اخلاقټولنه

په اسلام کي د ملګري حقوق او دملګرتیا اصول او آداب ۲

 (۱۷)  له پخوانیو ملګریو سره خپلوي پاله

بل هم د ملګرتيا له آدابو ځخه دا دي چي زړه خپلوي او آشنائي او قرابت بایدوپالل شي او مسلمان بايد وفاداروي
عن جابرقال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إن الله تعالى يحب المداومة على الإخاء القديم فداومواعليه .  (الديلمي)
له جابررضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : الله تعالى له خپلو بندګانو ځخه دا خوښوي چي په زړه خپلوي ټينګ پاته شي نو له دي وجهي تاسي په زړه خپلوي باندي همېشه توب کوۍ .
عن عائشة رضي الله تعالى عنهاقالت قال رسول الله صلىالله عليه و سلم: إن الله تعالى يحب حفظ الود القديم . (كنزالعمال)
عائشه رضي الله تعالى عنها روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : الله تعالى دزړې خپلوي او ميني پالل خوښوي .
عن عائشة قالت جاءت عجوز إلى النبي  صلى الله عليه وسلم  وهو عندي فقال لها رسول الله  صلى الله عليه وسلم  من أنت قالت أنا جثامة المزنية فقال بل أنت حسانة المزنية كيف أنتم كيف حالكم كيف كنتم بعدنا قالت بخير بأبي أنت وأمي يا رسول الله فلما خرجت قلت يا رسول الله تقبل على هذه العجوز هذا الإقبال فقال إنها كانت ت� �تينا زمن خديجة وإن حسن العهد من الإيمان (المستدرك على الصحيحين)
له عائشه رضي الله تعالى عنها ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يوه بوډۍ ښځه راغله او دی (ص) زما په اطاق كي وو رسول الله صلى الله عليه وسلم پوښتنه ځیني وكړه چي ته څوك یې؟ هغې ښځي ورته وويل زه جثامة المُزَنية،  يم رسول الله صلى الله عليه وسلم  ورته  وويل چي جثامة نه بلكه حسانة المُزَنية یې څرنګه ياست ؟ څه حال مو دی؟ له مونږ وروسته مو څه حالات وو ؟ بوډۍ ښځي ورته وويل ښه په خير يو زما مور او پلار د له تا ځخه ځارشي چي كله  هغه ولاړه ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وويل چي ددې بوډۍ دداسي ښه هركلی ولي وكړ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چي كله خديجة � �ضي الله تعالى عنها ژوندي وه داښځه به د هغې لپاره زمونږ کور ته راتله او وفاداري د ايمان جزء او حصه ده. (جثامة بدشكله يا بدخويه ته وائي او حسانة شائسته ته وائي .)
ابومحمد المغازي (رح)وائي :
من أحب أن تدوم له المودة فليحفظ مودة إخوانه القدماء.  (اداب الصحبة)
كه څوك دا غواړي چي آشنائي ئي دوام داره او هميشنۍ شي نو دله پخوانيو دوستانو او وروڼو سره خپلوي پالونكی او وفادار پاته شي .
په سلف صالحينو كي ځينو پوهانو داسي وئيلي دي .
عاشروا الناس معاشرة إن غبتم حنوا إليكم وإن متم بكوا عليكم. (اداب الصح بة)
له خلګو سره په داسي شكل ګوزاره وكړۍ چي كله ځيني مسافر شي يادیې شۍ او در پسي پرېشانه وي  او چي مړه  شۍ درباندي وژاړي .
(۱۸)   په تنګلاسي كي د ملګري لاس نيسه
بل هم د ملګرتیا له آدابو ځخه دا دی چي کله  هم ستا د مسلمان  ملګري اقتصادي وضع کمزوري شي او مجبورتیا ور باندي راشي نو په تنګ لاسي كي یې مرسته په ارت لاس او پراخه سينه سره وكړه خپله هستي ورسره شریکه کړه او دا هرڅه یواځي د الله تعالی د رضا د حصول لپره او سرچپه د هغه جيب ته  سترګي مه  غلي كوه  .
له يوه د سلف صالحينو ځخه چا پوښتنه وكړه داسي ملګرتيا راته  وښايه چي هم زه په هغه ملګرتياكي صحيح سلامت يم او هم مي پاللي وي هغه ورته وويل :
وسع على أخيك م الك ولا تطمع في ماله وانصفه ولا تطلب منه الإنصاف واستكثر قليل بره ويكون إكرامك له أكثر من إكرامك لنفسك. (اداب الصحبة)
له خپل مال ځخه  دهغه حاجت په ارت لاس پوره كړه د هغه د مال او دارایې تمه مه ساته ،  خپل  هرڅه ورنيم كوه او له هغه  ئي مه غواړه اوتر خپل عزت د هغه د عزت زيات خيال ساته .
ياران باشد كه گيرد دست دوست …………………………   درپريشان حالي ودرماندگي
ملګری خو هغه وې چي په پرېشاني او مجبورتیا کي د خپل ملګري لاس ونیسي نه بایدداسي وي لکه چي پښتانه وایې : دښې ورځي مي ورور یې د بدي ورځي مي پېغور یې .
له بله يوه چا ځخه پوښتنه وشوه چي يو سړی له خلګو سره داسي ګوزاره كوي چي نه ئي عزت كوي او نه په هغوي تكبركوي دا به څرنګه وي؟  هغه په جواب كي ورته وويل :
 فإنه يعادي صديقه ويكرم عدوه فإن إخوانه في الله أصدقاؤه ونفسه عدوه قال روى عن النبي صلى الله عليه وعلى آله وسلم أعدى عدوك نفسك التي بين جنبيك . (اداب الصحبة) 
چي هغه له دوست سره دښمني كوي او ددښمن عزت كوي ځكه چي خدائي وروڼه ئي دوستان دي او خپل نفس ئي دښمن دی او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلي دي چي د انسان لپاره تر ټولو ستر دښمن د هغه خپل ځان دی .

(۱۹)  دملګري راز پټ ساته او چاته یې مه لوڅوه
كله چي يوه ملګري يوه خبره درته وكړه او يا د بل چا له خولې ته د هغه په يوه راز خبر شوې داد هغه په تاشرعي او دملګرتیاحق دی چي د هغه راز پټ  وساتې دا له تاسره د هغه امانت دی  راز هغي پټـي خبري ته  وائي چي د راز خاوند د هغه نشراو ياد نوروپه هغې خبريدل نه خوښوي او داد ملګرتيا او وروروالي له آدابو ځخه دی خواه كه هغه راز ستاملګري په تا امانت كړي وي او كه ئي نه وي امانت كړي خو ته به تر هغه وخته داراز پټ ساتې تر څو د له هغه ځخه د هغې خبري د لوڅولو اجازت نه وي تر لاسه کړی د هغه د راز لوڅ ول له ملګرتيا سره خيانت دي او په کامل مسلمان کي دا خوی نه وي .
عن جابر بن زيد قال بلغني عن رسول الله  صلى الله عليه وسلم  قال من روع مسلما روعه الله يوم القيامة ومن أفشى سر أخيه أفشى الله سره يوم ال� �يامة على رؤوس الخلائق. (مسند الربيع)
له جابر بن زيد رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : چاچي مسلمان وويرولوالله تعالى به ئي د قيامت به ورځ ووېروي او چاچي د خپل ورور راز � �وڅ كړ الله تعالى به ئي د قيامت په ورځ د ټول مخلوق په حضور كي راز لوڅ كړي .
عن أنس بن مالك رضي ا� �له عنه قال قال رسول الله إذا حدث الرجل ثم ألتفت فهو أمانة له. (مسند ابي  يعلى)
له انس بن مالك رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: كله  چي يو سړی خبري كوي اويوي او بلي خوا ته ګوري نو پوه شه چي د خپلي خبري پټول غواړي دهغه دا خبري له تاسره دهغه امانت (راز)دي .
حدثنا ثابت عن أنس رضي الله عنه قال خرجت من عند النبي متوجها إلى أهلي فمررت بغلمان يلعبون فأعجبني لعبهم فقمت على الغ� �مان فانتهى إلى النبي وأقام عليهم وسلم على الغلمان ثم أرسلني في حاجة له فرجعت إلى أمي بعد الوقت الذي كنت أ� �جع إليهم فيه فقالت أمي ما حبسك اليوم يا بني قلت أرسلني النبي في حاجة قالت أي حاجة قال قلت يا أماه إنها سر � �الت يا بني فأحفظ على نبي الله سره قال ثابت فقلت لأنس يا أبا حمزة أتحفظ تلك الحاجة اليوم أو تذكرها قال إني � �ها حافظ ولو حدثت بها أحدا لحدثتكها يا ثابت .  (المطالب العالية)
ثابت له انس رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت كوي چي هغه فرمائي يوه ورځ د رسول الله عليه وسلم له خدمت ځخه د باندي راووتلم هلكانو لوبي كولې ماته ئي هم خوند راكړ ماشوم وم ورته ودريدلم رسول الله صلى الله عليه وسلم را غی او هلكانو ته ئي سلام ورواچولو او ودريدلو او زه ئي په يوه كار پسي ولېږلم هغه كارمي وكړ كورته چي کله خپلي مورته واپس راغلم مورمي راته وويل چي نن ولي وځنډېدلي ما ورته وْويل چي رسول الله صلى الله عليه وسلم په يو كار پسي ولېږلم ځکه وځنډېدلم هغي راته وويل څه كار یې وو؟ ما ورته وْويل چي هغه پټ كار وو هغي راته وويل چي زمازويه د الله تعالى د پيغمبر راز همداسي پټ  وساته چا ته یې مه وایه ثابت رضي الله تعالى عنه وائي چي ډېره زمانه وروسته ما انس رضي الله تعالى عنه ته وويل چي آيا هغه خبره د اوس په يادده څه خبره وه؟ انس رضي الله تعالى عنه وفرمايل هو زما ياد ده خوكه هغه خبره ما يو چاته كولای  تا ته به مي هرومرو كړي وای .
عن معاذ بن جبل قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم  استعينوا على حوائجكم بالكتمان فإن كل ذي نعمة محسود (حلية الأولياء)
معاذ بن جبل رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى االله عليه وسلم وفرمايل : خپل ضرورتونه د راز په ساتلو پوره كوۍ ځكه چي هر د نعمت له خاوند سره حسد كېږي .
عن ابن عمررضي الله تعالى عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إذا كان الرجلان في المجلس يتحدثان في السرفلايجلس إليهما ثالث حتى يستأذنهما  (الديلمي)
له عبد الله بن عمررضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : كله چي په مجلس كي دوه كسان پټي خبري سره كوي نو دريم كس د تر  هغه وخته نژدې نه ورته كيني چي ترڅوئي له هغوی ځخه د كيناستلو اجازه نه وي تر لاسه کړي .
شاعر وایې :
ليس الكريم الذي إن زل صاحبه ………………………………….  بث الذي كان من أسراره علما
ان الكريم الذي يبــقي مودتـه…………………………………..  ويحفظ السر إن صافا وإن صرم ا

هغه څوك ځوانمرد نه دی چي كه له ملګري ځخه خفه شي په كومورازونو چي ئي خبر وي هغه ټول لوڅ كړي بلكه ځوانم رد هغه څوك دی چي ملګرتيا وپالي او رازونه وساتي كه دوي دواړه سره خوشاله وي او كه سره خپه وي .

 (۲۰)    دخپل ملګري په مخ کي له بل چا سره پټي خبري مه کوه
بل د ملګري له حقوقو ځخه دا دی چي د هغه په حضور کي له بل چا سره پټي خبري مه کوه ځکه چي دا کار هغه ته تکلیف رسوي او هغه په شک کي اچوي او که ورته نه ووایې په تا هم بد ګمانه کېږي چي کیدای شي هغه خبره دده په هکله کړي وي او یا هغه د ملګرتیا په اساس دا خپل حق وګڼي چي ستا په هر راز باید خبر وي .
وقد روي عن النبي  صلى الله عليه وسلم  أنه قال لا يتناجى اثنان دون واحد فإن ذلك يؤذي المؤمن والله عز وجل يكره أذى المؤمن  (سنن الترمذي)
روايت شوی دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل : چي درييم كس موجود وي نو دوه كسان د پټي خبري نه سره كوي ځكه چي دا مسلمان ته تكليف پېښوي او الله تعالى مْومن ته ضرر رسول نه خوښوي .
عن عبد الله بن عمررضي الله تعالى عنهما قال قال رسول الله  صلى الله عليه وسلم: لا يتناجى اثنان دون الواحد ولايدخل الواحد على الاثنان وهما يتناجيان. (الدارقطني)
له عبد الله بن عمررضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : ددرييم كس په موجوديت كي د دوه كسان پټي خبري نه سره كوي او چي كله دوه كسان په پټو خبرو سره � �ګياوي نو درييم كس د نه ورننوځي .
إذا ما جعلتَ السرِّ عند مضيّع …………………………………..  فإنك م من ضيعّ السرَّ أذنبُ
كله چي ته خپل راز يوداسي چا ته وسپارې چي هغه تاته معلوم وي چي راز نه ساتي نو كه هغه ستا راز ښكاره كړي نو دا د هغه ګناه  نه ده بلكه ټوله ګناه ستاده .
السرّ يكتمه الاثنان بينهما …………………………………   وكلّ سرِّ عدا الاثنين منتشر
راز صرف دوه په خپل مينځ كي ساتلي شي او چي له دوو ځخه ووتلو نو بيا نشر شولو او نه ساتل كېږي . (هغه دوه شونډان دي)
اذا المرء أفشى سره بلسانه ………………………………………  و لام عليه غيره فهو أحمق
إذا ضاق صدر المرء عن كتم سرّه ……………………  فصدر ال� �ي يستودع السرّ أضيق

كله چي يو څوك خپل راز په خپله خوله لوڅ كړي او بيا بل څوك ملامت کوي چي د هغه راز یې لوڅ كړ نو هغه احمق او ناپوه دی اوكله چي د نارينه سينه د خپل راز لپاره تنګه شوله نو دبل سينه چي هغه ئي امانت ورته سپاري د هغه دراز لپاره زياته تنګه ده .

 (۲۱)   له ملګري سره مشوره كوه
په ځينو عمده وو او پېچلو أهموكارونو كي له خپلوهوښیارواو پوه ملګريو او وروڼو سره مشوره كول هم د ملګرتيا له حقوقو ځخه ده  هغه څوك چي دهغه كارونه له مشورې ځخه سرچينه آخلي هغه غالبا په عاقبة الامر كي مثمراو ګټوور وي او په نتایجو یې نه پښېمانه كېږي او دا يو مسنون عمل دی الله تعالى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ارشاد کوي اوفرم ائي :
(وشاورهم في الأمر فإذا عزمت فتوكل على الله )
له خپلو اصحابو یعني ملګرو سره په كا� �كي مشوره كوه او چي كله دعزم ( پخه اراده وكړه اوپه كاردلاس پوري كړ) بيا هغه کار په الله تعالی سپاره .
بل ځاي الله تعالى فرمائي :
  (وشاورهم في الامر)
او له خپلو ملګریو سره په عمده كارونوكي مشو� �ه كوه .
  عن ابن عباس قال لما نزلت هذه الآية ( وشاورهم في الأمر)   قال رسول الله صلى الله عليه وعلى آله وسلم إن الله ورسوله غنيان عنها ولكن جعلها رحمة لأمتي فمن شاور منهم لم يعدم رشدا ومن ترك المشورة لم يعدم غيا .  (اداب الصحبة)
ابن عباس رضي الله تعالى عنهما فرمائي چي كله دا آيهْ كريمه  (و� �اورهم في الامر) نازل شو رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل چي الله تعالى او د هغه رسول له بل چا سره له مشوري ځخه بي نيازه دي ليكن الله تعالى مشوره زما د امت لپاره رحمت ګرزولي ده چاچي مشوره وكړه بي لاري به نشي او چاچي مشوره  ونكړه  روغ او مثبت نتایج به نکړي تر لاسه .
عن أبي هريرة قال ما رأيت أحدا من الناس أكثر مشورة لأصحابه من رسول الله  صلى الله عليه وسلم .  (الترمذي)
ابو هريره رضي الله تعالى عنه فرمائي چي په خلګو كي ما بل څوك ونه ليدلو چي تر رسول الله صلى الله عليه و سلم ئي له خپلو ملګريو سره زياتي م� �ورې كړي وي .
إذا كنت في حاجةٍ مرسل………………………………………………..  فأرسل حكيما ولا توصهِ
وإن بابُ حزمٍ عليك التوى  ……………………………………………..  فشاور لبيباً ولا تعصه
ولا تنطق الدهر في مجلس   …………………………………………..   حديثا إذا انت لم تحصه

كه د كله په يوه كار پسي څوك لېږلو نو پوه سړی لېږ ه  او پوهولو ته ئي ضرورت نشته اوكه يو مشكل مخي ته درته راغي نو له هوښيار انسان سره مشوره كوه او بيا ئي د� �ايي مخالفت مه كوه. اوكله هم هغه خبره مكوه چي مخكي د د عقل په غلبېل چڼلي نه وي .
شاعروائي:
شاور سواك إذا نابتك نائبة ……………………………………………   يوما وإن كنت من أهل المشورات
فالعين تنظر منها ما دنا ونأَى  ………………………………………………………..  ولا ترى نفسها إلا بمرآة

چي كله يــو مشكل درپېښ شولو نو له بل چا سره مشوره كوه كه څه هم ته دومره هوښيار ئي چي نورخلګ له تاسره د مشورې لپاره راځي ځكه چي سترګي هرڅ ه ويني كه لېري وي اوكه نژدې خو سترګه خپل ځان بي له آّئيني ځخه نشي ليدلای .
یادونــــــــــــــه  :
څرنګه چي ښځه هم د نارینه د ژوند ملګري ده او په ډېرو مواردو کي انسان د هغې نظر ته اړتیا لري او ځیني کسان ښځو ته د مشورې حق د ځینو واهیاتو په بنیاد نه ورکوي ځکه دا موضوع دلته اشارتاً یادووله ښځو سره مشوره كول شرعاكوم ممانعت نلري او په كتابونو كي ذكر دي چي د لور په متعلق د نارينه د هغي له مور سره مشوره كوي همدا راز رسول الله صلی الله علیه و سلم د أحد په غزا کي له خپلي مېرمني أم سلمة رضي الله تعالی عنها سره مشوره کړي او د هغې په رایه یې عمل کړی دی عمر رضي الله تعالی عنه د یوې مسلماني ښځي په رایه عمل کړی او فرماییلی یې دي (أصابت امرأة و أخطأ عمر) عمر خطاووت او د ښځي رایه په حق وه  همدا راز د شعیب علیه السلام لور خپل پلار ته مشوره ورکړه چي موسی علیه السلام د هغه د امانتداري او د خدای ورکړي طاقت په وجه شپون مقرر کړي دا قصه قرآنکریم په وضاحت سره نقل کړي ده  (قالت یآ أبت استأجره ان خیر من استأجرت القوي الأمین) او پلار یې مشوره ور واخېستله بناءً له ښځو سره مشوره کول د انبیاوو سنت دی نور دلایل او ح� �ایق هم شته ..
یو حدیث چي ځیني کم علم کسان ورباندي دلیل نیسي چي ګواکي رسول الله صلی الله علیه و سلم  و فرم ایل :
شاوروهن و خالفوهن (ترجمه) له ښځو سره مشوره کوۍ خو په رایه یې عمل مه کوۍ
محدثینو دا حدیث ضعیف ګڼلی ځینو خو بالکل دا موضوعي ګڼلی دی چی په رسول الله صلی الله علیه وسلم پوري افتراء ده بناء دا حدیث نه دی ، او که وي هم  ضعیف دی ( حواله به یې د ښځو په حقوقو کي ذکر شي ) له ښځو سره مشوره کول ښه کار دی په تېره بیا د کور په چارو کي ،  او په بهرنیو معاملاتو کي که ښځه د بصېرت څښتنه وي هم مشوره ورسره کوۍ او رایه یې ګورۍ  او د نارینه مشاور په شان که د هغې نظر سلیم وي عمل ور باندي کوۍ او که نه مقابل لوری یې نیسۍ .
یو بل حدیث چي هم ځیني کسان یې د ښځي د مقام د راښکته کولو لپاره کاروي هغه دا دی چي ښځي ناقص العقل او ناقص ا� �دین دي هم ځانګړی مفهوم لري چي پخپله یې رسول الله (ص) په همدغه حدیث کي تفصیل ورکړی دی .
ښځه هم د نارینه په شان انسان ده اود بشپړکرامت څښتنه ده اسلام ورته د عزت مقام ورکړی دی نیمه انساني ټولنه تشکیلوي هغه د انسانیت م ور ده د نارینه په شان حقوق او واجبات لري ترڅو له بحث ځخه لېري ولاړ نه شو خبره په دې ځای پرېږدو ځما دا خبري د کتابونو ځخه اخیستل شوی دی چي د هغه چا دلایل چټي ښیې چي له ځینو احادیثو ځخه د ښځو د مقام د راښکته کولو لپاره استدلال ورځخه کوي  دښځو د حقوقو په بحث کي به دې موضوع  ته بشپړه پاملرنه وشي  او د کتابونو حوالې او تاریخي ح قایق واقعات به د کتاب الله او سنت نبوي په رڼا کي درنو لوستونکیو ته وړاندي شي .

 (۲۲)    د ملګ� �ي رایه محترمه ګڼه او مخالفت یې مه کوه
که ستا ملګری کله یو نظر وړاندي کړي او یا د مشورې په بڼه کي خپله � �ایه ښکاره کړي نو د ملګرتیا له آدابو ځخه یوداهم دی چي د هغه نظر محترم وګڼې او رایه یې په صمیمیت سره در واخلې البته که د هغه نظر د اسلام له ارزښتونو سره منافي او اخلاقي نېمګړتیاوي ولري په ګډه مشوره سره دشریعت سره ب� �ابر تعدیل په کي راوړۍ او بیا یې د عمل په ډګر کي پیاده کړۍ او که د تعدیل امکان په کي نه وي او سراسر د اسلام او اخلاقو له چوکاټ ځخه د هغه نظر وتلی وي رد یې کړه او مه یې در آخله ځکه چي د مسلمان نصب العین په هرڅه کي تر ټولو د مخه د الله تعالی رضا وي که د هغه د نظر د منلو په صورت کي د الله تعالی د حکم او د هغه درسول صلی الله علیه وسلم د کړنلاري مخالفت کېږي نو بیا د ملګري د نظر ارزښت له مینځه ځي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې  :
لاطاعة للمخلوق في معصیة الخالق .
په هغه کار کي چي د الله نافرماني او معصیت په کې وي د هغه د مخلوق خواه که هغه ستا مور او پلار هم وي څه اطاعت نشته .
بل هم په دنیوي امورو او مادیاتو کي له ملګري او م سلمان ورور سره مخالفت مه کوه ځکه چي مادیات او دنیوي چاري ددې ارزښت نلري چي خپل ملګری او مسلمان ورور ور باندي خپه کړې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :
لوکانت الدنیا تزن عند الله جناح بعوضة لما أعطی الکافر منها جرعة ماء .
که دنیا او مادیات د الله تعالی په نزد د غوماشي د یوه وزر تول درلودلای کافر انو او خپلو دښمنانو ته به یې د اوبو د یوه غوړپ په اندازه ورځخه نه وای ورکړي .
يحيى بن معاذ رحمة الله تعالى عليه فرمائي :
   الدنيا بأجمعها لا تسوى غم ساعة فكيف بغم طول عمرك فيها وقطع إخوانك بسببها مع ق� �يل نصيبك منها. (اداب الصحبة)
دنياټوله د يوې شېبې دخفګان ارزښت نلري نو ته څرنګه خپل ټـول ژوند په غم كي تېروې او د هغې په  سبب خپل وروڼه له ځانه بېلوې سره له دي چي ستا ونـډه په دي دنياكي ډېره كمه ده .

(۲۳)   خپل ملګري ته که نصېحت کول وغواړې پټ یې ورته کوه
چي كله هم ستا د ملګري ځخه کوم نواقص درته څرګند � �ول  نو تر هرڅه د مخه هڅه وکړه هغه په پرده کي وساتې او چا ته یې څرګند نکړې او چي کله د وغوښتل خپل ملګری ور ته متوجه کړې او وغواړې چي هغه خپلي نېمګړتیاوي روغي او اصلاح کړي په تنهایې که ور سره پرې خبري وکړه او په ښه اس� �وب سره یې پوه کړه اود خلګو په مخ کي مه ورته وایه ځکه چي د نورو په حضور كي نصيحت هم د هغه لپاره توهين اوسپكه ده او هم موثر او اغېزمن نه واقع كېږي او مطلوب نتائج لاس ته نه راوړي بناءًپه تنهایې کي هم  ستا د ملګري مزاج په پام كي نيسه او خپل موعظت د هغه د خيرخواهي او روغي راهنمائي په نيت په داسي شكل ورته وړاندي كړه چي ستا ي� �ين وي چي ستا خبري مْوثري واقع كېږي .امام شافعي رحمة الله تعالى عليه فرمائي  :
تعمدني بنصحك في انفرادي   ………………………………………….    و جنبني النصيحة في الجماعة
فان النصح بين الناس نوع    …………………………………………………    من التوبيخ لا أرضى استماعه
فان خالفتني و عصيت قولي   ……………………………………………………..   فلا تجزع اذا لم تعط طاعة

چي كله د ماته نصيحت كولو نو چي زه يواځي يم راته كوه ئي او د خلګو په حضور كي یې په دې وجه  مه راته كوه چي د نورو په مخ كي ماته نصيحت كول يو قسم ترټنه ده چي زه ئي اورېدل نه خوښوم كه ته زما دا خبره ونه منې نو بيا په دې مه خفه كېږه چي ستا اطاعت او فرمانبرداري نه ده شوي .

قدوسي سلیمانخېل
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: