حکمونهفقهي او عقیدوي

ولې ښځې امامت نشي کولی؟

سره له دې چې ډيرى پوهان په دې نظر دي چې په فرضي لمنځونو كې د ښځو لپاره جائز نه دي چې د سړيو امامت وكړي، بيا هم يو شمير پوهان دا جايز ګڼي چې ښځه د خپلې كورنۍ د غړو (سړي وي او كه ښځې) امامت وكړي، په دې شرط چې نوموړې به له نورو مشره او په قرآن ښه پوهه وي او دا چې د امامت لپاره به د هغوئ تر مخ نه بلكې د هغوی تر شا دريږي.ښځه كولى شي چې په لمونځونو كې د نورو ښځو امامت وكړي. پدې حالت كې به امام له نورو ښځو سره په يوه كتار كې دريږي.

ليكنه: دکتور يوسف القرضاوي
ژباړه: محمد مدثر اسلامي

تر كومه ځايه چې په عامو لمنځونو كې د ښځې د امامت خبره ده فقهاء پدې باور دي چې د ښځې لپاره جواز نشته چې د سړيو امامت وكړي . همدارنګه ښځه نشي كولى څو د جمعې په لمانځه كې د خلكو امامت وكړي او د جمعې د ورځې خطبه وركړي. سره لدې چې كولى شي خلكو ته عام ديني درسونه وړاندې كړي.

په اسلامي تاريخ كې هيڅكله داسې ندي شوي چې كومې ښځې دې د جمعې په لمانځه كې د خلكو امامت كړى وي او يا يې د جمعې په ورځ خطبه وركړې وي.

په اسلام كې ثابته ده چې په لمنځونو كې د خلكو امامت د سړيو لپاره ځانګړى دى او د امام تر شا هر لمونځ كوونكي ته ښايي څو په ركوع، سجده، او نورو كې د امام متابعت وكړي او په پوره پاملرنه د قرآن كريم تلاوت ته غوږ كيږدي.

لمونځ معنويت دی،‌ او ښځه پام اړوونکې ده

زمونږ په دين كې لمونځ كول د عيسويت په شان يواځې دعا ويل ندي بلكې بيلا بيل بدني حركات په ځان كې نغاړي او پر دې برسيره ځانګړي فكري تمركز، تواضع او الله جل جلاله ته د زړه پوره سپارلو ته پكې اړتيا ده، نو ځكه ښځې ته -چې د بدن جوړښت يې په طبيعي ډول په سړيو كې شهوت پاروي- نه ښايي څو په لمانځه كې د سړيو امامت وكړي او د هغوئ په مخ كې ودريږي. كيداى شي پدې سره د سړيو پام له لمانځه او په لمانځه كې د اړين معنوي حالت نه بل لور ته واوړي.

اسلام د انسان مادي او معنوي دواړو اړخو ته پاملرنه كړې او له هغه سره د يوه داسې موجود په څير چلند كوي چې د غريزې او نفسي غوښتنو لرونكى دى. د همدې لپاره يې انسان ته لارښوونه كړې څو خپلو غوښتنو ته په هيڅ ډول غاړه كينږدي، په ځانګړې توګه د عبادت پر مهال كله چې ځانګړي روحاني حالت ته اړتيا ليدل كيږي.

ځكه نو د فساد او بېلارۍ د مخنيوي لپاره شريعت يواځې سړيو ته حكم كوي څو په لمنځونو كې د خلكو امامت وكړي او د ښځو ليكې د سړيو شا ته وي. پدې اړه ابوهريره رضى الله عنه ،له سپيڅلي نبي محمد صلى الله عليه وسلم نه روايت كوي چې هغه ويلي دي: خير صفوف الرجال اولها و شرها آخرها و خير صفوف النساء آخرها و شرها اولها. (رواه مسلم)

ژباړه: د سړيو لپاره تر ټولو غوره صفونه مخكني او تر ټولو بد يې وروستي صفونه دي او د ښځو لپاره تر ټولو غوره صفونه وروستني او تر ټولو بد يې ړومبني صفونه دي.

د امامت اړوند اصول او قواعد په معتبرو احاديثو او د اسلامي امت په اجماع سره ثابت شوي دي. نوموړي اصول تر دې ډير چې د ټولنيزو رواجونو بڼه ولري پر ديني اساس ولاړ دي.

بيلا بيل فقهي مذاهب پدې اړه سره همغږي دي چې د ښځې لپاره د سړيوپه وړاندې امامت روا ندى. سره لدې چې ځينې پوهان پدې اند دي چې هغه ښځه چې په قرآن ښه پوهه وي كولى شي د سړيو په شمول د خپلې كورنۍ د غړو امامت په غاړه واخلي، داسې چې پدې حالت كې به د شهوت د پاريدو لپاره هيڅ ځاى او لاره نه وي.

په هر حال هيڅ كوم فقيه پدې اړه موافقه نه كوي چې ښځه دې د جمعې د ورځې په لمانځه كې د خلكو امامت وكړي او يا دې د جمعې د ورځې خطبه وركړي.

هغه حديث چې د ښځې امامت روا بولي

بياهم كه د امامت اړوند ديني نصوصو ته مراجعه وشي هيڅ كوم داسې نص به ونه موندل شي چې په هغه كې ښځه په لمانځه كې له امامت او يا د جمعې د ورځې د خطبې له وركولو منع شوې وي.

پدې اړه يواځې يو حديث شته چې د سړيو په وړاندې د ښځې امامت منع كوي. د يادونې وړ ده چې دنوموړي حديث قوت ثابت ندى.

پر دې سربيره يو بل حديث هم شته چې د لومړي حديث په ضد او خلاف دى. دا حديث امام احمد، ابوداود او نورو له ام ورقه څخه روايت كړى چې ويلي يې دي: رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې ته يو مؤذن وګماره او امر يې ورته وكړ څو په لمنځونو كې د كورنۍ د غړو -چې سړي او ښځې دواړه پكې راځي- امامت وكړي.

كه څه هم حديث پوهان د دې حديث د راويانو لړۍ كمزورې ښيي خو بيا هم هغوئ پدې باوري دي چې دا حديث د يوه ځانګړي حالت په اړه روايت شوى دى (كله چې ښځه په قرآن پوره پوهه وي نو كولى شي چې د خپلې كورنۍ د غړو امامت وكړي خو پدې شرط چې هلته به د شهوت د پارويدو هيڅ ځاى نه وي).

دارقطني د دې حديث په اړه وايي چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم ام ورقه ته پدې امر كړى چې په لمانځه كې يواځې د كورنۍ د ښځو امامت وكړي.

ابن قدامه په يوه تبصره كې چې د دارقطني په شرح يې كړې ده داسې وايي: (د دارقطني دا زياتونه بايد ومنل شي كه څه هم په حديث كې يې يادونه نه وي شوې. د منطق له مخې له حديث نه داسې استنباطيږي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به ام ورقه ته د فرض لمنځونو د امامت امر كړى وي ځكه پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغې ته مؤذن ټاكلى و او اذان يواځې د فرض لمنځونو لپاره كيږي.

له بل پلوه په فرضي لمنځونو كې د ښځو لپاره د سړيوپه وړاندې د امامت د نه جواز په اړه د پوهانو تر منځ هيڅ ډول اختلاف موجود ندى.

ابن قدامه زياتوي: (كه چيرې ام ورقه ته په لمانځه كې د خپلې كورنۍ د سړيو او ښځو دواړو د امامت امر هم شوى وي، دا امر تر هغې ځانګړى دى. ځكه د هغې په څير د كومې بلې ښځې لپاره د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لوري مؤذن نه و ټاكل شوى. لدې امله پايله دا كيږي چې د كور د سړيو او ښځو امامت د ام ورقه لپاره ځانګړى امر و.

ابن قدامه پدې سربيره د خپل نظر په ملاتړ كې وايي: (دا چې ښځه د سړيو د لمانځه لپاره د اذان كولو اجازه نلري نو په لمنځونو كې د هغوئ د امامت اجازه هم ورته نشته ده.

امامت خپلې کورنۍ ته

خو زه د ابن قدامه له هغې خبرې سره موافق نه يم چې وايي احتمالاً د سړيو په شمول د كورنۍ د غړو د امامت حكم يواځې ام ورقه ته ځانګړى و. زه پدې باور يم چې د ام ورقه په څير هرې ښځې ته چې په قرآن ښه پوهه وي ښايي څو په فرضي او نفلي لمنځونو په ځانګړي ډول تراويح لمنځونو كې د خپلې كورنۍ د سړيو او ښځو امامت وكړي.د حنبلي مذهب يو معتبر نظر دا دى چې ښځې ته جواز شته چې په تراويح لمنځونو كې د سړيو امامت وكړي. پدې اړوند سرخسي ويلي: د امام احمد او دهغه د ډيرى شمير پلويانو له نظر سره سم ښځه كولى شي چې په تروايح لمنځونو كې د سړيو امامت وكړي. همدا خبره ابن حبيره هم له امام احمد څخه نقل كړې ده. (الافصاح عن معاني الصحاح)

خو دا مو بايد په ذهن كې وي چې د خپلې كورنۍ د غړو او خپلوانو د امامت حكم يواځې د هغو ښځو لپاره د تطبيق وړ دى چې په قرآن ښې پوهې وي. همدارنګه ځينې پوهان نوموړى حكم تر هغو ښځو پورې محدودوي چې د عمر له مخې تر نورو پخې وي.

د (الانصاف) مؤلف ويلي دي چې يوه ښځه هله كولى شي د خپل كور د سړيو امامت وكړي چې د هغوئ تر شا ودريږي تر څو له هر ډول فساد څخه خوندي وي.

د سړيو تر شا دريدل پدې حالت كې له دې قاعدې څخه استثناء دي چې اما م دې د لمونځ كوونكو په مخ كې ودريږي او دا كار دلته د دې لپاره اړين دى چې د امكان تر بريده د شهوت پارونې مخه ونيول شي.

د ښځينه لمونځ كوونكو لپاره د ښځې امامت

يوازې ښځينه لمونځ كوونكو لپاره د ښځې د امامت په اړه ډير شمير احاديث راغلي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱- له عائشې رضى الله عنها څخه روايت دې چې هغې د ښځو امامت كړى او په فرضي لمنځونو كې د هغوئ ترمنځ (په لومړي كتار كې) دريدلې ده. پر دې برسيره د عطاء رضى الله عنه په يوه روايت كې چې ابن ابي شيبه په خپل (المصنف) كې روايت كړى راغلي چې عائشې رضى الله عنها به اذان او اقامت وايه او بيا به يې پداسې حال كې د نورو ښځو امامت كوه چې له هغوئ سره به په يوه كتار كې دريده. همدا حديث په سنن ترمذي كې هم راغلى چې د حديث الفاظ هم د ترمذي دى.

۲- علاوه پر دې شافعي، ابن ابي شيبه او عبد الرازق په خپلو كتابونو كې ليكلي چې حجيره په يوه روايت كې داسې وايي: ( ام سلمه رضى الله عنها د مازديګر په لمانځه كې زمونږ (ښځو) امامت وكړ او زمونږ تر منځ (په يوه كتار كې) ودريده. د حديث الفاظ د عبد الرازق دي.

۳- الحافظ په خپل كتاب الدرايه كې له ابراهيم النخعي څخه نقل كوي چې عائشې رضى الله عنها به د روژې د مباركې مياشتې په لړ كې په لمنځونو كې د ښځو امامت كاوه پداسې حال كې چې د هغوئ تر منځ به دريده.

۴- عبد الرازق له ابن عباس رضى الله عنه څخه روايت كوي چې ويلي يې دي: (يوه ښځه كولى شي چې په لمانځه كې د نورو ښځو امامت وكړي پدې شرط چې د هغوئ په منځ كې به دريږي.)

د موضوع  په اړه په المغني كې داسې كښل شوي دي:

د ښځې امامت د ښځو لپاره

دا چې يوه ښځه په جماعتي لمونځونو كې د نورو ميرمنو امامت كولى شي او كه نه، پدې اړه بيلا بيل روايتونه نقل شوي دي. داسلام ځينې فقهاء لكه عائشه رضى الله عنها، ام سلمه رضى الله عنها، عطاء، الثوري، الاوزاعي، الشافعي، اسحاق او ابوثور رحمهم الله پدې باور دي چې ښځه كولى شي د نورو ښځو امامت وكړي. په يوه روايت كې راغلي چې امام احمد بن حنبل رحمه الله هم دا كار جائز بولي. سره له دې د راى خاوندان – اهل راى- (هغه شمير پوهان چې د احكامو په استنباط كې پر عقلي استدلال تكيه كوي) نوموړې موضوع ته د يوه مكروه كار په توګه ګوري، خو معتقد دي چې كه ښځو په جماعت سره لمونځ اداء كړ نو لمونځ يې كيږي. د الشعبي، النخعي او قتاده په وينا ښځه كولى شي پدې ډول (په جماعت سره) يواځې په نفلي لمنځونو كې د نورو ښځو امامت وكړي خو په فرضي لمنځونو كې د امامت اجازه ورته نشته.

د يادونې وړ ده چې د عباداتو په اړه اصلي قضاوت دا دى چې هر عمل چې د شريعت له نصوصو نه په يوه ښكاره او څرګند نص نه وي مشروع شوى، كول يې منع دي تر څو خلك په دين كې داسې څه نوي څيزونه راپيدا نه كړي چې د الله جل جلاله له خوا نه وي ټاكل شوي. پدې ډول به خلك د الله جل جلاله له لوري په مقررو احكامو كې په خپله خوښه نوښت، تغيير او يا كمى او زياتى نه رامنځ ته كوي ځكه هر څوك چې په دين كې كوم نوى څيز ورزيات كړي -چې په دين كې نه وي- هغه مردود دى. رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې ګواښ په اړه داسې خبراوى كړى دى: (من احدث في امرنا هذا ماليس منه فهو رد) البخاري والمسلم) ژباړه: چاچې زمونږ په دين كې داسې څه زيات كړ ل چې له هغه څخه نه و، هغه رد دي.

په پاى كې د موضوع د لنډيز اوخلاصه كولو لپاره غواړم وپوښتم چې د ښځې د امامت په اړه دومره غوغا د څه لپاره ده؟ آيا دا (په عامو او يا د جمعې د ورځې په لمنځونو كې د سړيو امامت) په ريښتيا هغه څه دي چې يوه مسلمانه ميرمنه ورته اړتيا لري؟ او آيا كله هم دا د مسلمانو ميرمنو له غوښتنو څخه يوه وه؟

كه نورو دينونو ته ځير شو نو هغوی ډير څيزونه د سړيو لپاره څرګند كړي، خو ښځې يې پر ضد احتجاج نه كوي نو زمونږ (مسلمانانو) ميرمنې د څه لپاره  په خپلو غوښتنو كې دومره مبالغه كوي او د هغه څه لپاره لمن وهي چې د مسلمانانو تر منځ لريوالى او نفاق رامنځ ته كوي پداسې حال كې چې هغوئ تر هر وخت زيات اوس د ځورونو، ربړونو او هغه سترو توطئو سره د مخامخ كيدو لپاره چې د هغوئ د پوره تباهۍ لپاره په كار اچول شوي دي، يووالي او اتحاد ته اړتيا لري.


سرچينه: اسلام انلاين.نټ انګليسي څانګه
ليكنه: دکتور يوسف القرضاوي
ژباړه: محمد مدثر اسلامي

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: