په ټولنه کې د ځوانانو مسوليتونه!

هر چېرته، په هره غونډه کې او په هر کلي کور کې دا یوه خبره اورم. چې ځوانان د ټولنې د ملا تېر دي، ځوانان دي چې یوې ټولنې ته بدلون ور کوي او ځوانان دي چې د هر چا سترګې ورته ور اوړي.

دا چې ځوانان د یوې ټولنې د ملا تير دي او د هر چا سترګې ددوی په لوري اوړي نو ځوانان باید خپل مسوليت و پېژني او په ښه ډول یې تر سره کړي.

زه خپله هم اوس یو ځوان یم، د کور، کلي او ټولنې سترګې زما په لوري دي چې وه دا ځوان څه کوي. او همدارنګه نور ځوانان هم داسې دي، چې د خپلو کورنيو سترګې ورته لاره څاري او د ښه ژوند هيله ترې کوي.

راځي هسې خوشي په خبرو تېر نه وزو چې موږ نو ځوانان یو او نور هېڅ کار مو نه وي کړی. هسې د خلکو او ټولنې سترګو ته به اېرې نه ور شيندو. دا ټولنه کار او سموونه غواړي، دا ټولنه ځوانې انرژۍ ته اړتیا لري. چې موږ او تاسې یو نو موږ او تاسې باید دا انرژي هسې په نامه خپل بدن کې ونه ساتو. تر څو په رښتني ډول سره ځوانان و بلل شو او ټولنه له بدبختیو څخه را و ژغورو.

په سر کې اړینه بولم، چې ځوانان له خپل کور څخه کار پيل کړي. او ټولو وروڼو، خويندو، د کاکا زامنو او د کلي ماشومانو ته د پوهنې په اړه یو ښه ذهنيت ور کړي. تر څو ټول د پوهې له برکت او خوند برخمن او پوره پوه شي، چې علم ښه شی دی.

همدرانګه ځوانان باید د یوه ښه ذهنیت تر څنګ بیا نو د تعليم زمينه ټولنې ته برابره کړي، ټولنه په دې مانا چې په ټوله کې خپل کلي، کور او و ګړو ته د تعليم زمينه برابره کړي. ښه به دا وي چې په مسجدونو او ځينې خلک د خپل کور د مخې سره کوټې لري. تر څو د کلي ماشومانو ته پکې د زده کړې ور کړي. نو په دې اساس به په ټولنه کې د ځوانانو لږ څه محبوبیت هم زیات شي او هم به یې ټولنې ته خير رسيدلی وی.

د ښه ذهينت او تعليم تر څنګ نورې داسې خبرې هم شته چې دا کار باید ځوانان و کړي، تر څو ټولنه نيکمرغه شي. هغه داسې چې ځينې کسان دي چې د ماشومانو فکرونه تخريبوي. او نا چله کارونه ته یې سوق کوي. دا ښه خبره ده چې دا دروند بار هم ځوانان په غاړه واخلي او دداسې کسانو مخه ونيسي، تر څو ټولنه د بدبختۍ څخه د خلاصون په لوري یون و کړي.

داسې ډېرې نورې خبرې هم شته دي، چې ځوانان یې باید و کړي یادونه به د ټوله زه وایم چې زیاته شي او ليکنه به ستړې کوونکې شي. یو خبره بله هم د یادونې وړ بولم. هغه دا چې د ځوانۍ ژوند یو مهال وي هسې ټول وخت نه را ګرځي او باید پوره ګټه ترې واخلو نو خدای دې و کړي چې نور هسې ځوانان له ټولنې څخه ورک شي تر څو منفې افکار خپروي تر د ټولنې اذهان بلې خواته بوزي.

د یوې سپېڅلې اسلامي ټولنې او ځوانانو په هيله!

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب