ولې ټول پېغمبران نارینه دي؟ ولې هیڅ ښځه پېغمبره نشته؟

تېره ورځ دفتر ته راغلم، (1) د تېر په څېر مې له خپلو دوستانو سره ستړې مه شي او د دوی د حال و احوال څخه د ځان خبرولو په خاطر ورسره خبرې پیل کړی. په دې دوستانو کې مې یو دوست چې اوس مهال د ژورنالېزم پوهنځی محصل دی راته وویل: زما سره په فیس بوک کې یو څو افغاني سیکولران دي، هغوی راڅخه نن د اسلام په اړه یوه داسې پوښتنه کړې ده چې: زه یې په شک کې اچولی یم؛ او زه باید همدا نن دوی ته قناعت بښونکی ځواب پیدا کړم؛ د دوی پوښتنه داده چې: ولې د تاریخ په اوږدو کې ټول پیغمبران له نارینه ؤو څخه ګومارل شوي دي؛ او له ښځېنه ؤو څخه نه دي ګومارل شوي؟

آیا دا په دې معنا ده چې: نارینه له ښځو څخه ډېر غوره دي، او ښځینه قِشر په اسلام کې هېڅ ارزښت نه لري؟ یا هم ولې په دې تېرو پیغمبرانو کې یو هم له افغانانو څخه نه دي غوره کړای شوی؟

ما ترېنه وپوښتل: دوی ولی له تا څخه دا ډول پوښتنې کوي؟ هغه را ته په ځواب کې وویل: ځکه چې د دې ډول تخصصي پوښتنو پر وړاندې زه دقیق معلومات نه لرم؛ او په دې توګه سره دوی غواړي ما د خپل نجات بښونکي دین، اسلامي فکر؛ او د معصومو پیغمبرانو ــ علیهم السلام ــ په اړه په شک کې واچوي.

دغه شکَّاک (شک ایجادونکي) خلک غواړي چې: زما په زړه کې د اسلام د مقدس د ین په اړه د بې باورۍ فضاء ایجاد کړي. ما په دې اړه لږه شېبه فکر وکړ؛ او بیا مې ورته د دوکتور یوسف (القرضاوي) یو په زړه پورې ځواب چې څه ناڅه مې په ذهن کې ؤ ، او ما یو څه موده وړاندې د هغه څخه د هغه په یو ویډیو وي کلېپ کې چې (النِّساءُ فِي الْقُرآنِ) (2) په نامه سره ؤ؛ زده کړی ؤ له خپل دې دوست سره شریک کړ. زما دوست همدا ځواب ډېر خوښ کړ او بیا یې د فیس بوک له لارې هماغه شخص (سیکولر افغان) ته ورواستاوه، او هغه یې داسې چوپ او بې ځوابه کړ چې بیا یې ترې تر ننه پورې د اسلام په اړه بله شکمنه پوښته ونه پوښتله.

جالبه خو لا داوه چې: څه وخت وروسته مې له خپل دوست څخه وپوښتل چې: آیا هماغه شخص خو به بیا د اسلام په اړه کومه بله شکمنه پوښتنه در څخه نه وي کړي؟ هغه را ته په خندا کې وویل: نه، بلکې هغوی اوس زه د خپلې فیس بوکي صفحې څخه هم بلاک (Block) کړې یم. په هر صورت! ما دا خوښه وګڼله چې: همدا ځواب له لږ نور دِقت سره په لیکلي بڼه له تاسو درنو لوستونکو او درنو مینه والو سره شریک کړم؛ هیله ده چې ددې مقالې لوستل به تاسې ټولو ته ګټور تمام شي. دا چې ولې د تاریخ په اوږدو کې پیغمبران له نارینه ؤو څخه انتخاب شوي دي؛ او په دې کار کې د لوی څښتن تعالی حکمتونه څه دی؟ نو راځو دهمدې پوښتنې ځواب ته، او په دې لړ کې شپږ دلائل له تاسو سره شریکوو. دوکتور قرضاوي صاحب په دې اړه وائي چې:

لومړی دلیل: د پیغمبرۍ دنده په حقیقت کې یو ستر او عظیم مسؤلیت دی، او دا روند مسؤلیت او رسالت د نارینه ؤو په څېر قوي مټو او ځواکمنو ارادو ته اړتیا لري، لوړې حوصلې، صَلابت، حکمت، شهرت او اوږد صبر ته اړتیا لري؛ او دا معلومه خبره ده چې: د دعوت په اوږده او اغزنه لاره کې نارینه خلک تر مېرمنو خورا زیات صبر او زغم لري. تاسې د پیغمبرانو ــ علیهم السلام ــ تاریخ یوه شېبه خپلې مخې ته کېږدئ، او د دوی له ډلې څخه د حضرت نوح ــ علیه السلام ــ د لوړ زغم او قوي حوصلې په اړه یوه شېبه له ځان سره فکر وکړئ چې څه کم زر (1000) کاله یې خپل قوم ته بلنه ورکړه.

حضرت نوح ــ علیه السلام ــ د اُولو العزمه پیغمبرانو څخه هغه پیغمبر ؤ چې خپل قوم ته به یې شپه او ورځ دعوت او بلنه ورکوله؛ کله به یې فردي دعوت او کله به یې ډلئیز دعوت ورته کاوه….خو د دې ټولو هلو ځلو او رنګارنګ وسائلو په کارولو سره یې بیا هم قوم د هغه د حق دعوت ونه مانه؛ بلکې د شیطان په لمسه یې له هغه سره خپله دښمني اعلان کړه.

همداراز دا هم باید ووایو چې: د نبوت دروند مسؤلیت له یو پیغمبر څخه ځینې غوښتنې او مُتطلبات هم لري؛ لکه: که چېرې یو څوک دپیغمبر د دعوت مخه نیسي، او په خورا بې دردۍ سره د مسلمانانو په وژلو پیل وکړي؛ نو په دې صورت کې د پیغمبر مسؤلیت دادی چې: د دې ډول شیطان صفته او دروغجنو انسانانو مخه باید ونیسي؛ او په ټولنه کې فساد او کساد باید له منځه یوسي؛ او ددې کار لپاره معلومه خبره ده چې نارینه د ښځو په پرتله زیاته وړتیا لري. تاسې که په قرآن کریم کې د سورت نوح ځینې آیتونه ( د 7 څخه تر 10 آیاته پورې) ولولئ؛ نو تاسې ته جوته شي چې:

هر کله به چې حضرت نوح ــ علیه السلام ــ خپل قوم ته د حق په لوري بلنه ورکوله؛ تر څو لوی څښتن تعالی ورته بخښنه وکړي؛ نو قوم یې حتی دا هم نه غوښتل چې د دې پیغمبر مخې ته ورشي، د دې لپاره چې ورسره ونه ګوري؛ نو د هغه قوم به خپل ځانونه او مخونه په خپلو لباسونو کې رانعاړل(پټول). خپلې ګوتې به یې په خپلو غوږونو کې ننویستلې؛ او دا ددې لپاره چې تر څو د دې الهي پیغمبر غږ وانه وري؛ د همدومره کبر او ناشکرۍ سره سره ورته حضرت نوح ــ علیه السلام ــ څو پیړۍ د حق لوري ته بلنه او دعوت ورکړ. اوس تاسې ووایاست چې: آیا یوه مېرمن به د خپل قوم د دومره کبر، رزالت او نفرت پر وړاندې د حضرت نوح ــ علیه السلام ــ په څېر د 950 کالو صبر ولري؟ او که به د بې صبرۍلاره غوره کوي؛ او خپل قوم ته به د هلاکت او دوی ته د الهي عذاب غوښتنه کوي؟ په داسې حال کې چې پیغمبران مُستجاب الدعوات هم دي؛ (د دوی دعاګانې او ښېراوې تر بل هر جا ژر قبلیږي).

خو د پورتنیو خبرو څخه زمونږ هدف هېڅکله هم دا نه دی چې: په اسلام کې مېرمنې هېڅ قدر او ارزښت نه لري؛ یا مېرمنې د اسلام لپاره هېڅ کار نشي کولی، بلکې واقعیت دادی چې: د پیغمبرانو ــ علیهم السلام ــ او د اسلامي دعوتګرانو لپاره د هغوی د مېرمنو همکاري او ملاتړ ضروري دی. که چېرې تاسې د پیغمبرانو ــ علیهم السلام ــ تاریخ ولولئ؛ نو تاسې ته به جوته شي چې: هر پیغمبر به چې کله خپل قوم ته دعوت ورکاوه؛ نو له هغه سره به د هغوی مېرمنو هم مرسته کوله. تاسې د حضرت آدم ــ علیه السلام ــ په ژوند کې یوه شېبه فکر وکړئ؛ نو تاسې ته به جوته شي چې: د حضرت آدم ــ علیه السلام ــ سره به د هغه مېرمنې حضرت بي بي حَوّاء ــ علیها السلام ــ تل مرسته او همکاري کوله. همداراز د حضرت ابراهیم ــ علیه السلام ــ سره د هغه مېرمنه بي بي هاجر وه چې سفر یې ورسره وکړ.

همداراز د حضرت موسی ــ علیه السلام ــ سره تر ټولو وړاندې په لومړي قدم کې د هغه قدرمنه مور او بیا د هغه د خور مرستې وی چې وې کولای شول د ظالم فرعون د ذبح کولو څخه نجات ومومي.

بیا د فرعون د مېرمنې حضرت آسیې بي بي مرستې وی چې حضرت موسی ــ علیه السلام ـ وکولای شول، د فرعون په کور او د هغه په ارګ کې ژوند وکړي.

تر دې پورې چې کله ځوان شو؛ او وې غوښتل واده وکړي؛ نو بیا هم دیو سپېن ږیري شخص (شعیب ــ رحمه الله ــ) دوه لورګانې وی چې له هغه سره یې مرسته وکړه او هغه یې خپل سپین ږيري پلار ته وروپېژانده. همداراز که چېرې مونږ د حضرت رسول اکرم ــ صلی الله علیه وسلم ــ ژوند مطالعه کړو؛ نو جوته به شي چې: په انسانانو کې تر ټولو لومړی کس چې پرې ایمان يې راوړ، دا د هغه مېرمن حضرت بي بي خدیجه ــ رضي الله عنها ــ وه. دا هغه څوک وه چې: د رسول کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ بلنې ته یې تر هر چا لومړی لبیک ووایه، مرسته یې ورسره وکړه، ډاډینه او قلبي اطمئنان یې ورکړ، په خپل مال او شتمنۍ سره به یې د هغه مرسته او ملاتړ وکړ.

په اسلامي تاریخ کې دا لومړنۍ تاجره مېرمن وه چې زمونږ د پیغمبر ـ علیه السلام ــ د مرستې لپاره یې د مبارزې ډګر ته راودانګل او خپل د مرستې اعلان یې وکړ؛ او حتی دا یې هم ورته وویل چې: لوی څښتن تعالی به تا هېڅکله هم تنها نه پرېږدي او تا به نه رسواء کوي؛ او دا هغه بحراني او ستونزمن وخت ؤ چې د اسلام څلورو خلفای راشدینو لا هم ایمان نه ؤ راوړی.

نو له پورتنیو خبرو څخه داسې معلومیږي چې: حتی په یو لړ مواردو کې ځینې مېرمنې پر ډېرو نارینه ؤو باندې د الله تعالی پر وړاندې تفاضل او برتري هم درلودلی شي. اوس تاسې ووایاست: آیا هغه مېرمن چې د خپل خاوند سره په ګډ ژوندانه باندې خوشحاله وي؛ د اسلامي دعوت په لاره کې لوړ صبر او زغم ولري؛ داسې مېرمن زر (1000) ځلې د هغه نارینه څخه غوره ده چې د خپلو شهوتونو او اخلاقي انحرافاتو د پیروي لاره یې نیولی وي. (2).

دویم دلیل: دا چې لوی څښتن تعالی د تاریخ په اوږدو کې پیغمبران له نارینه ؤو څخه انتخاب کړي دي؛ نو دا خبره په خپله د قرآن کریم څخه ثابته شوې ده؛ او په خورا ښکاره او ډاګیزه کلماتو سر قرآن کریم مونږ ته ویلي دي چې: مونږ پیغمبران د تاریخ په اوږدو کې له نارینه ؤؤ څخه انتخاب کړي دي؛ لکه: [وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالاً نُوحِي إِلَيْهِمْ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى]. [سورةُ يوسف/ 109 آیت].

ژباړه: [او مونږ له تا له تا (اۍ محمده ــ صلی الله علیه وسلم ــ څخه وړاندې (دا) پیغمبران نه دي استولي؛ مګر دا چې هغوی د کلي نارینه خلک ؤل چې مونږ به دوی ته وحیې کوله].

حتی که د أهل کتابو کتابونه هم ولوستل شي؛ نو هلته به هم دا حقیقت مونږ ته را څرګند شي چې: حتی په نصرانیت او یهودیت کې هم داسې نه دي راغلي چې: د دوی په رسولانو او پیمغبرانو کې د کوم نارینه پر ځای کومې مېرمنې د مسلمانانو سیاسي سیادت او نظامي قیادت کړی وي؛ حتی دا د فقهاؤو سیاسي او متفقٌ علیه وینا ده چې:

د پیغمبرۍ له شرائطو څخه یو شرط دادی چې: پیغمبر باید له نارینه ؤو څخه وي. که څه هم چې د حضرت مریم بنت عمرانــ علیها السلام ــ او د موسی ــ علیه السلام ــ د والدې په اړه د ابن حزم، أبو الحسن الأشعري، امام قُرطبي نظر دادی چې: له ښځو څخه هم ځینې پیغمبرانې استول شوې وې؛ ځکه هغوی ته به هم وحیې کېدله؛ او د پیغمبرانو ــ علیهم السلام ــ په څېر به دوی ته هم ملائیکې راتللی، خو په دې اړه صحیح خبره او د جمهورو فقهاؤو نظر دادی چې: حضرت مریم ــ علیها السلام ــ پیمغبره نه وه. همداراز د همدې مسئلې په اړه د امام حسن بصْري ـ رحمه الله ــ نظر بیا دادی چې: نه هم له مېرمنو او نه هم له پیریانو څخه کوم پیغمبر استول شوی ؤ. (3).

درېیم دلیل: مونږ د یو مسلمان په توګه پر دې باندې کوټلې ایمان لرو چې: د الله تعالی په سپېڅلو نومونو کې یو هم حکیم دی؛ او په نړۍ کې ډېر داسې کارونه شته چې انسان یې په اصلي ماهیت او حقیقت باندې اوس نه پوهېږي؛ خو دا یوازې لوی الله تعالی ــ جل جلاله ــ دی چې دهر څه په اصلي ماهیت او کیفیت باندې تر ټولو زیاته پوهه لری.

څلورم دلیل: په دې کار کې بل حکمت دادی چې: د نارینه ؤو ژوند له ښځینه ؤو د ژوند سره خورا تفاوتونه لري؛ لکه: د قرآن په رڼا کې مېرمنو ته دا امر شوی دی تر څو له خپلو کورونو څخه (له یو شرعي ضرورت پرته) بهر نه وځي؛ او دوی باید په کور کې پاتې شي؛ خو نارینه ته د دې سپارښتنه شوې ده تر څو د اسلامي دعوت د بریا لپاره له خپل کوره څخه بهر ووځي. هر وخت او هر ځای ته د حق پیغام رسولو لپاره باید چمتو وي، کله د قاضي او کله هم د مُصلح په توګه باید د خلکو لانجې او کشالې هوارې کړي. (4).

پینځم دلیل: د اسلام مبارک دین مېرمنې د سړیو سره د اختلاط (یعنې له یو ځای او ګډ کیناستلو) څخه منع کړي دي؛ حال دا چې د پیمغبرۍ او رسالت دا دروند مسؤلیت د یو پیغمبر څخه ددې غوښتنه کوي چې: د اسلامي دعوت د بریا لپاره له هر ډول ممکنه لارو چارو څخه استفاده وکړي؛ او د الله تعالی ـ جل جلاله ـ د دین د رسولو لپاره د ټولنې له هر قِشر سره وګوري، د حقې لارې د قبلولو لپاره هغوی ته قناعت ورکړي. د دعوت اغزنه او ستونزمنه لاره د پیغمبر څخه د دعوت د بریا لپاره هجرت او سفر کول غواړي، په داسې حال کې چې مېرمنې د دې دروند مسؤلیت پر وړاندې په ځان کې ددې کار تابیا او تاب نه ویني.
شپږم دلیل: د پیمغمبرۍ په څېر د دې درانده مسؤلیت لپاره ځکه نارینه غوره کړای شوي دي چې: د مېرمنو مهمه ځانګړتیا داده چې: په عمومي توګه سره د اولاد په بیمارۍ اخته کېږي (حمل اخلي)؛ د اولاد پالنې مسئولیت هم په زیاته پیمانه د خاوند تر څنګ دوی ته متوجه وي.

مېندې دي چې خپل اولاد ته شیدې ورکوي؛ د اولاد د ولادت پر مهال مرګوني دردونه قبلوي او بیا د دې سره سره د هغوی د سالمې پالنې او روزنې لپاره آرام ذهن او فارغ وخت ته هم دوی اړتیا لري؛ په داسې حال کې چې: ددې خنډونو په مقابل کې دا هېڅ شونتیا (امکان) نه لري چې: یوه مېرمن دې د نبوت او پیغمبرۍ همدا دروند مسئولیت په غاړه واخلي او یا دې د نبوت حق لکه څرنګه چې دعوت ورڅخه غوښتنه کوي، په ښه ډول آداء کړای شي، ځکه د نبوت دروند مسؤلیت په دعوتي چارو کې له یو پیغمبر څخه خنډ او ځنډ نه قبلوي. (5).

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهمې سرچیني: (1): ژباړن. (2): ویناوال: دوکتور یوسف (القرضاوی) : https://www.youtube.com/watch?v=1B8DyYEib0s
(3): اصلي موضوع: الحكمة في اختصاص الرجال بالنبوة والرسالة (http://fatwa.islamweb.net/fatwa/index.php?page=showfatwa&Option=FatwaId&Id=28303)
(4): کتاب ” الرسل والرسالات ” ( ص 87 – 89 )
(5): ليس في النساء نبيِّات ولا رسولات ، وبيان الحِكَم الجليلة في ذلك (: https://islamqa.info/ar/answers/158044).

ليکنه: دکتور يوسف قرضاوي

ژباړه او تلخیص: محمد خالد (ملکزی)

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب