زراعت او مالداري

وله (Willow)

وله چې د نازکو ښاخونو لرونکی لرګین نبات دی، اکثراً د ویالو او نهرونو په غاړه لیدل کیږي. ځکه دا نبات زیات اوبه خوښونکی نبات دی. وله د میوې په منظور نه کرل کیږي، خو د ځینو ځانګړتیاوو له امله په کرنه او اجتماعي ژوند کې خاص ارزښت لري. د نورو نباتاتو تر څنګ وله د قلمې په واسطه زیاته تکثیريږي، که چیرې د ولې کومه ماته برخه د ځمکې سر تماس کې شوه نو هلته ریښې تولیدوي. علت یې دا دی چې وله په زیاته اندازه د ریښو تولید هورمون (Rooting hormone ) لري، د دې هورمون څخه د نورو نباتاتو قلمو لپاره هم استفاده کیږي. د ولې ځنې ګټې په لاندې ډول دي او هم یې په عکسونو کې لیدلی شی.


۱- د ولې څخه د کورونو، حیواناتو او ځمکو لپاره د ژوندی ګټارې (Live Fence) یا عضوي کټارې (Organic Fence) په حیث استفاده کیږي.
۲- لکه څرنګه چې وله نازک ښاخونه تولیده وي، نو کسب لرونکي کسان ورڅخه راز راز شیان تولیده وي، لکه مرغانچې، د خوراکي شیانو ټوکری، ګلدانی، څراغ دانی، شکور، ماشومانو زانګو او داسې نور
۳- د ولې څخه په پارکونو کې د زینت په ډول استفاده کیږي او ورڅخه ښایسته ښایسته جوړښتونه جوړیږي، چې دا د هنر مند په هنر پورې اړه لري.
۴- په کرنې کې د نباتاتو تکثیر په خاطر د ولې څخه د قلمو لپاره د ریښو تولید هورمون لاسته راځي، چې په راتلونکي پوسټ کې به یې په اړه تاسې ته معلومات وړاندې شي.

 

 

م.ا.مقبل

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: