اسلامي نړۍ او امتاقتصادټولنه

په اسلامي ټولنه کې فقر او غربت

په دار اسلام كي  ټول مخلوقات له حيوانه نيولي بيا تر انسانه د ښه  ژوند كولو حق لري ، داد الله غوره كړې  مخلوقات دې دا   د الله مخلوق، د هر راز تيري او ځوروني په وړاندي  ، په هر حالت كي خپل  حقوق لري !

د هغي ښځي كيسه چي د پیشو د بندي كولو په  ګناه د  اور (دوزخ)   وړ وګڼل شوه ټولو ته معلومه ده ، او د هغه سړي كيسه هم ټولو ته معلومه ده چي  سپي ته د اوبو او طعام په وركړه يي جنت په نصيب شو .

په اسلام کې حيوان هم دومره محترم دی

حضرت عمر (رض) هغه محال  ډير انديښمن  شو كله چي خبر شو، په مصر كي په اوښانو دهغوي له توانه زيات بار وړل كيږي ، نو يي د مصر والي ته وليكل:

اما بعد : زه خبر شوي يم چي په مصر كي باروړونكي په اوښانو ددوي له توانه زيات بار وړي، نو كله چي زما دا ليك درورسيد،  خلكو ته ووايه چي له (۶۰۰) رطلو زيات بار به په اوښانو نه وړي !(   معجزه اسلام عمر بن عبد العزيز _ خالدمحمد خالد).

بل وخت چي  كله  د خلكو څخه دليدني په مهال يي ځيني  كسان وليدل چي داسي  لرگي  يي په لاس كي وو چي په سرونو كي يي  اوسپني درلودي او څاوري به يي پري چوخولې ، نو ددي  حالت زغم يي ونه كړ، له مجلسه پاڅيد ، فرمان  يي صادر كړ چي څوك به نور داډول  لرګي نه استعمالوي.

كله چي د امام حنبل (رح) څخه د وريښمو د لاسته راوړلو په موخه  د لمر په واسطه  د وريښمو  د چينجيو د مړه كولو په اړوند پوښتنه وشوه ( دا كار هغه مهال په مصر او عراق كي رواج درلود ) نو هغه په ځواب كي ورته وويل :كه چيري ددي څخه پرته  بله چاره نه وي ، او هدف پكښي د چنجي عذابول هم  نه وي نو بيا د چنجي دا وژل روا دي، په دي شرط چي دا دصنعت د ضرورياتو څخه وي .

دا و په اسلامي ټولنه  كي  دحيوان د اهميت  بيلگي ! نو دانسان مقام به څومره اوچت وي؟

انسان ته  په قرآنكريم كي يو مكرم او با عزته مخلوق  ويل  شوي  ، دده د سعادت او خوشحالۍ لپاره ځمكي او آسمانونه مسخر شوي، تر دي  زيات دا چي، هغه په ځمكه د الله خليفه  ټاكل شوي . نو آيا اسلام به  هغه ته  ډير لږتاوان اوسپكاوي ومني ؟  او آيا انساني كرامت  ته له فقر او لوږي بل  لوي سپكاوي او ذلت هم شته ؟ هغه  بدمرغي چي   انسان  خوار او ذليل ګرځوي !

خو د انساني  طبعيت په اساس ، د هغه كرامت سره سم چي الله تعالي وركړي ، اسلام د فقر په وړاندي  د مبارزي او  مقابلي حالت غوره كړي ،او لوږه  يي د لوي مصيبټ په بڼه  پيژندلي ، دا يي  د مسلمان  لويه دنده ټاكلي  چي د بډايانو څخه د  په خپلو نوكانود خوارانو حق ورته واخلي.

(( الله تعالى فرمايي:  “الشيطان يعدكم الفقر، ويأمركم بالفحشاء والله يعدكم مغفرة منه وفضلا، والله واسع عليم” ـ البقرة: 268 يعني :شيطان تاسو ته د فقر وعده (خبر ) دركوي ، او په ناكاره كارونو(بخل) درته امر كوي، او الله (ج) د خپل جانبه د مغفرت او فضل وعده دركوي ، او دالله (ج) فضل پراخه دي او پوه دي (هرڅه ورته معلوم دي)

فقر کفر دی

رسول اكرم (ص) په خپله مشهوره دعا كي فرمايي: اي زما ربه ! زه له كفر او فقر څخه له تا نه پنا غواړم ، يوه سړي تري پوښتنه وكړه آيا دا دواړه (كفر او فقر) سره برابر دي؟ د هغه ځواب  وركړ :هو  .

په همدي معني يوه بله دعا هم له رسول اكرم (ص) نه روايت شوي چي فرمايلي يي دي : اللهم إني أعوذ بك من الفقر والقلة والذلة، وأعوذ بك من أظلم أو أظلم ـ رواه أبوداود والنسائي:اي زما ربه! زه د فقر، قحطۍ او  خوارۍ څخه له تانه پنا غواړم، او له دي نه پنا غواړم چي زه دپه چا ظلم وكړم او ياد په ما څوك ظلم وكړي.

په همدي معني په  بل حديث شريف هم راغلي چي فرمايي: : كاد الفقر أن يكون كفرا ـ رواه أبو نعيم في الحلية عن أنس. يعني  نژدي دي چي فقر د كفر لامل شي . دا حديث ابونعيم په حليه كي له انس څخه روايت كړيدي .

حضرت على (رض) فرمايي ( لو كان الفقر رجلا لقتلته) كه چيري فقر سړي واي نو خامخا به ما  وژلی واي. ځينو سلفو ويلي:كله چي فقر يوه ملك ته  ولاړ شي نو كفر ورته وايي چي ما هم درسره  يوسه . او ذونون المصري وايي:تر ټولو كافر كسان هغه دي چي صبر نه لري او په خلكو كي صبر ورك شي .

د امام ابو حنيفه (رح) څخه روايت دي هغه فرمايلي  : د چا په كور كي چي اوړه  خلاص وي، د هغه چا څخه مشوره مه اخلي، ځكه دهغه چا رايه به څه ګټوره وي  د چاچي فكر دكور د نفقي پيداكولو  مشغول كړي وي؟

نو د بېوزلۍ اسلامي حل څه دي؟

ددي ستونزي د حل لپاره تر ټولو غوره كتابونه د ابوعبيدالقاسم ليكنه (المال) ، او هغه څه چي لوي عالم او  فقيه دكتور يوسف القرضاوي په خپل كتاب (مشكله الفقر و كيف عالجها  الاسلام ) كي ليكلي ، او دنوموړي بل علمي اثر چي دكتوراه يي پري اخيستي او موضوع يي  ده  (زكات)  دي .        دكتور يوسف قرضاوي  د فقر د  ستونځي د  اسلامي حل لپاره څلور لاري ټاكلي.:

۱_  كار : اسلام  هر سړى مكلف  كړي  ترڅو تر خپله توانه كار وكړي ، او دا  په  اسلام كي  يو مهم اصل  دي   ، الله تعالى فرمايي” هو الذي جعل لكم الأرض ذلولا، فامشوا في مناكبها وكلوا من رزقه” ـ  الله تعالى هغه اقدس  ذات دي چي ستاسو لپاره يي  ځمكه  ايل (تابعداره)  ګرځولي ، نو تاسو يي په اطرافو (لوړو ژورو ) كي ولاړ شئ (راوګرځئ ) او د الله (ج) د( ټاكلي)  روزئ څخه يي و خورئ .              .

په  بل آيت كي  كار د جهاد سره يو ځاي ذكر شوي  ” وآخرون يضربون في الأرض يبتغون من فضل الله، وآخرون يقاتلون في سبيل الله” ـ المزمل 10   يعني : او ځيني نور به مو  په ځمكه  كي په داسي حالت  سفرونه كوي  چي  د الله تعالى د لوي فضل څخه څه بر خه  ولټوي (حلاله  روزي  تر لاسه كړي)او ځيني نور به مو د الله په لاره كي  جنگ  (جهاد) كوي  .                                                                                                                                    .په حديث شريف كي راغلي  ” ما أكل أحد طعاما قط خيرا من أن يأكل من عمل يده، وان نبي الله داود كان يأكل من عمل يده” ـ رواه البخاري .. و”اليد العليا خير من اليد السفلى” ـ رواه أبي عمر يعني : هيچا هم د خپل لاس له ګتلي روزئ غوره طعام ندي خوړلی ، او د الله پيغمبر داؤد (ع) به  د خپل لاس ګټلي خواړه  خوړل ، د ابي عمر په روايت : جګ او اوچت( وركوونكی) لاس تر ټيټ او خوار (غوښتونكي ) لاس غوره دي .

 ډير آياتونه ، احاديث او اسلامي تاريخي شواهد شته  چي  ټول د كار كولو په اهميت  ټينګار كوي ، غوره او عبادت  يي ګني ، دا لارښووني كله  د امر او  كله د نصيحت په بڼه را غلي ….

۲¬– له دي وروسته د فقر د ستونځي د حل دوهمه لار د بي وزلو اوفقيرو خپلوانو كفالت او د هغوي سره مرسته ده،

 الله تعالي فرمايي “و أولو الأرحام بعضهم أولى ببعض في كتاب الله” سورة الأنفال  يعني :او د خپلوۍ خاوندان (  چي  دي) ددوي ځيني ځيني نورو ته ( داسلامي اخوت د خا وندانو څخه ) د الله په حكم  كي ډير نيژدي دي . په بل ايت كي فرمايي:  إن الله يامر بالعدل والإحسان وإيتاء ذي القربى” ـ النحل يعني :  يقينا الله (ج) دعدل  او احسان په كولو ، او د خپلوي خاوند ته ( دحق)  په ور كولو امر كوي .

په  بل  روايت كي .ر سول الله (ص) فرمايي ” من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليصل رحمه” ـ متفق عليه .يعني : څوك چي په الله او د  آخرت په  ورځ ايمان لري نو د خپلوانو سره د اړيكي نيكي او  ټينګي ساتي . اسلامي شريعت يواځينی قانون دي چي د بډايو خپلوانو په مال كي يي د بي وزلو لپاره حق ټاكلي .

 ۳-زكات : ددي ستونزي د حل دريمه لار  زكات  د ى ،  دا يواځي د اسلام د پنځو اركانو څخه يو ركن نه دي، او نه دا چي هغه د لمانځه سره مل ذكر دي ، بلكه دا يواځيني عبادت دي چي اثر يي مستقيمآْٰٰ په خلكو پريوځي .يوه ټاكلي اندازه مال اخيستل كيږي تر څو په ټولنه كي په ټاكلو ځايونو كي مصرف شي .خود اسلام څلور نور اركان د انسان او رب تر منځ   په شخصي تړاو پوري اړه لري.په خلكو  يي يواځي  غير مستقيمي اغيزي  پريوزي   …..

د زكات د خاص اهميت او ارزښت  له امله  رسول اكرم (ص) په ټينګار فرمايي:چاچي زكات وركړ نو ثواب به وګټي خو كه چا ورنه كړ نو موږ يي(په زور )تري اخلو  د مال يوه برخه (نيم ) مال يي دالله دحكم د نه منلو په بدل كي  تاوان دي  ، دمحمد آل ته ددي مال څخه هيڅ هم جائز ندي .

د زکات له مانعينو څخه دې نيمی مال وګرځول شي

ددي حديث په رڼا كي دكتور قرضاوي زياتوي :چا چي  زكات نه وركاوه نو د مسلمانانو ولي الامر ته روا دي تر څو د نوموړي نيم مال تآْ ديباْ مصادره كړي، دا يوه تآ ديبي جزا ده چي د زكات مانعينو او منكرينو ته يي د مسلمانانو حاكم د لزوم ديد په صورت كي وركوي . په همدي سره زكات د اسلام د اركانو څخه لومړنی ركن دي چي په نه اداء كولو يي مسلمان په  دنيا كي هم  مجازات كيږي ، او په همدي اساس ابوبكر صديق او ورسره صحابه كرامو د زكات د مانعينو  په خلاف  جګړه وكړه، او هغه مشهوره خبره يي وكړه چي فرمايل يي:  قسم په رب چي زه به د هغه چا سره خامخا جګړه كوم ، څوك چي د لمانځه او زكات تر منځ فرق راولي .

په همدي اساس ابن حزم خپله دا  فتوا صادره كړي (د زكات د مانعينو حكم دادي : كه د هغوي  خوښه   وي او يانه وي زكات بايد تري واخيستل شي ، كه څوك يي نه وركوي نو هغه محارب دى ، كه چا  دروغ وويل نو هغه مرتد دي ، كه څوك منكر نه ؤ خو مال يي پټ كړي ؤ نو هغه هم د منكر په شان دي. لازمه ده تر هغه وخته مجازات او تآديب شي تر څو چي مال حاضر كړي،او يا  ( دحق په نه وركولو )ووژل شي …المحلى جلد ۱۱

زكات به په اتو ځايونو كي مصرف (لګول)كيږي  الله تعالى فرمايي :” إنما الصدقات  للفقراء والمساكين والعاملين عليها والمؤلفة قلوبهم، وفي الرقاب والغارمين وفي  سبيل الله وابن السبيل، فريضة من الله، والله عليم حكيم” ـ التوبة   60.

يعني:بي شكه زكاتونه ځانگړي شوي دي  د فقيرانو ،مسكينانو، اوپه ذكاتونو باندي د عمل كوونكو او د مولفه القلوب  لپاره او ددي لپاره چي د غلامانو (په ازادولو) او د قرضدارانو (په قرض خلاصولو كي مصرف شي ) او هم دالله په لار كي (مصرف شي) بلاخره په مسافر (مصرف شي) دا( ذكات) دالله له جانبه فريضه ده ، او الله (ج) پوره او د حكمت  څښتن دي .

په دي هم بايد پوه شو چي زكات  د مال د اصلي خاوند او اصلي بښونكي (الله تعالى) له لوري په مال باندي  فرض شوي  ،  دا د بډايانو له لوري خيرات اوبخشش نه دي  دا( دبډايانو سره  مال كي) د بي وزلو حق دي. الله تعالى فرمايي:  “وفي أموالهم حق للسائل والمحروم” ـ الذاريات 19ـ  يعني :  او ددوي په مالونو كي د سوال كوونكي(فقير) او دمحروم(ناڅركند فقير)  لپاره ثابت حق دي،

له بل لوري   ځيني كسان هڅه كوي تر څو خلكو ته  داسلام دټولنيز عدالت غلط انځور وړاندي كړي ،او  تور لګوي چي : دا په صدقو ولاړ عدالت دي ، يعني  دخيراتونو او لاس اوږدولوعدالت .خو دا كسان په دي خبر ندي چي د اسلام له نظره مال په حقيقت كي دالله مال دي ، د بډايانو سره مال كي د فقيرانو برخه ددوي لومړۍ درجه حق دي ، زكات دخيرات وركوونكو او د هغوي د خوښي خبره نده، دا هغه فريضه ده چي ددوي له خوښي پرته تري اخيستل كيږي.

دا په حقيقت كي دمسلمان حاكم دنده ده چي هر كال به دا مال را ټولوي . چي هدف يي په دارالاسلام كي ټولنيز كفالت دي، تر څو مال د بډايانو په لاس كي بند پاتي نشي .

د بډايانو سره مال كي  يواځي فرض شوي زكات د بيوزلو حق ندي ،دا ددي مال لږه فرض شوي برخه ده، كه د يوي ټولني راټول شوي زكات د هغي ټولني د بيوزلو ستونځه حل نه كړي دمسلمانانو حاكم كولاي شي تر دي زيات مال له بډايانو راټول كړي  ، ترڅو د بي وزلو ستو نځه حل كړي ، په دي اړوند حديث شريف په صراحت بيان كوي : “ان في المال حقا سوى الزكاة” ـ رواه الشيخان. يعني د زكات پرته په مال كي نور حق هم شته .

۴- داسلامي دولت خزانه  :   د فقر د ستونځي د حل لپاره  څلورم علاج داسلامي دولت دخزاني ټولي څانګي  دي. ، د اسلامي دولت په ملكيتونو كي  د مشاركت، گټي، ايجاري ، په ټولو هغو  عامو مالونو كي چي د اسلامي دولت تر څارني لاندي دي ،د غنيمت د مال په خمس كي (كه موجود ؤ) ، د فی او خراج په مالونو كي.. . په دي ټولو مالونو كي د بيوزلو او معيوبو  برخه شته .   الله تعالى فرمايي :”ما أفاء الله على رسوله من أهل القرى فلله وللرسول ولذي القربى واليتامى والمساكين وابن السبيل كي لا يكون دولة بين الأغنياء منكم” ـ الحشر .7 يعني :هغه مالونه چي الله تعالى د كفري ښارونود اوسيدونكو څخه (پرته له جګړي) په خپل پيغمبر ورتاو كړي ، نو هغه خاص الله لره دي او خاص پيغمبر لره ، او د پيغمبر خپلوانو ته ، او هم يتيمانو ، مسكينانو او مسافرو ته ، دا ددي لپاره چي (يادشوي  مالونه۰) ستاسو د غنيانو تر منځ سرمايه  ونه ګرځي (چي فقيران تري بي برخي پاتي شي).

حضرت عمر يهودي ته: که په اسلامي دولت کې ته وږی ګرځې، موږ به بې انصافه يو

ټول هغه خلك   چي په دارالاسلام كي ژوند كوي  د ذكات د  مال  د اخيستلوحق لري ،  په  دي اړوند  د عمر(رض)  هغه مهال پام شو كله يي  چي يوه سپين ږيري وليد چي  له خلكو  د مال غوِِِِِِِِِِِِِِښتنه ( سوال) كوي، نو عمر (رض۰)  تري وپوښتل :ته څوك يي ؟ هغه ځواب وركړ : ذمي  .( نوموړی  كس يهودي ؤ) ، عمر (رض)  د استنكار په ژبه  ورته وويل : موږ نو ښه انصاف درسره كوو؟ ستا ځواني موږ وخوړه اوس چي بوډا شوي همداسي مو به دې پرېږدو؟ خپل كورته يي بوت، هلته يي چي هرڅه  درلودل لومړی يي هغه وركړل ، بيا يي د بيت المال مسئول ته  په دي  ډول  احوال واستاوه :ددي او ددي په شان نورو ته ، د بيت المال څخه دومره مال وټاكی چي ددوي او اولاد يي بس شي .

دا ځكه:  كله چي د فقر او بيوزلي خبره راشي نو پرته له دي چي  هلته د كفر او اسلام موضوع مطرح شي  د انساني  كرامت موضوع مطرح كيږي، يوازي انساني كرامت، ، قرآنكريم د كرامت لفظ مطلق انسان ته استعمالوي او فرمايي: ” ولقد كرمنا بني آدم”، او دا كرامت يي كومي خاصي ډلي ته ندي ځانګړي كړي .

په اسلامي نظام كي  هدف دا ندي چي  خلكو ته دي تر كفايت پوري مال وركړل شي ، لاكن هدف  د امكان تر حده  دانسان اړتيا پوره كول دي.تر  څو داسي  د عزت ژوند وكړي ،  لكه څنكه چي د الله د غوره كړي مخلوق سره ښايي

په حديث  شريف كي راځئ : من ولي لنا عملا وليس له منزل فليتخذ منزلا، أو ليس له زوج فليتزوج، أو ليس له دابة فليتخذ دابة ـ رواه الإمام أحمد وأبو داود.

يعني څوك چي زموږ ( اسلامي دولت ) لپاره كارګر (مامور) وګمارل شو او كور يي نه درلود ، نو هغه ته كور ونيسئ ، يايي واده نه درلود نو هغه ته واده وكړي او يا يي دسورلۍ لپاره حيوان  نه درلود نو هغه ورته واخلي .   كله چي دا حديث د دولت د مامورينو په حق  كي راغلئ وي ، او ددي  وركړی لامل هم دا وي تر څو نوموړۍ په پوره ډاډ او امانت دارۍ خپله ورسپارل شوي   دنده ښه سرته ورسوي، نو لازه ده چي دا حق د بيت المال څخه اګر  كه لږ برخه هم وي ، ټولو كارګرو ته وركړل شي  .إشتراكية الإسلام ـ د. مصطفى السباعي ليكنه

دحضرت حسن بصري څخه يوه سړي  پوښتنه وكړه : ايا هغه څوك چي كور او خادم لري د زكات مال اخيستلاي شي ؟ هغه ځواب وركړ : هو!  كه يي اړتيا  درلوده . د الأموال  دأبي عبيد له كتابه

د څلورو مذاهبو امامان په همدي خبره  اتفاق لري خو  حنفي علماء  زياتوي :پروا نشته كه  داسي كس ته  د زكات مال وركړل شي  چي كور ، د كور لوازم ، خادم ، آس. اسلحه ،دبدن جامي، د علم كتابونه (كه يي اهل ؤ) هم ولري. دوي ددي نظر د ثبوت لپاره د حسن بصري په قول استدلال كوي .چي وايي: دوي (صحابه كرامو ) به هغه چاته هم د زكات  مال وركاوه چي لس زره درهمه، اسلحه ،كور او خادم به يي درلودل . او دا څيزونه د انسان د ژوند د حتمي  ضرورياتونه كڼل كيږي …. ” بدائع الصنائع للكاساني جـ 2.

علماؤ دا فتوا هم صادره كړي چي عابد د زكات په مال كي بر خه نه لري  ، لاكن محتاج عالم بيا حق لري ځكه عابد يواځي ځان ته ګټه رسوي خو عالم  په خپل علم   خلكو ته ګټه رسوي ! د  مشكلة الفقر كتاب  ـ ددكتور يوسف القرضاوي. ليكنه .

همدا كسان او ددوي په شان نور ( اړمن ) ګڼل كيږي او  د زكات ا خيستلو حق لري .

 آيا دا عجیبه خبره نه ده ؟

آيا دا د تعجب ځاي ندي چي د عمر (رض) د خلافت په مهال  اړمن ته  د بيت المال څخه  درى اوښان وركړل  شول نو عمر (رض) د بيت المال  مسئول ته وويل : دوه چنده يي وركړه ، دي خلكو ته ډيره صدقه وركړئ، پروا نه لري كه شمير يي  تر سلو اوښانو هم ورسيږي .

آيا دا عجيبه نده چي دا احساس په ټولنيز كفالت باندي بدل شو ، تر دي چي  عمر (رض)  يي وهڅاوه  چي هر نوي  زږيدلي  ماشون ته به د مياشتي سل درهمه وركوي ، خو كله چي ځوانكی شو نو دوه سوه  به  ورته ټاكي آو كله چي لوي شي نو تر دي به لا زياتي وركوي ؟

عمر بن عبد العزيز د خپل خلافت په مهال كسان ګمارلي ؤ چي په ښارونو كي به يي ناري وهلي: بي وزلان چيري دي؟ پوروړي چيري دي؟ بي واده كسان چيري دي؟ يتيمان چيري دي؟… تر دي چي دا هم ويل شوي چي د نوموړي له وفات مخكي به يوه سړي ډير مال راوړ، نو ويل به يي : دا واخلي هر ډول يي چي تاسو فقيرانو ته وركوي هسي يي وركړئ ،او بيرته به يي مال نه وړه .دا هغه څرګندوني او شواهد دي چي په اساس يي ابن حزم په خپل كتاب  المحلى كي پري استناد كړي دي . نوموړي د كفايت هغه حد ټاكلي چي تر هغه پرته انسان فقير ګڼل كيږي ، هغه جرګنده كړي چي په اسلامي دولت كي د انساني ژوند   ټيټه مرحله داده چي انسان بايد : متوسط خواړه او څښاك ولري ، د دوبي او ژمي لپاره بيلي بيلي جامي ولري ،او دده د شان سره مناسب كور ولري. (يعني ، دخوړو ، جامو او كور حق ولري ) .

خو كه چيري دا عظيم خوب رښتيا نشي ، او دا ناشونی واقعيت عملي نشي…مسلمان باندي فقر و تپل شي .. او مسلمان وږی پاته شي نو بيا به څه كيږي ؟

که په اسلامي هېوادې کې يو کس هم وږی وي، له شتمنو څخه د مال مالکيت سلب کېږي

په دي حالت كي به آسمان او ځمكه په لړزه راځي … ځكه: د الله غوره كړي مخلوق ، دهغه په ځمكه خليفه به د فقر ذلت تيروي ؟ د سوال كولو سپكه به مني؟ دلته بيا اسلامي  لارښووني د سختي او عملي كړني موقف غوره كوي  ، په ټولو ممكنو او لازمو وسائلو ددي  جرم د مخنيوي  هڅي پيل كوي .

دهمدي  حالت په اړوند  رسول اكرم (ص) لارښوونه كوي او فرمايي:

په هر كلي يا منطقه كي چي څوك وږي پاتي شو نو د هغه ځاي د خلكو څخه د الله تعالى او د هغه د رسول (ص) ذمه واري پورته شو ه .

دا  حديث په دي دلالت كوي : كه چيري  كوم مسلمان په لوږه شپه تيره كړي نو هيڅ څوك د مال خاوند نه دي .

دكتور علي الباوردي  ددي حديث په رڼا كي  په خپل كتاب :” دروس في الإشتراكية العربية” كي ليكي :تر هغه چي په يوه ټولنه كي يو وږي يا  يو بي جامو وجود ولري ، نو دهغي ټولني د هر فرد د ملكيت شرعي حق  تر هغه پوري ساقط دي تر څو نوموړی كس  موړ شوي نه وي   ، د هغه سړي( بډاي )   احترام په كارنه دي اونه بايد د هغه حمايت وشي . ددي معني داده چي د  وږي موجوديت  د ملكيت شرعي حق له منځه وړي ،   ” العدل الاجتماعي ـ د. عماد الدين خليل. ليكنه .

د عمر (رض) په زمانه كي  ځيني مسلمانا ن په لاره كي  سخت تږي شوي ؤ كله چي يوه كوهي ته رسيدلي ؤ نو د كوهي څښتن له اوبو څښلو منعه كړي ؤ ، بيا چي كله دا كسان په يوه هيئت كي عمر (رض) ته را غلل( او دا حكايت يي ورته وكړ ) هغه ورته وويل :آيا د هغو په خلاف مو اسلحه را اوچته نه كړه ؟” الخراج لأبي يوسف.

په دي اړوند د ابو ذر (رض) قول ډير مشهور دي چي فرمايلي يي دي :زه هغه مسلمان ته حيران يم چي د يوي  ورځي  طعام نه لري او بيا په دي خلكو ( بډايانو ) پسي وتلي توره نه راوځي ؟

ابن حزم د محلي د كتاب په (۶) جلد كي د هغه مسلمان په اړوند چي لوږي اخيستی  وي ليكلي :كه چيري  د بل مسلمان سره له اړتيا  زيات طعام وي ، نو په  نوموړي فرض دي  تر څو  خپل وږی ورور موړ كړي، او وږی كس كولاي شي چي په زوره (په جګړه ) طعام تر لاسه كړي ، كه په دي جګړه كي ووژل شي نو قاتل به قصاص كيږي ، او كه د طعام مانع ووژل شي ، نو لعنت شوي به الله ته ورځي ،ځكه نوموړي هغه ته خپل  حق نه وركاوه  ، همدا ډول كسان باغيان ګڼل كيږي . الله تعالى فرمايي :   : فإن بغت إحداهما على الأخرى فقاتلوا التي تبغي حتى تفيء الى أمر الله ـ الحجرات 9 ـ يعني : كه چيري د مسلمانانو يوي ډلي په بلي باندي  (له اصلاح وروسته ) تيري او بغاوت وكړ  ، نو( تاسو اي مسلمانانو)  له باغي ډلي سره تر هغه وخته جگړه وكړئ تر څو چي د الله امر ( شريعت)  ته غاړه كيږدي او د ( بغاوت  څخه لاس واخلي) .  او څوك چي دچا حق نه وركوي هغه د حق د څښتن په مقابل كي بغاوت كړيدي .

په حنبلي فقه كي راځي : كه چيري كوم مسلمان له لوږي مړشي نو د هغه چاپيره  بډايان خلك  د نوموړي  قاتلان ګڼل كيږي ، او همدا كسان به د هغه  ديت وركوي ،ځكه همدوي د الله تعالى په وړاندي مسئول دي

د نورو فقهاوو په اند هم كه چيري كوم لوږي اخيستئ  مسلمان د بډايانو څخه  د طعام دحق  د تر لاسه كولو  په محال  مړ شي  .  نوموړی شهيد كڼل كيږي ، ځكه نوموړي د هغه ټولنيز ظلم څخه دد فاع په موخه  چي  دي يي قرباني وو مړ شوي دي  ، ځكه په حديث شريف كي را ځي : ، ” ومن مات دون مظلمته فهو شهيد” بيا داچي نوموړي د منكر د له منځه وړلو  لپاره  په لاس هڅه كوله او مړشو . او شرعا نوموړي په دي كار ملزم ؤ . “من رأى منكم منكرا فليغيره بيده..” إلى آخر الحديث. چاچي له تاسو څخه كوم منكر كار وليد نو هغه دى په لاس  منعه كړي …..  خو مخكي له دي چي دا پاڼه را ونغاړو دي ته  متوجه اوسو  چي دا   وروستي نصوص د  داسي  حالت څركندونه كوي كله چي فقر وروستي (د لوږي) حالت ته ورسيږي . دا پاته ده چي په عكس حالت يي هم فكر وكړو چي هغه د ثروت وروستي مرحله ده .

د قرآن او سلطان له كتاب څخه.


*فهمي هويدي وتلی مصري اسلامي مفکر او ليکوال دی.‌ دا ليکنه له الجزيرې عربي سايټ څخه ژباړل شوې ده.

ليکنه: فهمى هويدى 

ژباړه: محمد شفيق جاويد

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: