قانون او شریعت

په اسلامي شريعت کې د حکامو محاسبه

سریزه:
وضعي قانون د خلکو لخوا او د دولت رییس او مشر د لورې اجراییوي قوې تمثیل کوي او کله کله د ده واک ده ته دا وخت ورکوي چې دخلکو دواک له قاعدې څخه هم تیرۍ وکړي پرخلکو داسې احکام جاري کړي چې دوې یې نه د بندیدو توان ولري او نه دی عزل کولې شي.

وضعي قانون د اکثرو خلکو د عقیدې څرګندوې نه وي او د قانون په مادو تل د تیري احتمالات موجود وي، دا ځکه چې د ولس(ملت) په وجدان اواحساس کې دقانون احترام کوم خاص ځاې نه لري ځکه چې قانون د خلکو په لاس جوړشوې وی. لکن په اسلامي شریعت کې دا موضوع برعکس ده، ځکه احکام او قوانین چې د اسلامې عقیدې څخه سرچینه ونه لري باطل دي…

د ټولنې دوګړوایمانداري او پراسلام منګولې لګول د سیادت شرعې ته د بقاء او دوام لپاره لوې ضامن دی.
اسلام داسې سیاسي ضوابط او چوکاټونه لري چې حاکمان د شریعت له حدودو څخه تیرۍ ته نه پریږدي، او همدارازدغه ضوابط د سیادت (اعلی اقتدار، دحل اوحرمت واک( شرعې قوانینوته ضامن دي، اوهغه دا چې اسلام دحکامودټولواعمالومحاسبه دولس (ملت) له حقوقوڅخه یوحق ګرځولې اودامحاسبه پردوي کفایې فرض دی.

که چیرې د دولت رییس او مشر له هغه شرایطو څخه چې اسلام ټاکلي انحراف وکړي، ولس به هغه محاسبه او عزل کړي، او د دولت رییس او نور ټول حکام به لکه ټول خلک د شریعت او قانون تابع وي، او همدا راز به لکه عام خلک قضا پرې تطبیقیږي او د خلکو حق به ورڅخه اخیستل کیږي.
اسلام، شرعې ته سیادت (اعلی اقتدار، د حل او حرمت واک) او ملت ته واک د ښکاره او واضحو دلایلو په رڼا کې سپارلې، کله چې حاکم او چارواکي د شریعت له حدودو څخه تیرې وکړي نو ټول ملت باید بیدار او ویښ وي ترڅو د هغه کوږوالی سم کړي.
د هغه څارنه وشي، هغه ته نصیحت وکړي، محاسبه یې کړي، او که چیرې شریعت د هغه د عزل حکم ورکړي عزل یې کړي.

دا څیړنه شپږو مهمو مطالبو ته شامله ده چې عبارت ده له:
1    د محاسبې معنی.
2    د محاسبې مشروعیت.
3    پیغمبر (ص) اوخلفاء راشدینو د دوې او د دوې د حکومتي چارواکو د محاسبې په لور رهبري کوي.
4    د سیاسي ګوندونو جوړول.
5    د حکامو اطاعت په معصیت کې نشته.
6    قضاء ته د حکامو تابعداري.
7    پایله او لاس ته راوړنې .

د دې څیړنې اساسي موخې:
۱-  د اسلامي شریعت کمالیت او د ژوند ټولوځانګړوته د شریعت د شمولیت چې سیاسي نظام هم په کښې شامل دې. ترڅودپردیود فرهنګ دخپراوي څخه مومخه نیولي وي اوزمونږهغه هیوادوال چې ګمان کوي اسلام یواځې لمونځ، روژه، زکاة او حج دی اودژوند نورې څانګې نه تمثیلوي هم خبرشي چې اسلام د خپل رباني اوتلني احکاموپه درشل کې دژوندټول اړخونه څیړلي اودحل باانصافه لارې ورته په ګوته کړي.
۲- زمونږ ګران محصلان ورونه او خویندې د اسلامي شریعت له سیاسي نظام سره آشنا شي.
۳- د اسلامي شریعت له احکامو څخه یوهم د حکامومحاسبه ده. او دا د خلکو مسلم حق دی.
۴- زمونږپه ګران هیواد کې ضوابط دروابطوترتاثیرلاندې راغلي، اداري فساد رشوت اواختلاس ستر پوړ ته رسیدلی، په دې اړوند دخلکو مسؤلیت دی ترڅوحکام خپلوکړوته متوجه کړي اودحکامومحاسبه د خلکو حق او مسؤلیت دی او همدا ډول زمونږ حکومتي چارواکي هم پوه شي چې دوې خلکو ته په حساب ورکولو شرعي مکلفیت لري.
د پورتنیو موخو لپاره دا څیړنه غوره شوې ده.او له شرعي نصوصو او معتبرو فقهي مراجعو څخه استفاده په کښې شوې ده.

لمړۍ مطلب: د محاسبې معنی:

الف: محاسبه په لغت کې: محاسبه یا حسبه په حساب او شمار دلالت کوي لکه چې وایې احتسب بکذا: اذا اکتفی به: یعنې کله چې کفایت وشي په هغه سره، واحتسب علی فلان الامر: انکره علیه: منع یې کړ په هغه باندې. واحتسب الاجر علی الله: أدخره لدیه: الله (ج) سره یې أجر ذخیره کړ.

د حسبه نوم له احتساب څخه دی او احتساب په هغه فعل کې استعمالیږي چې د الله (ج) په وړاندې پرې حساب کیږي.
ب: په اصطلاح کې محاسبه د فقهاؤ په نظر: په نیکو امر کله چې ترک یې ښکاره شو او له بدیو څخه منع کله چې فعل (عمل) یې ښکاره شو.
نو حسبه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر له باب څخه ده. (۷: ۱۷۴)
او دا حسبه یا محاسبه عامه ده پر خپلوانو، پردیو، مسلمانانو، غیر مسلمانانو، حاکمانو، قاضیانو او د مختلفو دندو پر خاوندانو ترسره کیږي خو مونږ دلته یوازې د حکامو څانګه تر څیړنې لاندې نیسو.

دوهم مطلب: د حکامو د محاسبې مشروعیت:

په اسلامي شریعت کې ټولنې او فرد ته یوازې دا حق نه دی ورکړل شوی چې د دولت رییس او چارواکي تر څارنې، انتقاداومحاسبې لاندې ونیسي، نصیحت ورته وکړي اودانحراف مخه یې ونیسي بلکې دا کار پرې لازم او وجیبه دی، ځکه د حکامو اساسي دنده د ټولنې د چارو رعایت او ترسره کول دي او حاکم د همدې کار لپاره ټاکل شوی کله چې پخپله دنده کې سستي او قصور وکړي نو محاسبه یې واجبه ده او اسلامي شریعت د حکامو محاسبه د ټولنې حق او کفایې فرض ګرځولی دی.
ځکه قدرت او واک د حاکم ټاکلودملت دی اوملت حاکم ټاکلی او واک یې ورته سپارلی نو حاکم د ملت د څارنې لاندې دی او ټولنه د حاکم د محاسبې واک لري چې کله هغه په خپل مسؤلیت کې سستي او تقصیر او یا هم په خپلو تصرفاتو کې تیرۍ وکړي.

د حکامو محاسبه د نبوي احادیثو، خلفای راشدینو په عمل او په عقلي دلایلو ثابتیږي.

الف – د حکامو محاسبه د نبوي احادیثو په رڼا کې:
۱-  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (والله لتأمرن بالمعروف ولتنهون عن المنکرولتأخذن علی ید الظالم ولتأطرنه علی الحق اطراولتقصرنه علی الحق قصرااو لیضربن الله بقلوب بعضکم علی بعض ثم لیلعنکم کما لعنهم). (۱۰: ۲ټوک ۱۲۸)  قسم پر خداي چې تاسې به هرومرو په نیکۍ باندې امر کوﺉ، له بدو څخه به (خلک) منع کوﺉ، د ظالم لاس به له ظلم څخه نیسۍ او حق ته به یې راګوځوﺉ او له حق څخه به یې تیري کولو ته نه پریږدﺉ، او که دا کار ونه کړﺉ نو هرومرو به خداي (ج) ستاسې زړونه یو پر بل سره ووهﺉ، او بیا به مو لعنت کړي لکه چې هغوي (ظالمان) یې لعنت کړل.
د حدیث مصداق عام دی او د دولت مشر او نورو چارواکو ته هم شاملیږي نو د حکامو محاسبه ترې ثابتیږي.

۲-  ام سلمة رضي الله عنها وایې چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (ستکون أمراء فتعرفون وتنکرون، فمن عرف برﺉ و من أنکر سلم ولکن من رضي وتابع، قالوا: أفلا نقاتلهم؟ قال: لا، ما صلوا. (۴: ۲ټوک ۲۴۸) ژر دی پر تاسې به داسې کسان أمیران (حاکمان) شي چې تاسو به د هغوي ځینې افعال پیژنۍ (معروف به وي) او ځینې افعالو څخه به یې انکار کوﺉ (منکر افعال به وي) نو څوک چې پوه شو (پر منکراوهغه په خپل لاس او ژبه منع کړ، نوهغه دمنکرله ګناه اوعذاب څخه) نجات یې وموند، او څوک چې (توان دمنع نه درلود اوهغه یې بد وګاڼه په زړه کې) سلامت پاتې شو لکن ګناه او عذاب هغه چاته دی چې پرمنکرراضي شواومتابعت یې وکړ، صحابه ؤ وویل آیا ورسره ونه جنګیږو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل نه (مه ورسره جنګیږﺉ) تر هغو چې لمونځونه کوي.
له دې حدیث څخه په صراحت څرګندیږي چې پرټولو مسلمانان لازم دي چه حکام محاسبه کړي اوله منکرو(بدو) کارونوڅخه یې منع او هغه تغیر کړي او که چیرې د حاکم پر بدو کارونو راضي شي او دهغه متابعت وکړي ټول به ګنهګاروي.

۳-  رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (سیکون علیکم أئمة یملکون ارزاقکم، یحدثونکم فیکذبونکم و یعملون فیسیؤن العمل، لایرضون منکم حتی تحسنوا قبیحهم و تصدقوا کذبهم، فاعطوهم الحق ما رضوا به فاذا تجاوزوا فمن قتل علی ذلک فهو شهید). (۹: ۶ټوک ۲۹۷ حدیث)
ترجمه: ژر دی چې پر تاسو داسې کسان حاکمان شي چې ستاسو روزي د هغوي له لاسو څخه وي کله چې هغوې تاسوسره خبرې کوي نوتاسو ته دروغ وایې، کله چې کوم کار کوي نو فساد کوي، هغوې له تاسو څخه نا راضي (خوشحاله) کیږي ترڅوچې دهغوې له بدوکارونو څخه تعریف او صفت ونه کړﺉ او دروغ یې تصدیق نه کړﺉ پس تاسو حق ورته وړاندې کړﺉ ترهغه وخته چې هغه عملي کړي (پرې راضي شي او عملي یې کړي) نو که چیرې پر تاسو تیری وکړي نو څوک چې ووژل شو د حق په ویلو او وړاندې کولو کې د دغو حاکمانو ته) نو هغه شهید دی.

داحدیث په خپل ذات کې یوه معجزه ده چې درسول الله صلی الله علیه وسلم وینا په اوسني دورکې ترهرڅه زیاته تطبیقیږي، دخلکومعیشت اکثره دحکامو په لاس کې دی، حکام له ډیرووعدواوولس ته له دهوکو څخه بل کارنه لري اکثره اعمال یې ناوړه او بد دي او هر څوک چې ورته غوړه مالي ونه کړي چیرې به هم هغه ته دعزت اووقارپه سترګه ونه ګوري ترڅو چې د هغه بد اعمال ونه ستایل شي او د هغه دروغ رښتیا او تصدیق نه شي چیرې به هم لاس لاندې کسان کوم مقام او مسؤلیت ته ونه رسیږي.

روابطو ټول ضوابط تر خپل سیوري لاندې راوستلي، علم، اهلیت، تقوی، تخصص، وفا، استعداد، ښه سلوک، امانتداري، خپل ځاېی روابط، غوړه مالي، خیانت، تزویر، چور، رشوت، فحاشي، عیاشي او بیکاري ته خوشې کړي دي.

۴-  له ابوبکر (رضي الله عنه) څخه روایت دی چې آنحضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( ان الناس اذا رأواالظالم، فلم یأخذوا علی یدیه او شک ان یعمهم الله تعالی بعقاب منه). (۶: ۲ټوک ۳۹) او(۴: ۲ټوک ۲۴۸). که چیرې خلک ظالم وویني اودهغه د ظلم لاسونه ورلنډوي نوژرده چې پردوي ټولو باندې به لوې خداي جل جلاله له خپل لورې پراخ عذاب راولي.
کله چې د حدیث خطاب عام دی له حدودو نه تیرې کونکي حاکم ته هم شاملیږي نو که چیرې د ظالم حاکم محاسبه ونه شي او هغه خپل ظلم ته ازاد پریښودل شي او هغه له انحراف څخه سمې لاري ته راستون نه شي نو بیا پر ټولنه عذاب عامیږي.

۵- له تمیم داري څخه روایت دی چې آنحضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (الدین النصیحة، قلنا لمن؟ قال: لله ولکتابه و لرسوله ولآیمة المسلمین وعامتهم).  (۱۰: ۱ټوک ۵۴) او ( ۱۱: ۲ټوک ۱۸۵)
ترجمه: دین نصیحت او خیر غوښتنه ده، مونږ (اصحابو) وویل: د چا لپاره؟ پیغمبر وفرمایل: د خداي، د خداي د کتاب او دده د پیغمبر لپاره (یعنې د دوي اطاعت وکړﺉ) او همداراز د اسلام دین د مشرانو او ټولو مسلمانانو لپاره نصیحت دی.

دا حدیث د نبي صلی الله علیه وسلم جامع بیان او له سترو احادیثو څخه دی امام نووي وایې: د مسلمانانو مشرانو ته نصیحت: د هغوي معاونت، مرسته او طاعت په حق کې، هغوي ته امر په حق سره، هغوي ته د حق یادونه په نرمۍ او مهربانۍ سره، او د هغوي خبرول له هغه څه چې دوي ورڅخه غافل شوې له حق نه او د مسلمانانو حقوق یې نه دي ورسولي، او له هغوي څخه بغاوت نه کول او د خلکو زړونه د هغوي طاعت ته راګرځول دي. (۱۲: ۱ټوک ۳۹)
حدیث د حکامو نصیحت اودهغوي محاسبي ته د مسلمانانو لارښوونه کوي.

۶- له ابي سعید خدري څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (افضل الجهاد کلمة عدل او حق عند سلطان جایر). (۲: ۲ټوک ۲۹۹) بهترین جهاد د ظالم حاکم په وړاندې د عدل یا د حق وینا ده، او دا ځکه افضل جهاد دی څوک چې له دښمن سره جهاد وکړي هغه پرخپل دښمن د بري هیله کوي او د ناکامۍ یقین یې نه وي ځکه هغه په یقین سره نه پوهیږي چې هغه مغلوب دی، او دلته پوهیږي چې د حاکم لاس پرده اوچت او قوي دی. نودحق اوعدل وینا ظالم حاکم ته لوی تکلیف اوربړسره تړلې ده.
نو د ظالم حاکم محاسبه واجب ده تر څو له خپل ظلم څخه منع شي ځکه ظلم حرام دی او هر حرام باید ورک او محوشي او له هغه څخه چوپتیا غوره نه شي.
حدیث په صراحت سره اسلامي ټولنه د حکامو محاسبې ته رابولي او د هغوي محاسبه د خدای (ج) په لاره کې افضل جهاد ګرځولی او مسلمان د حکامو د سرغړونې په مقابله کې دروي او دا محاسبه د مسلمانانو حق دی او د حق منع روا نه ده.

۷- له عباده ابن صامت څخه د بیعت په اړوند حدیث کې روایت دی:  (بایعنا رسول الله علی السمع والطاعة في المنشط والمکره وأن لا ننازع الأمرأهله وأن نقوم أو نقول بالحق حیثما کنا، لانخاف في الله لومة لایم). (۵: ۲ټوک ۱۰۶۹) بیعت وکړ مونږ رسول الله سره په سمع (اوریدلو) او طاعت (منلو) په خوښي او ناخوښي حالاتو(خوشحالي او غم) کې او دا چې مونږ به نزاع او اختلاف نه کوو أهل د امر (اولی الأمر) سره، او مونږ دریږو او یا به وایو حق هر چیرې چې یو مونږ او نه به ویریږو د خداي (ج) په دین (لاره) کې د هیڅ ملامت کوونکې له ملامتیا څخه.

۸ – د حدیبیي په سوله کې د پیغمبرصلی الله علیه وسلم محاسبه د حضرت عمر (رضي الله عنه) له خوا تر سره شوې ده، کله چې د حدیبیي د سولې تړون د رسول الله او د مکې د کفارو تر مینځ تر سره شو دا تړون د عامو مسلمانانو لپاره زړه ماتونکې او ناهیلې څیز وو، نو ځکه د حضرت عمر حضرت علي او عامو اصحابو رایه د دې سولې مخالفه وه .کله چې دوي ولیدل چې داسوله دوي ته کمزوري ده نو خپل اعتراض یی ښکاره کړ چې ددې اعتراض تعبیر د حضرت عمر په وینا کې په ښکاره ډول څرګندیږي، حضرت عمر (رضي الله عنه) وایې :
–    زه نبي صلی الله علیه وسلم ته ورغلم او ومې ویل: آیا تاسو په حقه سره نبي نه یاست ؟
–    هغه (ص) وفرمایل: هوکې، په حقه نبي یم.
–    ما وویل آیا مونږ پر حق او دښمن مو پر باطل نه دی ؟
–    هغه (ص) وفرمایل: هوکې،
–    ما وویل: نو مونږ ولې پخپل دین کې کمزوري وښیو؟
–    هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (اني رسول الله ولست اعصیه وهو ناصری) (۵: ۲ټوک ۳۸۰) بیشکه زه د الله رسول یم او نه یم چې د هغه (الله) نافرماني وکړم او هغه (ج) زما مددګار او مرسته کوونکې دی.
–    همدا راز د حباب بن منذر پوښتنه د بدر د غزا جګړې د ځاې په اړوند چې ویل یې :
–    آیا دا ځاې ته د الله لخوا لارښونه شوې او که جګړه او فریب ده ؟
–    آنحضرت (ص) وفرمایل نه ، جګړه او فریب ده .
–    نو حباب وویل دا ځاې د جګړې لپاره مناسب ندی او بل ځاې یې په ګوته کړ چې آنحضرت (ص) او ټولو صحابه وؤ دهغه خبره ومنله او د جګړې ځاې ته یې تغییر ورکړ.

۹- له ابو سعید څخه روایت دی چې آنحضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (من رأی منکم منکرا فلیغیره بیده، فان لم یستطع فبلسانه، فان لم یستطع فبقلبه و ذلک اضعف الایمان). (۶: ۲ټوک ۲۹) ، (۳:۲ټوک ۲۹۹ ) او(۱۰:لومړۍ ټوک ۵۱ ) چاچې ولید له تاسو څخه منکر (بدي) نوهغه د په لاس منع (تغییر) کړي که چیرې دا یې نه شواې کولې په ژبه د هغه منع کړي، او که چیرې دا یې هم نه شواې کولې نو په زړه کې دی بد وګڼي (یعنې په زړه کې دې د هغه منکر د منع هیله وکړي) او دا د ایمان ضعیفه درجه ده.
حدیث هر منکر لره شامل دی برابره ده چې منکر له حاکم څخه وي او که له رعیت څخه، کله چې له حاکم څخه منکرعمل اوفعل صادرشي نو ټولنې باندې لازم دي چې هغه له منکر څخه منع کړي، او دا منع کول د قدرت، وخت او د شخص د موقف په اعتبار تغییرکوي. نو حدیث کې د منکر څخه په منع کولو امر شوې نو د حکامو په محاسبه ښکاره دلیل دی.
په پورتنیو ذکر شویو احادیثو کې محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډول ډول د منکراتو منع او په نیکیو امر، د ظلم مخنیوې، د ظالم حاکم په وړاندې د حق وینا او هغوي ته نصیحت او په حق دریدل امر او هدایت فرمایلی چې دا ټول د حکامو پر محاسبې دلالت کوي.

ب: د حکامو محاسبه د خلفاء راشدینو د عمل په رڼا کې:
د خلفاء راشدینو او اصحاب کرامو له عمل څخه د حکامو د محاسبې مشروعیت ثابیتږي.

۱- حضرت عمر(رضی الله عنه) په یوه لویه اجتماع کې په منبرولاړوؤ او خبرې یې کولې، سلمان فارسي له هغه سره محاسبه شروع کړه او ویې ویل: مونږ هریوه ته یو یو څادر (جامه) سهم راکړل شوی تا څرنګه دوه څادره (دوه جامې) اخیستي دي، حضرت عمر (رضي الله عنه) په دې وخت کې خپل زوې عبدالله بن عمر شاهدي ته حاضر کړ چې دوهم څادر هغه خپل سهم خپل پلار (عمر) ته ورکړی. (۸: ۲ټوک ۵۶)

۲- حضرت عمر (رضي الله عنه) د جمعې د لمانځه په خطبه کې خلک په نکاح کې د مهر کموالي ته راوبلل، یوه ښځه پاڅیده اوحضرت عمر یې محاسبه ړاو ویې ویل تاسو ته په دې اړوند د حکم کولو حق نه شته، قرآن کریم د قنطار (ډیر مال) اجازه په مهر کې ورکړې ده، کله چې عمر رضي الله عنه د ښځې په انتقاد او محاسبه پوه شو چې د هغې وینا په حقه ده بې له ځنډ څخه یې وفرمایل ښځه حق ته رسیدلې او عمر خطا شوی دی. (۲: لومړۍ ټوک ۴۶۷)
د اصحابو د لویو اجتماعو په مخکې د حضرت عمر له خوا د سلمان د محاسبې لپاره عبدالله ابن عمر شاهد وړاندې کول او همداراز د ښځې په وړاندې پر خپله خطا اعتراف د حکامو د محاسبې د مشروعیت ستر دلایل دي چې د بصیرت خاوندان ترې پند اخلي.

۳- کله چې خلکو حضرت عثمان (رضي الله عنه) نیوکې (انتقادونه) کولې هغه څوک هم په جبر او زور له نیوکو اومحاسبو څخه منع نه کړل بلکې تل یې د نیوکو او اعتراضونو په ځواب کې په عامو غونډو کې دلایل وړاندې کول.
د خلفاء راشدینو او صحابه کرامو دا عمل ثابتوي چې د حکامو محاسبه مشروع عمل دی.

ج: عقل هم دا غوښتنه کوي.

انساني عقل هم دا تقاضا کوي چې څوک مسؤل وي او د خلکو چارې او واک یې په لاس کې وي باید محاسبه شي ځکه:
۱- ځکه ددولت رییس دټولنې دافرادودوکیل په حیث کارکوي اوهرمؤکل داحق لري چې دخپل وکیل له اعمالواوحرکاتوڅخه پوره مراقبت، کنټرول اوهغه محاسبه کړي، ترڅوټولنه دخپل وکیل له اعمالوڅخه ډاډه شي.
۲- حکام له نورومسلمانانو سره څه توپیر نلري اود دوي مقام له امرپه معروف، منع له منکر او نصیحت کولوڅخه اوچت نه دي. اودرعیت اوټولنې مقام هم ددوي له نصیحت اوانتقاد څخه کم اوټیټ نه دی. حکام معصوم ندي اوهرانسان خطااوسهوې لري که چیرې حکام بې له محاسبې اوانتقادڅخه خپل سرۍ ته خوشي شي مجازات او مکافات نه وي، نو بیا د فساد، خیانت اوظلم دروازې خلاصیږي اوهرڅوک به بیا د ناوړه اعمالو څخه بې برخې نه وي مګردا چې الله (ج) هغه ته هدایت کړی وي.
خلاصه دا چې که چیرې اسلامي امت د امر په معروف او منع له منکر مسؤلیت هیر کړي نو خپل د امتیاز راز او د بهترۍ رمز یې له نورو ملتونو څخه له لاسه ورکړي، او هغه نفرت چې د نورو ملتونو په برخه شوی، د دوي به هم په نصیب شي، هغه ملتونه چې قرآن کریم د هغوې په هکله فرمایې: (كَانُوا لا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ (۱: المآئده ۷۹)
ترجمه: ؤو دوي چې یو بل یې سره نه منع کول له هغه بد عمله چې کاوه به دوي هغه قسم دی خامخا بد ؤو هغه کارونه منع کول له بد عمله چې ؤو دوي چې کاوه به یې.

مأخذونه:
1.    قرآن کریم
2.    ابن کثیر، ابوالفداء عماد الدین عمرالقرشی الدمشقی، تفسیرالقرآن العظیم، بیروت: دارالفکرالعربي.
3.    ابن ماجه، محمد بن یزید القزویني، سنن ابن ماجه، کراچي: قدیمي کتابخانه۱۴۵۷ هـ . ق.
4.    ابو داود، سلیمان بن الاشعث بن اسحق، سنن ابي داود، پیښور: نوراني کتب خانه ۱۳۱۶هـ. ق.
5.    البخاري، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاري، کراچي: قدیمي کتابخانه، دوهمه طبعه۱۴۵۳هـ. ق.
6.    الترمذي، محمد بن عیسی بن سوره، جامع الترمذی، لاهور:فاروقي کتابخانه.
7.    زیدان ،عبدالکریم، اصول الدعوة، بیروت: مؤسسة الرسالة، دریمه طبعه.
8.    الطبري، محب، الریاض النظرة في مناقب العشرة، قاهره:مکتبة المصریة. ۱۴۱۴هـ. ق.
9.    المتقي، علی بن حسام الدین، کنزالعمال، هند،حیدرآباد: دایرة المعارف ۱۹۵۵م.
10.    مسلم بن حجاج، صحیح المسلم، کراچي: قدیمي کتابخانه اکرمیة، دوهمه طبعه، ۱۳۱۵ هـ.ق.
11.    النسایي، احمد بن شعیب بن علي، سنن النسایي، پیښور: مکتبة اکرمیة ۱۳۱۵هـ.ق.
12.    النووي، یحیی بن شرف الدین، شرح النووي علی الصحیح المسلم، مصر: مکتبة المصریة.

پــوهــنیـار شـیرمقـصــود حـــیدری

د کـابــل پــوهـنــتون دشرعیاتوپوهنحی دفقه اواصول فقه دڅانګی علمی غړۍ

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: