په اسلامي ټولنه کې د مسلمان ځوانانو اهمیت

ځوانان د یوې کورنۍ ، ټولنې او یوه هیواد د ملا د تیر حیثیت لري د یوې ټولنې اویو هیواد د پرمختګ او وروسته پاتوالې راز د ځوانانوپه تربیت او عدم تربیت پوري اړه لري. که چیري د یوې ټولنې یا یوه هیواد ځوان قشر له خپل دین،عقیدې،تاریخ،تمدن او خپل مسؤلیت څخه باخبره وي،دوست او دښمن پیژندونکي وي،هغه ټولنه او هیواد به له هره اړخه جوړ،پیاوړی او له هرډول معنوي اومادي پرمختګ څخه به برخمن وي. خو که ناخبره اوله خپلو مسؤلیتونوڅخه په غفلت کې وو نو همدا ملتونه اوقومونه به د ډول ډول بدبختیو،ناخوالو اوستونزو سره لاس او ګریوان وي اود ذلت په وروستیوپوړونو کې به ژوند کوي په هروخت کې به دغلیم او استعمارګرپه وړاندې په ګونډو وي او د هغوی په غلامي کې په ژوند کوي ، ترټولو بده لا داچې همدا ناخبره ځوانان د ښکیلاکګرو په چوپړ کې شپه او ورځ د څه مادي لالچ په اخستلو د خپلو هیوادوالو په وژلولګیاوي !
دښمن ډیر ژور کار زموږ په باسواد او ځوانه طبقه کړی دی.

زه خو بیخي حیران شم او افسوس هم راته ودریږي چې زموږ دعاتو، علماؤ، پوهانو او د اسلامي فکر او قلم خاوندانو څومره بې غوري او غفلت کړی دی چې نن ډیر په اسانۍ او لږ مصرف سره زموږ ځوانان او اکثره لوستې طبقه د دښمن د اهدافو د تحقق لپاره په عسکري او فکري ډګر کې شپه او ورځ د خپل دین، هیواد او خلکو په او خرابولو وژلو لګیا دي .

وینه او خوله د مسلمان ابن مسلمان بچی ور کوي ثمره او نتېجه یې صلیب او د صلیب پلویانو ته ځي!!!
نو د یوې ټولنې او هیواد یا ملت د قوت اوضعف اساسي نقطه دهغې ټولنې، هیواد اوملت ځوانان دي. که همدا قشر اصلاح اوجوړ وو هغه هیواد او ملت په قوي اوپرمختللی وي اوکه فاسد په پردیو افکارو اونظریاتو لړلي له خپل دین اوعقیدې څخه ناخبره وو نو دا هیواد او ټولنه به همیشه د کفارو ترحملو، تیریو او ډول ډول ظلمونو اووحشتونو لاندې وي.(ښکاره بیلګه یې د اسلامي نړۍ د نن ورځې حالت دی)

د اسلام دښمنانو د اسلامي امت د دې ضعیفې نقطې څخه ډیره ګټه پورته کړې ده او اوس هم ډیر په چټکۍ سره لګیا دي او ټول وسایل يې په کاراچولې دي څو وکولی شي د مسلمه امت د ځوانانو عقاید، اخلاق، افکار او نظریات په خپلو منحریفو، طاغوتي اوشیطاني نظریاتو ولړي او له سمې لارې څخه يې د آزادي، مساوات، تمدن، موډ اوفیشن په نومونو وغولوي، څو خپل ځان، اسلامي هویت اوخپل دیني مسؤلیتونه ترې هیرکړي او په ټوله معنی یوغربي شخص وګرځي چې یوازې د خیټې مړولو، شهوت پوره کول او خوب کولو په لټه سرګردانه وي، دنفس اوشیطان غلام یې کړي د خپلو بدو اوکرغیړنو موخواوشیطاني اهدافوپه خاطريې په ځان پسي روان او بلاخره د خپلو استعماري اهدافو په ګټه وکاروي.(زموږ دهیواد حالت همداسې شوي دي، لویه برخه ځوانانو مو پرون د کمونیزم د ګمراه نظريې د خپراوي په خاطر د روسانو په غلامي کې هیواد په کنډواله اوهدیره بدل کړ او نن یې د لغوړنې لیبرالې ډیموکراسۍ او سیکولریزم د خپراوي لپاره د راغلي یرغلګر امریکا په غلامي کې هغه مظالم اووحشتونه وکړل چې قلم یې له لیکلو اوژبه یې له ویلوعاجزه ده).

نو د امت اسلامي اصلاح او جوړونه د ځوانانوپه اصلاح اوجوړونه کې دی. که د امت همدا ټولۍ اوډله دین دوسته، د اوچتو اخلاقو لرونکې بااستقامته، خپل ځان، تاریخ، تمدن اوخپل اصیل اسلامي فرهنګ څخه خبره وي نو د مسلمه امت ټولې دیني،سیاسي، اجتماعي، کلتوري اواقتصادي چارې به اصلاح اوسمې وي.خو که همدا قشر د غرب د فکري جګړې په زهرو لړلي، دغربي فرهنګ څخه متأثره، له خپل دین اوعقیدې څخه ناخبره د اخلاقي زوال سره مخ بې غیرته اوفاسد وي نود مسلمانانو ټولې دیني،سیاسي، اجتماعي، کلتوري اواقتصادي چارې به ګډوډې، خرابې او د داسي ډارنو اوبې دینه اشخاصو لخوا به اداره کیږي چې د خپلو دیني اوملي ارزښتونو پرځای د غربي اهدافو تحقق به يې لوی هدف وي او همیشه به د ښکیلاکګرو په چوپړ کې د مسلمانانوپه وژلو لګیاوي(د اسلامي دنیا د نن ورځي مشران، حاکمان اوفوځونه یې ښه تطبیقي مثالونه دي.) او همدا راز بله ښه بیلګه یې زموږ د ګران هیواد روان بحراني حالت دی چې د حاکمیت چارې استعمارګرو د قدرت په زور داسي لنډغرو او پردیپاله خلکو ته ورکړې دي چې په امریکا کې د حیوان په مرګ له امریکایي ولس سره د غمرازۍ او غمشریکۍ اوښکې تویوي خو دلته له ورځې په درجنو درجنو عام مظلوم او ملکي هیوادوال د اشغالګرو په ناترسه بمباریو او وحشي چاپو کې ژوند له لاسه ور کوي دوی یې د غندلو او خپګان پر ځای په زخمونو مالګې دوړوي په یو او بل نوم یې توجیه کوي!!

نو د ټولنې په آګاه قشرونه باندې لکه علماءکرام، خطیبان، داعیین، د مدرسو، ښوونځیو اوپوهنتونونوپه استادانو، قلموالو اوټولو اغیزلرونکو شخصیتونو باندې غږ کوم چې په دې تاریخي، ویرجن، د کفرترمستقیم اشغال لاندې، فسق او فساده ډک دور کې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ادا کاندې. د ولس ځوان اونوی نسل دې د کفارو د ګمراه کوونکو دسیسو، پلانونو او دامونو څخه خبر کړي تر څو ځان ترې وساتي او هم یې په وړاندې د مقابلې لپاره د دفاع سنګرونه تاوده کړي. خپل اصیل اسلامي، کلتوري او سوچه فرهنګ دې ځوانانو اونوي نسل ته تشریح کړي او د غربي وراسته اوبدمرغه فرهنګ بدي او ناولیتوب دې ورته بیان کړي تر څو مو ځوان او نوی نسل په خپل هغه اسلامي اصیل فرهنګ ژوند ته دوام ورکړي چې د دنیا او اخرت د سعادت، کامیابۍ، درنښت اوعزت ضامن دی.

عزام حقاني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب