ولې نارینه پر ښځې باندې مشر دی؟

د دين او اسلام دښمنان پردې خبره باندي اعتراض كوي چي په اسلام كي نارينه پرښځه باندي سرپرست اومشر ټاكل سوئ دئ، ددې خبري په كولو سره ځانته داسلام پرضد دكاركولو زمينه برابروي اومسلماني ښځي راپاروي ترڅو دخپل خاوند څخه سركښي اوسرغړونه وكړي.

دوي ؛ اسلام پدي خاطر ننګوي چي  ولي يې دنارينه اوښځي ترمينځ په مشرۍ اوقوام توب كي دمساوات خبره نده كړي.
ددوي په جواب كي بايد وويل سي چي سرپرستي او مشرتوب هغه شئ دئ چي نارينه نسبت وښځي ته دهغه ډير مستحق دئ ځكه چي دنارينه وو سرپرستي پرښځو باندي ده دوو جهتونوڅخه ثابته ده هم د فطري اوذاتي پلوه اوهم دفكري اومعنوي پلوه.

دفطري اوذاتي لحاظه ځكه بايد نارينه دښځي سرپرست اومشر وي چي په عامه توګه كوم خصوصيتونه او ځانګړتياوي چي الله پاك وهر يوه ته دنارينه اوښځي وركړيدي دهغوي له مخي يې نارينه ته په پوره توګه ددې اهليت وركړئ دئ چي دئ بايد پرښځو باندي مشروي او دكورنۍ سرپرستي او دهغوي ساتنه ،‌پالنه او رهبري دئ وكړي.
او ددې په مقابل كي په عمومي شكل يې چي ښځو ته كوم خصوصيتونه اوځانګړتياوي وركړيدي دا ايجابوي چي ښځه بايد دنارينه سره امن ،‌باور ، دوامداره عطوفت، دكارونو په كولو كي حكومت اوحكمت ، فزيكي او ارادي قوت  ومومي ترڅو په سايه كي يې دځان دداخلولو په واسطه محبت، اطمينان ،‌امنيت او سوكالي ترلاسه كړي.

يعني په ښځه كي بايد يوقسم تابعيت اوانفعالي قوت موجود وي ترڅو دځان فطرتي ضعف او دنارينه قوت درک كړي او دځان دساتني لپاره نارينه دځان لپاره په مشرتوب باندي ومني.
پدې خاطر دئ چي دهمدغه فطري تكوين اوخلقت اثر موږ په هره  انساني ټولنه كي ليدلائ سو يعني موږ وينو چي دنړۍ ډيرئ سخت او پيچلي كارونه نارينه كوي،‌دهيوادونو هويت ،‌حريت اوخپلواكي مستقيما دنارينه وو په مټ باندي ساتل كيږي ، دنړۍ په ګوټ ګوټ كي دهمدغه اصيل امتياز له امله ډيرئ كارونه په ټوليزه توګه دنارينه وو پر غاړه دي ښځي تنها دخپل كورني كارونو سره بوختي وي اودنارينه سره په ځينو كارونوكي دمرستندويه په صفت كاركوي.
آن تردې چي هغه هيوادونه چي په سرپرستۍ كي دنارينه اوښځي ترمينځ دمساوات خبري كوي په عمل كي يې همداسي كړي وي چي ډيرئ كارونه يې دنارينه وو په غاړه وي.
البته په ډيره كمه پيمانه به داسي وليدل سي چي ښځي دي هغه كارونه وكولائ سي كوم چي عموما يې نارينه كولائ سي هغه هم په هغي ټولني كي چي دنارينه اوښځينه خصوصيتونه او اصالت يې سره خلط سوئ وي.
نو په فطري لحاظ دنارينه مشرتوب يوداسي اصل اوعنصر دئ چي په هيڅ صورت كي يې دتغير اوتبديل فكر نسي كيدلائ اونه يې هم دتعديل او بيا جوړوني اراده كيدلائ سي.

اوپه فكري اومعنوي لحاظ ځكه دنارينه لپاره سرپرستي اومشرتوب ثابت دئ چي په انساني ټولنوكي حكمت ددې تقاضا كوي چي دهري كوچنۍ اولويې ټولني لپاره بايد يومشروي چي دهغې دژوندانه چاري پرمخ باندي بوزي اوټولنه د شكست، ټكر اوهميشني ناكامۍ څخه وساتي.
او داهم معلومه خبره ده چي كورنۍ هم يوه ټولنه ده چي سرپرست اومشرته اړتيا لري داسي مشر اوسرپرست چي دمشرتوب اهليت اواستعداد ولري.
داهل فكرو په آند باندي په كوركي مشرتوب څولاندي احتمالات لري:
لومړئ: چي تل دي نارينه دكور سرپرست اومشروي.
دويم: چي تل دي ښځه دكور سرپرسته اومشره وي.
دريم: نر اوښځه دي په مساوي توګه په شراكت سره دكور مشرتوب وكړي.
څلورم: نر اوښځه دي دكور سرپرستي اومشرتوب په زماني نوبت باندي وكړي داسي چي څو وخته دي يو سرپرست وي اوڅووخته دي بيا بل سرپرست وي.
پنځم: دكور سرپرستي دي داسي وي چي نر اوښځه يې سره تقسيم كړي او هريو ځيني كارونه ځانته واخلي چي دهغه كارو سرپرستي دده په لاس كي وي.

دامعلومه خبره ده چي په شراكت باندي سرپرستي چي دريم،‌څلورم اوپنځم صورتونوته شامليږي فرق نلري كه په هرشي اوپه هروخت كي وي ،‌كه په نوبت اويا تقسيم سره وي ارو مرو جنګجال او اختلافاتوته مفضي كيږي ، او ددې لامل جوړيږي چي هرڅوك دي ځان پر خپل ملګري باندي لوړ وبولي اوځان دي دهغه څخه مستقل وبولي، ځكه چي ددوي ترمينځ دكار په كولو كي يوقسم فاسد رقابت پيدا كيږي چي طبعا دځانه سره اختلافات، ځان ځاني اونوري ناخوالي لري ، اوداهم په تجربه باندي ثابته سويده چي په شراكت باندي مشرتوب يوقسم فساد او دفساد زيږوونكئ دئ.

your ads

اوداچي مشرتوب دي تنها ښځي ته وسپارل سي ،‌داهم داسي شئ دئ چي د نر اوښځي هريوه د فطري اوذاتي خلقت سره په ټكر كي دئ ، او داكار ارو مرو ددې سبب جوړيږي چي په ټولنيز كورني ژوند كي دي ګډوډي او نيمګړتيا پيدا سي.
ځكه چي دطبيعت د انعكاس سره چي نر دښځي او ښځه دنر حيثيت غوره كوي دكورني نظام ګډوډ كيدل او نقصان پكښې پيداكيدل حتمي اوضروري دي .

نوتنها همدغه احتمال پاته سو چي دكور سرپرست دي دتل لپاره نارينه وي .
مهم خصوصيت چي دمشرتوب اوسرپرستۍ لپاره لازم دئ پرإنساني عاطفي اوزړه سوي باندي د عقل قوت اوزور دئ او داخصوصيت دښځی په نسبت په نارنيه كي څوبرابره ډير دئ ، ښځه خپل خاوند ته دځان نيژدي كولو دمزاج درلودلو له امله،‌ او عموما ديوقسم انفعالي طبيعت په خاطر چي په ښځه كي سته همدا راز دبچيانو دروزني اوپر روزنه يې دتحمل اوصبر په سبب داسي جوړه ده چي بايد انساني عطوفت او زړه سوئ يې پرعقل باندي غالب وي، اوپداسي صورت كي په هيڅه ټولنه كي كه لويه وي اوكه كوچنۍ هيڅوك مشري نسي كولائ نوبناء ښځه هم ددې اهليت نلري چي مشري اوسرپرستي دي پرغاړه ولري.

شايد په ځينو نارينه وو كي هم إنساني عطوفت پرعقل باندي غالب وي او په ځينو ښځوكي عقل پر إنساني عطوفت باندي غالب وي خوليكن دا ډيره نادره اولږ پيښيدونكي خبره ده چي په احتمال يې هيڅ كله كلي قاعده نسي ماتيدلائ اونه يې هم پخاطر فيصله اوحكم كيدلائ سي.
بل شئ چی په استناد یې دکور سرپرستی ونارینه ته سپارل کیږی دادئ چی دشریعت په نظام کی نارینه ته دنفقې دپیداکولو سرپرستی سپارل سویده ، او دا دروند مسئولیت ددې لامل جوړیږی چی نارینه دی په کارونوکی ډیر زیار وباسی ، دهر قسم بی فایدو شهوانی کارونو څخه دی ځان وساتی ، دډیرو کارونو په کولو سره دی ددې کوښښ وکړی چی ځان اوخپلی کورنۍ ته دهوساینی اوخوشالۍ څخه ډک ژوند برابر کړی.

په خلاف دښځی چی دکورنۍ دنفقی دپیدا کولو مسئولیت یې ترغاړه ندئ دنارینه په نسبت ډیر دمسئولیت احساس نکوی، دفزیکی ضعف په سبب سخت او دوامداره کارونه نسی کولائ ، شهوانی غوښتنوته ژر غاړه ایږدی ، په طبعی لحاظ دکور مالی مصرف سرپرستی نسی کولائ مال ورڅخه ډیر مصرفیږی اویایې هم بیخی نه مصرفوی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب