په لنډ ډول د محمد( ص) د ماشومتوب کرامات

ديادوني وړده، چې محمد( صلی الله عليه وسلم د ډېرو معجزو ترڅنګ د زياتو”کراماتو” څښتن هم دی. دلته به د هغه عليه السلام دماشومتوب د ځينوکراماتو يادونه وکړو: کله چې مبارک عليه السلام دمور په تنه کې قرار وموند، د ختيځ مرغانو د لوېديځ او د لوېديځ مرغانو د ختيځ مرغانو ته د خوښۍ مبارکۍ ډالۍکولې.
په دې ميمونه او مبارکه شپه بتان واړه په ځمکه تيت، پرک پراته و.
د مکې مکرمې حيواناتو(ژویو) د انسانانو په څېر خبرې کولې.
ټول پاچايان په دې ورځ ګونګيان ول.
ټولو ملکو خوښي څرګنده وله.
“بي بي امنه” (د مبارک عليه السلام مور) فرمايې: چې يوسپين کالی سړی راغی، راته یې کړه: چې ستاپه تن کې تر ټوله نړۍ غوره ماشوم شتون لري؛ دا راز پټ وساته، کله يې چې نړۍ ته سترګې و غړولې«محمد» يې ونوموه؛ ځکه د پوره ستاينې وړ دی.
هغه زياته وي: د هغه مبارک له امله ماهيڅ درد نه دی ګاللی.
کله چې مبارک عليه السلام دنيا ته مبارکې سترګې وغړولې، سمدستي په ګونډو شو او د اسمان لوري ته يې کتل.
يو عجيبه رڼا پيدا شوه، چې مايې له امله د “شام” ماڼۍ و ليدې.
“قابلې” د هغه عليه السلام مبارک د رڼاپه ترڅ کې لازم اسباب لټول.
هغه کټو(کټوۍ) چې د وخت د عادت مطابق پر هغه مبارک نسکورشوي وه، هغه ماته شوه.
د اسمان ستوري نبوي څېرې ته د میني په پار را نږدې شول.
د فارس”اور” چي(۱۰۰۰) کاله وړاندي بل شوی و، او د چا يې د مړکېدو توان نه و، هم په ياده مبارکه نېټه مړشو.
ټول بتان سرچپه پراته وه، د کسری په ماڼۍ زلزله راغله(۱۴) روشندانه یې په زمکه پرېوتل.
د “موبذان” په نامه يوسړي خوب وليد، چې د”سطيح” له تعبيرسره سم يې د”کسرا” د شان، شوکت او غرور زوال په ډاګه کاوه او څرګند زېری وو، چې نور د طاغوت قافله په کوچېدو ده؛ ځکه “محمدي” لمر نور د راختلو په درشل کيده، همداسي وشول.
تر عثماني خلافته يې(۱۴) پاچايان يو په بل پسې له لاسه ور کړل، د ظلم او ستم ټغر يې ور ټول شو.
“محمد بن اسحاق” په روايت کې راغلي: په مکه مکرمه کې يو يهودي وو، تجارت يې کاوه، په ياده شپه يې د قريشو په يوه ناسته کې وويل: اې قريشو ايا په تاسو کې خو به نن شپه کوم ماشوم نه وي زېږېدلی؟ هغوی ورته کړه: نه، والله! نه يوخبر. هغه ورته کړه: (الله اکبر، که له تاسو خطا شو خو ښه به وي، تاسو و ګورئ، ځما خبر در سره ياد و ساتئ، نن شپه د دې وروستني امت “نبي” و زېږېد” نښه يې داده، چې د اوږو په مينځ کې به يې څه وېښتان…وي، او دوه شپې به تی هم نه ور نيسي؛ ځکه يوجني(پېري) ګوته په خوله کې ورکړې ده، له تي رودلو يې منع کړی دی. ناست کسان په تلوار له مجلسه وخوځيدو، د کورو په لور د یادې کیسې د سپیناوي په موخه ووتل، هر چا په خپل کور کې پوښتنه وکړه، چا وويل: تېره شپه د “عبد الله” د “عبدالمطلب ” د زوی، زوی سترګې نړۍ ته غړولې، نوم يې”محمد!” ور ته ايښی دی…
قوم ياد خبر و يهودي ته ورساوه، هغه ورته کړه: درځئ ورشو. کله چې راغلل، ويلې: آمنې ستا زوی زموږ په وړاندې حاضر کړه، کله يې چې د هغه مبارک د اوږو تر مينځ علامه(مهر نبوت) وليد، يهودي ولوېد، بيهوښه شو، کله چې په هوښ راغی، هغوی ورته کړه، څه در پېښ شول؟ هغه ورته کړه: باس! نور نبوت زموږ(بني اسرائيلو) له واکه ووت.
[خلص من البداية والنهاية: باب مولد رسول الله صلی الله علیه واله وسلم].
ﺍﻟﻠَّﻬُﻢَّ ﺻَﻞِّ ﻋَﻠَﻰ ﻣُﺤَﻤَّﺪٍ، ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﻣُﺤَﻤَّﺪٍ، ﻛَﻤَﺎ ﺻَﻠَّﻴْﺖَ ﻋَﻠَﻰ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ، ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ، ﺇِﻧَّﻚَ ﺣَﻤِﻴﺪٌ ﻣَﺠِﻴﺪٌ، ﻭَﺑَﺎﺭِﻙْ ﻋَﻠَﻰ ﻣُﺤَﻤَّﺪٍ، ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﻣُﺤَﻤَّﺪٍ، ﻛَﻤَﺎ ﺑَﺎﺭَﻛْﺖَ ﻋَﻠَﻰ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ، ﻭَﻋَﻠَﻰ ﺁﻝِ ﺇِﺑْﺮَﺍﻫِﻴﻢَ، ﻓِﻲ ﺍﻟْﻌَﺎﻟَﻤِﻴﻦَ ﺇِﻧَّﻚَ ﺣَﻤِﻴﺪٌ ﻣَﺠِﻴﺪٌ.

ژباړه: م. حمدالله(دانشمـند)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب