سیاست او دولت

پولیس د ټولنې خدمتګار!

پولیس په څه معنی؟

‎پولیس په اصل کې د ښار د ساتونکي په معنی ده ، چې د پيدایښت او راتلوعلت یې ‌‌‌‌‌‌ډېر علمي تفصیل ته اړتیا لري.
‎خو په افغانستان کې د پولیسو منځته راتلل هم ‌‌‌‌‌‌ډېر اوږد او ځلانده تاریخ لري.
‎چې تل یې د خلکو خدمت کړی ، او دنده یې په ټولو تاریخي لحظو کې د قدر وړ ده .

‎پولیس په پراخ مفهوم د ټولنې خدمتګار او په ټولنه کې د عامه نظم ساتل او په ټوله کې د قانون تطبیق کوونکي دي.
‎هر عمل چې د قانون خلاف وي هغه جرم دی ، او پولیس تل له مجرمینو سره په مبارزه کې دي، یعنې په دې معنی چې پولیس لومړی باید د جرم له پېښېدو څخه مخنیوای وکړي، او د جرم د سرته رسېدو په صورت کې مجرم د قانون منګولو ته د سپارلو دنده لري.

‎په نننیو شرایطو کې په افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول جرمونه منځته راځي نو د پولیسو په دندو کې هم زیاتوالی راغلی دی ، دوی ددې ترڅنګ چې له عادي جرمونو سره مبارزه کوي، بلکې پولیس له ترورېزم سره د تل لپاره په لومړۍ کرښه کې تر بل هر چا زیاته قرباني ورکړې ، او ورکوي یې.
‎د مخدره موادو د قاچاقچیانو سره یې ، بله مهمه دنده ده چې تر ترورېزم ستونزمنه ده .
‎ځکه د مخدره موادو قاچاقبران دي چې د ترورېزم د ملاتیر جوړوي.

‎بله ستونزه
‎غیر مسوولې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې او ګروپونه دي چې په هېواد کې یې نا امنیو ته لاره هواره کړې ده .
‎انساني قاچاقبران ، غله، قاتلین، د ځمکو غاصبین، اختطاف کوونکي، او نور غټ او کوچني مجرمین هم د بیدارو پولیسو له سترګو پټ ندي.

‎شپه او ورځ یې په مبارزه کې دي چې د پام وړ لاسته راوړنې لري، ، هغه مجرمین چې پورته یې یادونه وشوه، لومړی د پولیسو په وړاندې خپل نامشروع مقاومت کوي او له ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډول جرمي تکیکونو څخه کار اخلي.
‎له بلې خوا دا جنایتکاران د پولیسو پر ضد ناوړه تبلیغات په لاره اچوي او په مختلفو نومونو یې نوم بدې کوي، اګرچې په پولیسو کې به لږې ستونزې موجودې وي ، خو زیاتې قربانۍ یې د هېواد څخه ددفاع په لاره کې او خلکو ته د خدمت د پاره ورکړې دي، چې د زیاد قدر او درناوي وړ دي.

‎هغه څه چې پولیس زیات ورته اړتیا لري ، سالم مدیریت ، پرمختللي وسایل، او خصوصآ د ولس بې ساری ملاتړ دی ، چې هغه ملي ، او اسلامي روحیه چې په پولیسو کې شته نوره هم قوي او د ګران هېواد د خدمت د پاره جوګه شي.
‎باید ووایم چې د کورنیو چارو محترم وزیر ویس احمد برمک چې د افغانستان یو اصیل بچی او زړه سوانده انسان دی موږ هیله مند یو چې دده تر صادقانه مشرۍ لاندې به پولیس په ټولنه کې نور هم خپل عزت ، قوت، او نیک شهرت لوړ کړي.
‎چې راتلونکي نسلونه به یې د تل لپاره ددوی ستاینه کوي.

‎لیکواله :پښتنه کلیواله.

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: