پر کلمې د شاهدي ورکولو شرطونه
په لا اِله اِلا الله شهادت ورکول د یو ستر بدلون نوم دی او هم د یو ستر حقیقت پېژندل، د ځمکې او آسمانونو د پېدا کوونکي، پالونکي، او ځواکمن حاکم پېژندل او پر هغه ایمان راوړل او له ټولو دروغجنو خدایانو انکار، پر هغوی کفر کول او له هغوی نه آزادي که هغه د انساني طاغوتي حاکمانو په شکل وي څې د الله حاکمیت یې غصب کړی او دا یې خپل حق ګڼلی او یا د خټینو بتانو په شکل وي څې له عقله خلاصو انسانانو خپل خدایان ګرځولي او یا د انساني هوا په څېر څې انساني ژوند یې بې خونده کړی او له انسانه یې داسې څلوربولی جوړ کړی څې د ژوند موخه یې یوازې خوراک او د مادیاتو راټولول دي، نو داسې یوه ستره کلمه څې دومره لوی مفهوم او له ځان سره لویه موخه لري یواځې په ویلو یې دا موخې نسي تر لاسه کېدی او ویل یې خپل شرایط لري تر څو یې موخې تر لاسه سي، په کلمې شاهدي ورکول لاندې ۷ شرطه لري.
پر کلمې پوهه:
پر کلمې پوهه د کلمې د نفی او اثبات پېژندل دي او دا معنی چې د عبادت ټول ډولونه له الله پرته بل چاته نسي کېدی او یوازې یو الله ته عبادت کول ثابت دي او له الله پرته هر هغه څوک او شی څې د خدایۍ دعوه لري او یا د خدایۍ په یوه برخه کې ځان شریک وبولي پر هغوی کفر کول، الله تعالی وایي:
( اِیّاک نعبد و اِیّاک نستعین )
یعنې یوازې ستا عبادت کووم او یوازې له تا مرسته غواړم او له تا پرته د هیچا، نه عبادت کووم او نه مرسته ترې غواړم، نو د کلمې ویونکی باید د کلمې پر دې مفهوم پوه وي، الله تعالی وایي:
( فاعلم أنه لا اِله اِلا الله واستغفر لذنبک )
یعنې پوه سه څې له الله پرته بل هېڅ حقیقي معبود او اِله نسته او د خپلو ګناهونو لپاره بښنه وغواړه، او الله تعالی وایي:
( اِلّا من شهد بالحق و هم یعلمون )
یعنې پرته له هغو کسانو څې پر دغه کلمې یې په ژبه شاهدي ورکړه او په زړه کې یې په مفهوم او معنا پوهېدل، همدارنګه عثمان رضی الله عنه وایي څې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
( من مات و هو یعلم أنه لا اِله اِلّا الله دخل الجنة )
یعنې څوک څې مړ سو او د کلمې په مفهوم پوهېده نو جنت ته به ننوځي.
پر کلمې یقین:
پر کلمې یقین دا معنی څې د کلمې ویونکی دې د کلمې پر حقانیت پوره او کلک یقین ولري او پدې اړه یوه ذره شک هم ونلري، الله تعالی وایي:
( اِنماالمؤمنون الذین آمنوا بالله و رسوله ثم لم یرتابوا و جاهدوا بأموالهم و أنفسهم فی سبیل الله أولائک هم الصادقون )
یعنې مؤمنان هغه خلک دي څې پر الله جل مجده او رسول الله صلی الله علیه وسلم ایمان راوړي او بیا پر خپل دغه شهادت شک ونکړي او د الله په لار کې په مال او سر جهاد وکړي، همدغه ډله خلک رښتیني دي، همدارنګه ابوهریره رضی الله عنه وایي څې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
( أشهد أن لا اِله اِلا الله، وأني رسول الله، لا یلقی الله بهما عبد غیر شاک فیهما اِلا دخل الجنة )
یعنې شاهدي ورکوم څې له الله پرته بل د عبادت وړ حقیقي معبود څوک نسته او زه د الله رسول یم، الله به له هغه بنده سره مخامخ نسي څې پدې کلمه یې شک نه وي کړی مګر دا څې جنت ته به یې ننباسي.
اخلاص لرل:
له کلمې سره اخلاص لرل دا معنی څې ټول اعمال له ښکاره او پټ شرک نه پاک وي او په خالص نیت سره یوازې د یو الله جل جلا له لپاره سرته ورسېږي، الله تعالی وایي:
( ألا لله الدین الخالص)
یعنې خبر اوسئ څې د الله لپاره یوازې خالص دین او عبادت د منلو وړ دی او هغه دین نه مني څې له الله سره په کې نور ګډ وګڼل سي، الله تعالی بل ځای کې وایي:
( و مآ أمروا اِلا لیعبدوا الله مخلصین له الدین )
یعنې او مونږ امر نه وو کړی مګر دا څې د الله داسې عبادت وکړي څې په دین کې الله ته اخلاص ولري، او ابوهریرة رضی الله عنه وایي څې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
( أسعد الناس بشفاعتي یوم القیامة، من قال لا اِله اِلا الله خالصا من قلبه )
یعنې د قیامت په ورځ به هغه کسان زما په شفاعت نیکمرغه سي څې کلمه د زړه له تله په اخلاص سره ووایي.
رښتینې ګڼل:
د کلمې رښتینې ګڼل دا معنی څې دا کلمه په ژبه داسې وویل سي څې زړه یې رښتینې وګڼې، داسې نه څې په خوله یې ووایي او زړه یې خوله دروغجنه وګڼي، الله تعالی د منافقینو په اړه وایي:
( اِذا جآءک المنافقون قالوا نشهد اِنک لرسول الله والله یعلم اِنک لرسول الله والله یشهد اِن المنافقین لکاذبون )
یعنې کله څې منافقان درته راسي نو وایې مونږ شاهدي وایو څې ته د الله رسول یې، الله خو پوهېږي څې ته د الله رسول یې او الله شاهدي وایي څې منافقین په خپل شهادت کې دروغجن دي، ځکه دوی کلمه په ژبه وایي خو په زړه یې نه مني، او الله تعالی وایي:
( الم أحسب الناس أن یترکوا أن یقولوآ آمنا و هم لا یفتنون و لقد فتنا الذین من قبلهم فلیعلمن الله الذین صدقو و لیعلمن الکاذبین )
یعنی الف لآم ميم آیا خلک ګمان کوي څې د ایمان کلمه به ووایي او مونږ به دوی نه آزمایو او مونږ له دوی مخکې خلک هم آزمویلي وو نو الله پوهېږي څې د کلمې په شهادت ورکولو کې څوک رښتینې او څوک دروغجن دي، همدارنګه معاذ بن جبل رضی الله عنه وایي څې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
( ما من أحد یشهد أن لا اِله اِلا الله و أن محمد رسول الله صدقا من قلبه اِلا حرمه الله علی النار )
یعنې هیڅوک به پر کلمې داسې شاهدي ورنکړي څې په زړه کې یې رښتینې وګڼي مګر دا څې الله تعالی به یې پر اور عذابول حرام کړي.
له کلمې سره مینه:
له کلمې سره مینه دا معنی څې د کلمې ویونکی به له الله، رسول الله، اسلام، د اسلام اوامرو او حدودو، مسلمان او له اسلام سره تړلو ټولو شیانو سره مینه کوي او د دې پر ضد له هر شي نه به کرکه کوي لکه شرک، کفر، بدعات، ګناهونه، کفار، د دین دښمنان او داسې نور، الله تعالی وایي:
( و من الناس من یتخذ من دون الله أندادا یحبونهم کحب الله والذین آمنو أشد حبا لله )
یعنې او له خلکو نه ځینې یې له الله سره نور مرستندویان او شریکان په خدایۍ نیسي او له هغوی سره د الله په څېر مینه کوي خو مؤمنان بیا له الله سره سخته مینه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي:
( ثلاث من کن فیه وجد حلاوة الاِیمان: أن یکون الله و رسوله أحب اِلیه مما سواهما و أن یحب المرء لا یحبه اِلا الله و أن یکره أن یعود فی الکفر کما یکره أن یقذف فی النار )
یعنې په چا کې څې دغه درې ځانګړنې وي نو هغه به د ایمان خوږوالی ومومي: دا څې له الله او رسول الله سره له هر چانه زیاته مینه ولري او له چا سره مینه ونکړي مګر د الله لپاره او کفر ته ورګرځېدل دومره بد وګڼي لکه اور ته لوېدل.
د کلمې تابعداري:
د کلمې ویونکی به د شرعې د احکامو منونکی، هغو ته تسلیم او د اوامرو سرته رسوونکی وي، الله تعالی وایي:
( و أنیبو اِلی ربکم و أسلمو له )
یعنې د الله لوري ته را وګرځئ او هغه ته تسلیم سئ یعنې اوامر یې ومنئ، او الله تعالی وایي:
( و من أحسن دینا ممن أسلم وجهه لله و هو محسن )
یعنې د چا دین غوره دی له هغه نه څې خپل مخ یې د الله لور ته ګرځولی وي، هغه ته تسلیم وي او نیکي کوونکی وي.
د کلمې منل:
د کلمې ویونکی به په خوله او زړه دا کلمه مني، الله تعالی د پخوانیو امتونو د هلاکت لامل د کلمې نه منل ګڼي، الله تعالی وایي:
( ثم ننجی رسلنا والذین امنوا کذالک حقا علینا ننج المؤمنین )
یعنې همدارنګه مو رسولان او د کلمې منونکي یعنې مؤمنان وژغورل اوهمداسې د مؤمنانو ژغورل پر مونږ دي.