلي وي چې د خپل دغه کار په پايلو پوهيږي او د دې وړتيا هم بايد ولري چې خپل دغه پوخوالی خپلو ميندو او پلرونو ته هم څرګند کړي. د ځوانانو مسلمانانو له پاره دا يو ګران کار دی چې خپل ميندې او پلرونه د دوی د خوښې منلو ته وهڅوي. مګر له دې سره سره هم که چېرې ميندې او پلرونه د خپلو اولادونو په هوښيارتوب او پوخوالي باوري وي، د واده په اړه د هغوی وړانديزونو او مشورو ته غوږ نيسي.

که چېرې يو څوک په دې پوهيږي چې مور او پلار يې عاقلانه پرېکړو، وړانديزونو او احساساتو ته غوږ ږدي، نو په کار ده چې له هڅولو او تشويق وروسته خپل وړانديزونه مور او پلار ته ور مخکې کړي.

غوره به دا وي چې که د يو چا د واده له پاره کوم هلک يا جلۍ خوښيږي، په کار ده چې مور او پلار ته په خپله د مطلوب شخص د يادولو پر ځای د هغه/هغې ځانګړتياوې او غوښتنې بيان کړي. دا کار په طبيعي توګه د نوموړي شخص په هکله د مور او پلار هوکړې ته لاره هواروي. لومړی خپل مور او پلار ته د مطلوب شخص ځانګړتياوې، وړتياوې او نېک صفتونه روښانه کړئ او بيا ورو، ورو ور ته ووايئ چې زړه مو په هغه/هغې باندې اوبه څښلي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب