په اجباري توګه د انجلۍ د ودولو حکم

د المُلتقی الفقهي د فیس بوک د مینه والو څخه یوې خور پوښتلي ؤ چې:
هغه اجباري واده چې انجلۍ پری هیڅ راضي نه وي څه حکم لري؟ که چېری دانجلۍ دا ناخوښي د ګڼ شمېر لاملونو له کبله وي، لکه: د هغې او د هلک ترمنځ زیات فکري او دودیز توپیرونه او داسې نور شتون ولري… آیا بیا هم ورسره واده وکړي؟

آیا انجلۍ د خپلو والدینو په خاطر دې اجباري واده ته غاړه کیږدي او خپل ژوند ترې ځار کړي او که خپله ګیله او شکوه شرعي قضاء ته وړاندی کړي؟

د دې قدرمنې خور د پوښتنې په ځواب کې باید وایو چې:
اسلامي شریعت بالغو ځوانانو او پیغلو ته د خپلواکۍ حق وربښلی دی او په خپلو شخصي چارو لکه نکاح او داسې نورو کې ېې دوي ته د اختیار حق ورکړیدی، البته دا شخصي حُریت او آزادي یوازې او یوازې د اسلامي سپېڅلي شریعت د ځانګړتیاو څخه ګڼل کیږي چې اوس غربي نړۍ او داسې نورو ملتونو دا ډول هلې ځلې په کار اچولي دي تر څو غرب مېشته مېرمنې له یو لړ هغه حقوقو څخه برخمنې کړي کوم چې په بشري تاریخ کې اسلام ورڅخه لا پخوا برخمنې ګرځولي دي.

په دې اړه د فقهاؤ کرامو نظر:

یو لړ فقهاء په خورا صراحت سره ددې خبری په اړه داسې څرګندونې کوي او وايي چې:
مور او پلار ته هیڅکله هم دا روا نه دي چې له خپل بالغ زوي او یا هم له خپلې بالغې لور سره زیږچلن وکړي او اجباري واده ته ېې اړ باسي. همداراز والدینو ته نه ښايي چې د اولاد د خوښۍ او رضایتمندۍ پرته د دوي د واده مېنه او لیوالتیا تر پښو لاندی کړي.

په عمومي توګه سره په خپل نظر باندی اصرار( ټینګار) کول او په اجباري توګه د اولاد واده کولو ته اړ ویستل او یا هم په تهدیدآمیزه لهجه له دوي سره برخورد کول په حقیقت کې یوه استبدادي تګلاره ده چې د یوې کورنۍ مینه او صمیمیت له منځه وړي.

همداراز په هغه کورنیو کې چې خپل منځي تفاهم او د واده په څېر د مهمو کارونو په اړه سلا مشوره شتون ونلري؛ نو ډېر ځل داسی لیدل شویدي چې ددې کار په نتیجه کې د د یوې کورنی وحدت له تمزیق او ټوټه ټوټه کېدلو سره مخامخ شویدی.

اجباري واده په اصل کې د خپل اولاد له یو لړ هغو اساسي حقوقو څخه محروم او بې برخې ګرځول دي کوم چې اسلام ورڅخه دوي برخمن ګرځولي دي او دا ځکه چې په دې کار سره بې شمېره کورنۍ ستونزې رامنځ ته کېدلی شي چې بیا به ګرانو والدینو ته د اولاد د نیمګړي ژوند بېرته رغول ډېر ستونزمن وي.

د والدینو نظر ته هم درناوی کول پکار دي:

د کورنیو شخړو څخه د خلاصون لپاره زامنو او لورګانو ته هم ښايي چې د قدرمنو والدینو نظریاتو او سلا مشورو ته هم لږ غوږ ونیسي او د دوي د ژوندنیزو تجربو څخه د خپل ګډ ژوندانه او د نوي کور او نوي ژوند د پیلولو لپاره ورڅخه استفاده وکړي، ځکه والدین تل د خپل اولاد د هوساینې او سوکالۍ لپاره هلی ځلی کوي. له بل لوري څخه دا هم ټولو ته څرګنده ده چې د مور او پلار د ژوندنیزو هیلو څخه یوه هم داوي چې تر څو د دوي اولاد د لالهانده ژوند پر ځای د ډاډمن او هوسا ژوند څخه برخمن شي. همداراز مهربان خدای تعالی( جلت عظمته) د والدینو په زړونو کې د مودت او محبت داسې ولولې را پیدا کړی دي چې دوي تل د اولاد پر وړاندی خواخوږۍ ته هڅوي؛ نو ښايي چې په خورا نرمۍ او مُلاطفت سره اولاد د قدرمنووالدینو سلا مشورو ته غوږ ونیسي.

د اسلامي شریعت په رڼا کې ویلی شو چې: د نکاح د عقد تړل په اصل کې د خوښۍ او رضایتمندۍ د ښکاره کولو پوری یوه منوطه (تړلی) خبره ده او د یو بالغ انسان او یوې پیغلې انجلۍ د نکاح عقد هغه مهال تړل کیدلی شي چې کله دوي د نکاح د تړلو پر مهال د خپلې خوښۍ او رضایتمندۍ ښکارندوینه وکړي.

که چیری په شرعي قضاء کې قاضي ته دا جوته او څرګنده شي چې مور او پلار د ګوتڅنډنې(تهدیدآمیزه لهجه) په ژبه خپل اولاد په شخصي احوالو کې اجباري واده ته هڅولي دي او یا هم خپله پیغله لور ېې په زور سره بل چا ته پر ودولو باندی مجبوره کړیده، او په خشونت او تندلارۍ سره دا انجلۍ د خوښۍ الفاظو پر ژبه باندی کارولو ته اړ ویستل شوېده، په داسې حال کې چې دې ډول واده ته پر تداوم باندی ېې دا انجلۍ هیڅ راضي نه وي؛ نوپه دې صورت کې به له هغې( انجلۍ) څخه دا غوښتل کیږي چې دا دواده فسخ کړي او که چیری ېې خاوند نه پخپله هغې ته طلاق ورکوي او نه هم خپلې دې مېرمنې ته د دې صلاحیت ورکوي چې د خلع(د خاوند څخه د جدايي) غوښتنه وکړي؛ نو قاضي ته دا روا دي چې ددې انجلۍ د ظلم څخه د ژغورنې لپاره دا ډول نکاح فسخ کړي، البته قاضي به لومړی ښه تدقیق او څېړنه کوي او د دې قضیې مختلف اړخونه به په پام کې نیسي او د ښځې او خاوند دواړو خبرو ته به په ښه دقت او غور سره غوږ نیسي. سربېره پر دې د قاضي مسؤلیت دا هم دی چې د ښځې د اولیاؤ ویناوې به هم په بشپړې توجه سره واوري.

دا پورته ذکر شوی خبری په حقیقت کې د اسلامي فقهاؤ د نظریاتو هغه لنډېز ؤ چې تاسې ته مو څرګندی کړی، البته په پای کې د دې خبری یادونه هم اړینه بولو چې: د هند د اسلامي مرکز علماؤ هم په دې اړه دا څرګندونه کړیده او ویلی دي چې ددې ټولو هلو ځلو څخه مو موخه او هدف دادی تر څو په اسلامي ټولنو کې د اجباري ودونو مخه ونیول شي او نور کورنی خشونت او تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ