پر معده د سيګريټو له ناوړه اغېزو خبر ياست؟

شپر دې خو ټول پوهيږو، چې سيګريټ د انسان پر بدن ناوړه اغېزې کوي، مګر تر ټولو زيات زيان يې د انسان معدې ته رسيږي؛ ځکه چې معده د مرضونو مور او مرکز بلل کيږي. که معده ناروغه وي، نو ټول بدن به ورسره ناروغ وي.

د غذايي او داخلي ناروغيو متخصصه ډاکټر رانيا شريف وايي، چې سيګريټ د معدې ديوال او دهاضمې سسټم زيانمنوي، چې د وخت په تېرېدو معده د خوړ و له هضمولو پاتې راځي او انسان په ګڼو نورو ناروغيو اخته کيږي.

ډاکټر رانيا زياتوي، چې د سيګريټ څښولو عادت د معدې تر څنګ د کولمو پر فعاليت هم ناوړه اغېزې کوي او د وخت په تېرېدو کولمې خوراک سره د وړ تعامل اهليت پرېږدي او د سيګريټ څښولو له امله د معدې او کولمو وينه هم کميږي او ورسره د کولمو او معدې فعاليت زيانمنيږي او اغېز يې پر ټول بدن کيږي.

د سيګريټو له امله د معدې تيزابيت زياتيږي او دغه وخت کې بيا معده د خوراک له هضمولو او ويټامينونو له جلا کولو پاتې راځي او ورسره سړی د معدې سوخت، کولمو، سردرد، نه خوراک، د معدې پاړسوب، د خولې خوړيون والي، د ويښتو توييدل او ګڼو نورو ناروغيو اخته کيږي او د دغو ټولو ناروغيو لامل دا دی، چې معده له خوراکه وړ استفاده نه شي کولای.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب