په ماشين باندې د مال حلالول (فتوى)

پوښتنه:
په ځينو هيوادونو كې د چرګانو يا نورو څارويو د حلالولو لپاره نوي سيستمونه جوړ شوي دي چې د ماشين په واسطه حلاله كيږي او يواځې په هغه چاړه چې حلاله كيږي د الله اكبر لفظ ليكل شوى وي. آيا دا حلاله صحيح كيږي كه نه؟
ځواب:
كه چيرته حلاله په كومه چاړه كيږي او يا په ماشين او د الله پاك نوم ورباندې ياد نه شي دا حلاله نه صحيح كيږي او يوازې دا بسنه نه كوي چې په چاړه با ماشين باندې (الله اكبر) او (بسم الله) ليكل شوي وي.
د څارويو د حلالولو لپاره كه نوي سيستمونه جوړ شوي وي، حلاله صحيح ده خو پدې شرط چې حلالونكى قصاب د حلالولو په وخت په ذبيحه باندې د الله نوم ياد كړي.
الله پاك فرمايي:
و لا تاكلو مما لم يذكر اسم الله علي الانعام ۱۱۸
ژباړه: د هغه څاروي څخه مه خورئ چې د الله نوم ورباندې ياد شوى نه وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب