ولې په قران کې د واورې نوم نه دی راغلی؟

۱:په قرآنکریم کي راغلی دی خو تاسي ړانده ، کاڼه او ګونګیان یاست او نه پوهیږي، په قرانکریم کي راځي:

أَلَمۡ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يُزۡجِي سَحَابٗا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيۡنَهُۥ ثُمَّ يَجۡعَلُهُۥ رُكَامٗا فَتَرَى ٱلۡوَدۡقَ يَخۡرُجُ مِنۡ خِلَٰلِهِۦ وَيُنَزِّلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مِن جِبَالٖ فِيهَا مِنۢ بَرَدٖ فَيُصِيبُ بِهِۦ مَن يَشَآءُ وَيَصۡرِفُهُۥ عَن مَّن يَشَآءُۖ يَكَادُ سَنَا بَرۡقِهِۦ يَذۡهَبُ بِٱلۡأَبۡصَٰرِ ٤٣ (سورت النور: ۴۳)

ژباړه: ایا ته نه وینې چي الله وریځ ورو ورو خوځوي بیا د هغې ټوټې سره یو ځای کوي، بیا د هغې په راغوڼدولو سره یوه درنده وریځ تشکیلوي بیا ته وینې چي د هغې له پوښ څخه د باران څاڅکي را څڅیږي، او هغه له اسمانه د هغو غرونو(د غرونو په څېر ویځو) څخه چي په هغه کښې هسک ولاړ دي برد (منجمد باران یعني ږلي، واوره) ووروي، نو چاته یې چي خوښه شي له هغې سره زیان اړوي او چاته یې چي خوښه شي له هغې څخه یې ژغوري، د هغې بریښنا سترګې بریښوي.

په دغه مبارک ایات کي و باران څخه ماسوا (برد) توری راغلی دی، چي هم ږلی او هم واوره ورڅخه مراد ده.

۲: قرآنکریم د ساینس کتاب نه دی، بلکې قرآنکریم د بشریت د تعمیر کتاب دی، د ژوند بشپړ تګلاره او قانون دی، خو بیا هم په قرآنکریم کي تر ۷۰۰ زیات مبارک ایاتونه د ساینس په هکله راغلی دي.

۳: په قرآنکریم کي د اوبو بیان راغلی دی، چي له اسمانه اوبه اوري، واوره یې هم یو شکل دی.

۴: که صراحتاً په قرآنکریم کي د واورې نوم نه دی راغلی په مبارکو احادیثو کي خو راغلی دی لکه:

عن ابی هریرة رضی الله عنه قال: کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یسکت بین التکبیر و بین القرآة اسکاتة، قال احسبه قال هنیة، فقلت: بأبی و أمی یارسول الله، اسکاتک بین التکبیر والقرأة ما ذا تقول؟ قال: اقول: اللهم باعد بیني وبین خطایای کما باعدت بین المشرق والمغرب الله نقنی من خطایای کما ینقی الثوب الابیض من الدنس الله اغسل خطایای بالماء والثلج والبرد.

(صحیح البخاری: حدیث رقم: ۷۲۲، صحیح مسلم: ۱۳۳۰)

همداډول په احادیثو کي نور ځایونه:

( صحیح مسلم: ۲۱۹۹، ۱۰۵۱، فتح الباری بشرح صحیح البخاری ابن حجر عسقلانی ۲/ ۲۶۹ او نور…

۵: په قرآنکریم کي د ژوند د هر شي په هکله عمومیات راغلي دي، چي بیا یې تشریح په احادیثو کې شوې ده، کله به تاسي ملحدین داسي پوښتنه هم وکړی چي اوبه له هایدروجن او آکسیجن څخه جوړي شوی دي، ولي په قرآنکریم کي د هایدروجن او آکسیجن بیان نه دی راغلی؟ قرآنکریم نه د کیمیا کتاب دی او نه هم د فزیک کتاب دی، بلکې هغه یو الهي لارښود دی، چي موخه یې د خالق امر منل او د مخلوق خدمت کول دي.

عبدالغفار جُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب