په نړۍ کې لومړنی پينسل څنګه جوړ شو؟!
په ۱۵۶۰ زېږدي کال کې يانې له نن څخه ۴۵۷۷ کاله مخکې يوې ايټالوي مېړه او مېرمنې يوه ټوټه ګرافيت د دوو ټوټو لرګيو په منځ کېښود او په نړۍ کې یې لومړی ځل د اوسني پینسل اختراع وکړه.
له دې ابتکار وروسته تر اوسه پورې همدا ډيزاين رواج دی، خو په لږ تغيير سره هغه دا چې د لرګي، سايز، او رنګ تغيير شوی دی .
او په عکس کې چې کوم پينسل وينئ، دا په اوولسمه پېړۍ پورې اړوند يو پینسل دی چې په جرمني کې په يوه کور کې پيدا شوی ،او په Faber-Castell کې ساتل کېږي.
نوراحمد