په افغانستان کې د پاکساني کلدارو د کارولو مخنیوي‌ لارې چارې

اففانستان یو د هغو  پرمختیایی هیوادونو له جملی څخه ده چی د څو لسیزو راپه دیخوا  د سیاسی ، اقتصادی او نظامی فشار لاندی دي چی د بهرنیو کړیو لخوا  د خپل شخصی منافعو او اعراضو په خاطر باندی اففانان ورځ تر بله د اور په لمبو کی سوځوی چی دا ټول مواردو ته په کتو سره ددی باعث شوی چی اففان نه خپل هویت ورک کړی او د نورو اسعارو سره په راکړه ورکړو کی کار اخلی  او ددی با وجود چی خپله پولی واحد هم  لری چی دلته ددی ټولو له جملی څخه پاکستانی کلداری په نظر کی نیسو چی د اففانستان په مختلفو ولایتونو کی په راکړه ورکړه کی زیات استعمالیږی چی ددی اثرات تر ډیر کچه تاثیرات د اففانستان په اقتصاد باندی او په زمن کی د افقانی ارزښت له خطر سره مخامخ کړی چی سره لدی هم د اففانستان بانک د مختلفو پولی سیاستونو  څخه  په استفادی سره ترڅو ّپه مارکیت کی حالت کابو کړی خو بدبختانه په دی کی البته پاتی راغلی چی د غه حالت د زیاترو اففان اقتصاد پوهانو او سیاستوالو اندیښنی را پارولی دی چی په اصل کی دا هغه نقاط دی چی غواړم په ډیر واضح شکل باندی او ډیر لڼد توګه ورنه یادونه وکړو ترڅو اصلی ټکی ته پاملرنه وشی:                                        
۱- لکه څرنګه چی مونږ مخکی یادونه وکړو د هفو فشارونو نه چی په نتیجه کی مونږ په یو نا اعلام شوی جګړه کی ښکیل کړی یو او زمونږ هر څه د خطر سره مخامخ کړی یاستو البته تر ډیره کچه په اقتصادی برخه کی چی ددی ټولو حالاتو راوستل په افغان ولس باندی د اوسنیو سیاسی مشرانو د وینا پر اساس اصلی منبع پاکستان ګڼل کیږی چی دغه هیواد نورو پروژی تدبیق کوی او خپل نفعه سنجوی چی دا د هغی یواځنی بیلګه ګڼل کیږی چی تر څو نور هم مونږ نا توان کړی او ځان ته موحتاج او زمونږ ټولی حاکمیت د پښو لاندی کړی.

۲- اففانستان په اقتصادی  برخه کی ځواکمنتیا نه درلودل البته د هیواد د ننه تصدیانو او تولیدی فامریکو نه شتون چی د هیوادوالو شته ضرورت رفعه کړی چی دا ددی باعث ګرځیږی چی افغان دولت او تجاران د نورو خارجی مملکتونو څخه د ضرورت وړ توکو وارد کړی   بلخصوص واردات د پاکستان هیواد څخه ځکه چی د تجارانو اموال اخیستل خپله د پاکستانی اجناسو چی البته په پاکستانی کلدارو چی د همغی هیواد پولی واحد ګڼل کیږی اخلی او د هغی بیرته خرڅول  دلته تجارانو ته یوه نوعه تسکین د فایدی ورکوی او د تظمین په شکل ورته وی ددی ترڅنګ دوکاندارانو ته هم که پرچون فروش وی اویا عمده فروش وی چی ددی لاری نه د عوامو خلکو فکر هم تنبه ګیږی په راکړو ورکړو کی  د پا کستانی کلدارو څخه کار اخلی  چی په نتیجه کی پراففانی باندی منفی تاثیرات کوی او ددی ترڅنک افقانی ارزښت او د افقانستان اقتصاد خطر سره مخامخ کوی چی البته همدا اوس جریان لری.

۳- د افغانستان اوسنی دولت د ناغړیو نتیجه ده ځکه چی دیوی قوی او موثراقتصادی  سټراتیژی نه درلودل  تر څو د ښو پولی  پالیسیانو د عملی کیدلو لپاره لاره هواره شی او په دی پالیسیانو کی د غه ډول  ستونزو او مشکلاتو لپاره د مختلفو لارو چارو په استفادی سره  د همیش لپاره ورته د پای ټکی کیښودل شی.

پورتنی کوم نقاط چی ذکر شو البته ډیر اساسی نقاط دی چی نور هم دی خو دهفوی د ذکر کولو څخه دلته ډډه کوو.

اوس باید پورتنی حالاتو ته په کتو څنګه کولی شو چی د پاکستانی  کلداری څخه په راکړه ورکړه کی مخنیوی وکړو چی د افغانستان اقتصاد په خطر کی اچولی بلخصوص د اففانی ارزښت  البته د نورو خارجی  مالی ملاتړ په نظر کی نیولو سره چی البته فعلا یی لرو غواړم په څو ټکو کی یی واْضح کړم :

۱- با استعداد، باتجربه،  ایماندارو ، وفادارو او ملی احساس لرونکو علمی کدرونو باید په دولتی دوایرو کی و ګمارل شی بلخصوص په مالی چاروکی  ترڅو د خو اقتصاد پوهانو او سیاست والو خاوندان شو چی ددی له طریقه به د ښو او معقول اقتصادی سټراتیژیانو، پلانونو به ولرو چی ددغو اقتصادی سټراتیژیانو، پولی پالیسیانو او پلانونو په  درست او ښه شکل عملی کول په نتیجه کی به د شته نورو خارجی اسعارو بلخصوص د ياکستانی کلدارو کارول  په ورځنی راکړه ورکړو کی د مخنیوی سبب و ګرځیږی.

۲-د نویو تنوعاتو په فکر او نوموړی افکار باید عملی بڼه و لری ترڅو دنوموړو افکارو په استفادی سره اهداف حاصل شی، د مثال په توګه سرمایه ګذاری لپاره زمینه برابرول چی اقتصادی پالیسیانو یو  له دبل سره په  ټکر او تصادم واقع نه وی، بهرنی سرمایه ګذاری راجلبول  او شرایت ته به کتو سره په هفوی باندی منظم مالیاتو وظع کول، چی په مجموعی شکل پورتنی ټکو ته په کتو سره مونړ به ددی ګواه کړی چی د افغانستان خود کفایی خواته وړی چی په نتیجه ګی به افغانستان د وارداتی هیواد څخه په صادراتی هیواد تبدیل شی  چی په هیڅ صورت سره به مونږ د نورو اسعار بلخصوص د پاکستانی کلداری  ښکار و نه  شو د هیواد د ننه په خپلو کارباری راکړه ورکړو کی.

۳-د افغانستان د خلکو  په ذهنونو باندی کار کول ضروری ګڼل کیږی چی ترڅو دوی ته ذهنیت ورکړل شی چی د نورو اسعارو استعمال زمونږ هویت په خطر کی اچوی،زمونږ اقتصاد ته په ډیره کچه زیان رسوی چی ددی سره د افغانی ارزښت ختمیږی او د افغانی نرخ نظر نورو ته به هیځ نه وی لکه چی په تیر دولتونو کی افغانستان ددی ښه تجارب لری، چی تر څو خلکو په دی باندی وپوهیړی او دوی ته ملیت پرستی ذهنیت ورګړل شی نو په نتیجه کی خلکو خپلو شخصی نفعی پریږدی او په خپلو راکړه ورکړو کی د پاکستانی  کلدارو څخه په کلی شکل ډډه او تیر شو حالاتو ته په کتو نفرت و کړی.

۴-په بازار کی د دولت مستقیمی مداخله به د پاکستانی کلداری په راکړو ورکړو کی د نه  کارونی  په منظور ډیر زیات موثر تمامیږی ځکه چی حالاتو ته په کتو سره د افغانستان بانګ په دی کی پاتی راغلی او ددوی کوم شته پالیسانو په تطبیق کی څه خاص تغیرات نه لیدل ګیږی نو باید ووایم چی دوی دولت نه دی چی  دری قواوی ولری چی دوی د هفی  وظایف يرمخ ویسی .

د یو اباد او سوکاله افغانستان په هیله

محـمد اعظم (ذکریا)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب