پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو ۴۰ ګټې

(1) د الله امر په ځای کول.
(2) له الله سره موافقت که څه هم د دواړو درود توپیر لري.
(3) له ملایکو سره په درود ویلو کې موافقت.
(4) د الله له لوري په درود ویونکي لس ځله درود ویل کیږي.
(5) په درود سره لس درجې ترلاسه کیږي.
(6) درود ویونکي ته لس نېکۍ لیکل کیږي.
(7) په درود سره لس ګناهونه بښل کیږي.
(8) درود د دعا قبیلدلو سبب کیږي.
(9) درود د رسول الله د شفاعت ترلاسه کولو سبب کیږي.
(10) د ګناهونو د بښلو سبب کیږي.
(11) په درود سره الله د بنده غمونه او اندېښنې ختموي.
(12) د قیامت په ورځ به درود ویونکی رسول الله ته نږدې وي.
(13) د غریب سړي له پاره درود د صدقې ځای نیسي.
(14) درود د اړتیاو د پوره کیدلو لامل ګرځي.
(15) درود دالله او ملایکو له لوري د درود سبب کیږي.
(16) په درود سره انسان پاکي او تزکیه ترلاسه کوي.
(17) په درود ویونکي به له مرګ مخکي د جنت زیری کیږي.
(18) درود ویونکی به د اخرت له سختیو نجات ترلاسه کوي.
(19) د درود په برکت انسان ته هیر شوي شیان وریادیږي.
(20) درود ویونکي او سلام کوونکي ته رسول الله ځواب ورکوي.
(21) درود ویونکی به د اخرت په ورځ نه پښیمانه کیږي.
(22) په درود سره فقر او غریبي له منځه ځي.
(23) په درود ویلو سره د بخل ناروغي او بدخويي له منځه ځي.
(24) درود ویونکي ته هیڅوک ښېرا نشي کولی.
(25) د درود په برکت د جنت لاره موندل کیږي.
(26) د غافلانو په مجلس کې سړی له غفلت نه ژغورل کیږي.
(27) خطبې او نورې ویناوې په درود سره پای مومي.
(28) درود په صراط (لاره) د پوره رڼا سبب ګرځي.
(29) په انسان کې جفا او سختي ختموي.
(30) د اسمانونو او ځمکې د مخلوقاتو په منځ کې الله درود ویونکی ښه یادوي.
(31) درود د برکتونو سبب ګرځي.
(32) په درود سره د الله رحمت ترلاسه کیږي.
(33) درود ویل په مومن کې له رسول الله سره مینه زیاتوي.
(34) له درود ویونکي سره رسول الله مینه کوي.
(35) درود ویل د هدایت او د زړه د بیداري سبب ګرځي.
(36) رسول الله ته د درود ویونکي نوم اخیستل کیږي.
(37) په صراط به د درود ویونکي قدم ثابت وي.
(38) په درود سره د رسول الله د حق یوه برخه اداکیږي.
(39) د درود په ترڅ کې د الله ذکر او شکر هم راځي .
(40) درود دعا ده .

جلاء الأفهام في فضل الصلاة والسلام على خير الأنام، لإبن القيم الجوزيه .

حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب