په افغانستان کې دايچ ای وي ايډز ګواښونکی حالت‬

دافغانستان په څير دودېزه ټولنه ګې چې اکثره خلک يې غريب او جګړو ځپلې ايډز او دې ته ورته دنورو مزمنو او ساري ناروغيو انتقال زيات شوی.

خو دعامې روغتيا وزارت لخوا  دايچ ای وي او نورو جنسي او وژنکو ناروغيو دکنترول په برخه کې کوم قاطع تصميم ندی نيول شوی.
له ایچ ای وي ایډز سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ګډ پروګرام د اټکل له مخې  (اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۶۹۰۰ کسان په ایچ ای وي یا ایډز اخته دي او دغه وزارت له دغې ډلې یواځې ۲۷۰۰ تنه تشخیص او راجسټر کړي دي.)
خودغه اټکل تخمیني دی ،شاید په دغه ناروغۍ داخته ناروغانو شمير په افغانستان کې خورا ډېر او داندېښنې وړ وي.
که څه هم په افغانستان کې دایډز ناروغۍ پېښې زياتې شوې خو په نوره نړۍ کې یې ګواښونکی حالت تر دې هم بدتر دی.

ځکه اوسمهال په نړۍ کې شاوخوا ۳۶ میلیون کسان د “ایډز” په ناروغۍ اخته دي او یواځې تیر کال دغې ناروغۍ یو میلیون کسان وژلي دي.

کارپوهان اټکل کوي چې تر ٢٠٣٠ میلادي کال پورې به ١٠٠ میلیونه نور وگړي هم د ایچ ای وي  په ویروس اخته شي.
خوپه افغانستان کې دوه لسېزو څخه زیات جنګ،دسواد دکچې کموالي ،په بېساري ډول دغربت موجوديت، داخلې او خارجي مهاجرتونه، دمخدره موادو شتون، خلاص سرحدات، او دزرقي معتادینو دشتون زیاتوالی دايچ ای وي دبېساري خپریدو عوامل دي

دايډز اعراض او علايم:

اعراض:
دوزن له لاسه ورکول.
ديوې میاشتې څخه زيات اسهالات.
له يوې میاشتې څخه زیاته تبه او نور…

علايم:
لمفاوي عقداتو غټوالی، دومداره ټوخی، دخولې او ستوني کانډيډيازس او دبدن په مختلفو برخو کې خارښت لرونکی سوروالی اونور…
دايچ اي وي دخپریدو لارې:
دجنسې يوځای والي پواسطه لکه:
ښځې نه سړي ته، دسړي نه ښځې ته، همجنس بازان او دخولې پواسطه .
دمور څخه ماشوم ته:
دامیدوارۍ پرمهال، دزېږون پر مهال او دشيدو ورکولو پرمهال.
دوینې پواسطه:
دوینې انتقال، مشترکې ستنې او سرنجونه استعمالول ، منتن جراحي او طبي وسايلو استعمالول
خال وهنه او غوږونو سوري کول او ترافيکي پېښو پواسطه . .
څومره وخت نېسي تر څو دناروغۍ اعراض او علایم ښکاره شي؟

کله چې وایروس دانسان بدن ته داخل شي د خوندیتوب یا دفاعي سیستم سره  مبارزه کوي ، له شپږ کلونو څخه تر اته کلونو   پورې وخت نېسې ترڅو دناروغۍ لومړني اعراض اوعلایم ښکاره شي چې دغه پړاو ته د اېچ ای وي پټ پړاو وايي.

د اېچ ای وي د پټ پړاو له پای ته رسېدلو وروسته د ناروغ د بدن خوندیتوب يا دفاغي سیستم سخت زیانمنېږي او بدن دنوروناروغيوپه مقابل کې هيڅ ډول دفاعي قوه نه لري .
نو په دې دلیل ډاکټران سپارښت کوي، که کوم کس  نامشروع جنسي اړیکې لري او یا یې منتنې ستنې او منتن طبي سامان استعمال کړی وي ،او  له امله یې د اېډز یا اېچ ای وي اعراض او علايم ولري، نو باید له ځنډ پرته طبي مرکزونو ته لاړ شي! تر څو دناروغۍ دشتون او نه شتون په اړه معلومات ترلاسه کړي، که نتېجه منفې وه ډېره ښه ده، خو که خدای مه نتيجه مو مثبته راووته په دې هم مه مایوسه کېږه ځکه هر افت او مصيبت دالله ج له طرفه وي.

زموږ په هېواد کې خلک یواځې په دې فکر کې دي چې ايډز یواځې دجنسي اړيکو له لارې انتقالېږي.
کوم کس چې په ايډز اخته وي سم له واره پرې دنامشروع جنسي اړیکو دلرلو تور پورې کوي.
خو داسې نه ده په افغانستان کې ځيني داسې خلک په دې ناروغۍ اخته شوي چې دهر  ډول نامشروغ اړيکو څخه پاک دې، خو بيا هم په دغه ناروغۍ اخته دي، دغه کسانو ته شاید وایروس دنايانو دچړو دوینې دانتقال،  دمنتنو طبي سامان الاتواو یا په کومه ترافيکي پېښه کې انتقال شوی وي.

دغه انګېرنه بې ځايه زموږ په ټولنه کې دود شوې، بايد ټول په شریکه ددغه مبتذله او بېځايه انګېرنې په له منځه وړلو کې مبارزه وکړو ، او هغه کسان چې په ايچ اي وي اخته  دي باید  دانساني کرامت او همدردۍ له  مخې په  درنده سترګه ورته وګتل شي.تر څو خپل پاتې ژوند له دغه وژونکې ناروغۍ سره يو ځای په ښه شان مخته يوسې.

ثناءالله سلیم

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب