دمال بې بركتي

هغه ډول صفا او رښتنې معامله وكړي څه ډول چې ايمان د هغه مقتضى او غوښتوونكى دى څو په مال كې يې بركت پيدا شي او…

دمال بې بركتي

موږ او تاسو وينو شپه چې تېره شي سهار شي انسانان د كورونو څخه راوځي د مځكې پر مخ يوې او بلي خو ا ته خپريږي، څوك د تجارت په لور حركت كوي، څوك د صنعت په لور، څوك د زراعت په لور، څوك د يو كار څوك د بل كار او كسب په لور خوځيږي، ټوله ورځ ستړيا او محنت ګالي څو مال او دولت لاس ته راوړي او پدې مال سره د خپل ژوندانه او كورنۍ ضرورتونه او اړتياوې پوره كړي او هم د راحت او سوكالۍ وسائل او سهولتونه ځان ته مهيا او برابر كړي.
په عمومې ډول د خلګو نظر دادى چې څومره مال د تميت او شمېر په لحاظ زيات وي نو په هماغه اندازه به د ده د ژوندانه اړتياوې به پوره او ژوند به يې هوسا او د راحت وي، خو دا يوه تېروتنه او اشتباه ده.حقيقت دا ډول نه دى لكه څرنګه چې په عمومې ډول د خلګو نظر دى بلكې د انسانانو د ژوندانه اړتياوې په هغه مال پوره كيدالى شي چې په هغه كې بركت وي، په لږ بركت والا مال باندې دومره اړتياوې پوره كيدلاى شي چې د ډېر بې بركته مالونو څښتنان به د حيرانتيا له كبله د تجرۍ په څنګ لاس تر زنه هيښ پيښ ورته تللي وي.
د بركت والا مال او بې بركته مال د پيژندنې لپاره پاك رسول (ص) څرګنده مثال بيان كړى چي د امت هر كس په اسانۍ سره په پوهيدلاى شي، د دې تمثيل د بيانولو ورسته بيا يو د هغو شيانو څخه ذكر كوؤ چې د پاك رسول (ص) په وينا په مال كې بې بركتي راولي، څو زموږ وړونه د هغه ډول معاملاتو څخه ځان وژغوري چې په اخرت د سزا علاوه په دنيا كې يې هم مالونه بې بركته او د ژوندانه اړتياوې يې نه په پوره كيږي.


حرام او بې بركته مال:

د حرام او بې بركته مال تشبيه رسول (ص) د هغه چا سره وركړې ده چې هغه خورك كوي خو نه په مړيږي. قربان تر داسې رسول (ص) په څه ډول څرګنده مثال يې خپل امت د بې بركته مال په مفهوم پوه كړى دى. ټوله خلك په دې پوهيږي چې انسانان چې ډوډۍ او غذاء ته اړتيا لري دا د لوږې د حاجت پوره كولو له پاره دي، انسان  كه موړ وي نو ډوډۍ ته اړتيا نه لري خو كه وږۍ شي نو بيا داسې خواړه ته اړتيا لري چې د لوږې دفع په وكړي. موږ او تاسو ډېر ځله د داسې حالاتو سره مخامخ شوي يو چې كله وږي شو په لږ  ډوډوۍ خوړلو ماړه شو، د لوږې تكليف راڅخه ليرې شي او كله بيا وږي شو ډېره ډوډۍ وخورو خوبيا هم نه مړيږو دلوږې دتكليف څخه رنځ وړو.
په هم دې ډول انسانان چې مال ته اړتيا لري دا د دې له پاره چې په مال باندې د ژوندانه بېل-بېل ضرورتونه پوره كړي، يانې مال (بذاته مقصود) نه وي نوپه كوم مال كې چې بركت وي هغه دهغه غذاء په شان دى چې سړى يې لږ څه وخوري په موړ شي د لوږې د تكليف ځخه خلاص شي او په كوم مال كې چې بركت نه وي هغه د هغه غذاء په شان دى چې څوك يې خوري خو لوږه نه په وركه كيږي، بلكي د (استفساء) د مريض په شان چې اوبه چيښي د تندې تكليف يې نور هم پسي زياتيږي.

دمال د بې بركتۍ موجبات:

اوس به راشو د دې پوښتني ځواب ته چې مال په څه شي بې بركته كيږيڅو ځانونو ورڅخه وژغورو او په څه شي په مال كې بركت راځي څو هماغسې وكړو. دمال د بې بركتۍ موجبات ډېر دي خو دلته فقط د (امام بخاري رحمه الله ۲۰۸۲ شمېرې حديث ژباړه رانقلووچې په هغه كې پاك رسول (ص) هغه معامله ښودلې ده چې هغه ناجائزه او په مال كې بې بركتي راولي او هم يې هغه معامله  ښودلې ده چې په مال كې د بركت سبب ګرځيږي . )
د حد يث ژباړه په دې ډول ده : ((سوداكوونكي اختيار لري تر څو چې يو د بل څخه بېل شوي نه وي، كه دوى په سودا كې يو بل ته رښتيا وواېې او د خپل شي عيب او نقص يې بيان كړي نو په سودا كې بركت پيداكيږي او كه يو ويل ته درواغ وايې او يو د بل څخه د شي عيب پټ كړي نو د سودا بركت يې له منځه ځي.))
دحديث د اولې جملې په مفهوم كې د (فقهاؤ) اختلاف دى موږ يې اوس تشريح نه شو كولاى خود ورستيو جملو مفهوم د مضمون د عنوان سره سم بيانوو. سودا تبادلې ته وايې، هر يو هغه بل ته په خپله خوښه يوشي وركوي او په عوض كې يې د هغه څخه بدله اخلي، داكه نقدې پيسې وي او كه نور مالونه وي په دې مالونه كې كله داسې عيب او نقص وي كه اخيستوونكى په خبر شي نو هغه نه قبلوي ځكه هغه يا ناچله وي يا كم ارزښته وي  نو كه سوداكوونكى يو وبل ته رښتيا وويل  او د دوى يه شي كې چې كوم عيب اونقصان وي هغه يې بيان او څرګند كړى په دې سوداكې كيدلاى شي د خرڅوونكى شى په ارزانه قيمت خرڅ شي خو الله (ج) په دې سودا كې بركت وراچوي، په دغه لږ ګټه يا بدله كې به الله (ج) دومره زيات بركت پيداكړي چې په مخ كې پراته حاجتونه به يې په پوره شي.

كه سودا كوونكى د شي عيب پټ كړي:

او كه سودا كوونكى په سودا كې دوراغ ووايې مثلاَ پدې شي كې به د ده ګټه وي خو دى و رانيوونكي ته وايې دا شى دې پخپل سر يا تاوان وركوي او يا ورته ووايې بل چا تر دغه په ګران قيمت را څخه غوښتى مانه وركاوه، خواوس يې تا ته د مجبوريت لكبله تر هغه ارزانه دركوم او يا شي په داسې ملك او كمپنۍ كې جوړ شوى وى چې هغه به رانيوونكى ته د اعتماد وړنه وي ، خو دى درواغ ورته وايې و داسې ځاى او كمپنۍ ته د شي د جوړولو نسبت كوي چې هغه د رانيوونكى د اعتماد وړ او مطلوب وي، همدا راز كه سودا كوونكى د شي عيب پټ كړي مثلاَ داسې دواء يا خوراكې شي خرڅوي چې هغه تر معياد تېر وي  نور د استفادې وړ نه وي، نو دى يې د انتهاء تاريخ د رانيوونكى څخه پټ كوي ځكه دا يو لوى عيب دى كه رانيوونكى په خبر شي نو سودا نه ورسره كــــــوي.
په دغه ډول د درواغو، چم او خطاايستلو په سودا كې كيدلاى شي سړى ډېر څه وګټي مال به ېې د كميت او عدد په لحاظ په زيات شي خو الله(ج) يې بركت ځنې پورته كوي، دا ډول بې بركته به شي چې اړتياوې به يې نه پوره كيږي. كه يو حاجت يې پوره شي بل حاجت به الله (ج) ورته پيداكوي، ددغه ډول سوداكوونكى مالونه كه څه هم په ظاهري ډول د عدد له مخې زياتيږي، خو الله (ج) به يې د دې سره جغ اړتياوې او ضرورتونه هم ور زياتوي دى چې يوضرورت پوره كوي الله(ج) به بل ضرورت ورته ايجاد كـــــوي.
نو ځكه بايد ټول معامله كوونكي په خپلو معاملاتو كې رښتني و اوسي، يو د بل سره دا ډول معامله وكړي څه ډول چې د بل څخه د ځان له پاره خوښوي، د درواغو او تېرايستنې د معاملې څخه ځان وژغوري هغه ډول صفا او رښتنې معامله وكړي څه ډول چې ايمان د هغه مقتضى او غوښتوونكى دى څو په مال كې يې بركت پيدا شي او د ژوندانه اړتياوې يې په پوره شـــــــــي.

your ads


ليکنه: مولوى محمد عمر خطابي-کندهار

اصلاح انلاین

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب