زرینې ویناوې او نصیحت

يوسف بن خالد (رح) ته د امام ابوحنيفه (رح) وصيت

يوسف بن خالد السمتي د امام ابوحنيفه نامتو شاګرد او د امام شافعي استاذ دی، هغه چې کله له امام صاحب نه علم زده کړ او غوښتل يې چې خپل پلرني ټاټوبي بصرې ته ولاړ شي، له امام صاحب نه يې اجازه وغوښته. امام صاحب ورته وويل: لږه موده نور هم  راته صبر وکړه غواړم چې يو څو لارښوونې درته وکړم، داسې لارښوونې چې د خلکو سره په معاشرت او اوسيدو کې ورته اړتيا لرې، د نفس د روزنې لپاره هم اړينې دي او له هغې پرته له علم څخه ګټه نه اخستل کيږي،د رعيت د چارو په سمون او اصلاح کې خورا اغيزمنې دي او د خاصو او عامو سره په تعامل کې بنسټيز قواعد ګڼل کيږي، که دغه لارښوونې دې واخستې او ومنلې نو له علم نه به سمه ګټه واخلې ، علم به ښکلی کړې او له هر ډول عيب او نقصان نه به يې پاک او سپيڅلی وساتې.
پوه شه! که د خلکو سره دې سمه ګوزاره ونه کړه، هغوی به ستا دښمنان شي ، که څه هم ستا پلار او مور وي، او که ښه تعامل دې درلود او ښه ګوزاره دې وکړه، نو ټول خلک به ستا ميندې او پلرونه شي، که څه هم له تا سره هيڅ ډول خپلوي ونه لري.
بيا يې  يوسف ته وويل: يو څو ورځې راته وګوره چې زه ځان فارغ کړم او ښه په آرام ذهن کښينم تر څو تاته هغه څه دروښيم چې بيا به پرې ډير خوښ وې او په زړه کې به راته دعا کوې.
کله چې موده پوره شوه ، يوازې يې راوغوښت او ورته يې وويل:
ګوره ! زه هغه حالت درته انځوروم چې ته  بصرې ته د ننوتلو پر مهال ورسره مخ کيږي، هلته د دښمنانو سره مخ کيږې ، خپل ځان له هغوی نه لوړ ګڼې، د خپل علم پر اساس ځان ترې پورته ګڼې، د هغوی سره له ناستې ولاړې نه ډډه کوې، ته له هغوی سره مخالفت کوې او هغوی له تا سره ، ته هغوی ښکنځې اوسپکې سپورې ورته وايې او هغوی تاته. ته هغوی ګمراه ګڼې او د ګمراهۍ او بدعت ټاپې پرې لګوې او هغوې تا ګمراه ګڼي او بدعتي درته وايي، په نتيجه کې ته هم سپک شې او مونږ هم سپک کړې او له تيښتې پرته بله چاره درسره پاتې نشي. خو دا هوښيارتيا نه ده ، ځکه هغه څوک چې د خلکو سره مدارات ونشي کړی، په تيره له هغو سره چې چاره ترې نه وي، هغه عاقل او هوښيار نه دی.
. کله چې بصرې ته ننوتې خلک به ستا استقبال ته راځي ، هرکلی به درته وايي ، ستا زيارت ته به راځي او دا به پر ځان حق ګڼي، نو ته هر چا ته خپل مقام او منزلت ورکړه، د علماوو او درنو خلکو عزت وکړه، د مشرانو وقار ساته د ځوانانو سره خوش طبعي کوه، عوامو ته ځان نږدې کړه ، د فاجرانو سره مدارات کوه او د ښو خلکو سره دوستي کوه، د سلطان او پاچا په اړه بې پروايي مه کوه ، هيڅوک مه سپکوه او چاته په سپکه مه ګوره، د مروئت او ميړانې په کارونو کې سستي مه کوه ، خپل سر او راز چاته مه ښايه ، د چا په دوستې تر هغې باور مه کوه چې ويې نه آزمايې، د سپک سړي سره دوستي مه کوه ، هغه کار مه کوه چې خلک يې ستا نه طمعه نه لري او له تا نه يې بد ګڼي. د کم عقلو خلکو سره ډير آزاد مجلس مه کوه، مه يې دعوت منه او مه يې هديه او ډالۍ قبلوه.

د خلکو سره مدارات او ښه چلن کوه، له صبر او زغم نه کار اخله، ښه اخلاق کوه او سينه پراخه ساته، ښه او ښکلې جامه اغونده، سپرلۍ ښايسته ساته، خوشبويي زياته استعمالوه، د خپل ځان لپاره څه وخت داسې ځانګړی کړه چې ته په کې خپل حاجتونه پوره کړې، د خپلو خادمانو او شاوخوا خلکو له حال نه ځان خبروه، هغوی ته په ادب ورکولو او د هغوی په اصلاح کې تر ټولو مخکې اوسه ، په دې اړه نرمي کوه ، ډير يې مه رټه چې بيا به تورغوږي او سپين سترګي شي، ته ځان د هغوی له تاديب نه پورته مه ګڼه او په دې اړه کوتاهي مه کوه.

د خپلو لمونځونو خيال ساته او پوره پابندي پرې کوه، خپل دسترخوان پراخه ساته او ډوډي مار اوسه، ځکه چې بخيل سړی هيڅکله هم مشري نشي کولی، ځان ته څه داسې دوستان او د راز خاوندان انتخاب کړه چې د خلکو له خبرو دې خبروي، کله چې د کوم فساد په اړه خبر شوې، سمدلاسه يې اصلاح کړه،او کله چې له کوم ښه او صالحه کار نه خبر شوې، د هغې سره ډيره مينه ښکاره کوه او اهتمام پرې کوه.

که څوک تاته راځي او که نه راځي ، ته يې زيارت کوه او ته ورځه ، د خلکو د ښو او بدو دواړو په مقابل کې ورسره ښه کوه، عفو او بخښنه خپل خوی وګرځوه، په نيکيو امر کوه د لايعني او بابيزه کارونو نه سترګې پټوه ، که څوک تاته اذيت دررسوي ، پروا يې مه ساته او همداسې يې پريږده، د خلکو د حقوقو په اړه اهتمام کوه او د اداء کولو لپاره يې بيړه کوه، که کوم ورور او ملګرې دې ناروغه شو، په خپله يې عيادت ته ورځه او کله ناکله ورته خلک استوه او پوښتنه يې کوه، که څوک څه موده ستا له سترګو پناه شو، نو د احوالو پوښتنه وکړه، که څوک ستا په اړه تقصير او کوتاهي کوي ، ته ورسره بالمثل تعامل مه کوه، چاچې درسره رابطه پرې کړه، ته يې بيرته ټينګه کړه،څوک چې درته راغلل ښه عزت او احترام يې کوه، که چا درسره بد وکړل، ته  بخښنه وکړه، چاچې ستا په اړه ناوړه يا سپکه خبره وکړه ، ته يې په ښو ياد کړه او په اړه يې ښايسته خبره  وکړه، که څوک مړ شو ، ته يې حق پوره کړه، چاته چې کومه خوښي او ښادي پيښه شوه ، مبارکي ورته ووايه ، او که چاته کوم مصيبت ورسيد ، تعزيت ورته وړاندې کړه، که څوک نيستمن شو او يا په کوم آفت اخته شو، غمرازي ورسره وکړه ، که چا د کوم کار لپاره درنه منډه وغوښته، ورپورته شه اومنډه ورسره وکړه، که چا درته فرياد راووړ، دهغه فريادرسي وکړه ، که چا درنه مرسته وغوښته مرسته ورسره وکړه، خلکو سره مينه کوه او تر خپلې وسې ورسره د مينې او محبت اظهار کوه، خلکو ته سلام اچوه که څه هم سپک او لئيم خلک وي.

که په کوم مجلس کې د علماوو سره پيښ شوې يا په کوم جومات کې ورسره کښيناستې او د مسائلو مناقشه پيل شوه او هغوی ستا د نظر خلاف څرګندونې وکړې، ته ورسره سمدلاسه مخالفت مه کوه، که چا له تانه پوښتنه وکړه، لومړی ورته هماغه د نورو علماوو خبره وکړه، بيا په کراره ورته ووايه چې په دې مساله کې يو بل نظر هم شته چې هغه داسې دی او دلايل يې دا دي، که چيرې له تايې دغه نظر واوريد او غوږ يې ورته کيښود، نو ستا منزلت او مقام به وپيژني .
هر څوک چې ستا زيارت ته راځي او يا ستا مجلس ته حاضريږي، د خپل علم يوه برخه ورکړه، واضحه او آسانه مسالې ورته بيانوه ، د  ډيرو دقيقو او پيچيده مسايلو له بيان نه ډډه وکړه ، د خلکو سره کله ناکله ټوکه ټکاله کوه، د انس او محبت هڅه ورسره کوه، په دې به له تاسره د خلکو مينه پيدا شي او په دې توګه به همدا خلک بيا د علم د مجالسو مينه کوي او تل به ورته حاضريږي، کله ناکله پرې څه خوره، د خلکو له وړو خطاګانو او ښوييدنو نه سترګې پټوه، حاجتونه يې پوره کوه، نرمي ورسره کوه او له مسامحت او زغم نه کار اخله، هيچا ته زړه مه تنګوه او د تنګسيا اظهار ورته مه کوه، بس ځان داسې ګڼه لکه له دوی نه يو شخص.

د خلکو سره داسې تعامل کوله، چې د خپل نفس سره يې لرې، د خلکو نه هغه ومنه چې له خپل نفس نه يې منې، خپل نفس ته متوجه اوسه،  ساتنه او څارنه يې کوه، شر اوفساد مه راپاروه، که څوک درباندې تنګيږي، ته پرې د تنګۍ احساس مه کوه، څوک چې درته غوږ ږدي ته هم ورته غوږ شه، خلک په هغه څه مه مکلف کوه او مه ګماره چې تا پرې نه مکلف کوي او له تا نه يې نه غواړي، خلکو ته هغه څه خوښ کړه چې هغوی يې د ځان لپاره خوښوي، ښه نيت ورته لره او د ښه نيت اظهار ورته وکړه، رښتيا وايه او له کبر او لويۍ نه ځان په کلکه ساته، پام چې له چاسره غدر ونه کړې که څه هم هغوی له تاسره غدر وکړي، د خلکو امانتونه ورسپاره که څه هم هغوی له تاسره خيانت کړی وي، وفاداره اوسه او د وفادارۍ په خوی منګولې ټينګې کړه،  د تقوی په جامه سمبال اوسه د نورو دينونو له پيروانو سره هم ښه ګوزاره کوه.
که چيرې زما دا وصيت دې ومانه، نو هيله من يم چې سالم به پاتې شې.

بيا يې ورته وويل:
ستا په جدايۍ غمجن يم او ستا په معرفت او ستا له احوالو نه په خبريدو خوښيږم، نو ليکونه راستوه، خپلې ستونزې او مشکلات راسره شريکوه او ما د خپل پلار په څير ګڼه.

محمدنعيم جليلي

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: