په رياضياتو کې د مسلمانانو لاسته راوړنې
دا خو نو بيخي سالم حقيقت ده چې د رياضياتو په علم کې د مسلمانانو لاسته راوړنې د هيريدو نه دي او د دې علم اصول او اساسات يې جهانيانو ته وضع کړل. لئونار البيزي تقريباً 1200 کتابونه او رسالي د الجبر په برخه کې ليکلي چې ټول يې له عربو نه زده کړيدي. فليپ ليکي : صفر چې ډېرې مشکلي عملي د رياضي ورباندې حليږي له هسپانيي نه اروپا ته انتقال شوي ده او همدا د صفر کليمه له عربې نه د انګليسي زيرو ته اوښتى ده.
دکتور عاشور ليکي: مسلمانان و چې اعشاري کسرونه يې په حساب کې رامنځ ته کړل او د اختصار قواعد يې ايجاد کړل. د س حرف د مجهول له پاره او د ج حرف د جذر له پاره او په مثلثاتو کې هم د مماس مفهوم همدوي رابرسيره کړيده او همدارنګه يې دريمه درجه يو مجهوله معادلي حل کړې او بيا له دې نه وروسته يې اروپا ته انتقال شوي دا ځکه چې اولينه رساله چې د رياضياتو په هکله په اروپا کې ليکل شوي وه 1493 م کال و چې هغه هم د البتانې له جدول څخه په کې استفاده شوي وه. د رياضياتو په پراخه ډګر کې د خوارزمې هڅې هم د ستايلو وړ دي ځکه چې د هغه د ثبوتونو نسخې اوس هم په اکسفورد کې ساتل کېږي چې د هغه له مرګ نه 500 کاله وروسته په قاهره کې د بودلين په مطبعه کې چاپ شويدې.